د ملا عباس ستانکزي غندنه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

 

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه د ملا عباس ستانکزي له غیر مسوولانه څرګندونو وروسته د ټولو افغانانو احساسات راپارېدل او هغوی یې تر پخوا زیات د خپلو ویاړلو ځواکونو تر څنګ منسجم کړل.

 د دغو څرګندونو ګټه دا وه چې د طالبانو اصلي څېرې یې ولس ته ور وپېژندې او د دوی اصلیت او هویت یې ورته په ډاګه کړ. په ټولنیزو رسنیو کې دغه څرګندونې په پراخه توګه وغندل شوې او اکثره کسانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بېدرېغه ملاتړ په موخه په خپلو ټویټرونو او فیسبوک پاڼو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو انځورونه خپاره کړي او خپل ملاتړ یې له دوی څخه څرګند کړی دی. همدارنګه ولسونو په ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېرو ته ګلونه ور په غاړو کړل او د هغوی پراخه ستاینه یې وکړه.

ولسمشر غني د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړي ملاعباس ستانکزي په غبرګون کې وویل: هغوی چې په زور د پردیو له لوري د کراچۍ هوایي ډګر څخه اماراتو او دوحې ته کشول کېږي، هغوی په کومه خوله زموږ د اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه دغسې څرګندونې کوي. که دوی رښتیا هم تکړه وي، نو د هیواد دغو، اتلو او زړورو بچیانو ته دې د جګړې په ډګر کې ورمخ شي، له انتحار او انفجار دې لاس واخلي.

بالاخره د دغه پراخ او ولسي غبرګون په پایله کې ملا عباس په خپلو څرګندونو پښېماني وښوده او د مسکو د غونډې پرمهال یې رسنیو ته په څرګندونو کې خپلې خبرې اصلاح کړې.

د لسیزو جګړو له امله افغانستان نه یوازې له اقتصادي، بلکې امنیتي پلوه هم سخت متضرر شول، ځکه زموږ وسله وال پوځ چې وپاشل شو، نو هیواد مو بې څښته شو. د سپمتبر له پېښې وروسته چې د نړیوالو پام افغانستان ته ور واوښت، نو د خپلو مرستو ترڅنګ یې خپل عسکر هم افغانستان ته را واستول، مګر وروسته یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ایجاد ته پام وکړ. کرار کرار دغه لیکې پراخې او پیاوړې شوې.

په تېرو څلور نیمو کالو کې موږ ولیدل چې د جنګ د بڼې د بدلون او شدت باوجود بیا هم زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېره مېړانه د دښمن پر وړاندې مقاومت وکړ او هغوی یې په شا وتمبول، ډېرې سیمې یې د هغوی له ولکې واېستې او د دښمن ډېر پلانونه او بریدونه یې شنډ کړل. نن چې بیا د امریکایي عسکرو د وتلو هنګامه توده ده نو زموږ هیوادوال ځکه ورته د تېر په څېر اندېښمن نه دي ځکه دوی په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو باورمند دي.

په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه زیات غښتلي شول او هیواد مو کرار کرار امنیتي خودکفایي ته نږدې شو. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې میاشتې، کال، لسیزې او نسل نه، بلکې د سلو کالو لپاره مبارزه کوي، ځکه د دوی په رګونو کې د هغو اتلانو نیکونو وینې بهېږي چې د دې وطن د عزت، ازادۍ او خپلواکۍ لپاره یې خپل سرونه نذرانه کړي.