د امن پرښتې!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې په مېړانه او اتلولۍ د خپل هیواد د دفاع او د هیوادوالو د ساتنې او خوندیتوب لپاره د خپل سر او ژوند په بیه جنګېږي او مبارزه کوي، نو دوی د دې حقدار دي چې د امن پرښتې وبلل شي

.

زموږ ځواکونه زموږ او د ټول وطن ویاړونه دي. د دوی  شتون له یوې خوا موږ ته ډاډ راکوي او له بل لوري به هېڅ دښمن هم د افغانستان د نیولو نېت ونکړي، ځکه دوی پوهېږي چې له دغو اتلو او زړورو ځواکونو سره د مخامخېدو او مبارزې سېک نه لري.

ولسمشر محمد اشرف تل په خپلو ویناو کې حتی په نړیوالو کنفرانسونو او سټېجونو کې هم د له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه، زړورتیاوې، اتلولۍ، سرښندنې، مبارزه او لاسته راوړنې ستایلي او په ملي او بین المللي کچه یې د دوی ملاتړ زیات کړی دی.

دښمن له اتلو او زړورو سرتېرو سره د جګړې په ډګر کې د مخامخېدو جرئت نه لري او له همدې امله اکثره وخت انتحار او انفجار ته مخه کوي، ځکه زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي او محاربوي وړتیاوې تر پخوا پیاوړې شوې دي.

هر افغان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو منندوی دی او تر بل هر وخت یې خپلو ځواکونو څخه پراخ ملاتړ اعلان کړی او د دوی ترڅنګ ولاړ دي. د ولس دغه پراخ ملاتړ زموږ سرتېرو ته عالي مورال ورکړ او هغوی وايي چې په تن کې مو یو څاڅکی وینه هم وي دښمن ته به په هیواد کې د ګډوډي او ورانکاري اجازه ورنکړو.

موږ به د خپلو پیاوړي امنیتي ځواکونو پر مټ تلپاتې او باعزته سولې ته رسېږو او د دوی ارزښتناکه مبارزه به د سولې رنګ راوړي، ځکه د همدوی د مټو، مبارزې او سرښندنو له برکته به د دښمن مورال ځپل کېږي، هغوی به له درواغجنې فتحې چې د خپلو بادرانو له خوا ورته تبلیغ شوې نهیلي کېږي او بیا به سولې ته غاړه ږدي.

امنیتي ځواکونه وایي دوسله وال پوځ اعلی سرقومندان او جمهوررئیس غني ملاتړ، هڅونې او پاملرنې عالي مورال او د مبارزې انګېزه ورکړې. ولسمشر غني په خپلو هڅو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي او همکاري زیاته کړې. د دوی په لیکو کې فساد یې له منځه وړی، د دوی خوړو او اعاشې ته پاملرنه زیاته شوې او لا یې هم د زیاتو اسانتیاو او باکیفیته خوړو او درملو په برابرولو دی.

له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته یو ځل بیا پر افغان امنیتي ځواکونو د خلکو باور زیات شوی او وایي چې د هویاد همدغه زړور او صادق بچیان به وطن د ګاونډیو هیوادونو او پردیو له یرغل څخه خوندي او په امن کې وساتي، ځکه دوی د وطن  د دفاع لېونۍ مینه لري.

د امن دغه پرښتې دې خدای د افغان وطن او ولس د ژغورنې لپاره همداسې هڅاندې لري. زموږ ځواکونه د وطن پالنې په عالي روحیه سنبال دي او د همدغې مینې له برکته د دښمن پر وړاندې خپله مبارزه په مېړانه ترسره کوي. دوی د افغانستان بقا تضمین کړه.