د همکارۍ په بستر بدلېدونکی افغانستان

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

محمدبشیر یوسفزوی

تر پرونه پورې دا فکر او انګېرنه موجوده وه چې ګواکې افغانستان د نیابتې جګړې ډګر دی او دا فکر تر یوه ځایه سم هم و، ځکه چې وسله والو طالبانو د نړۍ ترهګر او پردی جنګ زموږ وطن ته راوړ. پر افغانانو یې تحمیل کړ. په پردي جنګ کې یې هم وطن ویجاړ کړ او هم یې زموږ بې ګناه هیوادوال شهیدان او برباد کړل. طالبان لا هم د پاکستان او نورو په نیابت خپل جنګ ته ادامه ورکوي

.

مګر بل لورته یو عمر خوړلی، خو د پیاوړي عزم، ارادې، پوهې او تدبیر خاوند او پر وطن او ولس مئین سپین ږیری په ټول قوت لګیا دی هم د نیابتي جګړې مخه نیسي او هم په ورته وخت کې افغانستان د نیابتي جګړې ډګر څخه د سیمې د همکاریو په بستر، څلور لاره بدلوي.

ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې په خپلو ملي او سیمه ییزو برنامو، اقتصادي همکاریو، طرحو او پلانونو سره سیمې ته دا ثابته کړه، چې د افغانستان موقعیت یو فرصت  دی چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره طلایي ارزښت لري. افغانستان د سیمې لپاره هم نږدې، هم اسانه او هم ارزانه او خوندي لاره ده. داسې لاره چې د نړۍ هر ګوټ ته پرې تېرېدلی او ور رسېدلی شې.

ولسمشر غني د سیمې له هیوادونو سره د خپلو برنامو پر مټ دغه مفکوره او طرحه په عمل بدله کړه. د اورګاډي پټلۍ، د برېښنا او غازو لېږد، د لاجورد لار، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ، لویې لارې او بندرونه یې پرانیستل چې ځینې یې عملاً ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او ځینې به یې په نږدې راتلونکي کې وسپارل شي.

 موږ باید دا تفکر چې افغانستان د خطر ساحه ده او د نیابتي جګړو میدان دی، نور له ذهن څخه وباسو او پر ځای یې دا ومنوچې افغانستان د موقعیت او ستراتیژیک فکر په اساس د همکارۍ په بستر بدل شوی او لا هم بدلېدونکی دی.

 افغانستان د معلوماتو، محصولاتو او آیده ګانو د تبادلې څلورلاره ده. په تېرو پنځو کلونو کې ولسمشر غني رغنده نظریات وړاندې او تعقیب کړل او په عمل کې یې خپلو سیمه ییزو ګاونډیو ته وښودله چې د همکارۍ ګټه تر سیالۍ ډېره ده.

د شانګهای په کنفرانس کې یې چې دغه نظر وړاندې کړ، نو له نېکه مرغه د هندوستان، چین او ازبکستان په شمول ډېرو رهبرانو د افغان ولسمشر دغه نظر تائید کړ. د تفکر دغه بدلون باید د پالیسۍ بدلون سبب هم شي. ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او اذربایجان سره د افغانستان اړیکو وښودله چې د پالیسیو بدلون د اقتصادي همکارۍ او حکومتي همغږۍ ته لار اواره کړه.

افغانستان نن د مرکزي آسیا یو اساسي شریک دی. هندوستان او اوس چین، ترکیې او اروپا سره د هوایي کوریدور جوړول یې یوه بله بېلګه ده چې د پالیسۍ بدلون څنګه متقابلې او تل پاتې ګټې تثبیتوي. لنډه دا چې که دا ځل بیا ولسمشر غني ګټونکی شو، نو باور دی چې په راتلونکو پنځو کالو کې به افغانستان نور هم وځلوي، خودکفایي، پرمختګ او ثبات ته به یې لا ور نږدې او که په نړیواله کچه نه وي، نو په سیمه ییزه کچه به یې حتماً د نورو سیال کړي.