د پاڼې په اړوند
آرشیف
| Copyright sporghay.com 2005-2010 All rights reserved. Design by: Abdel Malek and Roman Parhiz |
| عبدالحفیظ ملیار |
|
|
| Tuesday, 23 February 2010 19:14 |
|
ګرانی نن می ستا اختر ته څه ډالۍ را وړيدی دا داوښکو له ګلۍ می غاړکۍ راوړيدی د زړه د بټی لاندی می د ستا د ظلم اور دی زخمونه وريت شوی ما پلۍ راوړيدی باڼه د شوخو سترګو د که بيرته رانه واخلی له تل د زخمی زړه نه می ګيډی راوړيدی ګريوان می خپله ګڼډم ليونی می ولی بولی له تار او له دا ستنو می قطۍ راوړيدی د زړه بازار می وران دی جز باروت پکښی خرڅيږی د چا توپ او طياره ده چا مرمۍ راوړيدی وصال می ستا نوش نکړ په هجران کی د کړيږم لکه شمع سری لمبی می په کوپړۍ راوړيدی خپل ځان به صدقه کړم ستا له يو لحظی خندا نه ما می ټولی ارزو ګانی سپيلنۍ راوړيدی که د شونډوشراب راکړی دا د سروسترګو په جام کی خوار حفيظ مليار عزرونه په زولۍ راوړيدی عبدالحفيظ مليار ساپی اختره مه رازه هجران کی يمه زما د اوښکو طاقت نلری ته نه چی خفه لاړنشی عبدالحيظ مليار د ويانا ښار که ووايي سلام زما په شاه امان الله خان باندی دا ملی اتل ملی رهبر او قهرمان باندی ګرانه ننګرهاره دا وه د عزت ننګ او ناموس او حريت مين دا د ازادی او او سرلوړی او شرافت مين قبر يي ورته وينځه د عطرونو په باران باندی ګرانه ننګرهاره ګرانه ننګرهاره ماته بيا د ګلو هار جوړ کړه بيا د ملنګ جان د ارمانو د زړه پرهر جوړ کړه که جوړه پښتونخوا شی بيا به يي ږدم فخرافغان باندی ګرانه ننګرهاره جار شه له ملالی د هغی غيرتی ننګ ځينی بيا د خوشحالخان دا د قلم او طوری شرنګ ځينی درود د رحمت وايه په نا زو او احمد خان باندی ګرانه ننګرهاره لاړ شه ميرويس خان ته په شملی يي عطر وشينده څومره چی کيدای شی په جرګی يي عطر وشينده بيا می سلام وايه لوی اتل مو اکبر خان باندی ګران ننګرهاره ای حفيظ ملياره مونږ ښايسته ښايسته ګلان لرو پت چی د وطن ساتی مونږ داسی شازلميان لرو لوړ د وی بيرق د ازادی افغانستان باندی ګرانه ننګرهاره د ښاغی اجمل اټک د شعر په اقتفا ژبه سلاح په پارلمان توپکه مات شې قلمه مود شې باروت د ورک شي سواده دود شې د اټوم بمه لمبې د ورک شه لوګی د ورک شه ايری د ورک شه ماشوم ژړيږي ميندې زوريږي کورونه سوځي انسان قتليږي عاطفه کومه دا کوم همت دی چې څوک قاتل مو د بشريت دی مينه انسان دی سوله ايمان دی په محبت کې جهان ودان دی سوله سفا کې فاني دنيا کی ملي وحدت کې عقل او حيا کې سپرلی مسکيږي ګلبڼ نڅيږی ګلان غوړيږی بلبل مستيږی ټوپکه مات شې ټانکه اری شې توپه نابود شې خاورې ايری شې قلمه مود شې سواده دود شې عبدالحفيظ مليار ويانا د اتريش ښار زوی يې ويل ای پلاره پيشرفت نو څه وي پلار يي ويل خوار شی پدی نه پوهيړی واخله ټوپک لاړ شه مکتب وسيځه حفظ مليار ويانا د اتريش ښ مونږه افغانان څه خوار او زار شولو څه مړه په جنګو کې څه فرار شولو شو افغانستان د بزکشي ميدان د هر پهلاون شو د مستي ميدان څومره بد بختيو کي دچار شولو مونږه افغانان څه خوار او زار شولو ډير په پاکستان کې سرګردان شولو خپل په دا ورتګ لا پښيمان شولو ډير مو په ايران کې سرپه دار شولو مونږه افغانان څه خوار او زار شولو ځينې په روسيه ځينې يونان کې مرې ځينې د ترکيي په بيابان کې مرۍ ډير لاره کې بهر ته ګزار شولو مونږه افانان څه خوار اوزار شولو څوک خښ په کفن څوک بيکفن شولو څوک خښ په وطن څوک بی وطن شولو څوک بيا د ماهيانو د خولې ښکار شولو مونږه افغانان څه خوار اوزار شولو څه سايسته ځوانان زمونږ وزګار ګرځې په پردو ملکوګې دوۍ نهار ګرځې اي خدايه له ژوند ځينې بيزار شولو مونږه افغانان څه خوار او زار شولو ای مورې نور مه ژاړه لوګې د شم اوښکې د کړه پاکې سپيلنې دشم ستا بيا د ديدن سترګې په لار شولو مونږه افغانان څه خوار او زار شولو مونږ که د ملې وحدت همکار نشلو ای حفيظ ملياره که هوښيار نشلو ګل نشلو ګلبڼ ته هسې خار شولو مونږه افغانان څه خوار او زار شولو خدايه امر د بار بار منمه د زړه په مينه يي هزار بار ممنه که مې پښتو ته هر څوک بد وګوري بيا د تا نه نو بيا د دار منمه حفيظ مليار اتريش لغمان زخمي احساس مې د زړه سر يادوې د شکور اباد هر مازيګر يادوي د عليشنګ د سيند څپو کي لامي د تاجکړيو ها سنګپر يادوي د اخنزادګانو د چينې اوبه څښي بيا د دندې د سيند کمر يادوي رايشي د دنګ چنار د سيوري ا رمان کله منګې کله ګدر يا دوي ډکه زولي تازه توتان او ياران ها توت سنډل د ونې سر يادوي په نيحالونو او د شولو لاو کي هغه اشر او نيحالګر يا دوي مانه د شپي خوب بام په سرکي غواړي د شپې سپوږمې د سحر المر يادوي په احترام لاړشي روښان ليسې ته هلته د خپل د صنف زوړ ور يادوي د استا دانو همصنفيانو مينه هر يو ملګر ي او رحبر يادوي دا قرغيي او علينګار خو پريږده کله سپين غر کله تور غر يادوي افغانستانه لحظه نه هيريږې کله د لر او کله بر يادوي لغمانه يي د عاشقانو وطن چي هر شاعر د شپه اوسحر يادوي حفيظ مليار دا قير سرک څه کوي دي د کږو پولو چکر يادوي عبد الحفيظ مليار اتريش د کاروان صاحب د شعر په اقتفا د مينې په دنيا کې مې جانان شې راته ته ډولۍ د محبت کې مې ارمان شې راته ته برکت دی ستا د سترګو چې غزلې هميش ليکم د شعر زمزمه شې غزلخوان شې راته ته په هغه لحظه ناست يم د جنت په مناروکې چارپيره چې له غاړې او ګريوان شې راته ته چې هره لحظه وګورم دا ستا د زنې خال ته بيا ستورې شې سپوږمۍ شې او اسمان شې راته ته داته چې پلو لرې کړې له خپل نوراني مخه ساقې شې ميکده شې او بوستان شې راته ته ای چرګه د سحر ولې ته دومره يي بې صبره سم غيږ ته د يار ورشم بيا اذان شې راته ته د زړه للمې اوبه کړې ما حفيظ مليار ستا ياد کې چې اوښکه شې ګلۍ شې او باران شې راته ته حفيظ مليار اتريش څلوريزه سپرليه که راځې نو ای سپرليه د نيشو سره راځه زمونږ ورانې ميکدې ته د پيالو سره راځه د مينې عاشقان د ټول خمار دلته پراته دې په لږه چاره نشې د خومو سره راځه عبدالحفيظ مليار اتريش , ويانا نوی کال او د حجران زخمون ځلوريزه سپرلی شو ونې شنې شوې دښتې شنې شوې بلبلان په چيغو سر شول او نغمې شوې ای حفيظ ملياره کاشکې حجران نه وای تانه پاتې د نوروځ هغه ميلې شوې ای ساقي ای ساقي شراب د نشته کنډولی به د زه څه کړم چې ګلان هغه کې نه وي دا سپرلی به د زه څه کړم روغ بدن مې ستا ونه ليد ای حفيظ ملياره ولې پرهارونو ځينې ډک دی دا زړګی به د زه څه کړم مالياره مالياره ګلان راوړه دا زخمي زړونه خوشحال کړه موسم د سپرلي دی مونږ د سيالو سره سيال کړه غاټول ګلونه راوړه چمنون رنګيني کړه وږمې د سحر راوړه هرې خواته يي خورې کړه د پيغلو له ټيکريو شاړې دښتې زمونږ شنې کړه قالينې پکښې پرش کړه له غاټول يي تکې سرې کړه د پيغلو په مسکا کې د ګدر جوړې ميلې کړه عطرونو د ګلانو ځينې جوړې فوارې کړه د ګلشن بلبل خفه دی په نغمو يي چغهار کړه مالياره ګلان راوړه دا زخمي زړون خوشحال کړه ماليا ره زمونږ پيغلې د نارنج ګلونه غواړي مجنون د ليلا غاړې ته د ګل هارونه غواړي دا د ښتې له شپونکي نه د شپيلۍ غږونه غواړي يتيم د مور او پلار د غيږې تير وختونه غواړي زخمي زخمي ګلونه د زخمو ټپونه غواړي مطرب د رباب جشن ته د عشق شعرون غواړي حفيظ مليار در جار شه راته خوښ مو نوی کال کړه مالياره ګلان راوړه د ا زخمي زړونه خوشحال کړه حفيظ مليار ويانا د اتريش ښار ځان چغوه له رشوتخور نه چا پوښتنه وکړه چې خپل وطن ته خو خدمت پکار دی ويل يې څه يې کوې خپل ځان چاغوه رشوت زما په زخم مالګې مه دوړوۍ ما خو اوس چور بس کړی رشوت عادي خبر ده هايکو ويلی روان يم پارلمان ته چی لږ خوب وکړمه په پارلمان کی بلبلان غږيږې د بلبل غږ ته زما ښه خوب راځی ارو پاته راغلم ويل يي ښه شو اروپا ته راغلم اوس به ډوډی راته سوسيال راکوی ميړه له کوره شړم افغان ما ويل افغان يي چی کلتور هير نکړی ويلی کلتور سره می څه دی اشنا اوس بل وطن کی يمه پښتون ما ويل پښتون يي په پښتو غږيږه ويل شناخت کارت پاکستانی لرمه ځکه بايي بايي ناری وهمه عبدالحفيظ مليار ويانا د اتريش ښار موری ستا د زړه دنيا زما په زړه کی شته دی ستا هغه ډکه خوله خندا زما په زړه کی شته دی ما ګنهګار خو په ژوندون کی ستا خدمت ونکړ تر ورځ د قيامته دا جفا زما په زړه کی شته دی عبدا لحفيظ مليار اتريش د ويانا ښار ارمانجن ځمه ستا له خوا ګوره بيا نه راځمه فانی دنيا د وی دا ستا ګوره بيا نه راځمه لکه پولۍ د غم بټۍ کې د وريت کړی يمه خوری دا پولۍ ته هر صبا ګوره بيا نه راځمه د زړګې غوټئ به می خلاسې کړم ملا امې ته تا به کړم هر چاته رسوا ګوره بيا نه راځمه دا اح افسوز چی د ماشوم زړګې له خولې مي وځی نور به يي نه اخلم ګناه ګوره بيا نه راځمه زه يم پښتون خکه خپل عهد کی په اور وسوځيدم په پښتو پوه نشوی اشنا ګوره بيا نه راځمه د حسرت اوښکو غوندی زه حفيظ مليار څڅيږم نشته له تا بل بيوفا ګوره بيا نه راځمه خبر په هره ژبه خوند راکوی پښتو ويل په عبادت کې راځې حفيظ ( ملياره ) مبارک د شه دا دا پښتانه به په جنت کی راځې عبدالحفيظ ( مليار ) ٢٤\١٠\٢٠٠٧ م ويانا اتريش شکر خدايه شکر خدايه چه په خټه کې پښتون يم شهادت سره عقباته بيرته ستون يم د وطن په ننګ يم تا زه پوهولی وطن شمع ده ليلا ز ه يي مجنون يم دون صفت دون صفت غلام صفته خلک څه دې ژوندی ښکاری حقيقت کی واړه مړه دی حيس صفت دانسانيت هغو کی نشته چه په وينو د مظلومو څوک ماړه دی عبدالحفيظ مليار دپلار په ژبه څوک چی د پلار په ژبه نه پوهيږی دا پښتانه پری را خبر کړی خلکو سريي کړی کل او ورته مخ يي تور کړی د ګيدړ خوله ور په سر کړي خلکو لر او بر دا لر او بر سره دوه ورونه دی خط د ډيورنډ زمونږ رګونه دی دا چی غليم تل دپښتون وينی څکی ځکه مو خراب ورته فکرونه دی پښتونستان زه په زړه ازار پښتونستان يمه زه دښمن ته خار پتونستان يمه خپله ازادی که مو په برخه شوه جوړ د ګلو هار پښتونستان يمه زما وينه وينه زما د هر رنځور دوا ده ماته بيا وينه د انګور دوا ده زما زړګی د زليخا زړګی شو هغی ته صرف ديوسف نور دواده ساقی مانه می وينی غمو وچۍ کړلی ځکه چی وينی د انګورو څکمه ساقی که تا سره خومونه نه وی اجازه راکړه څو جامونه څکمه عبدالحفيظ ملي خپلي ليلا ته شه دلبر پښتونه ټوله دنياکړه پری خبر پښتونه دا هندوکش او تاتری خبر کړه چی سره يو کړو لر او بر پښتونه ډيورنډ خط د سرطان دانه ده ستا تباهی ته دی خطر پښتونه دا اوبه ندی ترينه اوښکی راځی زرشه خوشحال کړه دا سپين غر پښتونه يا د تقدير زرشه ډير زر بدل کړه يا د سر و جنګو په غر پښتونه د خوشحالخان له پاکی خاوری ځينی جګ شه اورنګ کړه لاس په سر پښتونه د ملنګ جان په زړه چړی خښی شوی تار د اغزن لکه خنجر پښتونه که موټی نشو او وهدت ونکړو داسی به ګرځو در په در پښتونه دا د سبا وعدی کړی لنډی نوری هرڅه کړی خپل تر مازديګ ر پښتونه راوړی ډولونه اټنونه مرش کړی په غليم جوړ کړې يو مهشر پښتونه حفيظ مليار باندی به جوړ شی اختر که شمله جګ کړو د خيبر پښتونه عبدالحفيظ مليار ته رانه ﻻړی زه د پريښودم حيران موری لرم خفګان موری لرم خفګان موری تا ته خدمت می په زړه پاته شو ارمان موری لرم خفګان موری لرم خفګان موری ستا شفقت يادوم ستا محبت يادوم لاس ټکوم چی رانه تير دی دا دورا ن موری اوس چی بی تا يم موری لکه ګدا يم موری له غمه ګيچ يم چا ته چيری کړم ګريوان موری ستا ياد ګارونه لرم ستا ټول غمونه لرم ځکه می نم له سترګو توی شی شی بارن موری ما باندی او ر بل دې دزړه په کور بل دی له غمه چيرته چاته چيري کړم ګريوان موري الله د وکړې رحمت شه د د ا قبر جنت حفيظ مليا ر د ځکه سپا رم په سبحان موری لرم خفګان موری لرم خفګان موری په ډيره ډيره قدردانی عبدالحفيظ مليار داتريش ښار ويانا څلوريزه موری قبر د خدای تا ته څراغان کړی موری قبر د خدای ستا جنت نشان کړی زه حفيظ مليار به عذر کوم خدای ته چه جنت فردوس کی ستا ښکلی مکان کړی ٤\١١\٢٠٠٧ م ويانا عبدالحفيظ مليار د دوست شينواری دغزل په اقتنا ستا د مينی تندی پريښودم اجل ته ځکه ګورمه دا ستا د را تلو پل ته خوږ زړګی می ټول کنډر او کنډوالی دی ولی زه به نه ژړيږم وران کا بل ته له اغياه ګيله نه کړم اغيار څه کړم زه د خپلو سملولی يم مغل ته که څه وايم راته ځان بی وسعی ښکاري کله کله ګيله رايشی خپل اذ ل ته مختورنه دا نقاب به د شی لری کوږ بار کله رسيدلی خپل منزل دی ای پښتونه لر اوبر مينځو کی يو شی غمشريک مې پيدا نکړ ستا مر چل ته توری زلفی د خوری کړی توره شپه شوه مخ د لوڅ کړه چه زه وګورم مشعل ته دا چی تل هجران کی پروت يم ارمانجن يم زه به کله ګلان راوړم ستا اوربل ته ای حفيظ ملياره يار خوشحاله ساته چی زړه يي نه وي نور يي مه ورزه محفل ته عبدالحفيظ مليار وېانا اتريش ګلی دا ستا واړه شرطونه منم خو صرف دا يو شرط که د بيرته واخلی ګلی له تانه به ځوانی قربان کړم ګلی له تانه به غربت قربان کړم ګلی خپل ځان به سپيلنۍ کړم تاته غواړم چی وينی می له تا قربان کړم خو صرف دا يو شرط که د بير ته واخلی هغه شرط ماته يي منل ګران دی هغه شرط ماته يي زغمل ګران دی په هغه شرط باندی زه بد ښکاريږم په هغه شرط باندی زه سپک ښکاريږم هم په دنيا هم اخرت به سپک يم خيردی ليمی به می کړم ټيټی درته خير دی دا سربه می سرتور کړم تاته خير دی عذرونه به هم ډير وکړمه په ننواتو به دکورته درشم دا ستا د در به ملنګی وکړمه خو <<سر ټيټول >> پښتون نه مه غواړه ته هو زه پښتون يم سرمی تاته ټيټولی نشم سر ټيټول پښتون ته زيب نه کوی زما محبوبی صرف همدغه شرط دبيرته واخله سرټيټول پښتون نه مه غواړه ته عبدالحفيظ مليار ويانا نه پيسی لرم نه زر ـ خو پاک خدای لرم سر په ولس باندی مين يم ـ هر يو ښکاری د زړه سر دا چی وچولی دی روښانه ـ پدی ډير يم بختور په خندا چی يو بل وينو ـ هره شيبه مو ده اختر خود خوا هان بی وزنه ښکاری ـ لکه سپک د مچ وزر لباسی پتنګان ورک شه ـ دوی به خدای کړی در په در زه حفيظ مليار تري ځارشم ـ د يو ښکلی شان دلبر نه پيسی لرم نه زر حفيظ مليار ويانا اوتريش د عزيز خان په کڅ کی پروت يي ای افغان الفته ستا خوشبويي د الفت اوري په لغمان الفته دا ستا د شعر او د ادب ډيوی به بلی ساتو د سحر ستوری يي ځليږی په اسمان الفته په ډيره ډيره مينه عبدالحفيظ مليار څلوريزه زما کفن زما هر کفن په وينو باندی رنګ دی سر می ور کړ خو ګټلی می خپل ننګ دی ما د سر په وينو خپل وطن ازاد کړ دا له روس ياکه انګريز يا له اورنګ دی حفيظ مليار د اروپا ښکلو ښارو کی ګرځم د خټو وران کلی می نه هيريږی ما چی خاپوړی پکښی کړی خلکو هغه جانان کلی می نه هيريږی هغه ښا يسته د ماشومتوب وختونه هغه ښا يسته د ليونتوب وختونه ليندی پنډوس او خوسۍ لوبی به وی لکه مجنون د مينتوب وختونه نجونی ګدرته تلی روانی به وی په شان دزرکی خراما نی به وی په دا لاسو به يي منګی ډکوه څومره باننګه قدر دانی به وی اوس می هغه شړ شانته ګدر ياديږی هغه هر پښتون راته دلبر ياديږی په محبت چی به مو غيږ کی نيول هغه ميلی مو د اختر ياديږی حفيظ مليار يمه هجران زبلی خمارو سترګو د جانان زبلی زړګی می دلته پټ ګوګل کی ژاړی يمه دردو د افغانستا زبلی عبالحفيظ مليار ساپۍ _ ويانا چی له وطن ځينی وتلی ولاړه ومه لکه ماشوم چی د ژړيدلی ولاړه ومه يو خواته جنګ بل خوا وطن بل خوا دهجر لمبی اوښکی پر مخ تلی _ تلی تلی ولاړه ومه دا ستا د سينو د محبت تفنګچۍ دی له مرميو ډکی او په ماشو سپری دی له ډير حيبته مخامخ تاته زه دريدﻻی نشم ځکه شهيد به شمه په اخرت به زما لاس ستا په ګريوان پا ته شی ماويل ماويل ګﻻن به در تحفه کړم ګرانی خو ما د در تللو جرء ت ونکړلو اوس می په لاس کی ګلان ټول مړاوی شول عبدالحفيظ مليار ويانا وه دکړو انکار نور درنه لاړمه شومه خوار او زار نور درنه لاړمه درد د اشنا زړه کی راته پريښوده تاو شوم لکه مار نور درنه لاړمه ما ويل ستا په عشق کی به نيشه ګرځم د ټول عمر خما ر نور درنه لاړمه تا جز له رټلو نور څه ونکړل لکه ګنهګار نور درنه لاړمه مخی ته می راغلی مخ د پټ کړلو يم په زړه ازار نور درنه لاړمه ما د سپينو ليچو ته بنګړی در وړل و د شيندل په لار نور درنه لاړمه ستا د در ملنګ وم مات کچکول سره وږی او نهار نور درنه لاړمه نور نو ريبار نه درځی دا ستاترف شومه توبه ګار نور درنه لاړمه اوښکی می په جام کی يادګار وساته رائي وړه په مزار نور درنه لاړمه ته می د اغيار سره ميلی کوه خوار حفيظ مليار نور در نه لاړمه عبدالحفيظ مليار ويانا گرانی انځور دلاهم جیب کی ساتم هغه انځور چی تا یادگار راکړی په ډ یره مینه ورته گورمه زه ستا د هجران دشیبو غم غلط دی له غمازانو نه یی پټ ساتمه زما دمینی دنیا گی یی گرانی دانتظار شیبی د وغزیدی ستا د راتلو په طمع ناست یم مدام اوس په وعدو هم اعتبار کم شوی له لبا سی یارانو کرکه لرم زړه می پښتون غوندی په عظم ولاړ کله ناکله له خفگانه ځینی غواړم انځورته د نور اور ورته کړم که گوندی هیره می شی خو ورته اور ورته کولای نشم ځکه زړگی به می هم اور واخلی خاوری ایری به شی .......... داچی نظر می سپیلنی ده له تا داچی داهیلی می لا ستړی ښکاری دا چی ارمان می په سلگو سلگو دی دا چی زړگی می له زخمونه ډک دی همدغه به بس وی گرانی ........ گرانی انځور دلا هم جیب کی ساتم او ورته اور ورته کولای نشم ستا د لیدو په هیله ........ عبدالحفیظ ملیار ویانا زلفی دی جالی کړ ه جاله وان پری را خبر کړ ه پریږده پری گلونه باوراگان پری را خبر کړه زلفی دی کړه لری مخ دی لوڅ کړ ه سپین سباه راوړه پورته شه سپوزمی شه ټول جهان پری را خبر کړه زلفی یی باد ویوړی اننگو یی شمعی بلی کړی هری خوا ناری شوی پتنگان پری را خبر کړه ای حفیظ ملیاره سپیلنی به شی لوگی به شی زلفی ښاماران دی گوره ځان پری را خبر کړه حفیظ ملیار ویانا} ته باران د رحمتو وی ای گرانه پلاره ته زانگو د حمتو وی گرانه پلاره د ستا لاس د شفقت په مونږ اوږد وه ته دوا مو د دردو وی گرانه پلاره د تعلیم او د ادب ډیر طرفدار وی ته ډیوه د تاریکو وی گرانه پلاره ته مرزا وی ته ادیب وی ته شاعر وی په کردار د میړنو وی گرانه پلاره ستا شمله به د لنگی وه معلومداره خدمتگار د پښتنو وی گرانه پلاره خان بابا به په خپل قوم کی یادیدلی په ریښتیا ده صفتو وی گرانه پلاره د حفیظ ملیار لاسونه رب ته لپه چه سردار د جنتو وی گرانه پلاره حفیظ ملیار ویانا يو خوا غربت بل خوا جانان په مونږه لوبی وکړی بل خواته غله بل خوا در بان په مونږه لوبی وکړی د وطن للمی مو اوبه نشوی په وخت او زمان يو خوا سيلاب بل خوا باران په مونږه لوبی وکړی ډيرو سرفه ونکړه وطن په دا مظلومو خلکو يو خوار اغيار بل خوا نادان په مونږه لوبی وکړی په هرقدم کی د ليوانو په داړو کی ګير شلو حفيظ ملياره د کاروان په مونږه لوبۍ وکړی حفيظ مليار د ويانا ښار خوږ زړګی می پکښی بند دی بل جهان می نه خوښيږی چی دلبر می خوا کی نشته خدايګو ځان می نه خوښيږی په هجران کی د کړيږم ای زما ګرانه وطنه چی ستا بوی هغه کی نه وی دا ګلان می نه خوښيږی چی ملنګ د در کی نه وی مجنون ندی عاشق ندۍ ستا په لار چی څيری نه وی دا ګريوان می نه خوښيږی زما ګران افغانستانه زما روح او زما ځانه چی له تا سره خيانت کړی دا وجدان می نه خوښيږ ی د حفيظ مليار لاسونه د الله در بار ته لپه په وطن کی صلح غواړم غما زان می نه خوښيږی داوښکو پيغله می سرتوره شوله د مهاجر غوندی بی کوره شوله دا هر سحر د ګل په پاڼو زاړی ځکه اغزو باندی نسکوره شوله چا يي په کلی راکټ و ويشتلو شوله يتېمه او بی وروره شوله دا تک سپين رنګ يي ملغلرو غوندی په سپيرو خاورو تکه توره شوله هلته تخارکی پښتانه خفه دی شمله مو ډکه له پيغوره شوره حفيظ ملياره ارمانی دنيا ده تا چی ګڼله هغه نوره شوله ګرانی نن می ستا اختر ته څه ډالۍ را وړيدی دا داوښکو له ګلۍ می غاړکۍ راوړيدی د زړه د بټی لاندی می د ستا د ظلم اور دی زخمونه وريت شوی ما پلۍ راوړيدی باڼه د شوخو سترګو د که بيرته رانه واخلی له تل د زخمی زړه نه می ګيډی راوړيدی ګريوان می خپله ګڼډم ليونی می ولی بولی له تار او له دا ستنو می قطۍ راوړيدی د زړه بازار می وران دی جز باروت پکښی خرڅيږی د چا توپ او طياره ده چا مرمۍ راوړيدی وصال می ستا نوش نکړ په هجران کی د کړيږم لکه شمع سری لمبی می په کوپړۍ راوړيدی خپل ځان به صدقه کړم ستا له يو لحظی خندا نه ما می ټولی ارزو ګانی سپيلنۍ راوړيدی که د شونډوشراب راکړی دا د سروسترګو په جام کی خوار حفيظ مليار عزرونه په زولۍ راوړيدی عبدالحفيظ مليار ساپی جوړ د بنګو کڼډولی وای --- يو روحباب وای يو منګی وای د لغمان په شکور اباد کی ---- يو ښايسته ما ز يګری وای ورته ناست وای په ديره کی --- د چنار تر سيوری لاندی کليوال درنه چار پير وای--- هر افغان درته زړګی وای مه قالينی وای مه کوچ وای --- اوار کړی مو نيمسی وای په ګدر کی شور ماشور وای--- وای د پيغلو قطارونه چی په لپو يي ډکولای --- هری پيغلی خپل منګی وای ښه موسم وای پسرلی وای --- د لونګو يو پټی وای چی شپيلی يي غږولای --- هلته خوا کی مو شپونکی وای المر ورورو ولويدلای --- سور شفق وای ماښامی وای بيا دبام په کټ کی خوب وای-- يخ شمال نری نری وای د حفيظ مليار زړګېه --- اوس نو ژاړه په هجران کی پاده وان په خپل وطن وای ---- له وطنه سپيلنی وای عبدالحفيظ مليار ويانا اتريش چی د اوړی ما ښامی وای پاس د بام په سر ناستی وای د بام څڼډه کی ګلان وای چمبيلی وای کشمالی وای مه قالينی وای مه کوچ وای اوار کړی مو پزی وای د چينی له او بو ډک مو هلته خوا کی يو منګی وای چی اوبه مو پکښی څکلی يو د خټو کڼډولی وای دسترخوان وای خوری شوای او د مور د لاس پخلی وای چی سابه وای او سکړک وای له شوملو ډک ځګړی وای ښه توتان مو وای سنډلی په زولی کی يو خری وای نارنج ګل وای غوړيدلای ډک له عطرو يي نيالګی وای خوږ اواز مو په غوږو وای مست مو سيند عليشنګی وای د سپو ږمی رڼا ته ناست وای نه د برق نه چراغګی وای وای د شولو نهلونه يخ شمال نری نری وای الوتلی په هواکی د ماښام اوربلکی وای کاشکی مور راته ژوندی وای چی ويلای يي بچی وای مور قصی راته کولای زه له موره سپيلنی وای چی د مور د ارمان بڼ ته زه ثمر او زه سپرلای وای مور پنځه وخته لمانځه کی راته غوښتی يي بر ی وای کاشکی بيا هغه تير وخت وای کاشکی بيا ورته زلمی وای د حفيظ مليار ارمانه اوس نو سوزه په ارمان کی چی ژوندون د وای په کلی څومره خوښ به د زړ ګی وای عبدالحفيظ مليار ساپی اتريش ويانا د ژوند ارمان می په اجل کی پروت دی چی د ميچنی لاندی د ل کی پروت دی لکه شهيد د مور په غيږ کی پروت وی زړګی می داسی په ګوګل کی پروت دی د شهادت جامو کی ګور کی ښکته په وينو رنګ د ځمکی تل کی پروت دی د عشق کاروان کی سفرونه لرم تيت او پرک فکر می په منزل کی پروت دی ظالمی غوټی يي کړه خلاسی ترينه حفيظ مليار د زلفو ول کی پروت دی د يار سترګی اثری دی جوړ د بنګو کنډولی دی ميکده د ترينه جار شی ډک جامونه د ساقی دی تکی سری دی لکه زرکی خماری دی نيشه يي دی ملنګان يي لاس په نام دی پتنګان يي سپيلنی دی له هرچا يي زړګی وړی له ملا که له امی دی هرچا کړی ګوته غاښ ته دا سپينږيری او که زلمی دی په حفيظ مليار نخری کړی ځکه اوښکی تری جاری دی ويانا داتريش ښار 17-01-2009 راشه زما د زړه ا ينی ته دلته ځان ووينه چيرته چی ته پکښی اوسيږی دا جهان ووينه د زړه په باغ کی می د عشق دنياګی للمه ښکاری راشه زما د تړمو اوښکو پری باران ووينه نه می په ليچو ستا خوب وکړ نه بنګړی مات شوی دا چی په اور کی سو ځيدلی دا ارمان ووينه ساقی دا ستا په خوم به نن دا خپل زړګی ارام کړم د اشنا زلفو يم چيچلی ښا ماران ووينه په شو ګيرو کی زه او شمع دوه په دوه ژړيږو د خوب بستر کی می زخمی زخمی هجرا ن ووينه دا د ګل بڼ د زيړو پاڼو به خزان لا هير کړی را شه زما د د ی ژيړ رنګ غمجن دوران ووينه دا می تقدير وه که زمان چی در په در يي کړمه ؟ د ارزو ګانو جنازی می په اسمان ووينه ستا د راتلو په انتظار کی می ځوانی بيلوده راشه د خوار حفيظ مليار چيری ګريوان ووينه ٢٤,١,٢٠٠٩ ويانا د اتريش ښار نن می خبر د قمرګلی د خفګان واوريد د زړه غزل می شو خفه تری می فغان واوريد تمبور به مات شی او روباب به غاړه جګه نکړی که مرور می دا بلبل هزار داستان واوريد د هنر باغ کی د ګلانو شاهزاد ګی هغه ده ژوندی د نه يم که په ګل می د خزان واوريد سترګۍ می ډکی شوی ليمی می رالمدی شوی راته چی دا خبر می انټر نيټ کی له ؛ کارون ، واوريد ای قمرګلی ای بلبلی ای د روح ملکی ستا خوشبختی ته ما حفيظ مليار ارمان واوريد ليونی مينه دا مينه ليونی ده که زه هسی ليونی يم ستا مينی زه مجنون کړمه که هسی سحرانی يم دا ما چی د ی دنګلی ستا د عشق لوی درياب ته ستا عشق زورور دی که زه هسی ميړنی يم د ګلو پاڼی ټولی ستا د مخ له رخسار جار شه دا تا دود او لوګی کړمه که هسی سپيلنی يم په خټه چی پښتون يمه همدغه لوی عزت دی ګربز يم که مسعود يم که ساپی ياکه تڼی يم ستا ياد می دی په زړه کی زه حفيظ مليار دا وايم زړښت به پکښی نه وی پخوانی که ننی يم عبدالحفيظ مليار داتريش ښار ويانا که ووايي سلام زما په شاه امان الله خان باندی دا ملی اتل ملی رهبر او قهرمان باندی ګرانه ننګرهاره دا وه د عزت ننګ او ناموس او حريت مين دا د ازادی او او سرلوړی او شرافت مين قبر يي ورته وينځه د عطرونو په باران باندی ګرانه ننګرهاره ګرانه ننګرهاره ماته بيا د ګلو هار جوړ کړه بيا د ملنګ جان د ارمانو د زړه پرهر جوړ کړه که جوړه پښتونخوا شی بيا به يي ږدم فخرافغان باندی ګرانه ننګرهاره جار شه له ملالی د هغی غيرتی ننګ ځينی بيا د خوشحالخان دا د قلم او طوری شرنګ ځينی درود د رحمت وايه په نا زو او احمد خان باندی ګرانه ننګرهاره لاړ شه ميرويس خان ته په شملی يي عطر وشينده څومره چی کيدای شی په جرګی يي عطر وشينده بيا می سلام وايه لوی اتل مو اکبر خان باندی ګران ننګرهاره ای حفيظ ملياره مونږ ښايسته ښايسته ګلان لرو پت چی د وطن ساتی مونږ داسی شازلميان لرو لوړ د وی بيرق د ازادی افغانستان باندی ګرانه ننګرهاره مه می خوزوه مه می دردو سره غرض لره مه می غملړلو خاترو سره غرض لره زه هغه پتنګ يم سر تر پايه په اور سوی يم مه می بادوه مه می ايرو سره غرض لره مانه عبادت کی د وطن طرف ته مخه شی مه می د هجران کی د سجدو سره غرض لره څومره چی ګريوان می راته لوند وی بد پری نښکارم مه می تړمو اوښکو فوارو سره غرض لره ځوان زړه می زوړ شوی لکه ګل چی پاڼی پاڼی شی مه می د زاړه زړګی ا غزو سره غرض لره پريږده روح می لاړ شی ځنکدن ته می ارام پريږده مه می زنی تړه مه سلګو سره غرض لره تار د رباب اخلم د حفيظ مليار ګريوان ځينی مه می د غمجن غزل پردو سره غرض لره عبدالحفيظ مليار د اتريش د ويانا د ښار څخه ويل يي ٠ غواړم چی جمهور ريس شم ماويل ٠ کابل خو د ټول وران کړ راته ويل يي ٠ زړ ګی خو می يخ شوی ندی اختره مراځه اختره مراځه روژی پاته دی د ارمانونو روژی نه چی خفه لاړ نشی اختره مراځه اختر مراځه هجران کی يمه زما د اوښکو طاقت نلری ته نه چی خفه لاړ نشی زوی يي ويل زوی يي ويل ٠ پلاره پيشرفت نو څه وی پلار يي ويل ٠ خوار شی پدی نپوهييږی واخله ټوپک لاړ شه مکتب وسيزه عبدالحفيظ مليار د اتريش دويانا دښار څخه په غوږ کی سوری پلار يي ويل غوږ کې د سوری کړيدی ؟ زوی يي ويل هو پلاره دا نوی مود دی پوزه می پاته ده عبدالحفيظ مليار د اتريش د ويانا ښار څخه ويلی ويښته می دی د غره غوندی جګ بل ويل کومه ده نو واوره پکښی ؟ ويل يي واوره ترينه سپی سټلی ميړه ويل پام کوه کلتور هير نکړی ښځی يي برګی برګی وکتلی ميړه ويل وبښه سهوه شومه جګ ويښتان د ده ويښته و ل د خوراز غوندی جګ ده وه له ځان ملاچرګک جوړکړی ل که بتکه به په لاره کی ته سو سيال ويل يي شنا خت می درنه ډير دی قربان ما ويل وايه نو څه کوای شی و يل يي سوسيال به درنه قطع کړمه ويل يي تحسيل کی تانه مخکی يمه ما ويل ښه ده نو استاد به می شی ويل يي عمل کی نو بيا صفر يمه عبدالحفيظ مليار اتريش ستا د حسن چی غلام شوم ليونی می ولی بولی اوس چی مينه کی بدنام شوم ليونی می ولی بولی د زړګی مسجد می ګوره زما اوښګی مقتديان دی ته قبله او زه امام شوم ليونی می ولی بولی ما چی می د سرکو شوندو ستا د سترګو جام کی څکلی شرابی لکه خيام شوم ليونی می ولی بولی دا ګلبڼ د اننګو د سکی ز ما د زړګی وينی چی مين د ګلاندام شوم ل يونی می ولی بولی د راتلو لاره د څارم په ارمان ستا د ديدن يم ولاړ تاته لاس په ن ام شوم ليونی می ولی بولۍ زلفی لري کړه مخ لوڅ په حفيظ مليار ر ڼا کړه داچی ښکار دزلفو دام شوم ليونی می ولی بولی اتريش د ويانا ښار اختره مه رازه هجران کی يمه زما د اوښکو طاقت نلری ته نه چی خفه لاړنشی عبدالحيظ مليار د ويانا ښار بی وطنه خښيدل که بی وطنه چيرته خښ شومه ژړا مکوی که ارمانجنه چيرته خښ شومه ژړ ا مکوی ما ويل وطن کی به می ژوند وی د د وستانو سره که بي کفنه چيرته خښ شومه ژ ړا مکوی دا جنازه چی می دا کوم طرف ته وړی عالمه که ډک له غمه چيرته خښ شومه ژا مکوی د ژوند ګلان می په هجران کی ټوکيدلی خلکو ک ه بی ګلشنه چيرته خښ شومه ژړا مکوی نه مور ا و پلار او ورور او خور سره زه وغږيدم که بی ديدنه چيرته خښ شومه ژړا مکوی وخته له تا ځينی حفيظ مليار خفه روان دی که ګيله منه چيرته خښ شومه ژړا مکوی سګرت يم فريبکار يم هوښياران هم غولوی شم ښکلوم دپيغلو شونډی هلکان هم غولوی شم يو لمبه شم بيا لوګی شم له حلقوم ځيګر ته لاړشم بيا په شش کی ښی ميلی کړم ډاکټران هم غولوی شم ګوری شش يی ټول تکتور دی چی زما هغه کی کور دی سل مرض پکښی ميله دی چلميان هم غولوی شم او س پر ما چی مبتلا دی په غضب د پاک الله دی په دردو باندی اخته دی مريضان هم غولوی شم تفدانی سګرتدانی مو دادهر مجلس ميزبان شی پياده ګان خولا واړه دی چی شاهان هم غولوی شم ټيمه کيان په ما کړی فخر چی زه څومره محترم يم دود می پورته کړی اسمان ته مودکيان هم غولوی شم اقتصاد اوصحت دواړه په حکمت خپل فيسله کړم يو حوس بعضو ته ښکارم غريبان هم غولوی شم له خپل موره به غلا وکړی خودا مابه پری وا خلی ګوری څومره قدر دان يم جا هلان هم غولوی شم خدايه څومره ساده ګان دی په پيسو باندی اور بل کړی بيايی وسيزی تر پايه عالمان هم غولوی شم ګوری څومره غريبان شته خو هيڅوک به هيس ورنکا خو په ما به خرابات کړی ذاهدان هم غولوی شم رقاصه يمه نڅيږم رنګ می شته ګټه می نشته يو د څو لحزو ميلمه يم عياشان هم غولوی شم اوس به سوال کړمه له تاسوچی زه دروغ او که رښتيا وايم ای حفيظ ملياره واوره شاعران هم غولوی شم 27٠12٠2009 ګلو نه يم جوړه انار ګل د قندهار يمه ستا د غاړی هار يمه ګل يمه خوشبويه نارنج ګل د ننګرهار يمه ستا دغاړی هار يمه زما د اننګو په باغ کی څه ښايسته ګلونه دی وړی می ډير زړونه دی صرف يوی خندا ته می ځوانان په ارماونو دی وړی می ډير زړونه دی غيږه می ده خلاسه ستا د مينی خريدار يمه ستا د غاړی هار يمه زلفی می په ليچو باندی هر خوا غوړ ولی دی ډير می زورولی دی زلفی ښاماران دی عاشقان می پری چيچلی دی ډير می زورولی دی ای بيوفا مکړه جفا تاته اتظار يمه ستا د غاړی هار يمه سترګو ته می ګوری نيشه يي دی څه خمار لری غم حفيظ مليار جوړی پيمانی دی ميکدو کی خريدار لری غم حفيظ مليار لری د بنکو کنډولی دی د ساقی د لاس سينکار يمه ستا دغاړی هار يمه حفيظ مليار دويانا ښار په اتريش کی افغانانو ته د خدمت او کلتوری ودی ټولنی په نمايندګی اروا ښاد ګل پاچا ته دا لاندی څلوريزه ډالی کيږی د عزيز خان په کڅ ک ی پروت يي ای افغان الفته ستا خوشبو يي د الفت اوری په لغمان الفته دا ستا د شعر او ادب ډيوی به بلی ساتو د سحر ستوری د ځليږی په اسمان الفته عبدالحفيظ مليار ويانا د اتريش ښار حیران یم چېرې یوسم سوی زړه مې دلته کې نه لګي الوی زړه مې څوک یې په څوکو د بڼو تخنوي ترنګ شی غزل شي شور شي غلی زړه مې چې شرنګ د جام یا د بنګړو شي چېرې له واکه ووځي نتلی زړه مې ورځ کې مې څو ځلې له ډاګه ویشته که د ښایستوکو مېنه نه وای زړه مې لېمود ښکلو کې خو خدای اوسيږی ما له ایمانه باسي روی زړه مې نه چې د شېخ ګریوان ته لاس واچوم قسم دی دومره نری شوی زړه مې بیا یې د تاک د لور په اوښکو مینځم چېرې ناولی نشي ولی زړه مې ۹-۱۰ دسمبر ۲۰۰۹ کلیپورنیا ګرانی دی د عشق خبری ګرانی دی ګوری چی د ښار نجونی ناځوانی دی زلفو باند ی خپل مخ ته نقاب جوړ کړی ورځ کړی توره شپه او بيا روانی دی ته که مسلمانه يي منمه دی ستا خو شوخی سترګی کافرانی دی زخم می په زړه کی لا مسکی ښکاری ستا د بڼو غيشی لا روانی دی ستا د تکو سرو شوڼډو غوټی کی تل د خوار حفيظ مليار وينی روانی دی عبدالحفيظ مليار ويانا داتريش ښار خدايه بيا له پښتنونه يو غمخوار لاړ چې افغان پری کوی فخر داسی يار لاړ د اجمل خټک په مرګ نن جوړ ماتم دی د سوچو بهرکی ډوب حفيظ مليار لاړ |
د اونۍ نوي شعرونه
- ستا اختر + عبدالحيظ مليار
- محمدیوسف خدمتګار + غزل
- اختربه چیرته وي؟ + علي خان صافی
- اسدالله زمری + عادت
- رقـم + نسیم ستوری
- عبالهادی بیله وال + خیال د بستر
- صدیق کاوون توفاني
- انجينيرهمت الله امين زی + غزل
- ډاکټر حنیف بکتاش + د پرواز پر ایرو
- غزل - نبیلا وفا
- ژوندون څه دی؟ - سميع الدين افغاني
- ف . بری / حیرانتیا
- غزل - نورعلی شاه ځلبلاند

