ولسمشر غني د سولې لیدلوری ایجاد کړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې د جنګ د مدیریت ترڅنګ د سولې لیدلوری هم ایجاد کړ. هم یې په ملي کچه د افغانستان د سولې په اړه د ټولو د نظرونو او مشورو اخیستلو په  پایله کې کلي توافق او اجماع رامنځته کړه او هم یې د افغانستان د نړیوالو متحدینو په ستراتیژیو کې د سولې لیدلوری ایجاد کړ

.

موږ او تاسو ټولو ته معلومه وه چې تر ده پځوا د نړیوالو ټول پام یا له افغانستان سره په همکاریو او یا هم پر جنګ ور ټول و، مګر ولسمشر غني په دې دواړو برخو کې جوت بدلون راوست. هغه تېر ځل امریکا ته په خپل وروستي سفر کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ته په واضح ټکو کې وویل چې موږ سپین چک او بې قید او شرطه مرستې نه غواړو. موږ باید واضح شرایط او تعهد ولرو او دواړه لوري باید هغو ته ژمن اوسي. د هغه موخه دا وه چې افغانستان باید کرار کرار د دغسې بسپنو له تکیې څخه په خپلو پښو ودرېدلو ته وهڅوي او نړیوالو ته هم دا واضح کړي چې افغانستان تر بسپنو دې ته زیات ارزښت ورکوي چې د نړیوالو متحدینو په همکاریو په خپلو پښو ودرېدل تجربه کړي.

همدارنګه یې د هغوی د جنګ په ستراتیژیو کې د سولې ټکی هم ور زیات کړ. ولسمشر غني وویل چې جنګ د هیڅ لوري په ګټه نه دی او اصلي قربانیان یې افغانان دي، نو د جنګ د پایته رسولو لپاره باید په اساسي لارو چارو او سوله ییز حل فکر وشي. د همدې لپاره د افغانستان او سهیلي اسیا لپاره  د متحدو ایالتونو په ستراتیژۍ کې د لومړي ځل لپاره د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې ترڅنګ د افغانستان د ثبات، سولې او انکشاف مسایل ور زیات شول او بالاخره دوی د جنګ پرځای سولې ته پام ډېر کړ چې همدا مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.

لنډه دا چې ولسمشر غني په عزت او وقار د خپل  هیواد استازیتوب وکړ. هغه د نړیوال مفکر په توګه هیڅ وخت د ځان لپاره څه ونه غوښټل، مګر د هیواد لپاره  یې په ډېر ویاړ او افتخار ګدایي وکړه، د مناسباتو د ښه والي او د ملي ګټو د تامین لپاره  یې د ډېرو هغو ناز هم یووړ چې ارزښت یې نه لري، ځکه هغه له خپلو موخو او ملي ګټو سره بې کچې مینه لري.  

محمداشرف غني په عمل کې ثابته کړه، چې د افغانستان د بهرنیو ملګرو او همکارانو په نسبت د خپل هیواد په اړه زیات فکر کوي. هغه د نړۍ د یو بې وزلي او جنګ ځپلي هیواد استازیتوب په لوړ سر کوي. په نړیوالو سفرونو او کنفرانسونو کې یې ډېر وخت په دوه اړخیزو ملاقاتو او د نړیوالو په قانع کولو تېرېږي.

ښاغلي غني وایي، موږ باید شبکې وپېژنو. خو کله چې شرایط او اوضاع بدل شي، ډېر افراد له همغو شرایطو سره  هم جنګېږي. زموږ شېوه دا وه چې په نویو شرایطو کې زموږ فرصتونه څه دي؟  او دا کار موږ پر دې قادروي چې موضع ونه نیسو او یا دفاعي عمل ونه کړو.