مونږ څه غواړو او له څه دفاع کوو؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

څلورمه برخه

زما لپاره د مسکو ناستې معنا، پرته د متناقضو فکرونو له تمرین نور څه نه وه. ځکه اجرایي صلاحیت له ما او دولت سره دی. د سولې لاره له کابل او ارګ څخه تېرېږي. د مسکو ناستې ملت چمتو کړ. هغوی متوجه شول چې د دوی یواځینی مدافع د جمهوریت او دولت بنسټ دی. که چیرې ملت، پر دغه سیاسي قشر چې مسکو ته تللي وو تکیه وکړي، ټولې لاسته راوړنې به په معامله واوړي. اوس دغه موضوع ټولو قشرونو ته واضحه شوېده.

زما په فکر، د مسکو ناستې د افغانستان له دولت سره مرسته وکړه چې خلک له خپلو اتلو وسلوالو ځواکونو، دولت او تر ټولو مهمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت په محور کې په حرکت راوستل. 

ټاکنې د خلکو د ارادې تمثیل او ملي وثیقې یانې اساسي قانون ته درناوی دی. هیڅ یو بل کار د ټاکنو بدیل کېدای نه شي او زه د ولسمشر په توګه، هیڅ یوه بل مسیر ته اجازه نه ورکوم چې ټاکنې اخلال کړي. که چېرې زه ځان غوښتونکی وای، نو اوس به د نورو لارو په لټه کې وی. نه. هیڅکله نه. زمونږ د خلکو زورواکي او انحصار نه خوښیږي او کومه پایله یې هم نه ده ورکړې. مونږ د ټولو لپاره د نظر او ارادې د ښکاره کولو لپاره زمینه تیاروو تر څو ملت خپل زعیم وټاکي. زه ټاکنې کوم او ملت چې هرڅوک غواړي واکمن دې کړي. ټاکنې ترسره کېږي او تر بل هر وخت به ښې ترسره کېږي.

مونږ د اصلاحاتو لپاره په ساعتونوساعتونو له خپل اپوزیسیون سره، تر یوه چتر لاندې خبرې اترې کړې دي او هغوی بالاخره یو ګډ سند لاسلیک کړ او لایحې مې تغیر کړې. قانون مې بدل کړ، خو د اجماع له لارې. نن ورځ د افغانستان د خلکو لپاره ټاکنې، د دوي په رګونو کې د وینو حیثیت لري. هیڅوک هغه د افغانستان له ملت څخه نشي اخیستلی. هرڅوک چې له ټاکنو پرته بله حل لاره غواړي، د دې معنا داده چې هغوی په ناامیدۍ کې غرق دي.

مونږ غواړو افغانستان له یوې ننګونې او مشکل نه په فرصت بدل کړو. منطقې ته زمونږ طرحه داده. پرته له پاکستان څخه نورو ټولو همدا منلې ده. که مخکې به د کراچۍ بندر زمونږ پر وړاندې تړل کېده، د خوراکي توکو بیې به زیاتې لوړېدې. خو نن ورځ سره له پرلپسې وچکالیو، د خوراکي توکو بيې یو ډول دي او آن کمې شویدي. ځکه ما، افغانستان له ټولو ګاونډیو سره په یوه وصلېدونکي منطقه بدل کړ.

 دغه برنامه، یعني د افغانستان نښلول او په یوه لاره او بندر تکیه، دوام لري. د پاکستان لپاره ښه داده چې پر یوه تروریستي ډله له پانګونې لاس واخلي او له دې فرصت ګټه واخلي. که نه یې کوي، زیان یې خپل دی. د بېلګې په توګه: مخکې به زمونږ جلغوزي پاکستان ته تلل او هغوي به شپږسوه میلیون ډالر پرهغې پخپل نوم د باندې لېږل. ما هوایي دهلېز جوړ کړ او اوس زمونږ جلغوزي مستقیما چین او هند ته رسېږي، او زما محاسبه داده چې یواځې د جلغوزیو له درکه؛ چې په نورو هېوادونو کې کم او قېمته دي، مونږ به سلګونه میلیون ډالر عاید ولرو.

 

 

ژباړه: اېمل پیاوړی

مونږ څه غواړو او له څه دفاع کوو؟

پنځمه برخه

افغانستان له باد څخه د بریښنا د تولید پوتنشیل لري. د زیمنس په نوم یوه ستر الماني شرکت ما ته ویلي دي چې افغانستان یواځې له باد څخه د شپیته زره میګاواټه بریښنا د تولید استعداد لري او یو کیلو واټ یې په څلور سنټه تمامیږي یعنې له نن څخه لس واره ارزان، او مونږ کولی شو چې یو ورځ دغه بریښنا هند او منځني ختیځ ته صادر کړو. اساسي خبره داده چې د دغو ټولو انساني او پراختیایي برنامو مانع، طالبان دي او د خارجي بادارانو په اشاره یې مانع دي.

امریکا او اروپا ته زما پیغام واضح دی. زمونږ د ګډ دښمن ماهیت نه دی بدل شوی. هغوي یانې نړیوال، باید د هغوی په خبرو ونه غولېږي. افغانستان اوس بدل شوی دی. یو ډېر ژور بدلون رامنځته شوی دی. د نن ورځې افغانستان غواړي چې د جمهوریت تر چتر لاندې ژوند وکړي. د نن ورځې افغانستان غواړي چې معارف ولري او تعریف شوي انساني آزادي ولري.

طالب د ژوند لپاره کوم پیغام نه لري. طالبانو په سیاسي لحاظ ماته خوړلې ده، ځکه هغوی نشي کولی چې د افغانستان له نننۍ ټولنې سره ګډ شي. که هغوي مات نه وای، نو ولې له ټاکنو وېرېږي؟ زما په نظر مشروع بریالیتوب ته د رسېدو ساده لاره ټاکنې دي او که چېرې طالب په ټاکنو کې وړونکی شي، زه په ډېره اسانه او آرامه توګه قدرت هغوی ته پرېږدم.

پوښتنه داده چې طالب کومه پټه برنامه تطبیقوي چې، له ټاکنو او له خپلو خلکو یعنې د افغانستان له خلکو وېرېږي او غواړي د ټوپک په شپیلۍ امتیاز واخلي او ډوډۍ وخوري. افغانستان ظهور کړی دی او دغه نوی ظهور د نړیوالو شریکانو په همکارۍ شوی دی. هغوي باید ډاډه شي چې دغه هېواد تورو تیارو ته نه ورګرځي که هغوی له مونږ سره وي یا نه وي. مونږ له مذاکرې هیڅ ډول وېره نه لرو.

ما دې ځای ته تر راتللو مخکې، له زرګونو خلکو سره چې له ټول افغانسان راټول وو، مشوره وکړه. هغوی په خپلو کاري ډلو کې پرته د یوه او بل له پيژندګلوۍ، له یو او بل سره ګډ شوي وو. کله چې یو ځای شول او د بحثونو پایلې یې له یوه و بل سره شریکې کړې، ټولو د یوه ارزښت خبره کوله. هغه ارزښت دا و چې نظام او جمهوریت باید تلپاتې وي. وساتل شي او هیڅ یوه ډله د پاشلو حق ونلري. دادی د مشروعیت او زما د اجنډا بنسټ.

ما د اشرف غني په نوم مذاکره نه ده کړې او نه به یې وکړم. زه د جمهوریت د ارزښتونو مدافع یم او اوسم به. له قطر سره به زمونږ اړیکې هغه وخت پراخې شي چې مونږ وپوهیږو له طالبانو سره د قطر اړیکې په څه ولاړې دي. اوس زمونږ لپاره دغه موضوع مبهمه ده. دا چې د یوه بل قدرت خپل نظر په دې رابطه څه دی، زما لپاره مهمه نه ده. زما لپاره د افغانستان ګټې او حیثیت مهم دی. زه تر نن ورځې له طالبانو سره د قطر د اړیکو د ژوروالي په سطح نه پوهېږم. کله چې هم روښانه شوه، زه کولی شم تصمیم ونیسم چې تر کومې کچې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړم.