د بین الافغاني مذاکراتو نړیوال ملاتړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

جمهوررئیس غني مونیخ امنیتي کلني کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ درې ورځې مسلسل د امریکا متحدو ایالتونو، المان، کاناډا، ناروې، ازبکستان، اروپایي ټولنې او ګڼو نورو هیوادونو او بین المللي بنسټونو استازو سره جلا جلا کتنې لرلې.

په دې دوه اړخیزوکتنو کې د افغانستان د امنیت، ثبات، انکشاف، زیربنا، د سوداګرۍ او اقتصادي ودې او نورو اړوندو مسایلو په اړه مفصلې خبرې او بحثونه وشول. د یادو هیوادونو مشرانو او استازو په وضاحت سره د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ او هغوی وویل چې د افغانستان د حکومت له رهبرۍ پرته که مذاکرات ترسره کېږي، نو هم به بې ګټې وي  او هم به هغه مطلوبه پایله چې په افغانستان کې د امنیت تامین دی، ترلاسه نشي.

ځینو مغرضو کړیو او ډلو ټپلو په دې وروستیو کې داسې اوازې او ګونګوسې خپرې کړې وې چې د سولې مذاکرات د امریکا متحده ایالات ترسره کوي او افغان حکومت یې په دې کې منزوي کړی دی او همداسې به منزوي پاتې شي. دغو اوازو او ګونګوسو یو شمېر سیاسیون وارخطا کړل او له همدې امله له کومې مشورې او پلان پرته د مسکو غونډې ته ورغلل.

همدارنګه دغو اوازو د ولس اذهان هم مغشوش کړي وو، مګر ولسمشر غني په وروستي پیغام او له طلوع سره په مرکه کې ولس ته هم ډاډ ورکړ او هم یې وضاحت ورکړ چې د سولې د مذاکراتو ترسره کول د افغانستان د دولت قانوني حق او صلاحیت دی او له دې مه واره هیڅوک هم نه دې د مذاکراتو د ترسره کولو حق او نه هم د تصامیمو د تطبیق اجرائیوي صلاحیت لري.

سره له دې چې دا د پاکستان اجنډا وه چې څنګه افغان دولت منزوي کړي او د سولې مذاکرات له دوی مه واره له ځینو ډلو ټپلو سره ترسره کړي، ځکه پاکستان هیڅ وخت په افغانستان کې د نظام او دولت د رامنځته کېدو پلوی نه دی او د ولسمشر غني په مشرۍ دولت خو هیڅ وخت هم نه غواړي، مګر ولسمشر غني په خپل تدبیر سره دا هر څه په سړو مغزو او ښه توګه مدیریت کړل.

ولسمشر غني له نړیوالو سره د کتنو په پایله کې یو ځل بیا ټولو ته دا وښوده چې نړۍ لا هم د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ ده او د سولې په شمول د ملي مسایلو په اړه مهم تصامیم او پرېکړې به د ولس په سلا او مشوره د قانون په رڼا کې د دولت له لوري ترسره کېږي.

افغانستان له پخواني منزوي حالت څخه وتلی دی او بېرته په شا ستنېدونکی نه دی. طالبان، پاکستان او افغانستان نور دښمنان دې په واضح توګه واوري چې دوی به هیڅ وخت هم په افغانستان کې د پرمختګونو او د دولت د بنسټونو د پیاوړتیا مخه ونه نیسي او نه هم د سولې په نوم خپلې شومې موخې په افغانستان کې ترلاسه کولی شي، ځکه په افغانستان کې اوس د وحدت او یووالي ترڅنګ قوي ظرفیت موجود دی چې دوی هر څه په اسانه مدیریت کولی شي.