پاکستان دې دوستي هم تجربه کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

پاکستان چې ټول عمر یې له افغانستان سره په رقابت، تقابل، دښمنۍ، توطیه او دسیسه جوړولو تېر کړ او تر دې مهاله یې نه یوازې کومه معقوله ګټه کړې، بلکې همېشه په تاوان کې دی، ځکه چې له یوې خوا یې د افغانستان د عامو خلکو ذهنیت خراب کړ، دوی یې د پاکستان پر وړاندې حساس کړ. د دوی کرکه او نفرت یې راوپاراوه او له بل لوري یې نړیوال شهرت ته هم تاوان واوښت. پاکستان اوس هیڅوک هم ښه نه ګڼي، د ترهګرۍ د پالونکي او

تولیدونکي هیواد په سترګه ورته کتل کېږي.

دا خو یې هغه زیانونه دي چې له پاکستانه دباندې یې د پاکستان په اړه اړولي دي، مګر که پاکستاني مقامات هوښیار وي، نو دوی دې په کور دننه یوه ارزونه وکړي، دقیقه، واقعي او بې طرفه ارزونه. دوی دې له ځانونو او خپلو وګړو وپوښتي چې له افغانستان سره په دښمنۍ کې دوی څه ترلاسه کړي دي؟

ځواب ساده او واضح دی چې هیڅ یې نه دي ترلاسه کړي، مګر ډېر څه یې له لاسه ورکړي دي، ځکه چې نړیوال شهرت یې خراب شوی، د افغانانو خواخوږي او اعتماد یې له لاسه ورکړی، هغه ګټې چې دوی د افغانستان دولت  سره د ښو مناسباتو له لارې د سوداګرۍ، ترانزیت، د صادراتو او نورو برخو کې له لاسه ورکړي، پاکستان به بې ژر او په اسانۍ جبران نشي کړای. ځکه چې افغانستان هم د پاکستان لپاره ښه مارکېټ دی او هم منځنۍ اسیا ته د رسېدو لنډه لاره ده، مګر ولسمشر غني دا هرڅه ورباندې تړلي. له دوی سره یې سوداګري راکمه کړې، تر هغو چې پاکستان له افغانستان سره خپل مناسبات ښه نه کړي، د ترهګرو او تروریستي ډلو او ګروپونو له ملاتړ څخه لاس وانخلي، نو همداسې به پاکستان په تاوان کې وي.

پاکستان چې هغه پانګونه په تروریستي ډلو او وسله والو طالبانو کوي، که د هغې پرځای له افغان دولت سره دولت په دولت اړیکو لرلو ته ارزښت ورکړي، د ښه ګاونډیتوب اصولو ته درناوی وکړي او د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، نو باور دی چې پاکستان به هم له سیاسي او هم له اقتصادي پلوه زیات څه ترلاسه کړي، ځکه د افغانانو اړتیاوې له پاکستان او د پاکستان هغه له افغانستان سره تړلې دي. مثلاً له کومې ورځې چې افغانان له پاکستانیانو متنفر شوي دي، نو د خپلو ناروغانو د درملنې، سیاحت او نورو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې هند ته مخه کړې، سره له دې چې هند د پاکستان په مقایسه څو برابره د افغانانو لپاره غیر اقتصادي تمامېږي، مګر بیا هم دېته ارزښت ورکوي چې د پاکستان پرځای هند انتخاب کړي.

له کومې ورځې چې افغانانوله پاکستان څخه مخ اړولی دی، نو په پاکستان کې اقتصادي، د بې کارۍ او بې اعتمادۍ بحران زیات شوی دی، حتی په نړیوالو سټېجونو کې هم پاکستان له خپل پخواني پرستېژ څخه را لوېدلی. پاکستان په هر بین المللي کنفرانس کې چې هلته افغان ولسمشر محمد اشرف غني حضور ولري، د ملامتۍ او شرمندګۍ احساس کوي او حتی دا وېره ورسره مله وي چې ولسمشر غني به د دوی له یو جنایت څخه پرده پورته کوي، نو پاکستان دې له دغو ټولو څرګندو او ناڅرګندو وېرو د خوندیتابه لپاره د دوستۍ لاره اختیار کړي.