اتمر له کومه درده کړېږي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبداللطیف یاد

اتمر چې عموماً د مرموز او نرم سیاستوال په نوم یې شهرت درلود، په پروني مطبوعاتي کنفرانس کې خپله اصلي څېره خلکو ته ور وښوده، ځکه پرون په غیر طبیعي توګه نهایت احساساتي و، دومره احساساتي او عقده یي چې خپل ځان او کړه وړه یې په سختۍ مهارول. مګر پوښتنه داده چې ښاغلی اتمر څه شي دومره عقده یي او احساساتي کړ؟

د ولسمشر غني له واک ته رسېدو وروسته په ارګ کې داسې و، لکه اتمر چې ولسمشر وي، ځکه ولسمشر غني نهایت زیات واک او ټول اپراتیفي کارونه ده ته وسپارل. د ده په دفتر به لکه د مېږیو کرښنۍ شپه او ورځ د خلکو بیروبار و، قومي مشران، مامورین، مدني فعالان، ځوانان، سیاسیون او هر څوک یې رابلل.

په لومړیو کې داسې فکر کېده چې ښاغلی اتمر غواړي په بېلابېلو اقشارو کې د دولت نفوذ زیات کړي، د هغوی ملاتړ او رضایت خپل کړي او په دې ډول غواړي چې د دولت او ملت ترمنځ رامنځته شوی واټن کم کړي، خو خبره بله وه.

ښاغلي اتمر له همغې ورځې د پاچاهۍ خوبونه لیدل، د پاچاهۍ شمال ورباندې لګېدلی و او له همغې ورځې یې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کار پیل کړی و، خپل زیات وخت او دولتي منابع یې یوازې او یوازې په شخصي ګټو وکارولې، چاته یې امتیازات ورکړل، ځینو ته یې کسان مقرر کړل، ځینو ته یې بندیان خوشې کړلې، ځینو ته یې پیسې او وسلې ورکړې او همداسې په کش کې روان و.

په وروستیو کې چې کله ولسمشر غني پوه شو چې اتمر د نظام او حکومت پرځای له دولتي منابعو څخه په استفادې شخصي ګټه اخلي، نو سملاسي یې له دندې لیرې کړ. له همغې ورځې اتمر عقده یي شو. اتمر د نظام او ولسمشر خلاف شو. اتمر د وسله والو او جنګسالارانو څنګ ته ودرېد ان تر دې چې په نظام یې له قانوني او ټلوال خېلو سره معامله وکړه.

ولسمشر غني کرار کرار د هغه ریښې نورې هم ورغوڅې کړې، خصوصاً د امنیتي او دفاعي ارګانونو هغه مسوولین چې کرۍ شپه به د اتمر په دربار کې ناست و، هغوی یې هم له دندو وشړل. دې کار اتمر سخت ورخطار کړ، ځکه دی پوهېده کومه پانګونه یې چې کړې، په وروستیو شیبو کې یې له لاسه ورکوي.د هغه تمه دا وه چې دا خلک به تر وروستیو پورې په واک کې پاتې شي او بیا به په ټاکنو کې د ده په ګټه کار وکړي.

د اتمر د ملاتړو له دندې شړو اتمر وارخطا کړی دی، اتمر ګواښونه کوي، اتمر د قانون پر ځای د قراردادونو خبره کوي، د ولس پرځای د جنګسالارانو ملاتړ کوي، حتی اتمر په دې هم خپه دی چې حکومت ولې د دین محمد جرئت کور ته امنیتي ځواکونه استولي. اتمر د ولس سترګو ته خاورې شیندي، ځکه د جرئت زوی چې په یوه شخصي معامله کې ووژل شو، په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د جرئت صاحب زوی د وطن د دفاع په لاره کې شهید شوی دی.

اتمر د قدرت لېونی دی. د قدرت هوس یې په زړه ناست دی او له همدې امله چې څه په خوله ورځي وایي یې او هیڅ په ځان نه پوهېږي، اتمر په پروني مطبوعاتي کنفرانس سره سیاسي انتحار وکړ.