د پاڼې په اړوند
آرشیف
| Copyright sporghay.com 2005-2010 All rights reserved. Design by: Abdel Malek and Roman Parhiz |
| پوهندوې داکتر سيد احسام مل |
|
|
| Monday, 22 February 2010 20:23 |
|
زه پوهندوی دوکتور سید حسام )مل( په) 1322( هجری شمسی کال دلغمان دولایت دکله کوټ په کلی کی زیږیدلی ، په) 1337( هجری شمسی کال دلغمان دمندراوړ له ابتدایی ښونځی څخه فارغ اوپه کال )1342( هجری شمسی کی دلغمان له روښان لیسی څخه فارغ اوبیا په )1348( هجری شمسی کال کی دننگرهار دپوهنتون دطب له پوهنځی څخه فارغ اوله فارغیدو څخه وروسته تر)1371(هجری شمسی کال پوری دننگرهار دطب په پوهنځی اودکابل دطب په پوهنځی کی دکوچینیانو دناروغیو په دیپارتمنټو کی دا سستانت ، مدرس ،او ددیپارتمنټ دشف په صفت می دندی سرته رسولی اوتخصصی تحصیلات می دانگلستان دلیورپول په یونیورسټی کی په تروپیکل یا حاروی ناروغیو کی سرته رسولی دی ، علاوتاً په همدی موده کی سربیره په استادی چی هم د ننگرهار دطب اودکابل دطب شاگردانو ته می درس و رکړی ، دروغتیا په وزارت کی دمور او دماشوم دساتنی دریس ، معین ، دباندنیو اړیکو دریس په حیث می هم دندی تر سره کړی ، اوهم دلغمان په ولایت کی تقریباً له یو کال نه زیات والی اوم، اوله 1993 عیسوی کال راپه دی خوادخپل میرمن اوکوچینیانو سره په جرمنی کی دمهاجرت اومسافری شپی اوورځی یو بل پسی تیروم ، مخکی می کله شعر نه وه ویلی ، یواځی دلته په مسافری کی کله کله شعر وایم ، یعنی شاعر نه یم یواځی دخپل زړه بړاس په اصطلاح سره باسم ،خصوصاً کله چی وطن می په یاد را شی . په درناوی )داکتر مل ( د شعر بیلګې لالهاند درپسی وینم زلفی دی یار نن په مخ خوری وینم مخ دی را نه پټ ژوند بی مزی وینم شاته دی زلفان یارجانه واړوه پریږده چی د سترګو دی نیشی وینم لری که سالو دی له ګوګل یاره غواړم چی د مینی خوږ مڼی وینم ګوره چی خپه نشی له مانه یار د خولی خبری نن خپل کږی وینم هرڅومره چی مینه می اورینه شی دستا په تغا فل کی ژوند ترخی وینم راځه چی روغه جوړه کړو یو بل سره زړه خو یار د( مل) در پسی وینم پوهندوی دوکتور سیدحسام(مل) جرمنی ۲۰-۴- سر دی پورته که امانه * استقلال نه لمانځل کیږی ستا هغه ټول هلی ځلی په دریاب غورځول کیږی دلته ټول دانګریزانو ګوډاګیان په اقتدار دی دافغا نا ن افتخارات په پیسو ټول پلورل کیږی دفرهنګ په ځپلو سره ټول یو موټی یو لاس دی هم له خپل ژبی شرمیږی هم بتان**نړول کیږی دعرب اود پنجاب د فرهنګ په پرمختګ کی هر افغان وطن پرست تل په کفر نیول کیږی په مارکیټ او په بازار کی افغانی هیڅ نه چلیږی دکلدارو بازار ګرم دی پنجابیا ن ټول خوشحالیږی یوملت چی نه پیسی،نه بیرق،نه جامی یی وی د خپله هغه ورو ورو د تاریخ له ټول پاڼو زایل کیږی دا د تیګی د دوری چپن پوش ټول واکدارانو آزادی هم خرڅه کړی چی داولس حق باطل کیږی دا وطن دهزاره ، تاجک پښتون دی دازبک ، ترکمن، ایماق سره تړون دی یو د بل سره افغان دی سکه وروڼه لویه وچه له اټکه تر جیحون دی هیڅوک نشی بیلولی سکه وروڼه نوک دغوښی سره کلکه پیوستون دی دا وطن د افغانانو خوږ لیلی دی هر افغان پرخپل لیلی باندی مجنون دی هرغلیم چی په دی خاوری یرغل کړی ګونډه شوی په تاریخ کی دامضمون دی دا وطن څوک په صوبو ویشلی نشې د یوه افغان تر هغه چی ژوندون دی دلته روس عرب انګریزسرخپل خوړلی امریکی هم (مل) د تیښتی په لټون دی **** پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) جرمنی ۱۴-۸-۲۰۱۰ افغانی غمجنو خویندو غلیمان مو خپل رسوا کړی پخپل مټ آزادی واخلی تورحجاب له مخ خطا کړی د نړی په نور ملکوکی دغه ورځ ښه لمانځل کیږی په تحفو اوپه ګلانو ښځی او پیغلی ستایل کیږی مګر ستا مادر وطن کی د باروتو لوږی خیژی څــو نـامـردافــغـان قـا تـلو پــه وژلــو نه مــړیــږی هره ورځ ستا ځوی ، ستا پلار ستا میړه وژل کیږی په سرووینوخپل رنګین، کور ته مړی راوړل کیږی خویندو پاڅیږی یوتن شی پرغلیم جوړ کربلا کړی پخپل مټ آزادی واخلی تورحجاب له مخ خطا کړی د با دغیس د خلک په مخ کی د دُری په ګذارونه د هغه پاکی معصوم ښځه ملا توی کړ عزتونه معصوم ښځه علی آباد کی تور سپی سره بدل شو پرعربوکنډی خرڅ کړل قوماندان ملا چی غل شو د ملا کوم یو نادودی درته وڅپړمه خویندو ملاتل لری کرکه هم له ښځو هم له میندو د عربو دا نوکر زر له خپل خلکو جدا کړی پخپل مټ آزادی واخلی تورحجاب له مخ خطا کړی څوچی وسه مو رسیږی لار کړی پاک خپل بچو ته د ښمن لری کړی له مخه ستونزی مه پریږدی لمسو ته دغه ورځ چی تا سی لمانځی په لاس مفت ندی راغلی شیکاګو کی آزادښځی په دی لار کی سر ښیند لی دا د ښځو د پاڅون ورځ ټولو تا سو ته تبریک وی د ملال، ناهید، روح ښا د وی جنتونه یی شریک وی وایم تاسو ته زه (مل) پرد ښمن ټول جوړغوغا کړی پخپل مټ آزادی واخلی تور حجاب له مخ خطا کړی پوهندوی دوکتورسیدحسام(مل) جرمنی ۳-۳-۲۰۱۰ دلته می ياديږی په غربت کی ستا نازونه نشم هيره ولی ستا دمخ شينکی خالونه لری درنه يم مګر خوبونه د صال وينم هری خوا خوره وره رڼا ستا د جمال وينم هرګړی زنګيږم ستا د زلفو په ټالونه ماته دغربی انجنو نازونه بی مزی ښکاری ياره ستا ښايست راته دنيا کی بی جوړی ښکاری کله بويولی شم دهر بڼ سره ګلونه زړه کی کمی رانه وړی له ياده می هيڅ نه وځی ستا په جدايي کی تل سوزيږم ته می نه وينی سوزی ستا بيلتون کی هرګړی می اندامونه دامی فيصله ده چی په غيږ کی دی ځان اچوم داد غربت شپی ستا د وٌال په رڼا اړوم «مل» په سترګو ښکل که د آشنا دواړه لاسونه پیغله د کوچيانو په سر ايښی وه ګلونه توری توری سترګی په نکريزو سره لاسونه ځمونږ د کلی شاته درولی وی کيږدی ومی ولید له ورايه خلاصه کړی وی تڼی ځيل يي وه په غاړه د لونګو اميلونه توری توری سترګی په نکريزو سره لاسونه لری يي پلو کړ له مخ شا و خوا رڼا شوه ولګيد نظر يي پر ما مسته په خندا شوه زړه يي رانه يووړ په ادا او په نازونه توری توری سترګی په نکريزو سره لاسونه ومی ليد په خوب چی دا راغله ځما خواته مخ یی را نژدی کړ سپينه خوله يي راکړه ماته سهار له خوبه ويښ شم دوی تړلی وه بارونه توری توری سترګی په نکريزو سره لاسونه څه چې پرما راشی له هغی تيريدای نشم مينه د هغی اوس له خپل زړه ايستلی نشم «مل» ورپسی راشه کړه پيدا د يار منزلونه توری توری سترګی په نکريزو سره لاسونه د ېار اونه نرۍ لښته د سنبل دى سرې شونډى يی نازک لکه دګل دى نرى وريځۍ شينکی خال په مينځ ددوا ړو توری کړی دواړه سترګی په کجل دى هر قدم کى معطر وږمی ترۍ خيژى ځړولی په وربل ګل دسنځل دى ګلابۍ څيره يی هسى جلوه کاندې چى انځوريی لکه پاڼه د مرسل دى چى په ناز سره مسکا شی بيا په شونډو زه مل وايم چى دا پيغله د کابل دى مولانا له کومه راغی د آ سمان له لوړو هسکو دمرمېوو باران اورې هر يتيم په چيغو ژاړې چى دپلار قبر ته ګورې هره ناوی کونډه کيږی هره ميندۍ په مخ ولويږى دافغان تر پښو لاندی ځمکه لويشته لويشته ښورې په دې خلکو دا دڅه دپاره جوړه کربلا دې ؟ چې په ړوند راکټ ېې وژنې په پردېو مال يی پلوری دا دکوم دهرې فتوا دۍ چی داسلام تر نوم خپريږې مولانا له کومه راغې له کوم خوا او له کومه لورې پښتنو له خوبه ويښ شی چې عزت مو بر باديږې مولا نا دانګرزانو سره شوي اوس هملورې څټک ، بيل ، کلنګ ، را واخلی ، غليمان له مينځه يوسې زر ميدان ته ودانګيګې مه کيښنی دبل په سيورۍ ز ه به څه کړم دا نوروزچی می واک نه وی د خپل د پردیو تر ولکی هیڅ می ځواک نه وی د خپل لاس تړلی پخپل کور کی د پردېو اسیر عیش او نوش ددی وطن د پردو وې نه می خپل ځنځېری لیونې خیالونه می یاغی شوله فرمانه ځخه لاړ هوس می طوفانی شود جانانه سره لاړ دذهن په هنداره کی چی ماته په خندا شو قفسنه زړه می ووت تور چشمانو سره لاړ له عقله پردی کړم ګریوان څیری په صحرا شم ځوانی می بهار ونه لید خزانه سره لاړ بیلتون دهغی مانه ځنځیری لېونې جوړ کړ یار رانغی می خواته رقیبانو سره لاړ مل بس دی نور دخیال په ټالونه مه زنګیږه خوانی دی دخیالونودکاروانه سره لاړ د بې وزلی په جونګړه ړوند راکټ وه لګيدلی لوګی پورته وه اسمان ته يوځوان وه سرخوړلی په ژړا دشهيد مور پرسر خاوره بادوله دواړه سترګو نه دغم تړمی اوښکی تويوله په ژړا ژړا ويله ای زما د سترګو توره وږی نس له نړی لاړی سترګی ړوند شی ستا د موره اميدونه شو خاوری ستا واده ته وم په تمه بی له تا په اور کی سوزم ويلی کيږم لکه شمعه ته خو پاک او با ايمان وی ډير سپيڅلی مسلمان وی ټول لمونځونه دي کول تل دخدای په لار روان وی راکټچی مسلمان نه دی که عرب يا پنجابې دی دا عمل د انسان نه دی زشت عمل د يزدیدی دی جهاد نه دی لوټماری دی ورور وژنه بربادی دی همه واړه غلامان دی برنی که کوزنی دی اوس څيره ددوی بربنډ شو ټولو خلکو ته څرګند شو تاريخ ليکی ټول کيسی (مل) څوک نه شی پټولی نه دیار سری شونډی می بوسه کړ نه په شادو سره خوله می خوږه کړ دگدر په لار می ونه لید لیلی نه هغه می بیا تر کوره بدرقه کړ چاته وژاړم دیار له سنگدلی په ناسور ټپونه زړه ځما اخته کړ هیڅ دکوره نه راوځی دباندی د)مل( سترگی انتظارو کی خسته کړ دفبوری دوهمه کال دوه زره اوه) جرمنی ( شفا شی چی پلوو له مخی لری کړی رڼا شی دخوښی اوښکی می سترگو کی پیدا شی بی اختیاره زړه می ووځی له واکه چی می سترگی دهغه په تماشا شی چی په مینه سره وپوښتی می حال ټول غمونه یکسره می په صحرا شی دیار مینه اومحبت راته دوا دی دکلونو رنځ می یودم)مل( شفا شی دمارچ دریم کال دوه زره اوه )جرمنی بی ننگی ما پریږدی یواځی چی په چیغو وژاړم له سترگو نه می اوښکی په گریوان وڅاڅم زه نه اومه خبر چی له وطنه بیلیږم اخر به زه تر څو دا فرقت وگالم یادیږی می وطن کی دځوانی تیر وختونه ما پریږدی چی د سوی زړه لم بی وکاږم ارام اومه وطن کی دچا نه اومه چوپړ دژوند خوږی شیبی څنگه دیاده وباسم له کړو پیښیمان نه یم ملگری بی همت شو )مل( نه غواړم چی مخ د بی ننگو ووینم دمارچ دیرشم کال دوه زره اوه )جرمنی تر څو به د یتیم په مخ داوښکو باران ووینم تر څو په دی وطن کی ا قتدار د نا دان ووینم * په وږی نسو ، چاودی پوندی وینم زرو زیاتی د ستا پر خلکو باندی وینم دځنگل قانون جاری د ستا بی وزلو کونډو رنډو باندی وینم باداری د ستا ټوپک دی په لاس وینم ټوپک سالاری د ستا تر څو به په خوله چپ اوسم اولس پریشان ووینم تر څو په دی وطن کی اقتدار د نا دان ووینم * له کوره پخپل خوښه ښځی باندی ته وتی نشی آزاده او سر لوڅی پخپل کور کی گرځیدی نشی له خپل حقه محروم خپل حق لاسته راوړی نشی په زوره واده کیږی پلار اومورته ځیر کتی نشی تر څو به دوطن دپیغلو ژوند دغه شان ووینم تر څو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم * تعلیم او سواد نشته ځوانان ټوله بیکاره گرځی د ستا دزور زیاتی دلاسه خلک کناره گر ځی خلک وتښتید وطن نه لر اوبر ټول آواره گر ځی هستی د خلکو لوټ شو وږی نس په ویرانه گرځی تر څو به د بی وزلو خلکو څیری گریوان وو ینم تر څو په دی وطن کی اقتدار دنادان ووینم * دا څنگه اسلا میت دی چی خواران ځورول کیږی عشرونه د ټوپک په زور له خلکو نیول کیږی دین ستا د لاس آله دی زوړ او ځوان ویرول کیږی ټا په دکفر ستا په لاس په هر یو وهل کیږی تر څو ټوپک په لاس به دا نا پوه قوماندان وو ینم * راځی لوڅو لغړو چی لاسونه د وحدت ورکړو د ځان دخلاصون د پاره مټو ته قوت ورکړو قا نون دځنگل ورک کړو خپل ژوند ته فرحت ورکړو د)مل( سره ټېنگ مل شو خپل شمیرو ته وسعت ورکړو تر څو به دپردیو دلاس پوڅی دور ان ووینم تر څو په دی وطن کی اقتدار دنادان ووینم جرمنی ، د سمبر زه حیران یم دوطن گوند پیروان ته چی سر نه ښکته کوی څیری گریوان ته په گرداب د نیستی کی ولویدلی ټیټوی سر، تیر وتلی رهبران ته دهغو دناځوانی نه عبرت نه اخلی نه شرمیږی لاس اوږد کړی ستمیان ته دخپل گوند دشهیدانو نوم هیر کړی گل په لاس ځی د ا شرارو قبرستان ته دخپل لاری دملگرو سره نه ځی زنده باد ناری وهی ټول جبهیان ته د پښتون او دافغان په نوم شرمیږی غواړی گډی وکړی ټول زر خرا سان ته کار گران او دهقانان یی هیر کړی سلامونه ورکوی اوس جهادیان ته په خپل تیرو غلطیو سر لوړی کړی چی دگوند لیږل رمزونه نظاریان ته زه نو څنگه دی حزبیانو سره لاړ شم چی )مل( وسپاری د لاری غلیمان ته ******************** پوهندوی دوکتور سید حسام )مل ( جرمنی ، جون دوه زره اوه د ټولنی له هر اړخه فریادونه را جگیږی د غلیم راکټونه د افغان په سر لگیږی څوک د کوره وتی نشی دمرمیو جوړ باران دی آ سمان هم یاغی شوی تندرونه را وریږی مور د ځوی په مړی ژاړی پر سر خاوری بادوی ړوند راکټ هر خوا لگیږی د کابل ښار ورانیږی دغلیم په ستراتیژی کی ورانی د کابل ښار دی دا فتوا د پنجابیان دی چی کابل را ورانیږی مذهبی ډلی ټپلی پنجابیان سره په گډه د افغان له هره کوره قیمتی شیان لوټیږی په لم سون د پنجابیانو وطن وران کړل مجاهد دا مچ سترگی جهادیان هیڅ له خلکو نه شرمیږی دوطن دبر بادی پړی اچوی په نورو د ناراض خلکو له ډاره د غلیم تر شا پټیږی دپردو د مټ په زور دقدرت په چوکی ناست دی هر ورځ چی تیریږی لکه ایږه را پړسیږی اوس هم خلک ټول نارام دی د پردو له لښکریانو په بی وزلو له آ سمانه غټ بمونه را غور ځیږی چیری یی روشنفکره غږ دی هیڅ نه اوریدل کیږی دوطن د خواریکښو سترگی ستا خواته غړیږی خپل صفونه رانژدی کړی ځانځانی نه لاس په سر شی له دی وضع ستا سو خلک هره ورځ ډیر ځوریږی د وطن اصیل بچیانو ای کیڼ اړخو لارویانو سره ټول په یو پارټی شی وخت په بیړه زر تیریږی خود خواهی څخه تیر شیی جزایرو نه بهر شیی ځانځانی او تیت و پیت کی له یو سره ورک کیږی د تاریخ ځواب مو څه وی که فر صت دلاسه ورکړی سر مو ښکته په گریوان کړی ستاسو خلک ډیر ځوریږی پرونی یوو ، ټول ملگری یو دبل سره آ شنا نوی ، نوی ، آ شنایان گوری هیڅ نه په کاریږی چی په سختو ورځو تا سره وهلی وی مزل هغه ستا دلاری مل دی له تا هیڅ نه بیلیږی ځان دی مه غلوه یو ځلی سترگی دی را خلاص کړه لوی متل دی نوک له غوښی هیڅکله نه بیلیږی گړندی شی دوحدت لاسونه ور کړی یو تر بل د شهد ملگرو غږ له قبرونو هردم خیژی بیرقونه یی رپیږی په لوړ غږ وایی ملگرو ارمانونه مو پوره کړی له هدف مه په شا کیږی زه) مل( تاسو ته بلنه د یوالی درکومه په یووالی سره گوند مو په قوی ځواک بدلیږی *************** جون 27 کال 2007 جرمنی چی دگلو مینځ کی کیښینوم ننگرهار می یادی شی شین لغمان دکنړ سیند چپرهار می یادی شی تصور کی کله کله چی وطن می را په یاد شی د سپین غر د سر تړلی سپین د ستار می یادی شی دجاهلو کور دی وران شی چی جدا کړم له وطنه لوی باغونه ، خوږ انار دقندهار می یادی شی ژبه گونگ، په زړه غمجن ، مسا فر د بل وطن شم تور وربل ښایسته صورت دخپل نگار می یادی شی زه په څه بلا اخته شم زړه می نه نیسی قرار هیڅ د شادیان دد ښت غا ټولی د مزار می یادی شی له ډیر غمه روغ صورت می دغربت په اور کی سوځی د پغمان ښکلی دری گل غونډی د چاریکار می یادی شی نور به نه وینی په سترگو )مل( د خپل خا پوړی ځای په خیالونو کی وطن او وطندار می یادی شی **************** جولای کال دوه زره اوه )جرمنی ) دمینی ډیوه مینه هغه مینه وه چی پټ پټ مو کتل تا له ناز خندله ما زاری درته کول نه مړیدم ستا په دیدن سترگی می گدا وه مانه چی ته تللی دواړه سترگی می ژړل تا چی کرشمی کول رغبت می زیاتیدله ما چی در کتله تا وربل کی لاس وهل ستا دمینی اور گرځیدل می په رگونه آه چی می ایستله تا ته ټوکی ښکاریدل اوس هم ستا دمینی ډیوه بل می دی په زړه ستا به را په یاد وی چی )مل( ستا مینه غوښتل *** جولای کال دوه زره اوه )جرمنی ) پوهندوی دوکتور سیدحسام )مل ) که لاس وړاندی کړمه گل ته گل رژیږی که دیار دیدن ته زړه کړم لار بندیږی زه د یار د مینی سیند کی لاهو شوی چی لاس هر شی ته نژدی کړم نه ټینگیږی *** پوهندوی دوکتور سید حسام )مل ( د آ شنا سترگی په غلچکی نظر می ولید دآ شنا سترگی دتور باڼو لاندی می ولید د ادا سترگی چی ور نژدی شم ځیر می وکتل سترگو ته یی پلو یی لری کړه ما ولید د مسکا ستر گی تر تور باڼو لاندی سترگی خماری وه د یار څه عجب ښکلی بی جوړه او د وفا ستر گی دآ شنا ستر گی پر ما څه سحر او جادو وکړ چی هغه وخاندی د )مل( شی په ژړا سترگی ** مارچ کال دوه زره شپږ)جرمنی ( دا کږه وږه پیکی دی را نه جوړ کړ لیونی ته دکومی خوا پیدا شوی عشوه گره انجلی زه ارامه تیریدمه ستا له څنگه پخپل لار په مسکا ځما نظر دی ځانته جلب کړ ښاپیری توری زلفی توری زلفی دی خوره ستا په تییونه غزیدلی ستا سینی په سر مارونه په ذگیروی سره می ودرید تور ماران د متروکی پر ما وکړل گذارونه هوس د سینی ستا سمندر کی د هوس کشتی می گرځی د سینی دخوړ بستر کی کله لر او کله بر شی چی یاغی ستا سمندر شی ځما کشتی هم طوفانی شی تند موجونواو څپو کی ها خوا پرزی دی خوا غورځی دهوسونو مرغی دا ځما د هوسونو مرغی ستا چمن را غواړی ستا د حسن ښکلا په سندرو کی ستایی د خیالو په ټال زنگیږی ستا د مینی له رغبته ستا د بڼ ارته فضا کی غواړی دی خوا ها خوا واوړی در په دره نه دی وینم نه دی لیک را ځی دلبره ولی نه اخلی په غربت کی می خبره ستا دیدن پسی تل اوښکی تویومه مل بی تا لیونی گرځی در په دره ***** پوهندوی دوکتور سید حسام )مل ( جرمنی ای وزیرو افریدیو پښتنو شمله ورو ننگیالیو میړنو * ستا سو سیمی ته پردیان راغلی دی له لندن او له عربه غلیمان راغلی دی غواړی بیا په منطقه کی کړی اور ، بل د انتقام د اخیسیتو لری ټکل غواړی تا سی کړی اخته په ځانځانی درنه سلب کړی په چلونه خپلواکی پنجابیانو ته ورکړی سوغاتونه هم ښودلی دی هغو ته ډیر چلونه سره یو شیی په چلو یی مه غولیږی ځان کړی ویښ غلامی نه وویریږی زر خبر کړی د وطن ټول پر گنو دخوشحال اود میرویس زړه ور بچو * ای وزیرو افریدیو پښتنو شمله ورو ننگیا لیو میړنو * دا وطن تل په تا سو ښه ښکاریږی لر او بر پښتنو په تا سو نازیږی د آزادی غلیم مه پریږدی په وطن سمسور وساتی د خپل پلار گلشن مه پریږدی خپل بچو ته پیغورونه غلیم وبا سی د خپل وطن له غرونه ځانځانی او دوه رنگی نه لاس په سر شی د هیواد د آزادی دلار ا فسر شی له خپل لاری ځنی لری دا خنډ کړی د غلیم ټول د سیسی له بیخه شنډ کړی د وطن له هری تیگی سر مو جار کړی د هیواد خپل غلیمان ټول تار په تار کړی سنگرونه مو کړی ټینگ پخپل بر جو د غلیم سرونه پریکړی په بر چو * ای وزیرو افریدیو پښتنو شمله ورو ننگیالیو میړنو * عربی ملا ، طالب ټول عربان دی له ا سلامه اغوښتی وهابیان دی د پنجاب دحاکمان سره یو لاس دی د انگریز آوامر ورته د پاس دی په خبرو مه غولیږی سر کړی خلاص دوستی نه لری دوی چا سره په اخلاص پښتانه د لر او بر مو عزیزان دی شینواری ، مهمند که ټولو ساپیان دی د احمد اود میرویس اصیل بچیان دی د خټکو توریالی واړه مسیان دی د خوشحال توره زر واخلی په لاسو در واری شم د )مل( گرانو پښتنو * ای وزیرو افریدیو پښتنو شمله ورو ننگیالیو میړنو **** پوهندوی دوکتور سیدحسام )مل ( اگست کال دوه زره اوه )جرمنی ( غزولی له ټغر پښی فضل الرحمان دا بی ننگ سپک سر غټ نوکر دپاکستان غواړی و پیژندل شی د دیورند لین بولی مشر هغه ځان د افغانی طالبان هیڅوک نه غواړی چی مینه یی دبل شی خصوصاً په هیواد خپل مینو افغانان سره یو شی افغانان له لر او بر نه مات کړی ورمیږی د جاسوس فضل الرحمان طالبانو په رښتیا که یاستی افغانان ږیره وشکوی دخاین فضل الرحمان جگړه بس دی سر مو ښکته کړی گریوان ته مشوره نور مه منی د شیطان فضل الرحمان * ) پوهندوی دوکتور سید حسام (مل اوگست کال دوه زره اوه جرمنی چی دخلکو د هوسا ژوند وی په لټه هسی نه چی برتر وگڼی خپل خټه چی خپل سر د وطن په لاره ورکړی قهرمان دی که شی تیر له خپله گټه چی دخلکو پر مخ وتړی لوی لاری هغه غل دی که ډنگر وی او که غټه قهرمان په تش ویلو هیڅ نه کیږی که هغه وی په نصب خپل ډیر اوچته د درغو مزل لنډ وی ډاکتر ) مله ( حقیقت نه پا تی کیږی هیڅوخت پټه *** ) پوهندوی دوکتور سید حسام (مل د سپټمبر لسم کال دوه زره اوه )جرمنی اوښکی می له سترگو وار په وار ځی تا نه چی یم لری بی اختیار ځی څه وکړم دخپل لیونی زړه سره ته چی می په یاد شی نا قرار ځی مینه دی یار ستا چور لیونی کړم هر قدم چی اخلم ټول بی لار ځی ستا دبیلتون اور کی زړه می وسوځید واک نه می وتلی په انگار ځی شور دمینی ستا په زړه زخمی کړم خولی نه فریادونه می بیشمار ځی کله چی په مینه راته وگوری غشی د باڼو دی په تکرار ځی ستا په مینه دومره رسوا شوی یم چیغی می دزړ ه اوس تر بازار ځی )مل( دی کړه مین په جمال د خپل خوب می له دوه سترگو تر سهار ځی چی په کنډر کی می سوړسک نشته اختر څه کوم وږی نس گرځم گرم میلی د تاړاکگر څه کوم دڅو اوبا شو په راکټو کور می وسوځیده دخودفروشو لوړ بنگلی په لر او بر څه کوم اختر هغو نیسی چی خلک یی په ماتم کیښینول زه خوشحالی دڅو پکولو ږیره ور څه کوم که شم نیستمن مگر وقار د افغانی لرمه خوښ په بوریا دخپله یم پردی ټغر څه کوم که څوک د«مل» په زیږ خبرو رانه مخ اړوی تر څو ژوندی یم رښتیا وایم مرور څه کوم **** پوهندوی دوکتور سید حسام «مل» دکمکی اختر دوهمه کال دوه زره اوه وایه ، وایه ، څه چی وایی مولنا مونږ بی وزلی هم فقیر یو هم گدا غریبان صدقه نه ورکوی چا ته ته هم وایی چی جنت ته ځی بډا دلته او هلته غریبان خوار اوذلیل هغوی هم ته ډاروی په تش وینا هر ا نسان له مولود خپل رازیږی سمد ستی له زیږیدو شی په ژړا د شتمن بچی هم لوڅ را زیږیږی تقدیر ولی ملامت بولی ملا چی علمی تحلیل کی پاتی شی گوره رفرنسونه ورکوی ټول په قضا چی نظر دی په شتمنو ولگیږی غوړمالی کی زر زر کیږی وارخطا مرتشی او را شی لیږی جنتو ته که د تا گیډی شی موړ په گرم حلوا ستا په دین او په ایمان هیڅ نشم پوه لکه مویو دانی ځغلی هره خوا زه دټولو ملایان مخا لف نه یم ملا ستایم که وه وایی تل رښتیا د ناپوه ملا په ضد شعرونه لیکم چی خلک پوه شی دهغه په هر خطا چی قرآ ن په قران باندی تل پلور ی کوم زه )مل( دهغه مخ تل رسوا ***** ) پوهندوی دوکتور سید حسام(مل داوکتوبر یووشتم کال دوه زره اوه (جرمنی) ژوند بی مینه هسی خوشی بی مزه وی په ظاهر اوپه باطن کی ډیر ترخه وی چی دهر کار سره مینه د چا نه وی هغه هسی بی هدف او پژمرده وی غلامی دی د پردو پر مټ تکیه غټ نا پوهی دی د گونگوټی په څیر بی ثمر خواری دی چی خپل کور پخپلو مټوڅوک جوړ نکړی که پردی ورته کور جوړکړی غلامی دی پاچاهی دی بی منت ژوند هسی لویه پاچاهی دی که وی وږی یا ماړه ستر ښادی دی چی خپل کور کی واک یی دبل چا وی له هغه ژوند نه بهتر مرگ څو ځلی دی انار نه دی غلا کړی ما دیار د سینی بڼ نه انار نه دی غلا کړی د انارو تماشا می له ډیر لری ځنی کړی د انارو پر سر تور زلال ماران وه په کمین ځکه لاس می له ډیر ډاره هیڅ انار ته نه دی وړی زه پوهیږم چی دمینی لار اوږده دی نه صبریږی ځما زړه په عشق اخته دی عشق څه دی ارادت د تللی زړه دی د آ شنا په تار د زلفو کی بسته دی نصیحت هیڅ په کار نه دی تللی زړه ته د آ شنا مینه می زړه کی اوس میشته دی زه د ستا خبری واورم که د زړه خپل زړه می وایی چی دیار مینه خوږه دی ( مل » د اور په مجمر ایښی دی خپل زړه زړه د اور په سوځیدو کی اموخته دی ******* پوهندوی دوکتور سید حسام (مل» ۱۴.۹.۲۰۰۶ جرمنی ترڅو به د یتیم په مخ د اوښکی باران ووینم ترڅو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم * په وږی نسو چاودو پوندو وینم زور زیاتی دستا پر خلکو باندی وینم دځنګل قانون جاری د ستا بی وزلو کونډو رنډو باندی وینم باداری د ستا ټوپک دی په لاس وینم ټوپک سالاری د ستا تر څوبه په خوله چپ اوسم اولس پریشان ووینم ترڅو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم * له کوره پخپل خوښه انجلی باندی ته وتی نشی آ زاده او سر لوڅه پخيل کور کی ګرځیدی نشی له حقه تل محروم دی خپل حق لاسته راوړی نشی په زوره واده کیږی پلار او مور ته ځیر کتی نشی ترڅو به د وطن د پیغلو ژوند دغه شان ووینم تر څو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم * تعلیم او سواد نشته ځوانان ټوله بیکاره ګرځی د ستا د زور زیاتی د لاسه خلک کناره ګرځی خلک وتښتید وطن نه لر او بر ټول آواره ګرځی هستی د خلکو لوټ شو وږی نس په ویرانه ګرځی تر څو به د بی وزلو خلکو څیری ګریوان ووینم تر څو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم * دا څنګه اسلا میت دی چی خواران ځورول کیږی عشرونه د ټوپک په زور له خلکو نیول کیږی د ین ستا د لاس آله دی زوړ او ځوان ویرول کیږی ټاپه د کفر ستا په لاس په هر یو وهل کیږی تر څو ټوپک په لاس به دا نا پوه قو ماندان ووینم تر څو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم * راځی لوڅو لغړو چی لاسونه د وحدت ورکړو د ځان د خلاصون د پاره مټو ته قوت ورکړو قانون دځنګل ورک کړو مستقبل ژوند ته فرحت ورکړو د(مل) سره ټینګ مل شو خپل شمیرو ته وسعت ورکړو تر څو به د پردیو د لاس پوڅی دوران ووینم تر څو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم **** پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل) دسمبر کال دوه زره پنځه جرمنی قتل عام دی کړ افغان ، افغان دښمنه کوم آین کی دی لیکلی ورور وژنه د پردو په لمسون ولی افغان وژنی سر دی ښکته کړه ګریوان ته غټ لومپنه په اسلام کی ورور وژنه لوی ګناه دی ډیری میندی ټول تا کړ بی څښتنه ستا جهاد خلک ته څه ورکړل وایه ما ته ستا د لاسه ا فغانان آواره ټول بی مسکنه کاڼی او بوټی د وطن په اور کی سوځی لا یخ شوی ستا زړه نه دی اهریمنه مسلمان د مسلمان هوسایی غواړی لا ته تر اوسه یی لګیا په اغزن کرهنه اخرت کی څه ځواب څښتن ته وایی چی دخلکو سر دی غوڅ کړ ټول له تنه په قرآن کی لیکیل شوی حب الوطن تا نو ولی افغانان کړ بی وطنه د اسلام کوم خلیفه ناست په ماڼی وه چی ته ناست یی په شیر پور کی مطمینه د غلیم په لمسون ولی اور دی بل کړ نشته تا سره ځواب ددی پوښتنه یوه ورځ به له قدرته شی را ښکته ( مل) کوی ستا د ولویدو وړاند ویینه ****** پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل) جنوری دوه زره اوه جرمنی را په یاد می شو شبو د ننګرهار دسپین غر په سر تړلی سپین دستار د پغمان رڼی اوبه هره دره کی سره لاله به غوړیدله په مزار د شمال باغونه ډک وه له میوو د ځوانانو میله ځای وه ننګرهار د انار اونی اغوستی سور ټکری خټکی وه د امام صاحب مزه دار د بادغیس او دهرات د پستو جشن را په یاد شو حواږه توت د ګلبهار د پروان او کا پیسا د غرو لمن کی ارغوان دونو ټیټ او لوړ قطار د افغان د آزادی په افتخار لوړ د نجات او خپلواکی ښکلی منار د لغمان د علیشنګ هره دره کی د چهار مغزو باغ اوونی د چنار د بابا او هندوکش په لوړو څوکو د افغان د عظمت تاج وه ځلا دار د کڼړ او د هلمند د سیند څپی غلیمان یی ډوبوله وار په وار د آمو د سیند آرامه بهید ل خپله خیټه کی ګوهر یی په خروار په پرتم سره ولاړ د بامیان بت بودایان چی به راتلل ورته بیشمار د پکتییا دغرو په سر کی ګڼ ځنګل د ځمرو نه ګیدړان وه تل په غار مروت او ورورولی وه یو تر بله د افغان وه نوم اوچت تر ذولفقار لر او بر افغان یو بل سره نژدی وه پری خپه وه د پنجاب او سند اغیار مجاهدو خپل مینځی جګړه را پیل کړل د سیندیانو متاع ومونده بازار دوطن هستی شوه ټوله خاوری د غلیم دلاسه ټول شو تار ا و مار خدایه راولی وحدت ځمونږ په خلکو چی وطن مو شی له سره برقرار زړه می تنګ دی له غلیم نه به غچ اخلم د مل تل وی دا وینا ا و دا ګفتار **** پوهندوی دوکتور سید حسام مل ۱۰-۶-۹۵ جرمنی که پر ما نه په قهریږی ما خو زړه پر تا با یللی ستا د مینی سره لمبه کی ټول صورت می سوځیدلی * ما نن پریږده چی د خپل زړه تمنا ووایم تا ته نور ساتلی په زړه نشم اجازه راکړه یار ما ته هره غشی د باڼو دی په سینه ځما لګید لی ستا د مینی سره لمبه کی ټول صور ت می سوځیدلی * چی نظر می مخامخ یار په خمار سترګی د ستا شو زړه د واکه ځنی وو ت سمد ستی پر تا شیدا شو په ښکاره یار درته وایم زړه می چور در پسی تللی ستا د مینی سره لمبه کی ټول صور ت می سو ځیدلی * بی له تا ورځ می میا شتی هره میاشتی پر ما کال وی لیونی څیری ګریوان رنځیدلی ځما حال وی ستا د مینی غوټی می په زړه نوی غوړیدلی ستا د مینی سره لمبه کی ټول صورت می سوځیدلی * چی په مینه می اوس پوه شوی وفا غواړم یار له تا نه زه به هم خیال دی سا تم خپه نه به شی له ما نه ما هم ( مل) برخه لیک خپل ستا په زلقو ټینګ تړلی ستا دمینی سره لمبه کی ټول صورت می سوځیدلی ** پوهندوی دوکتور سید حسام مل ۱۲-۳- ۲۰۰۷جرمنی څوک دی ګیډه وکندله وویست ستا پټ خزانی څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی * ستا کار پوه روشنفکران یو په یو ټول فراری کړل ستا کانونه او معادنونه له یو سره ټول خالی کړل ځا نته جوړ کړل په شیر پور کی هغو لوړی بنګلی څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوا لی * بل یو ، ستا کونډی خرڅ کړل په عربو ږیره ورو هم یی ستا د خوشحال توره کړل خرڅ په شنه ډالرو ستا اولس یی شهیدان کړل هر خوا وینو هدیری څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی * یو هم ستا د زمردو له خرڅلاو شو قهرمان هم آمر هم قوما ندان شو مشهور په ټول جهان اوس ټبر یی په هیواد او په بهر کوی میلی څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی * هر یو پیژنی دا څوک : اوږده ګیره غټه کونه مخ ناولی ، ببر سر ، بی فرهنګه ، لنډه اونه آ بدات دی کړل خرڅ هم یی ټول کړل شکرانی څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی * زه حیران یم ستا بچو ته دا بی ننګو پښتنو ته نه شرمیږی د ا بی شرمو ګوره لوړی شملو ته دا د چرګی لکی نیغه کړی په تشو جمجمی څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی * ای و طنه چی ته سوځی ځما تن هم سوځیږی قرار نه لرم غربت کی اوښکی هیڅ می نه دریږی آرامی پر ما حرام وی که می شنډ نکړل دسیسی څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی * ځمه ګرځم ټولوم ستا خواخوږی ټول بچیان هزاره ، تاجک ، ازبک ، پښتانه نور افغانان سمسورتیا ته دی کوو خپل بر بنډی فیصلی څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی * غلیمان دی ټول باسو په کلنګ و ، بیل و ، او داس زر به پاک کړو ستا لمن له پردی او له خناس زه (مل) تل به کومه اولسو سره دی ګډی مشوری څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی **** پوهندوی دوکتور سید حسام مل جرمنی۶-۱۲-۲۰۰۷ غل باسی هیواد نه شتمنی چی یی پرینیږدی تښتی زمرد سره بهر ته چی یی پرینیږدی غل وه ګرځید له هره ورځ په تورو غرونوکی وړی اوس لاجورد د باندی ګوره چی یی پرینیږدی لارو کی شکول د وطنوالو ډک جیبونه تل اوس چی دیپلومات دی فارغ بال وځی چی پرینیږدی نه ګوری بکسونه د هغه په وی – آی – پی کی څوک ګرم اسعاربکسوکی لیږدوی اوس چی یی پرینیږدی حج په نامه کال په کال ایستل زر او زیور له ملک هغه حاجی نه دی غټ سارق دی چی یی پرینیږدی ما مل به ویل چی هغه غل او تاړاکګر دی تل ښه دی چی رسوا شو په تاړاک کی چی یی پرینیږدی *** پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۲۵-۱۲-۲۰۰۷ یوډډه په جوما ت پروت وه خیراتونه مفت خوړل د وطن په آبادی کی ملا خښته نه ایښود ل چا چی هڅه د خوارانو د هوسا ژوند ته کول د الحاد توره ټاپه د هغی په تندی ملا وهل داکتر مل *** جومات او حجره اوس جومات او حجره دواړه د ملا په ولکه دی څوک ځان نشی ښورولی د ملا په لاس دره دی هم ما لیه را ټولوی هم عشرونه په زور اخلی پرونی ملا نه دی له قدر ته ډیر نیشه دی داکتر مل *** قوماندان مجاهد هغه مخکی وه ملا ، مجاهد بیا قوماندان شو د داود په پاچاهی کی زر میشته په پا کستا ن شو د وژلو ، سوځولو فن زده له آی ، اس ، آی کړ هغه څه چی وه زده کړی هغه ټول یی پر ځای کړ داکتر مل *** جرمنی ۵-۱-۲۰۰۸ پښتنو شملی له سره بیا کړی نیغ دغلیم اورمیږ کړی غوڅ په تیره تیغ ځانځانی نه سر د ننه زر شی تیر له هیڅ هڅی او له اند مکړی دریغ داکتر مل *** مه غولیږی دد ښمن په لمسون مه غولیږی نور افغانان مه ورانوی د افغان کور ملتونه ټول په سوله کوی ژوند تاسی هم عزت وساتی د خپل ورور داکتر مل *** پردیسی ما په خوب لیدلی نه وه پردیسی بی وطن شم ګرفتار په تنګدستی تیروم لا لهاند ژوند پردی وطن کی په نصیب می (مل ) و نشو آرامی داکتر مل *** چاودی پوندی لوڅی پیښی چاودی پوندی د خوارانو په نس وږی سر سر تورو ماشوما نو دهیچ چا په زړه کی رحم او کرم نشته واکداری دی په کابل دملا یانو داکتر مل *** جرمنی – ۱۱-۱-۲۰۰۸ تخنولی غریزه دمینی ځما له واک وتلی له ګوګله زړه می یار در پسی تللی روږده نه اومه په مینه د خوبانو ستا مسکا ځما احساس را تخنولی داکتر مل *** ول شوی په رګو می ستا د مینی اور بل شوی ستا ادا می خاطری سره مل شوی مینه ځما ښکاره نشی درته ټوکی ستا د زلفو تار په لاس کی می ول شوی داکتر مل *** مهر موره مهرموره دی پر ما هسی اثر کړی چی بی تا ځما ژوند يي ابتر کړی که دی ونه وینم زړه می ډیر تنګیږی چی دی ووینم پر ما لوی اخترکیږی داکتر مل *** لرزیږم چی دی سترګو ته دی ځیر شم را تخنیږم ستا دمینی اباسین کی را غور ځیږم ښکلی سترګی دی پر ما څه جادو کړی چی تا ووینم له حده ډیر لرزیږم داکتر مل *** اغزی چی دګل په لښته اغزی راشنه کیږی د بلبل په سینه وخت نا وخت چوخیږی د عاشفی په لار مزل نه دی آسان هر عاشق په دی ستونزه ښه پوهیږی داکتر مل *** رسوا ستا په مینه کی یم هسی رسوا شوی چی د ځوان او د زړو د خندا شوی زه خوشحال یم چی په عشق دی بدنام شم ځکه ځما ټول رقیبان په ژړا شوی داکتر مل *** ۸ ۱۲-۱-۲۰۰ پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) ساقی مستی پیالی راکه چی غمونه می ټول هیر شی په ترخو اوبو می مست که چی د رنځ شیبی می تیر شی * د بیلتون په سره بټی کی ټول اندام می سوځیږی په مخ اوښکی می له سترګوڅاڅکی څاڅکی بهیږی وار په وار پیمانه راکه چی نیشه می پسی ډیر شی * د رقیب په تذویرونو مرور رانه یار شوی د ریبار په مخ، جانان می ډیر ګلیی را ځنی کړی لیونی را ځنی جوړ که چی ر قیب رانه په ویر شی * هسی مست می په شراب که چی له عقله بیګانه شم پخپل شرم ونه پوهیږم ، په نیشه کی مستانه شم څو حالت می په نیشه کی دم په دم مجنون په څیر شی * هوښیاری کی ځوریږم پناه تاته می راوړی ځما د مینی ریبار ، یار له خپل کوره شړلی ماته هسی کنډول راکه چی می سترګی تیر او بیر شی * پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۲۲-۱-۲۰۰۸ د روا او ناروا خبری پریږده د وطن د آبادی په لور خوزیږه خدمت وکړه د خواران او غریبانو د ظالم په مخ قوت سره دریږه عواطف د انسان ستر معنویت دی په بی وزلو باندی تلپاتی رحمیږه د کینی تخم چی څوک کری په خلکو غټ شیطان وی له دوستی ځنی تیریږه چی د څه شی سوال تانه شوی نه وی لکه مچ په شړمبو کی مه غورځیږه چی ددین سوداګری دوکان کی ناست وی د هغه سره مل اصلاً مه ګړیږه پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل) جرمنی ۲۶-۱-۲۰۰۸ زلفی دی نن څه ښه ول کړی ماته دی بیا یار څه چل کړی یووارخو زړه دی رانه ویوړل اور دی پر ما بیا څه بل کړی سترګی دی هسی ډیر ښایسته وه تور دی بیا هم په کجل کړی په قرار نه می پریږدی یاره زه دی په ناز یم بسمل کړی که می در وسه ورسیږی د ښکولولو می دل کړی تا پسی هسی می زړه تللی چی زړه می تا سره مل کړی پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۳-۲-۲۰۰۸ نه به ستا حسن شی پا تی نه ځما عذر او زاری په دیدن دی یار می موړ کړه مکوه بی وفایی عشوه ګره لیلی واوره مغرور مه شه پخپل حسن راشه خیال می وساته له ( مل) مکړه جدایی په بربنډو کرشمو دی لیونی دی رانه جوړ کړ رڼا ورځ کی می شپه دی ستا د لاسه ښاپیری ته پخپل حسن ډاډه یی پروا نه لری پر ما زه تر څو به وکړیږم ستا د لا سه لیونی پلو لری کړه له مخ ، ترږمی لار می رڼا کړه په تیارو کی می ، مه ساته څوار لسمه سپوږمی پوهندوی دوکتور سید حسام( مل ) جرمنی ۹/۲/۲۰۰۸ چی دژبی په سر ویشی خلک څوک ا فغان نه دی دهغه سر وی تل پوک چی تاوان رسوی ملی و حد ت ته د پردو په لاس هغه شوی وی کوک پوهندوی دوکتورسید حسام (مل) جرمنی ۱۳/۲/۲۰۰۸ څه فضا عاشقانه دی ګل هر خواته غوړیدلی پسرلی موسم راغلی پیغلو ګل په سر ټومبلی * لوڅ مړوند د ښکلی پیغلو هره خوا په سترګو کیږی څو ک ځان نشی ټینګولی پر هییزونه ماتیږی طلایی موجی زلفی چپ او راست په مخ ولویدلی پسر لی موسم راغلی پیغلو ګل په سر ټومبلی * مفت خبری د ناصح دلته هیڅوخت نه چلیږی دلته اور د مینی بل دی ساړه زړونه ګر میږی هر بینا سترګی دلته ناغه دار سترګی لیدلی پسرلی موسم راغلی پیغلو ګل په سر ټومبلی * د سینی جفتی هیلی رمنده یاغی ښکاری له خپل ځالی نه وتلی بی پردی هر خوا څاری له زاهد هم لار ورک کیږی که یو ځلی وی کتلی پسرلی موسم راغلی پیغلو ګل په سر ټومبلی * دا ځمونږ پسرلی نه دی ( مل ) ته څه مونږ ته واییی پیمانی دی ډیر تش کړی د یورپ بهار ستایی افغانی پیغلی تل په حجاب کی اوسید یلی پسرلی موسم راغلی پیغلو ګل په سر ټومبلی پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) فارغ بال غلیمه ګرځه افغانان دی بی اتفاق انګریزیی ملا کرلی د لته تخم د نفاق په تن لوڅ ، وږی نس ، پاکه زړه او چاودی پوندی ګوډاګی دولت هم کړی تا سره ټینګ ارتفاق (۱) که ملا او انګریز دواړه د افغان په مټ شی ورک هغه وخت به په دی ملک کی راشی نظم او ارتساق(۲) ۱- سازش ۲- نظم پوهندوی دوکتورسید حسام (مل) جرمنی ۱۱-۳-۲۰۰۸ زلفی دی یار نن په مخ خوری وینم مخ دی را نه پټ ژوند بی مزی وینم شاته دی زلفان یارجانه واړوه پریږده چی د سترګو دی نیشی وینم لری که سالو دی له ګوګل یاره غواړم چی د مینی خوږ مڼی وینم ګوره چی خپه نشی له مانه یار د خولی خبری نن خپل کږی وینم هرڅومره چی مینه می اورینه شی دستا په تغا فل کی ژوند ترخی وینم راځه چی روغه جوړه کړو یو بل سره زړه خو یار د( مل) در پسی وینم پوهندوی دږکتور سیدحسام(مل) جرمنی ۲۰-۴-۲۰۰۸ موریی ستا لاسونه د ښکلولو دی ستا خبری موریی د منلو دی * نن دی څه پخ کړی مورجانی وږی یم ډوډی ، اوبو راکه چی وږی تږی یم ستا هره پخلی په مزی د خوړلو دی ستا خبری موریی د منلو دی * موریی له تا جارشم ډیر پرما ګرانه یی یم تا نازولی ډیر مهروبانه یی ستا هر نصیحت د قبلولو دی ستا خبری موریی د منلو دی * ستا تر پښو پروت مور جنتونه دی ستا د خندا بڼ کی سره ګلونه دی ستا د پښو خاوری د رانجه کولو دی ستا خبری موریی د منلو دی * موریی په ژړا دی خنده ولم تل موریی هر هر وخت دی نازولم تل ستا پاکه لمن د سجدی کولو دی ستا خبری موری د منلو دی * تاته مبارک موریی د مور ورځی وی شپه دی برات موریی اختر دی ورځی وی ستا مهربانی موریی تل د یادولو دی ستا خبری موریی د منلو دی *** پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۲۸-۴- ۲۰۰۸ نسیم یی د پیکي تیر یادونه را تازه کا هوس یی راته بیا د سرو شونډو د بوسه کا له میوو اوم پرهیز نه تلمه میکدی ته توبه یی را نه ما ت کړ می ناب می په پیاله کا په ټوقو ټوقو لاړه مروره شوه له ما نه له سره بیا هغی ځما ځای په میخانه کا خیالات می بوږنیدل په ځنګل د یار د زلفو ځیر وکتله ما ته منګری زلفی ښکاره کا د خیال له ټاله پریوتم لمده اوم په خولو وفا راسره ونکړه خپل مینی بیګانه کا بریا می نصیب نشو په مینه کی شم پاتی مخ واړول له (مله) زلفی بل چاته شانه کا پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۲۹-۴-۲۰۰۸ وصال د وصال لاره وی ډک له تیز اغزنو عشق آسان نه وی د ښکلو ګل بدنو دبیلتون په سروسکروټو کی زړه سوځی اوښکی تل په مخ بهیږی د میینو پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۱-۵-۲۰۰۸ بی تو تا کی ای وطن زار زار ناله کنم باغ و بوستانت ای وطن دل و جانم از گل و بلبل باغت با کي افسانه کنم یاد بهار پغمان و هوایی دلنشینت قصه ای بلبل و مینا و پیمانه کنم درین چمن مرا نیست ذوق زیستن کجا روم , از کي پرسم , کجا لانه کنم وطن ای مهر تو به دل و جانم ز دوریی تو اینجا چسان چاره کنم باجمع یاران وساقی ومطرب خوشخوان یاد پغمان و می ناب دردانه کنم گر دیدارت ای وطن نصیب من شود غم فراق ترا دور ز غمخانه کنم در هوایی تو باز پر و بال بکشایم به تما شای رخت خویش را مستانه کنم بی هوایی تو زندگی هرگز نتوان کرد به دیدارت وطن شاد دل دیوانه کنم پوهندوی دوکتور سید حسام (مل ) جرمنی 30-6-2008 در عشق کسی من دل آرام ندارم الطاف و مهر چشمانش بکام ندارم دیرست که او رمیده وازمن بریده است بر ناله و فریاد دل لجام ندارم از دوری آن شوخ بدلم زخم کاری زخمی که بر آن مرهم التیام ندارم آن شوخ بسکه ساخته مرا بسمل نازش رنجیده مرا خاطر که فرجام ندارم این عشق بیحاصل که گشت نصیب من غیر از یاد رویش دگر اوهام ندارم در دفتر عشق ام ثبت شده نامش من گمشده ای عشق اوام نام ندارم این رنج بیکران کجا خواهد برد مرا غیر از زاری وناله ( مل ) انجام ندارم *** پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل) جرمنی 5-6-2008 درسرش نیست اندیشه ای عمران وطن در سرش نیست جز خدمت بیگانه دگر هیچ هنرش نیست از حال رعایا و مساکین بی خبر جز چال وفریب خلق کاری دگرش نیست بر مسند قدرت ، دانی به تذویر نشسته هیچ آدم دانا یار و یاورش نیست تا دیر نماند قدرت و عظمت سلطان چون اهل مروت که در دور وبرش نیست پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی 4-7-2008 > دقلم په نوک نیوکی پری کومه په شعرونو کی خاین بربنډومه که می داهوډ بیا ونکړتر سره د قلم نوکی په تیګو ماتومه ***** پوهندوی دوکتورسیدحسام (مل) جرمنی (۲۰-۷-۲۰۰۸) بیمار هوښیاری ټول انسانانو ته په کاردی څوک چی عقل نه لری هغه بیمار دی بیماران په روغتون کی بستر کیږی هسی نه چی ټول ریس او وزیرکیږی **** پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی (۲۰-۷-۲۰۰۸) بس دی جیب مودډالروڅخه ډک کړو ږیره ورو دخیرات په پیسو ګیډی مو چی مخکی مړولو مړی هرخواته پراته دی ټول بی ګوراو بی کفن مګر ستاسو چړچی ګرم دی نابللی خیټورو دا نادودی او داحالت پرخلکو تاسی دی راوستی د قدرت په چوکی ناست یاست دپردیو په لښکرو دا دبوسو ککری چی پکړی مو تر تاوو کړی یوه ورځ به خلک مات کړی په لرګواوغټ ډبرو **** پوهندوی دوکتورسید حسام (مل) جرمنی ۲۵-۷-۲۰۰۸ په نیوو د ژورنا لستو عیب خپل نشی پټولی په لجن کی دومره غرق یاست چی ځا ن نشی خلاصولی د مذهب او د ملا په جامی خپل ځا ن خا دم بولی نه تنها خا د م نه یاست خا د ما ن مو ډیر و ژلی د طا لب او د ستا سو د واک تر مینځ فرق څه دی په پنجا ب او په ریا ض کی له قسمه ټول تیر شویی تا سی هیڅ وخت دقانون او قانو نیت ارزښت نه ساتی کامبخش ولی څه د پاره په ځنځیر مو دی تړلی نن سبا له دی وطنه د اولس په مټ به ورک شیی د فیا ض اودکامبخش په بند ساتلو ځان نشی ټینګولی پوهند وی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۳۰-۷-۲۰۰۸ څه عجیبه زمانه شوو خاینان ستایل کیږی وطنپال او منورو له وطنه شړل کیږی کور او کلی له یوسره د پردوپه لمسون وران کړل د وران کار نوم که څوک واخلی زر په کفرنیول کیږی څو ناپوهو او جاهلو له جاسوس قهرمان جوړ کړی ذهن د خلکو مخدر کړی څو افغان غلول کیږی اوس د ښه او د بدو په توپیر ټول خلک پوهیږی که وی نن یا که سبا هر جاسوس پیژندل کیږی ما له وخته پیژندلی څو دری اړخه جاسوسان هیڅوخت پټ نه پاتی کیږی (مل) په ګوته ښوول کیږی پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) جرمنی دسیپتمبر میاشت دوزره اتم له خپله هوډه ګرځی پله بین اوبی اراده وی مخ تورن د خلکو مخ کی ځنځیری غټ دیوانه وی تیګه خپل ځای کی ښه ښکاری دا دخلکو لوی متل دی چی له اصله خپل جدا شی ها له عقله بیګانه وی پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۲-۱۰-۲۰۰۸ هردو چشم مخمورش شوری میدهد بر د ل با جلوهء رخسارش از سینه می برد دل سخن چو به لب آرد ګوی تو ګل شګفته با هر کلام نغزش فرحت میدهد بر د ل هر بار که مینماید جلوه بسوی من یا ر باهر نګاه آن دوست درسینه می طپد د ل از هردو چشم مستش باران مهر می بارد لبخند دو لبا نش رغبت می آرد بر د ل این ماه پیکر زیبا د ل رایګان نبرده با مهر و با صفایش لزت میبخشد بر د ل پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) جرمنی ۱۱-۱۰-۲۰۰۸ یا غوږونه دی کاڼه دې یا له عقله بیګانه یی یا په سترګو چور ړانده یی یا بیخود او دیوانه یی برخه لیک دی غلیم ټا کی له خپل حاله خبر نه یی د پردو په ساز ګډیږی بی فرهنګه مستانه یی تل خپل ورور ته ګواښیږی عقل نه لری پړسیږی که پښتون یی که تاجک یی یا اذبک که هزاره یی په وطن دی اوربل کړی لمبی خیژی له هرخوا نه ته له سره افغان نه یی غټ نوکر د سرمایه یی په غټ ږیره اوسپین پکړی دی خلک نورنه غولیږی ته د انګریز په دربار کی هم چوپړ هم نازدانه یی پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۱۴-۱۰-۲۰۰۸ هردو چشم مخمورش شوری میدهد بر د ل با جلوهء رخسارش از سینه می برد دل سخن چو به لب آرد ګوی تو ګل شګفته با هر کلام نغزش فرحت میدهد بر د ل هر بار که مینماید جلوه بسوی من یا ر باهر نګاه آن دوست درسینه می طپد د ل از هردو چشم مستش باران مهر می بارد لبخند دو لبا نش رغبت می آرد بر د ل این ماه پیکر زیبا د ل رایګان نبرده با مهر و با صفایش لزت میبخشد بر د ل پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) جرمنی ۱۱-۱۰-۲۰۰۸ بی علمی نه لوی عیب نشته په دنیا کی هیڅ عیب پټ نه پا تی کیږی په خفا کی دانش خپله د شنا خت روښا ن رڼا دی باور نشته د ناپوهو په ادعا کی پوهندوی دوکتورسید حسام (مل) جرمنی ۱۷-۱۰-۲۰۰۸ یوه ځوان وه له خپل خر ځنی په تنګ خریی ګوډ وه تل د خرسره په جنګ خپل بار خر وړلی نشو تر مزله هرپړاو کی سر په سر دمه وهله خر یی ورکړ په کراه کراوالا ته مخ تری واړول هیڅ ونه کتل شاته دکرایی په پیسو لاړځوان، پاکستان ته وږی تږی شو پورته رستوران ته ډوډی وخوړه ځان یی خپل موړ کړ دشپی پاتی خپل پلان یی ځانته جوړکړ شپه یی تیر کړل د ګړو په سرایی سریوان ځوان ته کتل ځیر له ورایی ستړتیا او ستومانی خپل برطرف کړ دسفر مرام یی واړه تر هدف کړ سهار وخت لمونځ خپل وکړ په جومات پس له لمونځه دمی وکړ څوساعت ملا غږ پرځوان وکړ ښایسته ځوانه له کوم ځایه ته راغلی یی ستومانه ځواب ورکړ ځوان زه له افغانستانه ښه یی واوره چی اوږد می دی داستانه مور اوپلار می شهیدان شول په وطن د افغان وطن کړ وران کافر دښمن په وطن کی می لرل یو ګوډ خر خرمرور وه له پیچومی او له غر خر می ورکړ په کرا یو وطندار ته ځان می ورسول دلته کوم یو کار ته غواړم دلته کړم پیدا ځانته یو کار پیسی وګټم چی ښه می شی روزګار ملا وویل ولی نه ځی مدرسي ته ؟ احتیاج نشته مزدوری اونقد پیسی ته غټ ملابه درنه جوړشی ښایسته ځوانه غوږ دی نیسه په دقت واوره له ما نه مدرسی ته ځوانه زه به دی وروړومه ستا د هر ستونزی چاره به زه کومه مدرسه کی واړه پوه پوه ملایان دی په تدریس کی مشهور په ټول جهان دی معاشونه یی راځی له عربستان ښه دوستی دی د عرب او پاکستان هلک ومنل ټول نصیحت د هغه ملا سر خپل وښورول وویل بسم الله هلک لاړ ها مدرسی ته سمد لاسه ملا مخکی شو هلک ودهغی شاته مدرسه کی شو شامل د دیو بند خیراتی ډوډی خوړله په ډیر خوند سبقونه یی اکثره مذهبی وه یو مضمون پکی پوهنه د جنګی وه د جنګی مضمون استاد تور پنجابی وه غټ یی ږیره وه له ځانه خپل راضی وه هره ورځ هغه ښول د جنګ چلونه پر دښمن د راکټو مسلسل ګذارونه جنتونه که غواړی کافران کړی مړ مومن نه غواړی چی غلیم ته شی پړ هرمومن باندی فرض شوی دی جهاد دا خبره ساتی ځان سره په یاد کافران ټول میشته شوی په کابل په قلات هم په قندهار او په زابل ځان جګړی ته کړی چمتو ای طالبانو لاړ شی سر غوڅ کړی د ټولو کافرانو اور کړی بل د کابل پر ملحدانو چی جنت ته لاړ شی ګرانو شاګردانو کابل وسوځوی اورکی چی شی پاک ټولی بوټی هم یی اونو یی د تاک د استاد په تبلیغ ځوان ملا تیار شو خودکشی ته آماده او وادار شو د کابل په لور روان شو سهار وخته شاته ونه کتل هیڅ هغه بد بخته غټ واسکټ یی وه اغوستی د بمونو په کابل کی ګرځیدل په سرکونو ځان یی والوزول هغه په فروشګاه کی نر او ښځی شهیدان کړ په هر خواکی سرکونه یی په وینو ولړله د کابل خلک یی په غم وکښینوله ځوان ملا له دنیا لاړ بی ایمانه ټول قصه می له یو سره کړ بیانه په غور ولولی د (مل ) پورته داستان تو لعنت وی په سیا ست د پاکستان پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۱۱-۱۱-۲۰۰۸ پام ساته ای شیخه چی توی نکړی جام ځای دی غلط کړی دا دی کور د خیام دلته عبادت د معشوقو کیږی دلته د مینو دی ساقی امام هر مین پیاله کی مخ د یار ګوری یار سره خلوت کی وی هر صبح اوشام دلته د مینو زړونه ډک له عشق تش کړی پیمانی یار ته لیږی سلام ولی شیخه ته دلته راغلی یی ته خو د شرابو څښل ګڼی حرام نه چی خپل توبی دی ماتوی شیخه ؟ ما چی ولید ستا په لاس د میوو جام پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۱۷-۱۲-۲۰۰۸ مسکا سره نن دی ثواب وګټل جانانه لری دی غمونه کړه له زړه می خپل ادا سره زړه می درقیب له ډیرطعنونه ستړی شوی وه تا چی راته وخندل رقیب وه د ژړا سره ما ته دی جانانه تا نن نوی ژوند را وبښل زه هم له تا نه اوړم مینه تل کوم رښتیا سره زړه کی کمی رانه وړی ځما له خواجانانه ته ستا مینه به نه بدلوم هیڅکله بل چا سره پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) جرمنی ۲۹-۱۲-۲۰۰۸ بی ګل روی تو جانم ګل و ګلزار چکنم بی مشک موی تو من عطرنوبهارچکنم دل نګردد زعشقت هرګز پشیمان صنما حدیث واعظ ومن طعنه ای اغیار چکنم بوسه ای لعل لبانت همچو شرین زعسل مزه ای نقل بادامی شکر بار چکنم ندارم جز هوس صحبت شرینت یار نغمه ای بلبل و آواز چویبار چکنم پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) جرمنی ۱۹-۱-۲۰۰۹ د بل وطن د نوبهار ګل د ریحان څه کوم پردی وطن کی پسرلی او یا خزان څه کوم د خپل وطن چی می نه ګل اونه بلبل وینمه زه د بربنډ و لوڅو پیغلو سره لبان څه کوم زما یادیږی د وطن هغه رنګین ګلونه هغه سنځل، هغه ګلاب ، ها نسترن ګلونه ها د بلبلو ، توتکیو سندریز چیغونه ها په مزارکی دغاټولودد ښت سره ګلونه **** ها تنګ ویالو کی داوبو د شره هارو نغمی ها د رابیل ، چمبیل دعطرو معطرو وږمی د مستو پیغلو پر نری غاړه د ګلو امیل ها دوطن دڅوارلسم شپی د سپوږمی شغلی **** ها پسرلی چی د افغا ن په وطن عطر شیندل په غرو رغو کی د ګلانو مخ شبنم پریمینځل سیوری د ولوو د ویالو د غاړی یخ نسیم چی بلبلانو په نغمو سره له ګل تاویدل **** له هغه وخته چی وتلی له وطنه یمه اورم له لری چی وطن می په لمبوکی سوځی لید لی نه می دی خزان ، ژمی ، بهار د وطن حال می خراب،هسی بیتاب په زړه غمجنه یمه ها پسرلی چی ما ستایل صدق او صفا وه پکی د عاشقانو زړه وه ګرم ، شور او وفا وه پکی نسیم په پاڼو چلیدل پاڼی نڅا کوله بورا له ګلو تاویدل شور او غوغا وه پکی **** ها بهار نه غواړم چی شور د بلبلانو نه وی غوټی ونه غوړوی ،چیغی د مرغانو نه وی د ښتو اود منوکی غاټول اوسره ګلانونه وی نازاو نخری په هرکاته کی د خوبانو نه وی **** که راځی راشه پسرلیه ګل وږمو سره د توتکیو او د بلبلو د نغمو سره مینه ژوندی که دافغا نانوپه ساړه زړونه لری که غم بیا ساقی راوړه د بزمو سره **** نسیم دی وچلوه پاڼی په نڅا راوړه وطن سمسورکه بلبلان ټول په غوغا راوړه غاټول را وڅپړه غالی و غوړوه د ښتو کی بیا د ساقی په لاس جامونه د صهبا راوړه پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل ) جرمنی ۱۹-۳-۲۰۰۹ دخلکو جیب چی دی شکولی اوس پانګی لری چی بیت المال دی لوټولی اوس پانګی لری تا که وجدان او سړیتوب هیڅ له سره نشته چی خوارغریب دی ربړولی اوس پانګی لری د اسلام ترشا دی ځان پټ کړی داسلام دښمنه د هر افغان مال دی خوړلی اوس پانګی لری اوس دقدرت په چوکی ناست یی امرونه کویی چی دی په ښارراکټ ویشتلی اوس پانګی لری د پرد یو په چوپړ کی له ناموس هم تیر یی تاچی غیرت خپل پلورلی اوس پانګی لری تاته انصاف او سړیتوب بی ادبی ښکاری تا افغانیت له زړه ایستلی اوس پانګی لری ستا سرمایه د چپاول او دغلا محصول دی داړه ماران چی دی روزلی اوس پانګی لری تا تر پرون پوری په خیټه خپل تیږی تړل چی نن دی نس را پړسید لی اوس پانګی لری چیری به پټ کړی داپانګی خلک ټول پوهیږی صبر او طاقت له خلکو تللی اوس پانګی لری قارون هم پانګی درلوده خو ورته پاتی نشو پر تا هم خلک را پارید لی اوس پانګی لری انتخاباتو کی بی وزلو ته دی مخ رسواشو چی ډالرونه دی ویشلی اوس پانګی لری پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) پیغلی کوچیا نیه ماهم ویسه د ځان سره پل په پل مزل به کړو ستاسی د اوښان سره ****پیغلی کوچیا نیه دواړه لاس په لاس تر ایلبند به مزلونه کړو لاره کی دمی څنګ په څنګ دواړه خوبونه کړو پیغلی کوچیا نیه بیا به شو روان دم نیولی د کاروان سره پل په پل مزل به کړو ستاسی د اوښان سره ****پیغلی کوچیا نیه لاره کی به دواړه د مینی مرکی وکړو له غمه فارغه د ګډ میني ښه مزی وکړو پیغلی کوچیا نیه مینه کی به پایو په ټینګ عزم اوایمان سره پل په پل مزل به کړو ستاسي د اوښان سره ****پیغلی کوچیا نیه ته به راته خاندی زه به زړه ته خپل ګرمی ورکړم ستا په محبت کی نوی ژوند ته خپل مستی ورکړم پیغلی کوچیانیه (مل) به در سره وی د ښو هیلو او ارمان سره پل په پل مزل به کړو ستاسی د اوښا ن سره پیغلی کوچیا نیه پوهندوی دوکتور سیدحسام(مل) ۱۱-۱۱-۲۰۰۹ |
د اونۍ نوي شعرونه
- ستا اختر + عبدالحيظ مليار
- محمدیوسف خدمتګار + غزل
- اختربه چیرته وي؟ + علي خان صافی
- اسدالله زمری + عادت
- رقـم + نسیم ستوری
- عبالهادی بیله وال + خیال د بستر
- صدیق کاوون توفاني
- انجينيرهمت الله امين زی + غزل
- ډاکټر حنیف بکتاش + د پرواز پر ایرو
- غزل - نبیلا وفا
- ژوندون څه دی؟ - سميع الدين افغاني
- ف . بری / حیرانتیا
- غزل - نورعلی شاه ځلبلاند


