پرطالبانو د پاکستان معامله

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د پاکستان په غوښتنه به طالب مرکچي پلاوی د پاکستان لمړی وزیر عمران خان سره وګوري. دوی وایی چی موږ به له عمران خان سره د افغان کډوالو په ستونزو ، سوداګرۍ ، د پاکستان او افغانستان په اړیکو تفصیلي خبرې وکړو ، چی وروسته به په پاکستان کی له امریکایی چارواکو سره د افغان سولی په اړه خبرې وکړو، مګر پوښتنه داده چې طالبان په کوم صلاحیت دا کار کوي؟.

بل خوا ځینو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې طالبان د پاکستان له لمړي وزیر عمران خان سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي . دا یوه معلومه خبر ده چی طالبان تل د پاکستان د ګټو لپاه بې ګناه افغانان وژني او په افغانستان کې یې  جګړه توده ساتلې .

دا ځل چی د طالبانو او امریکا تر منځ د سولی خبری یو څه اندازه پر مخ تللی نو ځینی هیوادونه په خاصه توګه پاکستان هڅی شروع کړی تر څو دغه خبری ناکامه کړی او له خنډ سره یی مخامخ کړی ځکه پاکستان په دی باور ده که په افغانستان کی تل پاتی سوله راغله نو په افغانستان کی به زموږ پلانونه له خنډ سره مخ شی .

افغان حکومت تر اوسه په رسمی ډول د طالبانو او د پاکستان لمړی وزیر عمران خان تر منځ په جوړیدونکی غونډه څه ندی ویلی خو ټینګار یی کړی چی له ترهګرو ډلو سره د ځینو هیوادونو غونډی او اړیکی د سولی پروسه لا پیچلی کوی ځکه د سولی پروسه هغه وخت کامیابیدلی شی چی د غونډو مشری د افغان حکومت په مدیریت وي ، دغه او دېته ورته غونډې مهمې ندي .

ځینی داسی رپوټونه خپاره شول چی د طالبانو تر منځ په پاکستان کی د عمران خان او طالبانو تر منځ د افغان جګړی د پای ته رسیدو په موخه د جوړیدونکی غونډې پر سر اختلافات رامنځ ته شوی دی ، ډیری هغه طالبان چی افغانان دی دوی نه غواړی چی په پاکستان کی دغه غونډه ترسره شی ځکه دوی په دی باور دی که په پاکستان کی غونډه تر سره شوه نو موږ دیته مجبوره یو چی د هغوی په خوښه هر څه وکړو خو ډیری هغه طالبان چی د پاکستان پلانونه دلته عملی کوی او د طالبانو مشری په غاړه لری دوی غواړی په پاکستان کی غونډه ترسره کړی .

بی بی سی راډیو یو رپورټ خپور کړی چی افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په پاکستان کی د طالبانو او د پاکستان لمړی وزیر عمران خان تر منځ جوړیدونکی غونډی پر سر شکایت کړی دوی په شکایت کی واضح ویلی چی دغی غونډی ته هغه طالبان ورځی چی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لیست کی قرار لری او له بلی خوا یی پکی لیکلی چی پاکستان د افغان سولی پروسه ننګوی او د ثبتاژ کولو کوښښ یی کوی .

پاکستان غواړي چې بیا په طالبانو معامله وکړي، د همدې لپاره یې هغوی په خپل ګورت کې نیولي دي او چېرې چې امتیاز ترلاسه کړي، نو هملته یې مذاکراتو ته حاضروي.