د سولې ملي پروسه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

سوله ملي پروسه ده، طالبان او پاکستان یې په پروژې د بدلولو هڅه کوي، مګر افغان دولت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني به ورته د دې اجازه هیڅ وخت هم ورنه کړي، ځکه هغه د طالبانو او پاکستان شومې ارادې درک کوي او د دفعه کولو لپاره یې پوره امادګي لري

.

د دولت ترڅنګ د ټولو سیاسي ډلو، د ټولنې د اقشارو او حتی فرد فرد مسوولیت دی چې د سولې ملي پروسې په بریالي ترسره کېدو کې د ولسمشر غني ترڅنګ ودرېږي، ځکه د هغه په ملاتړ کې د باعزته او تلپاتې سولې تامین، د افغانستان سوکالي او د ولس هوساینه نغښتې ده. ولسمشر غني کوښښ کوي چې د سولې مذاکراتو ته له پیاوړي دریځ داخل شي، ځکه څومره چې دریځ غښتلی وي، نو همغومره یې پایلې هم ګټورې وي.

حکومت د سولې پلان او برنامه لري. مذاکره کوونکی ټیم یې ټاکلی. مشورتي بورډ جوړ شوی. بېلابېلې کمېټې ګومارل شوي یوازې همدې ته خبره معطل ده چې طالبان د پاکستان له غېږې ځانونه ازاد کړي او په خپل دریځ او صلاحیت له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کېني.

د سولې لپاره باید حقوقي چوکاټ وضع شي. داسې چوکاټ چې ولس او ټولو لوریو ته په کې کافي وضاحت وشي او د خلکو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووایي. طالبان دې اساسي قانون او نور شیان له وخت دمخه نه پلمه کوي. ټول مسایل دې د مذاکراتو لپاره لېست کړي ، تر څو د اړتیا او غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لارې د اساسي قانون بیا کتنه وشي، عدالت وضع شي، شکایات رفع شي، قوانین او فرامین رامنځته شي او د بندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لستونو څخه د ایستلو لپاره قانوني لارې چارې تعقیب شي.

کله چې ولسمشر غني وایي چې د مذاکراتو لپاره به طالبان د سیاسي ګوند او جوړښت په توګه وپېژندل شي، دا د سولې پر وړاندې د نرمښت، پیاوړې ارادې او ژمنتیا څرګندونه کوي، نو طالبان هم باید د افغانستان دولت منلو ته غاړه کېږدي. د حسن نیت لپاره اقدام وکړي. د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره اواره شي او د متوازن پرمختګ او  د کډوالو د راستنېدلو او داخلي بې ځایه شویو لپاره انتظامات وشي. تر هغو چې طالبان خپل دریځ نرم نه کړي، د پاکستان له غېږې را جلا نشي او د خپل صلاحیت خاوندان نشي، نو د سولې مذاکرات به یوازې د وخت ضیاع وي.

کله چې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، نو حکومت به د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لپاره تدابیر ونیسي. د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ لپاره به پروګرامونه پلې شي: ټولشموله او پایداره وده، عامه شتمنیو او ځمکې ته د مساوي لاسرسي مساعدول، د فساد په وړاندې مبارزه، په ملي کچه د دندو تولیدول، او په ملي پروګرامونو کې کډوالو او پخوانیو جنګیالیو ته ځای ورکول به لا یقیني شي.  

سوله د ښکېلو غاړو نرمښت، اخلاص او صداقت غواړي. حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني تر دې مهاله په دې برخه کې مخکښ دی، طالبان دې هم دغه کنګل مات کړي او بین الافغاني مذاکراتو ته دې را وړاندې شي.