پاکستان وارخطا دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مطیع الله سحر

کلونه کېږي چې د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې مېشت پښتانه ځوروي او پر هغوی ډول ډول ظلمونه کوي. د پاکستان ریاست په ښکاره د ولسواکۍ چغې وهي او تمثیل کوي، مګر په عمل کې تر ټولو ناوړه دیکتاوتوران دي. دوی حتی خلک د خپل غږ اوچتولو ته هم نه پرېږدي. هلته د خلکو ختطاف، ترور او قتل روان دی

.

د پاکستان د همدغو ظلمونو او حشتونو پر وړاندې چې کله د خلکو زغم تمام شو، نو د اعتراض یو انساني، مدني او سوله ییز غږ د پښتون ژغورنې غورځنګ په بڼه د منظور پښتون په مشرۍ اوچت شو. د دغه انساني اواز ډېر تود او پراخ هرکلی  او ملاتړ وشو. ښاغلی احمد منظور پښتین له مېشتو پښتنو څخه وغوښتل چې د خپل حق غوښتلو وخت مو رارسېدلی او باید ویې غواړو. او د پاکستان حکومت ريښتینې څېره نړیوالو ته وروښایو او د هغو شته اعتبار ورختم کړ او دا مهال تر بل هر وخت پاکستان زیات وارخطا دی.

د افغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه ملاتړ وکړ. د ښاغلي غني ټویټونو پر پاکستان رڼا ورځ توره شپه کړه او د هغه دغه انساني او اخلاقي ملاتړ یې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله. حال دا چې دا د نړیوالو  نورمونو اصولو مطابق حمایت و. د پاکستان له حکومت څخه یې لاره ورکه کړه. د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشرانو او کشرانو له ښاغلي غني مننه وکړه. دوی هم پر دې ډاډه شول چې د پښتون ملت تر شا داسې یو څوک شته چې د دوی د سوله ییزې حق غوښتنې اواز ته یې د پاکستان د سیاست او تصمیم نیونې په مرکزنو او دهلېزونو کې غږ ورکړ. په دې سره یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوونکي نور هم ډاډه کړل او په خپله مبارزه کې نور هم پرمخ تللی شي او هېڅ ډول وېره په زړونو کې نه لري.

   پاکستان حکومت هم د ولسمشر له ټویټونو څخه زیات وېرېدلي د هر سیاست وال په زړونو کې یې اور بل کړی. پاکستانیان خپلو سیاست والو ته پېغورونه ورکوي چې د پاکستان تر اټومي وسلو او توغندیو د ښاغلي غني یوه ټویټ ستره ویجاړي په سیمه کې رامنځ ته کړه. او که چېرته همداسې دوام ورکړي نو پاکستان حکومت دې خبر اوسي چې پاکستان په نوم هیواد به د نړۍ له نقشې بهر کړي او د افغانستان زور به ټولو نړۍ والو ته معلوم شي. ګر چې معلوم هم دې ورته کله چې همدغو باجراته زړورو افغانانو د روس په شان ستر ځواک هیواد ته د خدای او کوتک او د خپلې باجراتۍ  په زور له خپل هیواده بېرته وشړل.

د افغانستان ولسمشر پر پاکستان حکومت باندې غږ کوي چې دا خو یې لا پېل دې، تاسو پر افغانانو او خاصتا پر پښتنو زیات ظلمونه کړي دي او مونږه یې پر وړاندې هېڅ ډول غبرګون ندې ښودلی. خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغان حکومت له پاکستانه د خپلو ظلمونو یو یو حساب وغواړي.

پاکستان باید پرځان رحم وکړي او د خلکو له ځورولو لاس واخلي. هغه باید جمهوري اصولو ته درناوی ولري او دا درناوی باید شعاري نه، نه بلکې عملي بڼه خپله کړي. کنه له همدې به د پاکستان زوال پیل شي.