پاکستان ته د ولسمشر اشارې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


اېمل پیاوړی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار په غني خېلو کې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال پاکستان ته هم ځینې خاص اشارې لرلې. هغه وویل: ځینې ګاونډیان [پاکستان] وایي داسې افغانستان غواړو چې اشرف غني نه وي په کې، مګر زه نه پوهېږم چې په دا دغومره واړه ځان ما له دوی سره څه کړي او ولې له ما وېرېږي، خو د دوی وېره له ما نه، بلکې د افغان له مغزو او تدبیر څخه ده.



دا یو واقعیت دی، ځکه پاکستان هیڅ وخت د اشرف غني غوښتونکی نه دی، ځکه هغه افغانستان د پاکستان له انحصار خلاص کړ. د تورخم د بندر پرځای یې څو نور بدیل بندورنه او لارې پرانیستلې. پاکستان اوس هغه فشار نشي واریدولی چې پخوا به یې د تورخم د بندولو په وسیله وارداوه، حتی اوس کیسه برعکس شوې لکه ولسمشر غني چې وویل: په عمل کې مې ټولو ته ثابته کړه چې موږ د اسیا زړه او څلور لاره یوو. پخوا به یې چې تورخم بند کړ، نو په کابل کې به لړزه وه، خو که اوس یې موږ وتړو، نو اسلام اباد به ولړزېږي، مګر موږ دا کار ځکه نه کوو چې موږ د فصل نه، د وصل خلک یوو.

افغانستان د اسیا په څلور لاره بدل شوی، ځکه د مرکزي او جنوبي اسیا تر منځ د سوداګرۍ او اړیکو د وصلونکي په توګه د افغانستان له موقعیت او رول څخه سترګې نشي پټېدلی. اوس د سیمې نړۍ دا ارزښت درک کړی او په دې یې پانګونه هم کړې، ټاپي، کاسا زر او لاجورد لار یې ښې بېلګې دي. افغانستان اوس نه یوازې د پاکستان له احتیاجه وتلی، بلکې خپل موقعیت یې په یو لوی فرصت بدل کړی دی، داسې فرصت چې هم د افغانستان او هم د سیمې د هیوادونو لپاره اقتصادي ګټې او سوداګریزې اسانتیاوې لري.

جمهوررئیس په صراحت سره وویل، اوبه او جلغوزي یې د پلار او نیکه دي چې دعوه پرې کوي او که زموږ دي؟ افغانستان ته خپلې ډېرې ستونزې له پاکستان او ایران له دې امله هم متوجه دي چې دوی د افغانستان له منابعو څخه په وړیا استفادې روږدي دي. دوی له همدې امله غواړي چې افغانستان همداسې په بحران کې وساتي، ترڅو نه د قوي مرکزي دولت لرونکی شي او نه هم د خپلو منابعو د استفادې او اوبو د مهارولو ظرفیت او وړتیا ولري.

محمداشرف غني چې له یوې خوا د پرمختللي او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی، له بلې خوا د قوي مرکزي دولت د جوړولو په هڅه کې دی او د اوبو د مدیریت، د طبیعي زېرمې د استفادې او اقتصادي ودې برنامې خو یې لا دمخه اعلان کړي او ځینې یې د تطبیق په حال کې دي، نو له همدې امله به د ولسمشر غني زغم پاکستان ته سخت وي، خو پاکستان مجبور دی چې هغه وزغمي، ځکه چې له ولسمشر غني سره د ولس پراخ ملاتړ موجود دی او په افغانستان کې اوس حکومتونه په بهر کې نه ټاکل کېږي، بلکې له داخل څخه د ولس په رایه او اراده جوړېږي.

نوموړي وویل، افغانستان  داسې هیواد نه دی چې د کوم بهرني قرارداد په اساس رامنځته شوی وي. له دې څخه یې موخه پاکستان دی چې د یو قرارداد په اساس رامنځته شو، هغه زیاته کړه، دا وطن د افغانانو په وینو ساتل شوی او پالل شوی دی.