له منافقینو یې موخه څوک و؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جمهوررئیس غني له طلوع تلویزیون سره د مرکې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې  د مذاکراتو په اړه وه، ولس ته په خطاب کې وویل چې خپل قوت او وحدت وساتئ، ځکه څومره چې په قوت مذاکرات وکړئ، نو همغومره به یې پایله هم ګټوره وي او بله دا چې منافقین له منځ څخه وباسئ او خپل وحدت تامین کړئ

.

په دې شک کې نشته چې زموږ وحدت زموږ قوت دی او څومره چې موږ خپل وحدت وساتو، نو همغومره به د ناورینونو او حوادثو پر وړاندې بریالي یوو. د تاریخ په اوږدو کې موږ خپل وحدت او قوت ثابت کړی دی، ځکه هر زبرځواک چې پر افغانستان یرغل کړی، نو ټول افغانان یې پر وړاندې ودرېدلي او جنګېدلي دي او د همدغه وحدت او د افغانانو د قوت له برکته موږ هر یرغلګر مات کړی دی.

مګر اوس پوښتنه داده چې له منافقینو څخه د ولسمشر موخه څوک دي؟

منافقین همغه کسان دي چې سهار یو څه او ماښام بل څه وای. له هرې ډلې او ټپلې سره ځانونه نږدې کوي. هر یوه ته ډاډ ورکوي چې له تا سره یم، مګر دوی په حقیقت کې له هیچا سره هم نه دي، بلکې دوی یوازې په خپلو ګټو پسې ګرځي او زیات وخت د تلې پلې ته ګوري، کومه پله چې درنه ورښکاره شي، نو همغې ته ځانونه غورځوي.

د مسکو ناستې منافقین ټول ولس ته ور وپېژندل. هغه کسان چې د مسکو غونډې ته له کابله ورغلل، دوی پنځه کاله د جهاد او مقاومت په نوم له طالب سره وجنګېدل او بیا یې پوره شل کاله د جهاد او مقاومت په نوم له ولس څخه امتیاز واخیست. په تېرو اولسو کالو کې یې له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه د طالب د سرسخته مخالف په نوم سیاسي او مالي امتیاز واخیست. په ولس یې په همدې خاطر رعب اچولی او دا احسان ورباندې کوي چې دوی یې ګواکې د طالب له وحشت او شرارت څخه خوندي کړي دي.

مګر په دې وروستیو کې چې د سولې مذاکرات پیل شوي دي او په دې مذاکراتو کې بهرنیان منډې ترړې وهي، نو دغه کسان د دې پرځای چې د سولې ابعاد وسنجوي، نتایج یې وارزوي او د خپل ملت او دولت تر څنګ ودرېږي او یا د دوی په مشوره داسې یو اقدام او حرکت وکړي چې د وطن او خلکو عزت په کې خوندي وي.

دوی د منافقینو چلند اختیار کړ، ځکه کله چې ولسمشر غني ورسره د سولې په اړه مشورې کولې نو دوی ویل چې د سولې مذاکرات د دولت صلاحیت دی او باید د دولت په مشرۍ ترسره شي، مګر پرون یې فرصت بیاموند او مسکو ته یې ځانونه ورسول.

همدغو منافقینو په مسکو کې له محافظه کارۍ او وېرې ډکې څرګندونې وکړې. دوی د نظام، ملي اردو او ملي ګټو د دفاع په برخه کې پرېکنده دریځ اختیار نه کړ، بلکې یو څه عمومي خبرې یې وکړې او د طالبانو د څرګندونو په وړاندې یې چې زموږ له ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې وې هیڅ ډول اعتراض ونه کړ او دوی شاید طالبانو ته دا هم ویلي وي چې دوی د طالبانو ملاتړي دي، ځکه چې د منافقینو خصلت همدا دی چې هر چاته وایي چې موږ له تاسو سره یوو.