د سولې جګړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په دې ورځو کې د سولې په اړوند هلې ځلې ګړندۍ شوي دي د هيواد په دننه او له هیواده بهر د سولې غږونه له افغاني او غیر افغاني کړیو آورېدل کېږي. ان د هغه هیوادونو او ډلو او کسانو له خولې هم آورېدل کېږي چې د افغانستان په ویجاړۍ او ناورین کې يې اوچت لاس درلود او لري .  نو پوښتنه رامنځ ته کېږي چې ددغه بدلون دلیل څه ؟ آیا دوی په رښتیا د افغانستان خواخوږي شوي دي؟

د افغانستان جګړه لکه د هرې بلې جګړې دوه لوري لري ، چې د یو بل پر خلاف جګړه کوي ، په افغانستان کې د جګړې یو اړخ  د افغانستان  دولت دى چې د امریکې او د امریکې د متحدینو له خوا يې ملاتړ کېږي او دجګړې بل  اړخ طالبان دي چې د پاکستان، ایران او روسیې له لوري يې ملاتړ کېږي،  نو ځکه ویلی شو چې د افغانستان جګړه کورني او بهرني جګړه ده او کورني او بهرني اړخونه لري. د افغانستان د دولت اصلي ملاتړ کونکی د امریکې متحده ایالتونه دي چې په وروستیو کلونو کې يې د افغانستان په اړوند سیاست د یو ډول بې ثباتۍ  او پرله پسې بدلونونو سره مخامخ شوى دی ، په تېره بیا د دونالد ترامپ واک ته له رسیدو سره  د افغانستان او د نړۍ د ډېرو مسالو په اړوند زیات بدلونونه رامنځ ته او د را منځ ته کيدو په حال کې دي چې دې کار د افغانستان په اړوند د امریکې په پالیسیو کې شکونه او بې باوري رامنځ ته کړي او کوي .  ترامپ کله ناڅاپي پریکړې کوي چې ان د امریکې سیاسیون له شوک او پریشانۍ سره مخامخ کوي، چې همدغه شوک او پرېشاني په افغاني کړيو کې هم خپره شوې ده. په تیرو  وروستیو میاشتو کې ترامپ د سوريې او افغانستان په اړوند خپلې نوې پریکړې او چلندونه اعلان کړل، ددغه پریکړو پر بنسټ امریکا  له سوريې څخه خپل ټول پوځي ځواکونه باسي. دغې پریکړې د امریکې بین المللي دوستان هم  سخت پرېشانه کړل او دا کار سبب شو څو د امریکې دفاع وزیر متیس له خپلې دندې استعفا ورکړي. همدا نګه دې کار د سوريې کردان چې امریکایانو يې ملاتړ کاوه هم سخت پریشان او وارخطا کړل چې له امله يې د سوريې کردي ځواکونه د ترکيې له پوځي ګواښ له خطر سره ځان مخامخ لیدل نو ځکه يې په بیړه د سوريې له دولتي ځواکونو و غوښتل څو ددوی تر ولکې لاندې سیمې د ترکانو د احتمالي یرغل تر وړاندې وژغوري او دولتي ځواکونو ته يې اجازه ورکړه څو ددوی تر کنترول لاندې سیمو ته ننوځي او دغه سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي، کردانو د خپل شتون دپاره بله لاره نه درلوده، دا د کردانو دپاره ډېر ناوړه خبر ؤ ځکه کردان مجبور شول د خپلواکۍ دپاره خپله لرغونې هیله او لاس ته راوړنې په سیند لاس کړي .

ترامپ د افغانستان دپاره هم د ورته پریکړې اعلان وکړ ، ددې پریکړې له مخې به په دوو پړاونو کې د امریکې ځواکونه  له افغانستان څخه  وځي یانې نیمايې به يې په لومړي پړاو او نیمايې به يې په دویم پړاو کې ، د ترامپ دغه پریکړه هم د امریکايي پوځیانو خوښه نه ده او د امریکې سنا هم له دغه پریکړې سره خپل مخالفت څرګند کړی.

 له دې اعلان  سره جوخت امریکا د خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لارې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړې دي چې د خبرو دواړه اړخونه د خبرو له پایلو خوشحاله او راضي ښکاري، دا رضایت د راتلونکو بدلونوو زیری ورکوي. د بدلون هغه افغاني کړۍ ډېرې وارخطا کړي چې د امريکې په مرسته واک ته رسيدلي او د امريکې شتون ددوى د واک د دوام ضمانت دى،  خو ددې خبرې مانا دا نه ده چې امریکا به له افغانستان څخه بيخي په شا کېږي ، دلته لازمه ده  د ترامپ د خبرو ځنې برخو ته پاملرنه وشي ،  ترامپ  وویل چې :« شوروي اتحاد حق درلود افغانستان ته د تروریستانو پر خلاف د جګړې دپاره خپل ځواکونه واستوي خو دې کار شوروي اتحاد په روسیه بدل کړ. ( دا جملې د ترامپ د خبرو پر بنسټ لیکل شوي )» نوموړي همدارنګه  زیاته کړه: « دا د روسیې ، پاکستان ، هند او نورو هیوادونو دنده ده چې په افغانستان کې د تروریسم پر خلاف جګړه وکړي نه د امریکې!!!» . د ترامپ دغه خبرې هم په افغانستان او هم له افغانستانه بهر د غبرګونونو او انګېرونو سبب شول. د امریکې یو شمېر متحدینو هم له دې اعلانه وروسته له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ. په افغانستان کې هم په پراخه توګه غبرګونونه څرګند شول. د افغانستان د دولت په چوکاټ کې د جهادي داړه مارانو ډلې چې نژدې اوولس کاله يې د امریکې او د هغې د متحدینو تر پوځي او اقتصادي چتر لاندې د افغانستان دولتي واک ولکه کړی دی او په دغه موده کې يې په بېشمېره جنایتونه، چور او چپاولونه ترسره کړی او د میلیاردونو ډالرو څښتنان شوي دي، د خپل واک او ځواک ماڼۍ د نړېدو له خطر سره مخامخ ویني، نو ځکه په بېړه د جامو د بدلولو په حال کې دي ، یو ځل يې پکولونه د هالیود له دریشیو سره بدل کړل اوس به ولیدل شي چې بیا په کومو جامو او فکرو کې راوځي څو د خپل واک او ځواک لړزېدونکي ماڼۍ د وخت له توفانونو څخه بچ کړي ، د همدې بدلون له امله د واک تږي  په بیړه د طالبانو چوپړ  ته چمتو شول. دې ډلو چې یو ځل يې ځانونونه د انتقالي عدالت له منګولو خلاص کړي ول، دا ځل غواړي چې د طالب د غچ  اخیستلو له غضبه ځانونه وژغوري او د خپلو بادارانو په مرسته د بښنې ضمانت  تر لاسه او د افغانستان په راتلونکي کې د خپلو بادارانو د نیابت کرغېړنې لوبې ته دوام ورکړي .

ډېرو د شوروي په اړوند د ترامپ پیغام ، د شوروي اتحاد  د برائت ورکولو په مفهوم تعبیر کړی دی، خو ددې قلم په اند د ترامپ په دې پیغام کې روسیې او د هغې متحدینو ته یو نوی پیغام استول شوى دى. ترامپ روسيې ته داسې پیغام ورسوه چې که په افغانستان کې زموږ مزاحمت کوئ نو موږ به له افغانستانه لاړ شو چې له افغانستان وتل به په افغانستان کې د تروریستانو دپاره په زړه پورې او مساعد حالات رامنځ ته کړي او افغانستان به یو ځل بیا د تروریستانو د خرمستۍ په مرکز واړوي امریکا له افغانستانه لرې ده خو تاسې نژدې یاست، نو دغه اور به ډېر ژر ستاسې لمنې ته ورسېږي . یا په بله ژبه د تندلارۍ دغه تور ځواک به ډېر ژر مرکزي اسیا او د روسیې مسلمانه سیمې په غېږ کې ونیسي او لکه د تېر په شان چې شوروي روسیه شوه دا ځل به روسیه په نورو کوچنیو برخو وویشل شي. هند ته هم یوه پیغام ؤ او هغه داچې هند په افغانستان کې د پوځي مرستې ځان په څنګ ساتي او یوازې په اقتصادي مرستو بسینه کوي. نو هند باید پوه شي چې د امریکايي ځواکونو په وتلو به افغانستان د پاکستان تر ولکۍ لاندې راشي چې دا به د هند دپاره په زړه پورې خبر نه وي.

امریکا،  پاکستان چې له ژور اقتصادي ، سیاسي او ټولنیز کړکېچ سره مخامخ دی هم تر سخت فشار لاندې ونیولی څو طالبان د سولې پرمیز کینوي او د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي ، په دې برخه کې امریکايي مقامونو په وار وار پاکستان له تروریستانو سره په ملګرتیا تورن کړی. دا تورونه چې پوره واقعیت دی د پاکستان دپاره کېدى شي  ډېر ناوړه عواقب ولري که چېرې پاکستاني واکمنان خپلې تګ لارې ته بدلون ورنه کړي او د امريکا ضد دريځ ته دوام ورکړي.  پاکستاني واکمنان چې له تروريستي سياستونو يې ډېر څه تر لاسه کړي او د پکستان بقا په تروريسم او تند لارۍ کې ويني ، له له دغه پالېسيو د په شا کيدو تر وړاندې مقاومت کوي او په مختلفو بڼو د امریکایانو د تیر ایستلو هڅه کوي ، خو داسې ښکاري چې د پاکستاني واکمنو پر لوبه امریکایان پوه دي ، نو ځکه پر پاکستان د فشار درجه پړاو په پړاو زیاتوي .  پاکستاني پوځیان په پای کې دې ته اړ شول څو  طالبان  د خبرو میز ته حاضر کړي ، خو داچې د خبرو پایلې به څه وي ، وخت او حالات به يې څرګند کړي. یو شئی څرګند دی او هغه داچې  پاکستان په یوې سختې دوه لاري کې ولاړ دی.  طالبان د پاکستان د ګټو د ساتلو یوه  مهمه وسیله ده چې امریکا غواړي د پاکستان له لاسه يې واخلي  او تر خپل مستقیم کنترول لاندې يې راولي، په دې برخه کې سعودي عربستان ، قطر او نور شتمن عربي هیوادونه هم د امریکې ترخوا ولاړ دي، د امریکې په یوه اشاره د عربي هیوادونو مرستې هم پر پاکستان هر ان بندېدلی شي کوم چې پاکستان ته د مرستې مهمې سرچينې دي او  داسې یو کار به دپاکستان دپاره ستر ناورین رامنځ ته کړي. خو پاکستان هڅه کوي د جاري بهیر څخه د امکان تر بریده ګټه اوچته کړي او د طالبانو په بدل کې یو لړ امتیازونه تر لاسه کړي او لږ تر لږه خپل یو لړ غوښتنې پر افغانستان ومني او په افغانستان کې امتیازونه لاس ته راوړي. خو پاکستان ځنې نور مجبوریتونه هم لري چې ځان ژغورل به ترې آسانه کار نه وي، د پاکستان دا مجبوریت د پاکستان څو اړخیزه لوبه ده چې د نړیوالو زبرځواکونو سره يې ترسره کوي ، له یوې خوا د چين او روسيې  سره پوځي ملګرتیا او له بلې خوا د امریکې زړه ساتل. د همدې لوبې په اډانه کې پاکستان د دوحې د خبرو ترڅنګ ، طالبان مسکو ته هم د خبرو دپاره واستول څو دغه هیوادونو ته ډاډ ورکړي چې ددوی ګټې په افغانستان کې له پامه نه غورځول کېږي او په يو ډول دغه هيوادونو ته د خپلې وفاردارۍ پيغام ورکړي. د مسکو په غونډه کې  له دغه هیوادونو څخه نیابت کوونکو ډلو او بانډونو ګډون  او د طالبانو له خوا ددوی منل او پخلاینه په حقیقت کې د افغانستان په راتلونکي نظام کې ددغه هیوادونو د ګټو تضمینول دي . په ساده نظر دا غونډه د ټولو افغانانو د حیرانتیا سبب شوه ، ځکه دغو ډلو له طالبانو سره هر ډول پخلاینه خیانت باله او د هغې مخالفت يې کاوه ، طالبانو هم دغه ډلې خپل اصلي دښمنان بلل.  ځکه  په ۲۰۰۱ کال په زرګونه طالبان د همدغه کسانو له خوا ژوند تر خاورو لاندې شول. څرګنده ده چې دا ناسته په حقیقت کې  د روسیې ، ایران او  پاکستان معجزه ده چې امريکې ته يې په افغانستان کې د خپل اغيز پيغام ورکړ، خو لکه چې هوښیارانو ویلي ، دوه هندوانې په یو لاس کې نه نیول کېږي، پاکستان هم نه شي کولی دوه رقیبان په غېږ کې ونیسي. د پاکستاني پوځيانو دروغجنې کرشمې چې له کړکیچه د وتلو دپاره د وخت د تر لاسه کولو په هڅه کې يې کوي، نه شي کولی ډېر دوام وکړي.

پاکستاني واکداران نه شي کولی  په یو وخت کې د رقیب زبر ځواکونو ګټې وساتي، ځکه دغه ګټې په سیمه کې د یو بل پر خلاف دي او هيڅ اړخ به پاکستان پرې نه ږدي  چې د هغوی د ګټو خلاف ګام واخلي.پاکستان به له دوه رقيبانو يو غوره کوي؛  د پاکستاني واکدارانو چل وټې اوس ټولو ته څرګندې شوي دي او نور څوک تېر ایستلی نه شي.  د پاکستاني چارواکو کړنې د ټولو اړخونو له لورې په ځیرتیا سره څارل کېږي. د دري ژبې متل دی  «ملخک یک بار جستي، دوبار جستي اخر بدستي.»

 د سولې په اړوند د پاکستاني ، ایراني او روسي جرګې جوړېدل د پاکستان د همدغه متضادو هڅو پایله ده چې غواړي  افغانستان د یاد مثلث د ګټو په حوزه بدل او په دې ډول یو ملوک الطایفي حالت په افغانستان کې رامنځ ته کړي  څو وکولی شي افغانستان د خپلې اغېزې د سیمې په توګه تر کنترول لاندې ولري.

په افغانستان کې د سولې د پاره د لارې جوړول دپاره لازمه ده څو په لومړي قدم کې د ملګرو ملتونو په اډانه کې د افغانستان پر خلاف د جګړه  صادرونکو هیوادونو پر خلاف یو پریکړه لیک تصویب شي او له یادو هیوادونو و غوښتل شي څو د تروریستي ډلو ځالې په خپلو هیوادونو کې و تړي ، له پریکړه لیک څخه سرغړونکي هیوادونه د ملګرو ملتونو له ټينګو اقداماتو سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د زورواکي د پای ته رسولو دپاره د بین المللي ملاتړ په اډانه کې کوټلي ګامونه اوچت شي ، څو په افغانستان کې ريښتنې ولسواکۍ ته لاره آواره شي.

دولت ته لازمه ده چې د ملي ثبات، قانونیت  او ملي دولت د ټينګښت لپاره روښانه تګ لاره اعلان او د افغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې په ملاتړ يې د عملي کېدو له پاره ټينګ ګامونه اوچت کړی شي.

د افغانستان دولتي اداره باید د نیابتي جګړه مارانو او مافیايې ډلو له وجوده پاکه کړای شي او د قانون د پلي کېدو او عدالت د تامین دپاره نه په شا تلونکي ګامونه واخیستل شي.