ولسمشر غني خپله بله ژمنه هم پرځای کړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

جمهوررئیس غني د خپل حکومت په لومړیو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو سره د کوپون له لارې د خوراکي توکو د وېش ژمنه کړې وه او د شهیدانو کورنیو ته د وېش په مناسبت په سلام خانه ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې چې د شهیدانو ورثې هم په کې حضور درلود د کوپون کتابچې ووېشلې

.

جمهوررئیس په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، په ارګ کې هره ورځ بېلابېلې غونډې کېږي، مګر نننۍ غونډه ماته په دې ځانګړی ارزښت لري چې موږ په کې د شهیدانو کورنیو سره خپله کړې ژمنه پوره کوو، هغه زیاته کړه، د دغې ژمنې پوره کول ځکه تراوسه وځنډېدل چې له یوې خوا امکانات نه وو او له بل لوري موږ غوښتل چې دغه ملي پروګرام له خپلې داخلي بودجې څخه تمویل کړو.

په پام کې ده چې سر له نوي کاله به له پلازمېنې کابل څخه د شهیدانو کورنیو ته د کوپون وېش پیل شي. دغه پروګرام د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د سپمول شویو پیسو له برکته پیلېږي، ځکه ولسمشر غني غواړي چې دغه پیسې د شهیدانو کورنیو ته د خوراکي توکو په برابرولو ولګوي، مګر شرط دادی چې پروسه به پر وخت، شفافه او ښه توګه ترسره کېږي، ترڅو ټولې مستحقې کورنۍ ورڅخه برخمنې شي او بیا به کرار کرار دغه د کوپون د وېش پروګرام افغانستان شموله او په ملي پروګرام بدل شي.

محمداشرف غني د شهیدانو ورثې ته د وینا پرمهال وویل، موږ منو چې دغه خوراکي توکو زموږ د اتلو او زړورو شهیدانو د سرښندنو پر وړاندې هیڅ دي، مګر دا کار له یوې خوا د دوی له عزتمنو کورنیو سره د مرستې په خاطر کوو او بله موخه مو داده چې موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې دغه ملي اتلان زموږ هېر نه دي او نه به یې هم هېر کړو، د دوی کورنیو او ارمانونو ته رسیدګي زموږ دیني، اخلاقي او ملي مسوولیت دی.

جمهوررئیس غني د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي د غړي ملاعباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې چې د ملي اردو د منحلولو په اړه یې کړې دي او د ټولو هیوادوالو توند غبرګونونه یې را پارولي دي، د امنیتي ځواکونو لپاره توهین وباله او څرګنده یې کړه، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان ساتونکي دي او هر څوک چې دوی ته توهین او سپکاوی کوي په حقیقت کې افغان ولس ته سپکاوی کوي او ولس هیڅ وخت هم سپکاوی نه مني.

جمهوررئیس غني لا وار دمخه په امنیتي او دفاعي مسوولینو بار بار ټینګار کړی چې د شهیدانو کورنیو ته باید رسیدګي وکړي، د دوی اولادونو ته د سرپناه او د زده کړو په برخه کې همکاري وکړي او همدارنګه ورته روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي. ان تر دې چې د ښارګوټو په جوړولو او د ځمکو د نومرو په وېش کې به لومړیتوب د شهیدانو کورنیو ته ورکول کېږي.

حکومت په پام کې لري چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د ورثې په ګډون ټولو هیوادوالو ته د ارام او هوسا ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.