پر سوله معامله هیچاته د منلونه ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

په دې کې شک نشته چې سوله د هر افغان لویه هیله ده، خو دا هم باید ومنو چې پر سوله د هر چا له لوري هیڅ ډول معامله هیڅ عاقل او بالغ افغان ته د منلو وړ نه ده او نه هم هیڅ ګاونډي ته د دې اجازه ورکوي چې له افغان سولې څخه داسې ګټه پورته کړي چې خپل ځان اباد او موږ خدای مکړه برباد کړي.

موږ سوله غواړو، خو باعزته سوله، داسې سوله چې ټوله رهبري، مدیریت او مالکیت یې د افغانانو په لاس کې وي. موږ د معاهدې او قراردادي سولې غوښتونکي ځکه نه یوو چې موږ ته د دغه ډول سولې بد عواقب رامعلوم دي او موږ نه غواړو چې خپل ګران او جنګ ځپلی وطن او هیوادوال مو د یو بل ناورین شاهدان واوسي.

طالبانو ته ښایي چې د فتحې خوبونه له ذهنه وباسي او د امریکایانو پرځای دې له افغان دولت سره د سولې بین الافغاني مذاکرات وکړي، ځکه زموږ ستونزې بهرني نشي حلولی او نه یې حلوي، موږ باید په خپلو کې سره جرګه شو.

که طالبان فکر کوي چې یو ځل بیا به د کومې معاملې او امتیاز په ترلاسه کولو سره پر افغانانو حکمراني وکړي، نو بیا دې فکر وکړي، ځکه دا د نویمو کلونو افغانستان نه دی، دلته اوس ظرفیتونه، سیستمونه او تاسیسات رامنځته شوي، موږ اوس پیاوړې اردو لرو، داسې اردو چې مسلکي او محاربوي پیاوړتیا یې تر بل هر چا وسله والو طالبانو ته ځکه ښه ورمعلومه ده چې دوی یې په مخامخ جګړه کې مات کړي دي.

افغانستان اوس د ځوانو کدرونو په برخه کې هم کافي ظرفیت لري، داسې ځوانان چې د ایران، پاکستان او نورو پرځای یوازې او یوازې د خپل وطن ګټو او خدمت ته ژمن دي، دوی په هیواد کې شته فرصتونه درک او تشخیص کړي دي او غواړي له دغو فرصتونو او منابعو څخه د خپل وطن او خلکو د پرمختګ او هوساینې لپاره استفاده کړي.

دغه ځوان کدرونه دا ظرفیت لري چې دا هر څه په ښه توګه مدیریت او ترسره کړي، دوی یوازې سولې ته اړتیا لري. د دوی غوښتنه داده چې جنګي ډلې دې دوی ته خنډونه او مزاحمتونه نه ایجادوي. له جګړې دې لاس واخلي او له دوی سره دې خپل امکانات شریک کړي چې په ګډه وطن ته کار او خدمت وکړي.

د افغانستان ګاونډیان هم باید پوه شي چې نور نو افغانان نه شي تېراېستلی او نه یې هم د خپلو ګټو د پاللو لپاره استخدامولی شي. دوی دې د افغانانو پر وړاندې خپل ددښمنۍ او توطیې پر مبنا ولاړ دریځ په دوستانه دریځونو واړوي، ځکه باور مې نشي چې دوی دې نور د دسیسو له لارې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

امریکا او نور نړیوال دې هم دا درک کړي چې افغانان اوس په خپله د خپل برخلیک ټاکلو صلاحیت او وړتیا لري او هیڅوک د دوی سرنوشت نورو ته نشي سپارلی. افغانستان غواړي د نړۍ له ټولو هیوادونو سره دوستانه مناسبت ولري او هیله ده چې نړۍ زموږ دا نېک نیت درک او بالمثل عمل وکړي. هیڅوک دې پر افغان سوله معاملې کولو او نورو ته د امتیاز ورکولو لپاره زړه نه ښه کوي، ځکه دغه ډول بدرنګه او د تړلو دروازو تر شا معاملې افغانانو ته منلو وړ نه دي.