د افغان حکومت او طالبانو مخامخ مذاکرات حتمي دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

په دې کې شک نشته چې د افغان سولې په برخه کې د سیمې هیوادونه هلې ځلې کوي، خو پښتو متل دی چې پردی غم له واورو سوړ دی، نو د دوی دغه هلې ځلې یوازې او یوازې د افغانانو لپاره هم نه دي، بلکې د سیمې هیوادونه په دې کې خپل غرضونه، هدفونه او ګټې لټوي.

خصوصاً د سیمې رقیب او متاخصم هیوادونه هڅه کوي چې خپل نفوذ او رول زیات کړي او یا حداقل د خپل رقیب هیواد د نفوذ مخه ډب کړي. دغه ډول رقابتونه د توازن په خاطر که له یوې خوا د افغانستان په ګټه دي، مګر بل پلوه کله ناکله د خرابي لامل هم کېږي، ځکه د دوی د رقابتونو له امله افغانان له خپلو اصلي موخو څخه لیرې وځي.

په افغانستان کې روانه جګړه که څه هم بهرنۍ او پردۍ ده، خو اوس په جګړه کې ښکېلې خواوې افغانان دي او هره ورځ د دغې جګړې له امله افغانان بدمرغه کېږي، نو د پایته رسولو لپاره یې هم باید افغانان په ګډه سره لاس په کار شي.

په دې کې شک نشته چې افغان حکومت په دې برخه کې نهایت زیات نرمښت ښودلی او لا یې هم ښیي. دوی د سولې هنګامه ګرمه کړه، سوله یې له شعاره په عمل بدله کړه. د سیمې او نړۍ اجماع یې واخیسته، د جنګ مشروعیت یې له منځه یووړ او د سولې لپاره یې خپله اراده او برنامه هر وخت ښودلې ده او دا ټول د ولسمشر غني د هلو ځلو او تینګې ارادې برکت دی.

مګر بل لورته وسله وال طالبان له بده مرغه لا هم له خپلې خبرې یا نه اوړي او یا هیڅ خپله خبره او دریځ نه لري. دوی لا هم د سولې په برخه کې د نورو په برنامو او اجنډاو مخته ځي. دوی لا هم له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو څخه انکاري دي، مګر تر هغو چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات ونه کړي، نو د امریکا په ګډون له ایران، پاکستان او نورو سره د دوی د سولې مذاکرات او خبرې بې ګټې دي.

طالبان که رښتیا هم سولې ته ژمن وي او غواړي چې جنګ ته د پای ټکی کېږدي، نو بیا دې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي. دوی دې د دې لپاره خپل پلاوی وټاکي او د دغه پلاوي پرمټ دې خپل مسایل د بحث لپاره د مذاکراتو مېز ته وړاندې کړي.

په دې کې شک نشته چې نن سبا د سولې لپاره تر بل هر وخت زیاته زمینه برابره شوې ده، خو که وسله وال طالبان د پاکستان او نورو په لمسون له دغو فرصتونو په شا شي، نو باور دی چې دا به هم د دوی او د هم د افغانانو لپاره بدې پایلې ولري.

طالبان باید دا ومني چې د جنګ او زور له لارې خپلو موخو ته نشي رسېدلی او نه هم پاکستان او بل هیواد دوی واک ته رسولی شي. واک ته د رسېدو یوازینۍ لاره مذاکرات او خپل سوله ییز ژوند ته ورستنېدل دي. که چېرې طالبان د سولې لاره اختیار کړي او د ولس غوښتنې ته لبیک ووایي، نو باور دی چې د ولس په زړونو کې به ځای ونیسي.