قانوني هیچا ته هم ژمن نه دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

قانوني نه افغانستان ته ژمن دی، نه افغانانو ته ژمن دی، نه جمعیت ته ژمن دی، نه ټلوالې ته ژمن دی او نه هم قانون او ملي ګټو ته ژمن دی، هغه یوازې او یوازې د خپل ځان، کورنۍ او قوم په فکر کې دی.

قانوني که افغانستان یا افغانانو ته ژمن وای، نو د هیواد په دغه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کې چې له یوې خوا ولسمشریزې ټاکنې را نږدې شوي او له بل لوري د سولې هڅې چټکې شوې دي، هغه باید په دغو دوو مهمو موضوعاتو داسې تمرکز کړی وای چې له امله یې هیواد او خلکو ته خیر رسېدلی وای

.

یونس قانوني که افغانستان او افغانانو ته ژمن وای، نو له حنیف اتمر سره د دغې غیر قانوني او بدرنګه معاملې او سوداګرۍ پرځای یې باید د ټاکنو لپاره یا ملي طرحه وړاندې کړې وای او یا د ولسمشرۍ د هغه نوماند تر څنګ ولاړ وای چې د افغانستان د ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ لپاره نه یوازې عالي طرحه لري، بلکې عملي هڅې او کوښښونه کوي.

که ښاغلی قانوني ملي ګټو او اساسي قانون ته ژمن وای، نو له حنیف اتمر سره به یې د هغې غیر قانوني معاملې په اړه جوړجاړی نه کوي چې له قانوني پلوه نه د اتمر په واک کې دی او نه هم د قانوني. دوی که په رښتیا هم د نظام او ساختار بدلون غواړي او د افغانستان لپاره یې ګټور بولي، نو د معامله ګرۍ نه، بلکې د ملي بحث له لارې باید دا موضوع تفهیم کړي. عامه ذهنیت دېته جوړ او قانع کړي چې د ریاستي نظام پرځای صدارتي نظام د افغانستان لپاره ګټور دی او د دې لپاره باید خپل معقول او قانع کوونکي دلایل راوړي، ځکه ولس د اتمر غوندې نه دی چې دا هر څه په پټو سترګو ورسره ومني، ولس ته باید قناعت ورکړي.

که ښاغلی قانوني واقعاً ملي ګټو ته ژمن وي، نو بیا دې د خپل قوم او خپلو ځوانانو خبره نه کوي، بیا دې د افغانستان او افغانانو خبره وکړي. بیا دې داسې برنامه رامخې ته کړي چې له امله یې ټولو ته ګټه ورسېږي، له اساسي قانون او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي. مګر د ښاغلي قانوني له څرګندونو څخه معلومېږي چې دوی لا هم د ډلبازۍ او قومپالنې له ناوړه دود څخه نه اوړي.

دوی لا هم د افغانستان په اړه فکر نه کوي، دوی لا هم له خپلو ځانونو نه دي راوتلي لا هم تعصب د دوی سترګې ړندې کړي او دوی لا هم په دې هڅه او فکر کې دي چې څنګه هر څه د ځان لپاره برمته کړي، مګر اوس ولس هوښیار دی اوس ولس ویښ شوی دی. اوس قانوني او د هغه ملګري ټولو درک کړي دي. اوس دوی نه یوازې د ولس په سر کومه معامله نشي کولی، بلکې دوی د دې جرئت هم نشي کولی، ځکه ولس د هغه چا تر شا درېږي چې د ولس خیر غواړي، د ولس سوکالي غواړي، د هیواد د ابادۍ او پرمختګ برنامه لري او په دې تېرو دورو کې یې ځان تر نورو ښه ثابت کړی وي.