طالبان دې خپلې ژمنې پوره کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

طالبانو تل همدا غوښتل چې امریکا دې له افغانستانه ووځي بیا به دوی خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې او امن لاره به خپله کړي، او له افغان حکومت سره به سوله وکړي.  چې له دې سره به بیا  په افغانستان کې داسې ناورین نه رامنځته کېږي او نه  به تل  افغان مېندې غمجنې وي او نه به هم کومه مور کونډه کېږي. په دې سره به افغانان په یوه ارامه فضا کې خپل ژوند کوي او له ژوند څخه به خوند واخلي

.

امریکا په دې وروستیو کې د جنګ پرځای سولې ته لومړیتوب ورکړی  او پر نړۍ والو باندې یې دا غږ کړی چې باید په افغانستان کې سوله راشي. او پر پاکستان باندې یې فشار زیات کړی چې له افغان جګړې لاس واخلي او د ترهګړو ډلو له روزلو او له پټنځاینو څخه دې ډډه وکړي. او که چېرته مو له داسې کارونو څخه لاس وانخیست، نو هم به په نړیواله کچه منزوي شي او هم به له اقتصادي بحران سره مخ شي.

    طالبانو به تل د افغان سولې لپاره یوه نه یوه پلمه لټوله او افغان حکومت ته به د خبرو مېز ته نه اماده کېده لویه پلمه به یې دا وه چې امریکا دې له افغانستان نه ووځي بیا به د افغان سولې لپاره د خبرو مېز ته حاضرېږو او د حاضرېدو په صورت کې به له افغان حکومت سره تل پاتې سوله وکړو. خو اوس د دې وخت رارسېدلی دې چې خپلې ژمنې پوره کړي او له جګړې لاس واخلي. چې په دې سره به نه یواځې افغان ولس بلکې طالبان به هم په خپلو کورونو کې له خپلو کورنیو تر څنګ په یوه ارامه، سوکاله او له امن څخه په ډکه فضا کې خپل ژوند وکړي.   

  طالبانو نو ته په کار ده چې د سولې او امن لاره تعقیب کړي، ځکه جګړه ګټونکی او بایلونکی نه لري او د زور له لارې هیڅ وخت هم واک ته نشي رسېدلی. ښه دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره په سیاسي حل لارو خبرې وکړي. کنه نو د جنګ له لارې به داسې وځپل شي چې بیا به نه د سولې دا اوسنی فرصت وي او نه به هم دوی ته دغومره پروتوکول ورکړل شي.

افغان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې بیا بیا طالبانو ته د سولې بلنه ورکړې او ترڅنګ یې د هیواد د دفاع جګړه هم ښه په مېړانه کړې. د ولسمشر غني د هڅو له برکته امنیتي او دفاعي ځواکونه سولې او جګړې دواړو ته پوره چمتووالی لري، خو جګړه د هیڅ اړخ په ګټه هم نه دی، نو ځکه سولې ته لومړیتوب ورکوي.

دا چې اوس په هیواد کې د سولې خبرې تودې روانې دي او سولې ته بهرنیو هیوادونو هم زړه ښه کړی دې طالبان باید دا چانس له لاسه ورنکړي او له افغان حکومت سره باید سولې ته غاړه کیږدي او خپل ژوند ورسره جوړ کړي. طالبان باید د سولې له لارې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو پلمه له منځه یوسي، ځکه هر وخت چې سوله وشي، نو باور دی چې بهرني ځواکونه به هم له افغانستان څخه ووځي.