د ښې حکومتولۍ بنسټي کېدل

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

په وروستیو څلورو کالو کې چې د ولسمشر غني په رهبرۍ او ځانګړې پاملرنه د ښې حکومتولۍ د بنسټي کېدو په برخه کې څومره هڅې او عملي اقدامات شوي، په تېرو دیارلسو کالو کې یې بېلګې نه لیدل کېږي، ځکه ادارې او مقامونه له باج ګیرۍ، ونډ او میراثي کېدو څخه راوګرځول شول

.

په ډېرو برخو کې ځوانانو ته د وړتیا په اساس مسوولیتونه وسپارل شول. ښځو او ځوانانو ته پاملرنه زیاته شوه. په ادارو کې د شفافیت، ځواب ویلو او حساب ورکولو فرهنګ دودولو سره تحرک او فعالیت رامنځته شو. د خدماتو کیفیت ښه شو، لا هم ګڼې ستونزې موجودې دي او لا هم خلک راضي او قانع نه دي مګر حداقل یو تحرک ایجاد شو او داسې حس کېږي چې سم او مثبت لورته حرکت پیل شوی دی او کرار کرار به دغه تحرک چټک شي.

ښه حکومتولي ځکه مهمه ده چې  د فساد ضد او د خلکو د ګډون په برخه کې د ښه مدیریتي نظامونو د جوړېدو لامل کېږي. دغه مفهوم په دولتونو کې ځانګړی ځای او ارزښت لري او د جدي پاملرنې وړ دی. په نړیوالو برخو کې د دولتونو د ارزونې له مهمو شاخصونو څخه هم ګڼل کېږي.

په حقیقت کې ښه حکومتولي، دولت ته دا توان ورکوي چې د قانون د حاکمیت په رڼا کې له سوء استفادې او فساد پرته د هېوادوالو په وړاندې خپل مکلفیتونه په ښه اومطلوب ډول ترسره کړي. د بشر حقونو کمېسیون لخوا د ښې حکومتولۍ لپاره تعریف شویو اصولو کې شفافیت، مسئولیت منل، ځواب ورکول او د حکومت مشارکت لټول او د هغه اغېزې د هېوادوالو له  اړتیاوو څخه دي.

  عامه مشارکت، قانون واکي، شفافیت، د مسئولیت احساس، په جهت ګیریو کې د رایو اجماع، تساوي، وړتیا، عمومي افکارو ته ځواب ویل اوستراتیژیک چلند د ښې حکومتولۍ ۹ اساسي ځانګړنې دي او هر حکومت چې له دغو ځانګړنو څخه څومره ډېر شاخصونه پوره کړي، نو همغومره د ښه والي لورته نږدې دی.

پر ۲۸۷ تقنیني سندونو لکه د جزا  کوډ، د ۴۵ سیاسي حزبونو د جواز لغوه، د ځمکې غصب سره پرېکنده مبارزه، د څارنوالۍ جوړښتي او عملکردي اصلاحات، د سیالۍ له لارې د کارکوونکو د استخدام پروسې، د پروسو ساده کول، د الکترونیکي حکومتولۍ وده، ټاکنیز اصلاحات او د عامه خدمتونو ښه والی لکه، له یوه لوري کانکور، د پاسپورت صادرول او.... او له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز رامنځته کول او د ملي تدارکاتوکمېسیون له بلې خوا، د ښې حکومتولۍ په برخه کې د بحث وړ دي . همداراز د حکومت په ملاتړ په ملي یووالي حکومت کې اطلاعاتو ته لاسرسي او په تصمیمونو کې د خلکو مشارکت د بل هر وخت په پرتله پام وړ وده کړې.

خلکو ته د ښو خدمتونو  برابرولو لپاره د ښې حکومتولۍ په تحقق کې د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې د قانون حاکمیت،  الکترونیکي اصلاحات، حکومتولي او له اداري فساد سره د مبارزې په برخو وېشو.  په دغه هره برخه کې کړنې او لاسته راوړنې لري چې د ښې حکومتولۍ له عناصرو او ځانګړتیاوو سره همغږي دي.