حنیف اتمر اوامراله صالح استعفاوته مجبور کړل شول

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان.»

دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهورریيس دکورنیو چارو وزیر او دملي امنیت لوی ريیس دجوزا په ۱۲ دسولې دملي مشورتي جرګې په غونډه باندې دبرید دڅرنګوالي په اړوند دپوښتنې په خاطر خپل حضورته ومنل. څرنګه چې دکورنیو چارو دوزیر او دملي امنیت دلوی

ريیس توضیحات اوڅرګندونې دقناعت وړ نه وې. دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهورريیس حامدکرزي سر  دجوزا له ۱۶مې نیټې څخه ددغو دواړو امنیتي چارواکو استعفی ومنله.  دجمهورريیس له لارښوونې سره سم دکورنیو چارو دنوي وزیر او دملي امنیت دلوی ريیس تر ټاکل کیدو پورې به ستر پاسوال محمد منیر منګل دکورنیو چارو وزارت د چارو او انجنیر ابراهیم سپین زاده دملي امنیت دلوی ریاست له چارو سرپرستي وکړي.
د امریکا دفاع وزیررابرت ګیتس نن د افغاتستان له ولسمشرحامدکرزي څخه په دی باب په یوه مطبوعاتی مصاحبه کی وغوښتل چې د کورنیوچارو وزیراو د ملي امنیت د ريیس پرځای وړ او تکړه کسان وګوماري
ده په عین حال کې وویل چې د دغو دوو امنیتي چارواکو لیری کیدو د کرزي د حکومت پرهغو هلوځلو اغیز نه شیندي چې له وسله والوطالبانو یې سره د سولې لپاره کوي
ګیټس د محمدحنیف اتمراو امرالله صالح د استعفا د اهمیت په باب پوښتنو ته په ډېراحتیاط ځواب وایه .دا دواړه افغان چارواکي چې د یکشنبئې په ورځ یې استعفاوې اعلان شوې ،د امریکايي چارواکو له لوري د بیلګه او تکړه افغان چارواکو په توګه په نوم یادېدل او ویل یې چې دوی له فساد او خپلوي پالنې پاک دي
ګیټس د افغانستان د کورنیوچارو وزیر او د استخباراتو د ريیس استعفا د افغانانوبشپړه کورنۍ مسله وبلله
د بريتانيا د ګارډين ورځپاڼې پخپله ګڼه کې ددو لوړپوړو افغان چارواکو د استعفا په اړه مقاله خپره کړې ده.
ګارډين ليکي چې د حنيف اتمراوامرالله صا لح استعفا دبهرنيانود هغو هڅو يوه ناکامي ده چې په دې هېواد کې په فسادکې د ښکېلواوهغو پوليسو د روزنې په هڅو بوخت دي چې ډېر يې نالوستي دي.
ورځپاڼه د يوه لويديځ امنيتي کارپوه له خولې چې له دواړو وزيرانوسره يې په ګډه له نژدې کارکاوه ليکي: د دومهمووزيرانواستعفا د لوېديځوالولپاره چې په افغانستان کې دامنيت د راوستلوپه لټه کې دي يوناورين دی او په دې هېوادکې نړيوال ماموريت نورهم له ستونزوسره مخامخ کولی شي.
لوېديځ کارپوه زياتوي: دغو دوو وزيرانودامنيت د راوستلواودفساد دله منځه وړلوپه برخه کې ښه نوم ګټلی و او که اوس ددوی پرځای په فسادکې ښکېل کسان کېني نوموږهم بايد خپلې بسترې راټولې کړو او راووځو.
دغواستعفاو، په کابل کې هغه اوازې نورې هم ګړندۍ کړې چې ولسمشرکرزي پر دغو دوو وزيرانو چې دبهرنيانوسخت ملاتړ ورسره و، باور نه درلود.
د ورځپاڼې په باور د لوېديځ لپاره په ځانکړې توګه امرالله صالح ډېرارزښتناک افسروچې لايې له هغه وخته له سي آی اې اوبريتانيايي استخباراتو ام ای ۶ سره اړيکي لرل چې د طالب ضد شمالي ټلوالې دکوماندان احمدشاه مسعود نژدې همکار و.
بهرني ډيپلوماټان او د ولسمشرۍ د ماڼۍ دننه ځينې کسان وايي د ولسمشر کرزي او دواړو وزيرانو تر منځ اړيکي له ډېره وخته ښه نه و او ولسمشردکال په پيل کې له ښاغلی اتمر څخه د استعفا غوښتنه کړې وه.
د بريتانيا دګارډين ورځپاڼه وړاندې ديوه پخواني لوړپوړي افغان ډيپلوماټ له خولې ليکي: دا د نړيوالې ټولنې پرمخ وروستۍ څپېړه وه.
ډيپلوماټ زياتوي په دې سره ولسمشرامريکايانوته داويل غواړي چې نور، نو امرالله صالح نشی ترې ساتلی او برتانيايانوته همدا ګواښ دحنيف اتمرپه اړه کوي.
ګارډين په پای کې ليکي: دامرالله صالح ګوښه کېدل به پاکستان خوښ کړي ، ځکه نوموړي طالبان په څوبريدونوکې له پاکستان سره په تړاو تورن کړي و او پاکستان ويلي و، که هغه له دندې ګوښه کېږي نوله افغانستان سره دښواړيکو ژمنه کوي
واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي د افغانستان د کورنیوچارو وزیرمحمدحنیف اتمراو د ملي امنیت ريیس امرالله صالح له طالبانوسره د سولې او پخلاینې له پروسې سره د مخالفت له کبله استعفا ته مجبوره کړای شول
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي چې ولسمشرکرزي د یکشنبې په ورځ د کورنیوچارو وزیر محمدحنیف اتمراود ملي امنیت رييس امرالله صالح استعفا ته مجبوره کړل او دې ناببره اقدام د امریکا دوه کلیدي متحدان چې په افغانستان کې د امریکا هلې ځلې ورسره تړلي دي له صحنې لیری کړل
د ورځپاڼې په نظرد ښاغلیو اتمر او صالح لیری کول به ښايي د واشنګټن او کرزي ترمنځ له مخکې څخه متزلزله اړیکې یو واربیا خړ پړې کړي
د واشنګټڼ پوست په نظرپه خپل وزارت کې د اصلاحاتو د راوستلو په خاطرامریکايي چارواکي ،اتمرته په درنه سترګه ګوري.دا وزارت ترده مخکې په فساد کې ډوب وو
د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ريیس د سولې له ملي مشورتي جرګې وروسته استعفا وکړه چې په خپل پرېکړه لیک یې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وکړ.د واشنګټن پوست په نظرپه اصولو کې امریکا له طالبانو سره د افغانستان د حکومت له خبرو سره موافقه ده خو په عمل کې له احتیاطه کار اخلي .د ورځپاڼې په نظرداسي ښکاري چې د دواړو افغان چارواکو استعفاوې د سولې له خبروسره تړاو ولري
یوه جګپوړی امریکايي پوځي مقام چې له اتمرسره له نژدې همکارپاته شوی وايي اتمراو کرزي په وروستیو میاشتو کې د پخلاینې د هلوځلو پرسرپه خپل منځ کې شخړه کړې وه
دغه امریکايي مقام همداراز وویل اتمرپه پولیسو او اردو کې د طالبانو له شاملولو سره مخالفت کاوه.ده دا نه شوای منلی او که رښتیا ووایم موږ هم له اتمر سره موافق وو
د واشنګټن پوست د راپور له مخې د اتمر نوم د تېر کال د ولسمشرترانتخاباتو مخکې د یوه مهم کاندید په توګه زمزمه کېده او داسي باور کېږي چې هغه سیاست ته زیاته لېوالتیا لري
د واشنګټن پوست ورځپاڼې د راپور له مخې امرالله صالح له سي آی اې سره له ډېر پخوا راهیسي نژدې اړیکې لري  د دوی اړیکې د نویي یمې لسیزې ذ کورنیوچګړو وخت ته رسېږي
یوه پخواني امریکايي استخباراتي مقام وویل ممکن صالح له کرزي سره د ځینوطالب بندیانو د خلاصون پرسراختلاف درلود.دغه امریکايي مقام وویل د طالبانو له خوشي کولو سره د صالح اختلاف له ورایه وو او هغه په دې برخه کې ډېرسخت اوجدی وو
د سي آی اې دغه پخواني مقام د افغانستان د ملي امنیت له ریاسته د صالح لېرې کېدا یو ګوزار وباله
د ولسي جرګې غړي خالد پښتون واشنګټن پوست ته ویلي چې صالح له طالبانو سره د پخلاینې په لار کې یو خنډ وو.ده وویل استخبارات د پخلاینې په هلوځلو کې ډېر مهم رول لري او صالح د دې مسوولیت لپاره مناسب کس نه وو
دهیواد مشهور او په سیاسی چارو کی کار پوه او پیژندل شوی شخصیت ښاغلی احمد سعیدی په خپله یوه ډیره ارزشناکه ځیړنه کی چه په دری ژبه خپره شوی ده په یوبرخه کی داسی لیکلی دي
((اتمر كه در عرصه سياسي افغانستان فردي با سابقه است، از مخالفان بنياد گرايي و سياست هاي پاكستان در قبال افغانستان بود و اين امر باعث شد كه كرزي وي را وادار به استعفا كند)).
به گفته سعيدي، رايزني هايي با «اسماعيل خان» وزير سابق انرژي به منظور پذيرش سمت وزير كشور انجام شده بود و اين احتمال وجود دارد كه اين مسأله بهانه‏اي باشد براي واگذاري اين مقام به اسماعيل خان.(پیام افتاب)
د نړیوالو بحرانونو د تحلیل ګر( کنداس روند یوکس) په وینا دا استعفاوې وروسته له دې کیږي چې د سولې ملي مشورتي جرګې له طالبانو سره د پخلاینې لپاره یو لړ مهمې پرېکړې وکړې چې د امرالله صالح په شان د شمال ايتلاف د نورو مشرانو په مزاج برابرې نه دي
له بلې خوا د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون مطبوعاتي ريیس جیف موریل چې له دفاع وزیررابرت ګیټس سره اذربایجان ته په سفر تللی ،د اتمر او صالح د استعفا د خبر له خپرېدو وروسته دواړه وستایل او ویې ویل:«موږ دوی ستایواود دوی د خدمت او کار قدر کوو.»
دواړه، اتمر او صالح ،په روانه انګلیسي ژبه خبرې کوي اوله لوېدیځو مقاماتو سره نژدې اړیکې لري .
جیف موریل یادونه وکړه کله چې تیرکال ولسمشرکرزی بیا ولسمشرغوره شواو کابینه یې جوړوله امریکا لېواله وه چې اتمرپه کابینه کې شامل وي.
د پینتاګون مطبوعاتي ريیس د حنیف اتمر په باب همداراز وویل :«دی یو له هغو وزیرانو ځنې وو چې زموږ سترګې وراوښتلې.امریکايي چارواکو له اتمر سره ډېرې نژدې کاري اړیکې لرلې،پاي رحمت اله روان.»