په لویدیزو هيوادونو کې د کورنۍ برخه لیک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالملک پرهيز
دا دهغه کتاب نوم دی چې د ښاغلي عنایت الله سادات په پياوړي قلم  په دري ژبه لیکل شوی دی. دغه کتاب ۱۳۳ مخونه او د سریزې سربېره ۱۴ غوره سرلیکونه لري. دغه کتاب په ښکلی
ډيزاین کې خپور شوی دی . کتاب په لویدیزه نړۍ کې د کورنۍ د جوړیدو او رامنځ ته کېدو بېلابېل تاریخي، ټولنيز ، کولتوري او اقتصادي حالات او پړاونه څېړي. د کتاب لومړۍ برخه تیوریتیکي څېړنو ته اړوند شوې ده، په دغه برخه کې د څېړنې میتود، د مدرنېزیشن تیوري، د منفردولو تیوري، دسیستم تیوري، د پېژاندنې یا ایدننتېتېېت تیوري،د ماتریالستي ګوتنیونې تیورۍ، دټولنې تاریخي تیوري او د جلاکېدو او بېلتون تیوري د کورنۍ د منځپانګې د روښانولو دپاره کارول شوې ده. د کتاب په دویمه برخه کې له ختيځ څخه لویدیځ ته د کډه شویو کورنیو حالت څېړل شوی. لیکوال په پاملرنې سره هغه علتونه او عوامل په ګوته کوي چې ددغه کورنیو ثبات او ټینګښت له ټینګ ګواښ سره مخامخوي  او د کورنیو د له منځه تلو او ړنګېدو سبب کېږي.
لیکوال په مادي نړۍ کې بې سارې پرمختیا په ټولنه کې د معنوي او اخلاقي ارزښتونو دکمزوري کېدو او له منځه تلو یو دلیل بولي. هر څومره چې مادي ارزښتونه غښتلي کېږي په هماغه اندازه معنوي ارزښتونه کمزوري  او کمزوري کېږي. معنوي کمزورتیا په خپل وار د کورنۍ د کمزورۍ سبب کېږي. لیکوال پر کورنۍ باندې د صنعتي انقلاب اغېز ته پاملرنه کوي او ليکي چې صنعتي انقلاب ټولنيز ژوند ته د ښځو لاره خلاصه کړه او د پانګوالۍ د ودې په انډول د ښځو رول د ټولنې په ټولو چارو کې پياوړی شو، له کورڅخه بهر د ښځو مشغولتیا سبب شوه چې کورنۍ هډونه سست شي. لیکوال همدارنګه پر هغه لارو چارو خبرې کوي چې د هغې په مرسته  کېدی شي معنوي ارزښتونه پیاوړي او د کورنۍ ستنې ټينګې شي.
په کتاب کې دټولنې په پايښت او پرمختیا کې د کورنۍ رول او ارزښت ته  ځانګړې پاملرنه شوي او د کورنې د ټينګښت او پايښت پر اهمیت باندې ټينګار شوی دی.
د کتاب غوره سرلیکونه په لاندې ډول دي:
ـــ اجمالی بر پیدایش خانواده .
ـــ ساختار خانواده ها در.( یونان ،روم، جرمن ).
ـــ  خانواده های اروپائی در تحت شرایط فیودالی و تسلط کلیسا .
ـــ گذار از " خانه " به "فامیل" و عوامل موثر بر قواعد ازدواج .( تأثیر رینسانس،تأثیر طرز دید رومانتیک ، اثرات انقلاب صنعتی).
ـــ تکامل تدریجی و یا از هم پاشیدگی تدریجی خانواده .
ـــ  توجیه نا درست از تشکیل اقتصادی فامیل .
ـــ  رشد اقتصاد و دست یابی زنان به حقوق مدنی .
ـــ جنبش زن در کشاکش مباحثه ای تیوریک .
ـــ خانواده در معرض انحرافات جنسی و اخلاقی .
ـــ  قانون ساختن جنایت به جای ریشه کن کردن آن .
ـــ  آزادی یا اسارت جدید .
ـــ اضمحلال خانواده و آینده غرب .
ـــ سر نوشت فامیلهای معاصر به کجا خواهد کشید؟؟؟ .
ـــ ماخذ
دغه کتاب چې ژور علمي او ټولنیز ارزښت لري لوستل يې ټولو ته ګټور ، اغېزمن  او په زړه پورې بولم .
‍‍‍‍