افغا نا ن په دی با ور دی چی دامریکی متحده ایالات طالبا ن سره ما لی مرستی کوی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکونکی : دنیل پیلد( Daniel Peld) 
سرچینه اوتاریخ : ګاردیین ۲۵-۵-۲۰۱۰                            

ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
دافغانانو په مینځ کی اوس داسی باور پیداشوی چی غربی نړی نه غواړی چی په افغانستان کی موجوده مخا لفتونه اوشخړی پای ته ورسیږی:

فوتو:Jhon  Moore/Getty image
په افغانستان کی داسی یوڅوک نه پیداکیږی چی په دی باور ونه اوسی کوم  چی  متحده  ایالات  طالیانو سره مالی مرسته نه کوی، اودافغانستان تحصیل یافته  کړی اود پوهی خاوندان کوم چی په ایساف اوپه یو-اس- ای –آی- ډی( USAID)، په  بین المللی مید یا ،  اوحتی دامریکی د مشاورینو په صفت چی دندی تر سره کوی په دی  پوره  با ور  لری  چی  امریکی  طالبا نو سره هراړخیز مالی مرستی کوی . یوافغانی ملګری چی په روانه انګلیسی ژبه خبری کول د چارلس دیکن دخبرو په اسا س له هغه څخه داسی  نقل  قول کول: برتولیت بریښت انتون چخوف ویلی  (دلیل پوره روښا ن دی ) اوهغه  داچی   « امریکا یان په افغانستان کی  د خپل اوږدی  مودی  د پا تی کید و د پاره  په  افغانستان کی د جګړی ددوام په  لټه کی دی »  .د دی  خبری  ساده سپیناوی  په  دی کی  دی  چی  دایتلاف   اود  طالبانو ترمینځ  خشونت او شخړی دوام لری اوداځکه چی دا یومنل شوی متل دی  او هغه داچی دیولاس نه پړک نه خیژی بلکه د دواړه لاسونوپه مرسته سره پړک خیژی کوم چی طالبان اود ایتلاف  قوتونه  دی  چی دا پړک  په ګډه  سره باسی .                                    

سره دهغی کوم چی دهغه استدلال اودلایل  ما ته  د یو نا سم  اونه  قانع  کونکی  توضیحا تو  سره   مل  وه  اوهغه داچی هغه  داسی  څرګند  کړ  چی د نیویارک ددوه تجارتی برجونو په نسکوریدو سره ولی هیڅ   یو یهودمړنشو ،مګربیاهم هغه داسی وویل چی دافغانستان یواځی طبعی زیرمی نه دی چی د امریکی طمع ځانته اړولی ،بلکه ددی هیواد ستراتیژیک  موقیعت دی  کوم چی  د متحده ایالاتو په  شتون  سره  په دی  هیواد کی به پرهندوستان، روسیه ،  پاکستان، چین نه داسیایی په نوروهیوادونو باندی پوره لاس بری وی .                       

هغه وویل  همغسی  چی متحده  ایالات عربی هیوادونه  داسرایل په ځواکمن کولوسره  تهدیدوی  په همغه شان غواړی چی افغانستان  هم تر تهدید  لاندی وساتی ، هغه زیاته کړ : څوک چی په خپل راتلونکی ستراتیژی  کی داسیا يی هیوادونو باندی دتسلط دلرلو نیت ولری ، هغه کولای شی چی پرنړی باندی  خپل قبضه ټینګ کړی .  هغه د خپلو خبرو په دوام  سره وویل چی ا وس پنځه کلن هلک هم  په دی سیا ست پوهیږی چی امریکا څه غواړی .                           

درادیو کابل یو ژورنا لست خپل لاسونه  څومتره د ځمکی له سطح څخه پورته کړ اونقشی ته لاس ویوړل اوماته وویل ګوره هلمند ته ،هغه ځای کوم چی  د بین المللی (۱۵۰۰۰)   سپاهیان  د افغان  د سرتیرو  سره یوځای  ونشو  کړی  چی طا لبا نو کوم چی په مدرن سلاح باندی سمبا ل هم نه دی  د ما تی سره   مخامخ کړی . دبلی خوا څخه انګریزانو د امریکا یانوپه پرتله ډیرغواړی چی په افغانستان کی پا تی شی نو په همدی وجهی سره د  خپل نفوذ د زیاتیدو د پاره  په هڅه اواند کی دی چی د افغانستان په دولت کی دطالبانو  د ګډون زمینه مساعده کړی .                                           

   دا نه یواځی په مینځنی ختیځ کی  دتعصب یوه پوښلی اوله وحشته  ډ ک  توطه  اود د سیسی  پراختیا اووسعت دی ، بلکه  د دی  تر شا  یو جوړکړل  شوی حلقوی تحلیلی هدف پروت دی ، اودا په دی معنی  که چیری   متحده ایالات   غوښتل   چی   طالبان   وځپی اویاهغوی ته ماتی  ورکړی وایی   لکه  هغسی  سړی پسی سړی کوم چی له مانه پوښتنه کوی  ولی  هغوی سره د پاکستان په د ننه کی مقابله نه کوی ؟دهغه دلیل  ډیر ساده دی ! یوملګری ما ته داسی وویل  ( ترهغه پوری چی ځان دهغو دځالی دشره څخه خلاص نکړی  ، ستونزی  به همدغسی  دوام وکړی )،   که   متحده ایالات   طالبان   له مینځه   وړلی وایی ، نو دامریکی دسپاهیانو حضور دلته دڅه دپاره وایی. ددی موضوع د اثبات   د لیلونه    څو  اړخیز دی  کوم  چی  هر یو ژورنالست له ډاره اصل موضوع نه څرګندوی : حال داچی دموضوع په اړه هرڅوک پوهیږی ) .               

   دټولو شیانو په مینځ کی کوم چی هرچاته اوس څرګند شوی   یو هم  د افغان  داردو د سپاهیا نو  او د منسوبینو د  سترګو  لید  حال دی  او یا   هغه   موثق راپورونه کوم چی تر لاسه کړی ،  داسی   څرګندوی چی امریکا یان پخپله طالبانوته سلاح اوجنګی مهما ت اوهم د نوی طا لبانو دروزنی د پاره دهغو  مدرسو ته که په افغانستان یا که په پاکستان کی دی ما لی مرستی اوبودجوی وجهی برابروی  او دامریکی چورلکی  په منظم بڼی سره دطا لبا نو دجبهی شاته دهغوی د  پاره جنګی تجهیزات رسوی ،  اویو شمیر مرسته رسونکی سازما نونه  اوبیا په  ځا نګړی ډول  سره  اطلاعاتی آژانسونه کوم چی  خبر وړی  اوراوړی  بله  دنده نه لری حتی تردی چی نرسان او قابله ګانی دنرسنګ اود قابلګی تر نامه په جاسوسی فعا لیتونو باندی مصروف دی .                                                             

یوسیا ست پوه کوم چی په شمال کی  دامریکایانو په یو اجنسی کی دمشاور اوصلا کار په صفت دنده تر سره کوی  پخپل یو توضیحی وینا کی داسی څرګند کړ چی دمنطقی خلک د ټوپک سالارانو څخه ډیر په ویره کی شپی اوورځی تیروی ، خشونت ، فساد.  رشوت ، داسی حد ته رسیدلی چی اوس خپل لمن په با نکونو ، تجارت او ددولت په ټولو شعبا تو کی پراخه خپور کړی او لاپسی  خپروی  ، چی ټولو ته روښانه  دی .  هغه زیا ته کړ افغانان له  دی  جنګ سالارانو  څخه کرکه لری،لاکن امریکا یا ن دغه منفورجنګ سالاران ساتی او دهغو څخه عام اوتام ملاتړ کوی،  که چیری دغه ناولی جنګ سالاران ورک اودهغو پرځای کارپوه اوصادق  افغانان په  دند و وګما رل شی  نو  په  هغه صورت کی  به مونږ  خپل ټول ستونزی به پخپله حل کړو ، اقتصاد ته به وده ورکړو   اود  خارجی پا نګی اچونی کا ر اوبا ر  به  په شفا فیت  سره تر سره شی ، مونږ به دیو منظم او جنګی او رسید لی ملی اردو به څښتن شو چی دګران افغانستان څخه په  میړانه سا تنه  اودفاع وکړی.                                                  

  د یا دونی مطلب دادی چی افغانی تحصیل کړی اوداوچتومسلکونواودحرفوماهرانو ولی دداسی یودولت په  مقامونو او څوکیو  کی  کاروکړی  کوم چی هیواد دهری ورځ  په  تیریدو سره  په لوی  لاس فاسد  کیدو خواته وړلو کیږی؟  دافغانانو په وطنپرستی کی هیڅ دشک اودتردید موضوع په مینځه کی نشته ،هغوی په اوس اوس وخت کی د خپل مهارتونو په درلودو سره دهیوادڅخه په دباندی کی په ډیر لوړ او علمی مقامونو کی دندی ترسره کوی ، نو که چیری هغوی ته دهیواد په دننه کی دکارشرایط میسر شی کیدای شی چی وطن په راتلونکی کی سمسور شی ، افغانانو دتاریخی پس منظر له مخی پر هر خارجی قوت  کوم  چی دهغوی دهیواد په  چاروکی  دخالت  کړی  بدګمانی پیداکړی او د خپل ملت په میړانی اوسرښیندنی سره هریرغلګر اوچپاولګر یو بل پسی له خپل خاوری ایستلی اودماتی سره مخامخ کړی ،هغوی هر ایستلا ګر ته کتلی  چی څه وخت دهغوی له خاوری څخه پخپله  خوښه وځی اوبی غیر دهغه د خپل مټ په زور  یرغلګر  له خپل خاوری څخه ایستلی ،  اوس نو  دامریکی  اشغالګرو پوری تعلق نیسی چی پخپل خوښه وځی اویا داچی په زوره به وویستل شی.                                      

   مګر هغوی  یعنی  چی راغلی دی  نه غواړی چی ناتو  د (۱۵)  اوحتی تر  (۲۰)   کلنو  پوری  له  دی هیواده څخه ووځی ، هغوی وایی  چی اوږد مودی ته ضرورت دی  ترڅو چی  افغانی نهادونه ددی توان تر لاسه کړی  چی په مستقلانه ډول سره  خپل  ژوند  ته دوام ورکړی ،  په هر صورت په  عین وخت کی ځما لیکنی اوځما د مینی یار کوم  چی  هغه  دامریکی   په یوشمیر مختلفو موسسوکی کار کوی   ماته  وایی  : په بقا کی هیڅ له  سره اختلاف  اوتضاد نشته ،  بن یمین فرانکلین (Benjamin  Franklin) چی ځما په جیب کی دی هغه می خوښیږی( هغه دزړه له کومی په مسکا شو ).                                   پای