زېرمتون - آرشیف

زېرمتون - آرشیف

د ټولنيزو اړيکو پاڼې

Facebook MySpace Twitter Digg Delicious Google Bookmarks RSS Feed 


Copyright sporghay.com 2005-2010 All rights reserved. Design by: Abdel Malek and Roman Parhiz

د مرګ د ویرې علاج Print E-mail
Sunday, 02 July 2017 19:11

بسم الله الرحمن الرحیم

دا باید په یاد ولرو چې مرګ د انسان د پاره د ذات فنا نه راولي او دا ځکه چې انسان د نفس ناطقه ځنې عبارت دی او نفس ناطقه په مرګ سره دومره کیږي چې د بدن ځنې ارتباط قطع کیږي لکن دی چې خپله په نزد د قادر مقتدر وصل پیدا کوي او علی

الخصوص ارواح د هغه اشخاصو چې د حیات محصول ئې د بشر د اصلاحاتو او خدمت د پاره دفتر وي. دا رنګ خلک که څه هم په ظاهر کې د دنیا د غم کدې ځنې سترګې پټوي لکن په واقع کې همیش د پاره ژوندی دی. همدا وجه ده چې سالک فرمائي:                                                    

هرگز نمیرد آنکه دلش زنده شد به عشق

ثبت است بر جریدۀ عالم دوام ما (1)

یو پوه پښتون ادیب وائي:

زمانـې سـره ئـې لیار د محــوې نشته

د ایٍثار په ګټو ښکل دی نوی نوم ځما

دمثال په ډول که د کوم سړي ځنې لاس او یا نور اعضاء پرې کړی شي خلک دا نه وائي چې معدوم شو نو معلومه شوه چې د بدن په محوه والی کې د انسان حقیقي محوه والی نه راځي نو که د انسان د روح رابطه د بدن ځنې قطع کیږي او بدن په خاوره کې ښخ شي داسې نه ده چې انسان او نفس ناطقه محوه شو همدا وجه ده چې د حضرت بلال د مرګ په وخت کې د ده محترمې ښځې ډیره ها او هو کوله. حضرت بلال ورته په ځوا ب کې په دا مضمون وویلې.                                                                                                              

واویلا چه میزنی در پس مرگم از حزن

واطر باهمی بگوی دوست بدوست میرسد

لوستونکي دې دا په یاد ولري چې د مرګ ویره به غالب د دې لاندې وجوهو له امله وي:
1
ـ داچې سړي ته د مرګ حقیقت معلوم نه وي او د دې له کبله چې مرګ ورته فناء
د ذات ښکاري نو ځکه به خفه او په ویره کې وي.
2
- ددې له امله به سړی د مرګ ځنې ویریږي چې په مرګ به درد او تکلیف ورته ښکاري.
3
- دا چې سړي ته داعقیده پیدا شي چې په مرګ کې د سړي د پاره د هستي نقصان دی او ټولی کمالات د سړی محوه کیږي نو ځکه په زړه باندې ئې ویره راشي.
4
- د دې له امله چې وروسته د مرګ ځنې به سخت احوال او تکالیف پیښ شي نو ځکه د مرګ ځنې په ویره کې ولیږي چې څه به کوم او څنکه به شي؟ اونه چې په عذاب مبتلا شم.
5-
دا چې سړی په خپلو اولادو، دوستانو او خوږو ملکرو باندې خفه وي وروسته د ده د مرګ به هغوی څه کوي؟ اولاد به ئې چاته پاتې شي او د ژوند حالت به څنګه وګرځي؟ په دا پنځو واړوحالاتو کې چې سړی د ننه دننه فکر کوي او د خداوند تعالی قدرت او انتظام د عالم چې ځیر او د دنیا په وقایعو کښې چې عمیق کیږي هلته سړی خپله په خپله د داسې عقدو حل کولی شي او داسې شیان چې د خفګان موجب نه ګڼي او نه داسې عادي شیان د همت او ثبات په خاوندانو کوم تاثیر اچولی شي چې ځان په خپل لاس د ویرې طوفاني بحرته واچوي او د ویرې درنده ته ځان وسپاري.
بیا هم لوستونکي دې د هر مادې په متعلق خاص خاص د دی لاندې مجربې نسخې ځنې ځان ته دوا جوړه کړي.                                                                                                     1 - دا چه خلک مرګ ځان د پاره فناء ګڼي مرګ په څه فناء دی؟

آیا دا فناء په دې دی چه نفس او د بدن روابط سره قطع کیږي. که دا وي د اخونو باید
د ویرې موجب نه شي ځکه چه مرګ فناء د نفس او د ځان نه دی. ځکه بدن د غوښو او پلو او رګو او شرائینو او هډوکو او دځینې نورو اجزاو ځنې جوړ دي او دا اجزاء کله چه د بدن او د روح رابطه قایم وي هلته هم کله په زیادت او کله په نقصان کښې وي. هو په ژوندانه او حیات کښې د بدن اجزاء په هر آن او ثانیه کښې ځان ځان ته اوضاع قبلوي طفل وي مراهق شي مراهق وي د ځوانی نیشه ورته ورشي. ځوان وي د کهولت او شیخوخت په ادوارو راشي. هو انسان پیداء لپاره د تغیر او تبدیلی دې یوازنی شی چه دایم او باقی دی هغه علم او فضل او کمال دی او دښه عمل جزا.                                                        

2 - دا چه سړی ویریږي چه په مرګ کښې به تکلیف وي علاج ئې دادی چه تکلیف او زحمت دا ټول د بدن او د روح د ارتباط له امله دی او د بدن په ارتباط کښې په سړي باندې رنګا رنګ دردونه راځي کله سردرد کوي او کله پـښې کله غاښ په درد وي او کله سترګه وعلی هذالقیاسیعنې دا ټول زحمت او ربړ د بدن په اثردی. کله چه د روح او بدن په مابین کښې ارتباط خلاص شي هلته نو د دنیا ټول زحمتونه او تکلیفونه خاتمه پیدا کوي او یو بله د حیات او ممات سلسله جوړیږي. په دا حقیقي حیات او ممات کښې باید د دې ځنې انکار ونه شي چه د دې دنیوي حیات عملي تأثیرات اواغیزه لري او د دنیا ښه او بدکار او عمل رنګ کار ورکوی.                    

3 - که سړی په داخیال کښې وي چه مرګ نقصان دی او ټول کمالات محوه کیږي نو دا دې د دوا د پاره په یاد لري چه مرګ متمم د کمالاتو دی. نه ما می د کمالاتو وروسته د مرګ ځنې سړي ته د کمال ثواب ورکول کیږي او د ابدي حیات د پاره موجب او علت کرځي.
«
الدنيا مزرعة الآخرة» دنیا ځای د کښت د اخرت دی. نو که سړی کښت وکړي دا کښت او فصل ئې په پوخ والی راشي دا وخت به آیا سړی خفه کیږي نه باید سړی خوښ وي چه اوس به د زحمت نتیجه او ثمره اخلم باید سړی کوم چه په صداقت او ایمان وجدان ئې د ژوند دقیقې او ثانیی طی کړي وي. د مرګ ځانکندن په وخت کښې ډیر خوښ او د الله پاک د حقو وعدو امید ولري.                            

4 - دا چه په دې باندې سړی ویریږي چه اولاد او متعلقین به یې وروسته د ده د مرګ ځینې په زحمت او تکلیف شي. زما په عقیده چه داسې خلک په خپل عقل او معلوماتو کښې نقصان لري.
یو عاقل او باعمله سړی باید دیته فکر وکړي چه آیا انسان په اصل کښې څه وو او بیا څنګه شو؟ د انسان د پیدایش ځینې نیولې د رشد تر مرتبې پورې چه کوم تغییرات او تبدلات سړې او تودې پیښیږي دا ټول حالات سړي ته دا ښئي چه انسان د فکر او تعـقـل ځینې بیرون یو داسې مقتدرحکیم، خلاق الکل مربي او تربیه کوونکی ذات شته دی چه هغه په خپله د موجوداتو د هـرې زرې انتظام کوي او واقعآ مربي او تربیه کوونکی دی نو د سړي د اولادې او متعلیقنو سبب الاسباب پاک الله دی.
هو ډیر کرته ځنې خلک په حیات کښې د خپلو اولادونو او متعلیقونو تربیه نه شي کولی او سره د دې چه عالم او فاضل هم وي او ډیرې منډې او رامنډې او هلی او ځلې هم کوي. بیا هم هیڅ په لاس نه ورځي او دخپل اولاد او متعلیقینو تربیه ترې خرابوي.
ډیر کرته یو سړي سره د ډیر مال او ثروت ځنې ټول متعلقین ئې بې علمه او کماله پاتې شي او کله بیا په زیړو زیړو سترکو ورته ګوري چه زوی او ورور او خپل او خپلوان ئې د مرګ په حالت کښې د حیات سره وداع کوي.
که په مال او په ثروت باندې د اولاد د پاره چا حیات او یا په عقل او فکر باندې د اولادوځنې چا د مرګ دفعه کولی شوه نو دا چه سړی په اولاد باندې ویریږي نو دا رنګه خلک دې اول په مال او عـقـل باندې که نر وي د خپل ځانه ځنې د مرګ دفع وکړي. نو معلومه شوه چه سړی باید د مرګ ځنې ونه ویریږي.

5 - او که سړی د مرګ ځنې د خپلو بدو اعمالو په اثر ویریږي نو توبه دې و کاږي او کوشش دې کوي چه ښه عمل وکړي.

هو دا ویره ښه ویره ده لکن هلته چه د دې ویرې دا تاثیر نه شي لکه چه د پښتو متل دی
« توبه د بدو او که پیښ شو حمله په بدو». که دا ویره په آخر د حیات کښې پیښیږي بیا هم تر غرغره پورې صرف په حق د حقوق الله کښې قبوله دی او سړی باید دا په یاد ولري چه په حالت د صحت کښې با ید د خدای پاک ځنې ویره له امیده ډیره وي.
دا ځکه چه سړی کوشش وکړي چه ښه عمل وکړي او په حالت د مرض کښې به امید باید د ویرې او ترس ځنې ډیره وي ځکه چه په مرض کښې خود سړی ځنې له امله د عدم قوت او طاقت د طاعت او عبادت او عمل سلسله قطع کیږي.                                                                                        

6 - که سړی د دې له امله ویریږي چه مال، اسباب او د دنیا معیشت به ترینه پاتې شي دا قسم ویره باید ونکړي ځکه هیڅ شی دایم او باقي بې ذات د واجب الوجود ځنې نه شته.
د انسان دا وظیفه ده چه سعیه او کوشش به کوي چه څه په حلاله او جایز صورت سره پیدا کړي او غرض به یې داوي چه د بشر او د عالم د اصلاح او انتظام په لیاره کښې به یې خرڅوم او پس د دې وروسته محترم لوستونکي دې په یاد لري چه طبعي اجل ضرور رسیـږې او هیڅ مخلص ترې نشته.
یو وخت داسې راغلي او راځي به چه ښایسته ښایسته قدونه او بادامي سترکې او د ګل رنګ دا ټول محوه او نا بود کیږي او که په دنیا کښې مرګ نوی شاید د دنیا به په انسانانو باندې قدم په قدم هم نوی رسیدلی اخر هر مرکب منحل کیږي او د مرکب عناصر به یو ځل بیا انفرادي شکل ځان ته قبلوی.                  

کین سیل متفق بکند روز این درخت

وین باد مختلف بکشد روزی این چراغ
                                         (سعدی)

نوټ:

مختلف باد او منقف سیل عبارت د څلور عناصرو ځینې دی چې کله په اتفاق وي او کله په اختلاف. د تل ژوندون کول امید له یو طرفه خیال او محال دی او له بلې خوا به پوه خلکو ته معلومه وي چه عمر هغه ښه عمر دی چه وجود صحیح او سالم وي سړی وکولی شي چه په صحت د وجود سره او فکر په کار واچوي او په دی اثر ځان او خلکو ته مفید ثابت شي.

کله چه وجود مخ په انحطاطه روانیږی دا وخت د دنیا ټول لذائذ او خوندونه هم د تنزل خواته قدم اخلي. تر داسې حده پورې د بدن په تنزل سره د ژوندانه خوند خرابیږی چه اخر عقل او منطق هم دلاس ځنې لاړشي ظاهري او باطني حواس د انحطاط لار طی کو او ملاکړو په غاښ وتلی سترګې بې نوره غوږونه، کاڼه، ویښته، سپین مخ ګنجي بالاخره بدن په ریږ دیدو پیل وکړي او ډیر داسې خلک لیدل شوي چه په اخر دعمر کښې یو موټی غوښه ناسته او ولاړه یې په تکلیف وي زوی او ورور او خپلوان ورسره په تنګ په ځای د دې چه ورته دوعا وکړي چه ژوندی دې وي.
وایي خدای پاک دې اوس په خیر سره فیصله کړې. دا وخت په خپله سړی هم د حیات په دقیقو کښې هر دم تکلیف او زحمت حس کوي.
ښه نو داسې حیات چه په نورو تکلیف شي او د ځان د زحمت موجب وکرځي. څوک به یې څه کړی نو ښه دا ده چه سړی به د حیات په مد او جزر کښې یوازې په یوازې همدا امید او ارزو ولري چه د ځان او د خلکو د پاره خدمت وکړي.
هو ترڅو ژوندی وي. د حیات مقصود به یې همدا وي او په حیات کې به همدا غواړي چه پاک خدای د شرف ژوند او مرګ مې په نصیب کړي کوم چه په ژوند او مرګ کښې ایمان او وجدان ته خجالت نه لرم او د ستا د رضی موجب شي او د ارذل العمر ځنې چه د ستا ګران رسول ترینه نجات غوښتي ماته هم نجات راګري.

هو سړی باید په مقتضا د « موتوا قبل ان تموتوا» باندې عمل وکړي یعنې باید همیش سړی په خودا مرګ ځنې داسې کاروته اقدام وکړي چه هغه ورته وروسته د مرګ ځنې په کار راشي.
افلاطون ویلي: « مت بالا راده تحی بالطبیعه» مړشه په ارادې یعنې د مرګ د پاره د ژوندانه په ادوارو کښې کار او خدمت وکړه تر څو په طبعي مرګ سره همیش د پاره ژوندی پاتې شي او افتخاری حیات دی په نصیب شي.
دا وه د مرګ د خفگان د علاج د پاره هغه مجر به نسخه چه د دی مرض مصابان به عمل پرې وکړل سل په سلو به جوړشي او امید دی چه عالي همت خلکو د پاره د یو تذکر په ډول یادونه وي او خپل په خپله دا رنګه ویره چه بې د نقصان ځنې کومه فائده نه لري د زړه ځنې و باسي، وسواس او واهمې ته کوم اهمیت ورنه کړي. په پوره میړانې تر څو چه ژوندی وي کار او عمل په پوره جدیت او فعالیت مخ په وړاندی بوزي او د جامعی او ټولنې هغه افراد ته چه د مرګ ویرې د دوی هر څه اختناق کړي وي، قوت قلب او هادی شي، څو دا ډول افراد د ښو خدمتونو مصدر شي.

یاددونه :
(1)
هرگز نمیرد آنکه دلش زنده شد به عشق .... ثبت است بر جریده عالم دوام ما
مستی به چشم شاهد دلبند ما خوش است .... زان رو سپرده اند به مستی زمام ما


حافظ

 

Add comment

Security code
Refresh