د شين خالۍ کيسه د انځوريزې شاعرۍيوه ژوندۍ بيلګه ٠

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
نجم الدين سعيدي    
افغاني حسن جوړ شنو خالو دی
چې ېې وړی زړګی په پلمو دی
درنـــو لوستونکو!  
شين خالۍ دهيواد د معاصر شاعر اوليکوال ښاغلی سميع الدين افغاني يـونوې اثر دی چې د   ادب مينه والو ته يې وړاندې کوي
٠
هو!  د ښاغلی  سميع الدين افغاني څـیړنیز ، علمي او ادبي اثر چې   د ليکوالۍ او شاعرۍ په تاريخ کې يوه نوې پاڼه ، روش او لاره په ګوته کړې ده چې شعر ېې د شاعر د خيال ددنيا څخه د تصویر او حقيقت په شکل ژوندی ترسيم کړی دی٠
ددې اثر په روان کې  شين خالۍ د زړه   راز  او نياز دخپلې مـور سره  په  لاندی ډول شريکوي ٠

ځان چې مې سینګارکړه بیانوځـمه دګدر په لور
مورې دهـــــمزولـــــوسره نـــن دمـــــازدیګرپه لور
ډیربـــــه شم خوشحاله چــې دیارشم دنظر په لور
اچوم ټکریــــی چې افغاني کلتورمو ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلي دی

داهغه نوې تګلاره ، روش او سبک  دی  چې  معاصرو او راتلونکو ځوانو شاعرانو ، ليکوالانو او  خوږ ژبي هنرمندانو لپاره  ددې عصر دسمندر د څپانده څپو څخه  ساحل ته د رسيدلو  لار هواروي٠

ددې اثر په لوستلودهغه لارښود  د اصولو په رڼا کې  چې افغاني صيب په ګوتو کړي تر اوسه پورې داسې  نسخه  او  لارښود لاچاپخوا اوبيا تر دې دمه  نه  دی وړاندی کړی. چې وروسته لدې  به ځوان ليکوالان ، شاعران او خوږ ژبي هنرمندان  ترې  لازمه  ګټه  اخلي  ٠

پدې اثر کې هغه  حساس او په زړه پورې ټکيو ته  لاس ورغزول شوی چې په هغه کې خيال او فکر ته کوم چې د شاعر په شعر کې انځور شوی ،دعمل جامه  اغوستی او هــــغه انځور چـــې  لوستونکو او اوريدونکو نه شو کولای په  شعر او اواز کې ژوندی مجسم کړي ، ده ورته  علمې نسخه لیکلی  او هغه نامرئی اومجهوله غوټه ېې په ډیرروښانه ډول پرانیستی  ده  چــې د شعراو ادب  په دنيا کې يو نوې بدلون ګنلای شو٠ دبيلګې په توګه دشين خالۍ ناول چې يوانځوريزه  او دشاعر ریښتینی   داستان د ی، د زمان او وخت د ناخوالو اومحـدوديتونو ، رســـم ، رواج او کلتوري  بنديزونو پر بنسټ   بل رنګ بل نوم  بل زمان اوبل مکان ورته ورکړ شوی د ی ٠
د ښاغلی سمیع الدین افغانی په دی اثر کې  اصلې هيرو او اتل نه شو  کولې چې حقيقت په اصل رنګ بيان  اومجبوريتونو دده شعراوداستان د خيال او فکر په ټال کې انځور کړي  اويا داچې يو سلسله محدو ديتونواوتنګ ماحول ، لرې والی او فراق ، عنعنې او رواجونه  شاعر خپل د زړه او فکراحساس  د قلم په ژبه انځور او تصویروي ، لکه چې واېې ٠

راشـه چې سپرلی دې شـــم ګلـــزار دې شم
راشـــــه چې د بدې ورځې یار دې شـــــم
ستـــــــــا د پـــــــاکې مینې محبت کې یار
ژوند شمـــــه  وږمــه شمــــــه بهار دې شم
يا وائي ٠
نه شتــــــــه بلـــــــه لار ، نه بل تدبیر چیرې
راشــــــه چې مرهم دې شــــــــم قرار دې شم

ولې افغاني صیب دا د قفس دروازه ور خلاصه، بندونه او ديوالونه ئې ور ونړول او وی شو کولای  چې ددی  اثر په رڼا کې خيال او فکر ته د عمل جامه  ور پــــه ځان کړي  او حقيــقي انخور او تصوير لوستونکو او اوريدونکو تــــه ور په لاس کړي، لکه د شين خــــالۍ کــــوژدن  زیړګل چې د هغې په وړانديز او خوښه  د شين خالۍ د خـــورلنډې  زرڅانګې د واده  لپار څه وليکي او د هغې د واده په محفل کې  د ساز او اواز سره يو ځای  د هغه د خــــوښي پــه شپه کې ېې په خپل خواږه اوز کې مينه والو ته واوروي ٠
شپــــې دې د برات شــــه شــــه کلــــــونه دې اخــتر
پــل دې بخــــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور

پل دې بختورشــــه ناوې مــیــنه کــې دې کورشو
نوې اشنــایي شــوه نــوی بــــــل د مینــــې اور شو
ستا د حسن شــــمعه چــــې روښانه په هــر لورشو
حســن دې ښــکلا دې چــــیرې مــه شــــه د نــــظر
پــل دې بخــــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور

هو!  که زموږ معاصره شاعران او ليکوالان د افغاني صيب د نــوی تګ لاری  پر بنسټ خپل اشعار د قيود او بند څخه وکاږی زمـــان يا مکان ورتـــه قيد نکړي ، بنـــدونه او خنډونه ونــړوي او دخپل شعر انځور او داستان په خيال او فکر کـــې محدود  نکړي بلکه يـــو ژونــدی تصـویر اوجسم ورته ورکړي چې تر څـــو په ډیره سادګۍ ېې  خوږ ژبي هنر  مندان په خـــپلو خــواږو اوازونو کې کمپوز،   کليپ  او خپلو اوريدونکو او ليدونکو ته  ډالۍ  کړي ٠
نو  کله چې شعري ملغرلې  د قلم په ژبه د کاغذ په مخ کـــې پيل شـــي  او هنر  مند ورته په خوږ اواز، ښکلي کمپوز اوکليپ کې ژوندی، ژوند ورکړي  لکه د افغاني صیب دا لانـــدې شعرچې د وطن او پرګنو تکړه او خوږ ژبي سندرغاړي محترم طاهر شباب  په خواږه او زړه  وړونکـــي اواز کې کمپوز اوکليپ شوی او لر اوبرپښتونخوا اوټولو افغانانو د خوښی محافل رنګینوی  او اوريدونکې ېې په  شوق ،ا و احسا س اوري او خوند ترې اخلي٠
د يادولو وړ ده چې دا سندره نه تنها زموږ  په ګران هيوادکې بلکه په نړیواله کچه  په ځانګړی  توګه  په هندی ، عربی او انګليسی ژبوکې هم کمپوز شوې ده چې ډير اوريدونکي او مينه والري٠

ستــــا پــــه اننـــګوکې
چــــې دچــــا دوینـــې رنګ دی
زمــــا د پــــــــاکــــې مــــینــــې
حقـیقت پــــکې څــــرګند دی

ما ویل ښکلې دې ځواني ده
دې ویــــل مینــــه رسوایي ده
مــــا ویل زه دې لیــــونی کړم
دې ویل یارمې غنم رنګ دی

مــــا ویــــل راشه  مازیګر ته
دې ویــــل دربــــه شم ګدر ته
مــــا ویــــل لاره به دې څارم
ویل منګی مې شین په څنګ دی

هو!  دا وه يوه لنډه يادونه چې ما د افغاني صيب د نوي اثر په لوستلو په سپيڅلې هيلې اومسؤو لیت   وليکله او تاسی درنـو لوستونکو ته یی په ډیر درناوی وړاندی کوم.  ٠
زه  افغاني صيب ته د لوی خدای له درباره  دسلامتۍ او اوږده عمر هيله کوم ،ترڅو نور هم دشعر اوادب په برخه کې نوي اوپه زړه پوری  مطالب چې ورسره شته وليکي او دادب مينه والــو ته ئې وړاندې کړي ٠
همدارنګه   د قلم په لاس ليــــکوالانو ، شاعرانــــو اوصاحب نظرانو څخه په درناوي هيله کوم چې ددي ليکنې د لا پياوړ تيا او غنې کـيدو لپار خپلې رغنده وړانديزونه ، نظريات او ليکنې د ادب مينه والو سر ه شريکې کړې ٠
ومن الله تـوفیـق
نجم الدين سعيدي
جر مني -  بروول