داستا په سترګو کې داوښکو څاڅکي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
طالب منګل
شپه له نیمې اوښتي ده اومین د نوي مینې زوړ تصویر ته اوښکې تویوي او دنیمې څڅیدلي ډیوې رڼا ته د سترګو له کونجونو سولیدلی تصویر
ګوري او دمینې اوله شیبه داسې پیل کوي.


ما په اول ځل د يو چا تصوير کې ځان وليده
ما په اول ځل د يو چا ، تصوير ته ډېر وژړل

هغه په یوه شپه کې دټول عمر رازونه لټوي او په خیالونو کې دخپلې مینې عمر یوه شیبه کړي او کالونه وروسته یواځې د خپل عشق سره چې لاسونه یې په خپل زړه وردننه کړي وي او د درد په کلي کې د خوند سندرې وایي او دکلي په رنګینه کوڅه کې دهغې له غوږه دا خبره په ساه نیولي غږ ور تیره کړي او په نه زړه خپل اواز ته غاړه روښانه کړي

کلونه پس مې ستا تصوير وليد ، راياده مې شوې
کلونه پس مې نن شپه بيا ، تصوير ته ډېر وژړل

هغه اوس دجانان په کوڅو کې نه ویریږي او په توره شپه دیوې سپنې لوپټې لاندې خوب کول غواړي چې ددې کار له پاره خپل تېر شوی ماشومتوب بهانه کوي او دخوبونو له یو نوي تغبیر سره د شبنم له ځنډې دسهار غاړه په خپلو لاسونو د بیوزله بدن خواته راکاږي

زه لکه ماشوم يمه يرېږمه
زړه ته مې نږدې ، کړه چې ويده شمه

هغه اوس دسهار له غیږې راپورته شو او له لمانځه وروسته دکلي تنګې کوڅې ته ووت او دخپل څیرې ګرېوان تماشه یې د کوڅې دیوالونو ته وړاندې کړه او خپل یارته د کور په وره کې په زنګیدلي بدن ودریده او خپل راسته لاس یې د دروازې زنځیر ته ورکش کړ او له دروازې شور پورته شو،دا وخت دده له مخ څخه رنګ پښمانه شو او هغه یې دیار په دروازه کې یواځې پرېښود.

ته داسې سره شوې لکه ته چې هېڅ ګناه نه لرې
زه داسې چوپ شوم لکه زه ، چې ملامته يمه

هغه خاموشه ولاړ و او ساه یې په بدن کې په راټولیدو وه او سپینې یې دپښو له پندو مرورې شوې او زیړو یې دسترګو په وړو کونجونو کې د مرګ لوبه پیل کړه او بدن یې دزلزلې په خوله کې ور کړ او بنده ژبه یې په خپلو غاښونو څو وارې ټیله کړه او دژوندون دخوږ خوند هیله یې له وچو شونډو را پرېښوده او دیوې شیبې په راټولولو لګیا شو.

نه ، نه يوازې به مې نه پرېږدې بلا دې واخلم
نه ، نه جانانه ګوره پام ، کوه چې مړ نه شمه

دهغه په سترګو کې دسپینو اوښکو څاڅکي ښکاره شول او د ژوند له ګرېوان څخه یې لاسونه راویستل اوپه کوڅه کې دپښو درپ ته دسترګو په پټولو غوږ نیولی شو او د دوهم ځل له پاره یې خپل سترګې خلاصې کړې او دیارانې له یو بل بې خونده پړک سره مخامخ شو او دزړه په دربار یې سر ور دننه کړ او دوینو په رګو کې یې خپل له رنګ ډک توري ور پو کړل.

داسې به هر وختې په نه خبره سر نه نيسې
دا يارانه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي

دا وخت دبیرته تلو و او د خوب خوندوره شپه یې له ډار ډکه کړه او دجانان په خیال کې یې ځو وارې دا خبره یاد کړه او دمړو سترګو دښکلولو او له ګیلو ډک پیټه یې په خپلو پستو لاسونو راټول کړ او دجانان د یو ست په تمه یې خپل نیولي قدمونه په پسته خمکه کلک پرېښودل.

پاتې شه شپه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي
ګوره خطره ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي

خو دجانان له خولې دا خبره اوریدل او یا دستا دا خبره منل تر کوه قافه پورې تلل دي چې په مزل به یې دبدرۍ په دیدن پسې اته جوړه څپلۍ له پښو وتراشې،دا کار له دردونو ډک دی او مین خو یې هسې هم نه شي کولی.

محبت چې سړی مات کړي ، اندامونه پرې درانده شي
خپل وجود ورباندې بار شي ، خپل لاسونه پرې درانده شي

هغه اوس هم دپښتو په چم کې روان دی او خپل زړه ته د ډاډ سندرې وایي او دخیال لاسونه په د دلاسې په نکریزو سره کوي او دجانان له کوڅې

په نوي انداز کې تریږي او دجانان خوله یې وازه پاتې شي او دستم ټغر له خپلو مغرورو خیالونو ټول کړي.

له دې نه پس درپسې نه ژاړمه
له دې نه پس دې په کيسه کې نه يم

مین خپلې رنګینې سترګې د کوڅې په دیوالونو راتېرې کړي او خپل زړه ته دیو څو نورو په بدرګه ووایي او دزړه په تاکونو کې دخپل یار تصویر له څان سره وساتي او ماته زړه د یو نوی اختیاط سره دژوند په هینداره کې وساتي.

جلاله ! بيا د دې غلې سترګې جلۍ
په تا نظر دی ، په زړه لاس ونيسه

»»»»»»»»»
یادونه : پورته واړه بیتونه د ښاغلي جلال امرخېل دي ..
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
طالب منګل ــــ کابل
سه شنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غويي ٢٨