دافغا نا نوزړونه اودهغوبا ور دلاسه ورکول

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
لیکونکی: جولین میرسیلی(Julien  Mercille).
سرچینه : دجګړی ضد ویب سایت( com .antiwar)     نیټه :        ۷-۵-۲۰۱۰
ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)                
د امنیت اود پراختیا د نړیوال شورا(ICOS) دیو راپور  له مخی ( نا تو)  یا د شما لی  اتلانتیک تړو ن د هغه پلان له مخی  کوم
چی  غواړی په قندهار کی  سږکال وړی  نظامی عملیات  ترسره  کړی،   نو د  نوموړی عملیات دترسره کیدو پایلی کوم چی دخرابی اوخطری  سره به مل وی  په  افغانستان  کی د افغا نا نو زړونه   .             
اوبا ورونه دلاسه ورکړی دی .  اونا تو د خپل ادعا او غوښتنی په خلاف کوم چی غواړی خلک دشورشیا نو له  منګلو څخه  وژغوری ،  په  واقیعت   کی  د هغو احتمالاتو زمینه یی برابرکړی چی  ډیری نادار  اوبی وزلی افغانانو دطالبا نو سره یوځای شی ، کوم چی په افغانستان   کی د سترعمومی قوماندان  جنرال  ستانلی کریستل ته ښه پایلی ونه لری اوهغه دوضع کړل شوی  ستراتیژی ناهیلی کونکی نتایج به ترلاسه کړی.      دګډ یامشترک نظامی ترعنوان لاندی دعملیاتوله راپور څخه کوم چی په مرجه اودقندهار په لشکرګاه کی  له (۴۰۰) زیاتو افغا نانو سره دطالبان دایستلو په اړین له نوموړی   مناطقو  څخه  د  فبروری  په میا شت  کی مصاحبه  تر سره شو اوتیر ه اونی د  پنتاګون له خوا   خپور شو داسی څرګند شو چی په دی ورستیو میاشتو  کی د افغانستان د جنوبی برخو ډیری پښتانه د طالبانو څخه ملا تړ کوی اوهیڅ یو له (۹۲) مناطقو څخه کوم چی د  نا تو له نظره ددولت سره په ملا تړ کی زمونږ دعملیاتو به هرکلی وکړی ښه پایلی تر لاسه نکړ .   حال داچی هلته د  شوریشیا نو په  پلوی د خلکو شمیر  د مارچ  په  میا شت کی (۴۸) د  تیرکال د د سمبر د میاشتی په پرتله کوم چی (۳۳) وه،پورته تللی دی. دلته نور دشک اود ابهام ځای نه پاتی کیږی ،  کوم چی مشترک عملیات افغا نا ن خوراخوابدی کړی دی د مصاحبه کړل  شوی خلکو ۶۱٪ خپل کرکه او منفی نظرد خارجی سپاهیانو دموجودیت په هکله په ډاګه کړل ، او له دی رقم څخه داسی ښکاری چی وضع د طالبانو په ګټه دی اوداځکه چی ۹۵٪مخاطب مصاحبه کونکی داسی وویل چی: ډیری ځوان افغا نا نوغواړی چی دطالبانو سره یوځای شی اوبرسیره پر هغه ۶۷٪ په دی  نظر دی چی هغوی د نا تواود ایسا ف  اجنبی قوتونو پاتی  کیدل او موجودیت  پخپلو  مناطقو کی  نه غواړی  او  ۷۱٪  خلکو   غواړی  چی  ټول خارجی سپاهیان باید چی د افغانستان له ټولوبرخوڅخه ووځی.    له دی پورتنی ارقامو څخه داسی معلومیږی چی  په ډیره اسانی سره باید د خلکو کرکه او  غضب  درک کړل شی  له هغه څه چی مرسته رسونکی آژانسونه او دبشر حقوق  د مشترک عملیاتو  په وخت  کی  د غیرنظامی یاملکی خلکو شمیر له( ۵۰) تنو څخه کم راپور ورکړی ،حال داچی مصاحبه کونکی خلک په دی عقیده دی چی دملکی خلکو مړینه له (۲۰۰) څخه پورته اوتقریباً دشورشیانو دمړنی دریم برخه تشکیلوی او  جانبی تخریبات   په ښکاره   ډول داسی ښیی  چی د خلکوقهر د زړونو او باورونو دلاس  ته راوړلو  په پرتله ډیر اوچت او لوړ دی .
لا تراوسه دجګړی څخه را پیدا  شوی  تخریبات  چی هر رنګه توجیی  کیږی  بیله  خبره دی ،    مګر  دا را څرګند شوی چی دهلمند دعملیاتوله امله کم  تر کمه ( ۳۰۰۰۰) خلک بی ځایه شوی   اود  مجبوریت  له مخی نژدی دمهاجرینو کمپوته پناه وړلی  اونور پا تی دناکافی غذای موادو ، دطبی خدماتو اودکور د نه لرلو څخه سرټکوی اوددی عملیات بله ناوړی خطری داسی په ګوته کیږی چی دبی ځایه شوی خلکو اویا کمپونوته پناه راوړونکی د طالبانو د پاره  مساعد  زمینی  برابر کړی چی  هغوی  ځوان  قشر له  هغه ځای  څخه  په آسانی سر باز ګیری  وکړی  او خپل قوتونه  لا  پسی غښتلی کړی .                                                   په راپور کی داهم په ګوټه شوی او  هغه دا چی محلی خلکو داسی وایی چی ولی ځوان نسل په کومو دلایلو سره د طالبانو سره یواځی کیږی ، هغوی داسی دلیل راولی چی  ځوانان اکثراً  بی روزګار ا و د ندی او د پیسو د پیدا کولو له مخی دطا لبا نو په لیکو  کی داخلیږی اوحتی  چی  هغوی  د رهبرانو  ایدیولوژی اونظرسره  هم منی د هغه  اصلنی د لیل بیکاری اوبی روزګاری دی ، ددی ستونزی د حل یواځنی  لار بیا جوړونه ، آبادی اوانکشاف دی چی  ډیر مالی لګښت غواړی اودا موضوع د نا ټو له  لمړیتوبونو څخه  نه شمیرل کیږی. دبلی خوا څخه د یادونی وړ دی  چی دامریکی متحده ایالات له (۲۰۰۱) څخه تر  اوسه د افغانستان په روانه جګړه کی  یواځی تقریباً (۲۲۷) بیلیون امریکا یی ډالر په  مصرف  رسولی  او باقی مرسته کونکی دوناران(donors) دوعده کړل شوی پیسی ۱۰٪ په مصرف رسولی دی .                           هغه بل شی کوم چی دبیوزلو خصوصاً غریبو بزګرانو ته ناوړی پایلی لری هغه دادی  چی  نا تو د مخدره موادو دکرکرهڼی اود صنعت دمینځه وړلو په لټه کی دی ، چی تقریباً د هیواد د ټول اقتصاد ۳۰٪ جوړوی اود بی وزلو دهقانانو د پاره یوه ښه عایداتی منبع ګڼل کیږی .                                                  د آیکوس(   ICOS) دراپور له مخی دمخدره موادو دکرهڼی له مینځه وړل چی تقریباً ۶۶٪  مصاحبه کونکی خپل مخالفت په ډاګه کړ ،یاداچی۶۶٪ بزګران هیڅ  نه غواړی چی دهغوی دکوکنار فصلونه واړول شی .  چی دا پخپله دتعجب خبره نه دی اودا ځکه چی دهلمند  په ولایت کی سره د مرجه ۶۰٪    مجموعی   اوپیوم  حاصل هرکال ترلاسه کیږی او  همدی اوپیوم د خرڅلاو  له مخی هلته خلک پانګی تر لاسه کوی  ،  په دی نژدی وختونوکی نا تودکوکنار دمنځه وړلودپاره یوه بله نوی پالیسی غوره کړی اوهغه داچی بژګران پخپله هڅوی چی خپل دکوکنار فصلونه پخبله واوړی اوخپل اقتصاد ته  تاوان ورسوی  بی له دی  چی  د  کوکنا ر  کومه بل بد یل د دهقا نانو د معشیت د پاره  په  دایمی توګه هغو ته په ګوته کړی  چی دا پخبله دبی باوری نښی نښانی دی .                                                   نظرسنجی همدارنګه متضاد ا وپارادوکسیک میند نی او لاسته راوړنی نکتی  سره دهغه  منفی برداشت کوم چی پرناتو باندی موجود  دی  په ډاګه کوی ، کوم چی ۲/۳ برخه مصاحبه  کونکی داسی وویل : چی دقندهار دعملیاتوپه پیل کی باید خارجی قوتونه پرطالبانو باندی له لشکرګاه څخه ترقندهاراوترکابله پوری لاری وتړی  دغه متضاد نکتی باید سمدلاسه دواقیعتونو په نظر کی نیولو سره توضیح اوروښانه کړل شی ،  اوهغه  داچی باید د محل دخلکو سره له نژدی خبری وشی  اود هغو نظردموضوع په ارتباط وغوښتل شی،لکه چی همغسی هم وشو اود خلکو څخه کله  چی د هغو نظر وپوښتل شو،موضوع په ډاګه شو،  چی هغوی په واقیعت کی نه طالبان غواړی اونه هم خارجی سپاهیان . لکه چی دهغه محل دیو سپین ږیری څخه دموضوع په اړین پوښتنه وشو هغه  داسی خپل سترګی لید توضیح کړ :
«لس  فیصد  خلک د طالبانو سره ،  نور لس فیصد ددولت سره اوباقی ۸۰٪ خلکو پرطالبانو، دولتمردانو اوپر خارجیانو باندی په قهر او غضب دی » کوم چی دهمدی توضیح له مخی کولای شو پردوکسیک نکتی ته پام واړو.
د بد او و خیمی وضعی  د نا امنی  ریښی کوم   چی ډیری افغانا ن ورسره  مخامخ  دی، د قندهار ښاروال محترم غلام حیدر  حمیدی له خوا توضیح  شو ، هغه وویل :دا دبین المللی ټولنی کار وه چی جنګ سالاران یی   وروسته  د  طا لبا نو  څخه  په  قدرت  ورسول او  ستونزی   مینځ  ته راغی چی تر ننه  پوری دغه ستونزی اونارامی دوام لری .                                دافغا نی دموکرات پلوخلکو دنظریا تو انعکا سا تو ته موجوده دولت  په پوره بڼی سره  پاملرنه  نه کوی اودهغو نیوکی کامله دپامه غورځولی ،لکه ملالی جویا د  افغانستان د  پارلمان غړی او د  افغانستان  د ښځو  د  انقلابی  شورا (راوا) غړی  کوم   چی له   کلونو  راهیسی د دواړو  یعنی طا لبانو  او  جنګ سالارانو اوځنی نور ډلی اوټپلی چی  له هغوی څخه ناتو ملا تړ کوی  خپل مبارزه جاری ساتلی اوخپل غږ پورته کړی چی ايتلافی دولت او قوتونه ورته هیڅ پام نه ساتی . او په عوض کی ناتو اود متحده ایالاتو  قوتونو د شپی دخوا په ځانګړی عملیاتو  کی  چی  د ملکی  خلکو د تلفاتو سبب کیږی اوحتی تردی چی دفبوری په میاشت کی دپکتیا په ولایت کی د حامله داری ښځی د مړنی سبب هم وشو  زیا توالی  ترسترګو  کیږی  کوم  چی نوموړی قوتونه دبهانی په جوړولو سره پوره مهارت تر لاسه کړی اواکثراً خپل کړنی په دی  اویا  په  بل بهانی اوپلمی سره  له سره تیروی اوس ټولو ته څرګند شوی دی ، مک کرستل  له هغه ورځی څخه چی هغه  په افغانستان کی د ستر قوماندان  په صفت  د ندی تر سره کوی ددی ډول ځانګړی دشپی دخوا په عملیاتونو کی زیاتوالی مینځ ته راوړی دی،اودنوموړی قوماندان مهارت په دی ډول عملیاتونو  کی له  هغه  وخته کوم چی دی دګډ عملیاتو  د قوماندان (۲۰۰۳-۲۰۰۸)  په حیث دنده تر  سره کوی زیات شوی او د ملکی خلکو دتلفانو د شمیر د زیاتوالی له امله عامه خلکو  ته  ستر  تاوان رسیدلی اولاپسی رسیږی ، ځنی داسی فکرکوی چی  دهوایی یرغل له سببه دملکی خلکو تلفات په دی نژدی ورځو کی کمښت پیدا کړی ، مګر دی  ته  پام  نه لری  چی دشپی د ځانګړی عملیاتونو هم  په شمیر کی  زیا توالی  مینځ ته راغلی او هم  د ملکی  خلکو دمړنی ګراف اوچته شوی ترهغه چی ملګری ملتونه داسی تخمین کړی چی د ملکی خلکو نیما یی برخی مړنی  چی تقریباً ۳۳٪ جوړوی اوپه تیر میاشت کی  دهغه  راپور تر  لاسه شوی د  پروسږکال د همدی وخت  په  پرتله زیاتوالی ښیی نوددی څخه داسی را څرګندیږی  چی د خلکو د قهر اود غضب کنډولی نسکوریدو ته نژدی شوی  دی  .                            په پای کی ۷۴٪ مصاحبه کونکی افغانان کوم چی د (آی-سی –او- اس) سره ترسره  کړی ، خپل  ملاتړ د طالبا نو سره په مذاکره اودیالوګ کی ښکاره کړ ، کوم چی ددی ډول نظر له مخی داسی را څرګندیږی   چی افغانان له جګړی څخه سخت په تنګ راغلی او ستړی شوی دی چی دطالبانو درهبرانو ګډون دافغانستان  په سیاسی پروسه  کی راغواړی   او د بشر د  حقوقو  د راپور له مخی داغوښتنه اوس دسیاسی  کړیو له  خوا ډیر متبارز شوی  اودهغو په ورځنی شعار بدل  شوی چی د اډول غوښتنه په واقیعت کی  بیاهم دحل لاره نه دی  اودا ځکه چی ناتو نه غواړی چی پر افغانی جنګ سالارانو  باندی  فشار واچوی او  هغوی  محکمی  ته معرفی کړی کوم چی په اوسنی وخت کی یوله خورا مهم سیاسی الترناتیف اوکړنی څخه شمیرل کیږی.
پای