دهيتومنت (هلمند) تاريخي جغرافيه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شريف الله دوست (سرواني)         لښکرگاه
قصريعقوبي(يعقوبي ماڼۍ )
له  تاريخي اوجغرافيايي  څرګندونوڅخه معلومېږي چي دا ځاى ديعقوب ليث(صفاري) ښکلې او ښايسته ماڼۍ وه،چي دجيهاني (٣١٠ه،ق) ،اصطخري(٣٠١-ه ق) ،او ابن حوقل(٣٦٥-ه ق) شاوخوا کي،

په قول چي ددې قصر او ماڼۍ يادونه يې کړې ده اوويي اچي داماڼۍ دصفاري امپراتورۍد بنسټ  ايښودونکي يعقوب په هيله اوغوښتنه جوړه سوې ده،ابن حوقل وايي:-
“دليث زوى يعقوب د دوو دروازو په منځ کي چي يوه يې دپارس د دروازې په نامه چي دپارس خواته خلاصه وه اوبله دروازه يې د طعام(خوړنځاى) دروازه چي دماڼۍ په سهيل کي وه يوه ماڼۍ  جوړه کړه چي د ښار دحاکم نوې چوڼۍ ده او دعمروليث له ماڼۍ څخه چندان لېري نه ده”.

دا ماڼۍ هم لکه دښار نوري ماڼۍ ټوله له خښتو او خټو څخه جوړه وه چي ششکونه او طاقونه يې درلودل ،ځکه تيران او لرګي به په هغه ښار او ځاى کي دوه پوسته کېدل او خزندو به خوړل.
اسلامي جغرافيه ليکونکى ابواسحق اصطخري د (٣٠١-٣٣١) پوري کاږي او ددې ځاى يا دونه کوي :
دپارس او طعام ددروازو په منځ کي دوې ماڼۍ دي چي يوه يې ديعقوب اوبله يې دعمروليث ده ، ديعقوب ماڼۍ دامارت ځاى دى او ټولي ودانۍ يې دخټوڅخه جوړي دي دنوموړي په حکم ،ځکه چي لرګي به خزندو خوړل او را لوېدل به.
تر يعقوب ليث وروسته دا ماڼۍ دهغه ورور عمروليث ته پاته سوه ، داسي ښئ چي دښاريو زيات شمېر نور سرايونو او اباديو هم په دې ماڼۍ پوري اړه درلودل،چي تر نړېدو وروسته بيا دعمروليث لخوا جوړسوه ،دا تعمير دښار په دننه کي د(کرکوى)تردروازې پوري رسېدى.
په (٤٤٥-ه)کي دسيستان دتاريخ دليکوال په وينا چي قصريعقوبي يوغټ شين چمن هم درلودى چي يعقوب ليث به يې په منځ کي کښېناست او د خلکو عرضونه اوغوښتني به يې اورېدلې اود خلکو ستونزي به يې هوارولې ،چي په دې هکله يوه نادره کېسه هم د( صفاريانو) په تاريخ کي ثبت ده خو دلته دموضوع داوږدوالي په خاطر ورڅخه ډډه کوو.کله چي له هلمند څخه د سيستان زرنج تاريخي ښآر ته په تللې لاره يو شمېر زړې کلاوي ليدل کيږي چي د هغو په منځ کي ښآيي اوس هم دا يعقوبي ماڼۍ موجوده وي . خو دا هر څه  روانو ريګي بادونو او بارانونو سخت ځپلي دي ، که په لږ وخت کي ورته پاملرنه ونه سي ددې تاريخي کلاوو نوم به  يوازي په تاريخي کتابونو کي لولو او بس
نور نسته


شريف الله دوست (سرواني)         لښکرگاه

 

تېره برخه دلته ولولۍ