کرزی په واشنګټن کې څه کوي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلاب احمدزی
د هېواد د يو اګاه چارواکي په نقل سره چې د هېواد په دولت کی بدلونونه او له امريکې سره د دولت اړيکې په دقت سره څاري وائي چې د ګران هېواد افغانستان د جمهوري رياست له انتخاباتو او د ښاغلي حامد کرزي او اوباما د اړيکو د خړپړتيا د
دورې له تېرېدو نه پس چې کابل ته د هغۀ په وروستي سفر کې په ډاګه شوه هېواد ته د امريکې د سياسي او نظامي چارواکو له ګڼ شمېرو سفرونو وروسته امريکائي واکمنان د يو سټراټيجک موافقه ليک د طرحې يا په بله معنا له هېواد افغانستان سره د فوځي دفاعي طرحې په اړه خبره کوي او د امريکې کنګره هم د واشنګټن له مقاماتو نه غواړي چې هر څومره زر وي له افغ
انستان سره د امريکې په اړيکو کې د بې نظمۍ د ختمولو او د امريکې او د ناټو غړيو هېوادونو چې په افغانستان کې دي له لا زياتو سياسي او فوځي زيانونو څخه د ژغورنې لپاره دې دا موفقه ليک لاسليک شي.
د دې موافقه ليک پېش زمينه په دا ډول ده چې امريکا د جمهوري رياست په پوسټ باندې د حامد کرزي د باقي پاتې کولو په ترڅ کښې سره له دې چې په انتخاباتو کښې يې کمزوري نتائج تر لاسه کړي دي د پارليماني انتخاباتو د قانوني خنډونو له لرې کولو څخه چې په راتلونکو انتخاباتو کښې د واکمن جريان کاميابي تضمين کړي ملاتړ وکړي په دې شرط چې د هېواد افغانستان دولت د دغه سټراټيجک موافقه ليک په لاسليکولو سره په شورابک شينډډ، کندهار، خوست او بګرام غوندې څو لويو لويو فوځي اډو کښې د امريکائي ځواکونو له شتون سره چې په افغانستان کښې د رائج قانون له چوکاټ نه بهر له هر ډول حقوقي او
قانوني امتيازاتو څخه برخمن دي موافقه وکړي او امريکا د دې کار په مقابل کښې د القاعدې ، طالبانو او نورو خطرناکو او د قانون مخالف ډلو په خلاف د ټرورېسټي ضدو عملياتو په انجامولو سره د افغانستان د دولت د پاره امينت په ډالۍ کښې راوړي او همدا شان امريکائي ځواکونه وعده ورکوي چې په سيمه کښې د ټرورېسټي ډلو د لجستيکي، مالي او اطلاعاتي ملاتړو چېنلونو په خلاف به پرېکنده عمل وکړي.
همدغه آګاه چارواکی چې نۀ غواړي د بلې اطلاع پورې خپل نوم څرګند کړي زياتوي حامد کرزي واشنګټن ته له خپل سفر نه مخکې په هېواد کې له ګوتې په شمېر ځينو مشرانو او نفوذ لرونکو کسانو سره د سلا مشورې په ترڅ کې امريکې ته د خپل سفر د اهميت او له امريکايانو سره د يو لړ موافقو د انجامولو په اړه يو لړ مطالب بيان کړي دي.
د هېواد دغه باخبره چارواکی زياتوي افغانستان له لېږل شوي نمائنده يا نمائندګانو په غږ ملتيا سره د موافقه ليک د اجرائي کولو لپاره له سياسي ، اقتصادي، کلتور، اجتماعي، روغتيائي، امنيتي او فوځي مسائلو سره د اړوندو وزارتي کمېټيو د تشکيلولو اقدام کوي چې له دغو څخه هره يوه کمېټۍ په مشخص دستورالعمل سره د رئيس جمهور له تخصصي معاونتونو سره د هېواد چارې چلوي.
په فوځي برخه کښې اجرائي کمېټي په مختلفو سيمو په تېره بيا په ختيځو او جنوبي سيمو کښې د عملياتو د کوټې په تشکيلولو سره د هېواد افغانستان د فوځي او پوليسي ځواکونو په ملګرتيا سره ټروريسټي ضده عمليات منظم او اجراء کوي. په دې کمېټۍ کښې نور هم پېمانه ځواکونه د دفاعي يا يرغلي مسئوليتونو په سپارلو سره د امريکائي او ناټو د ځواکونو ترڅنګ خپل ماموريت اجرا کوي. دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان دولت به دا حق ونلري چې په افغانستان کښې له موجودو نورو هېوادونو سره څه فوځي او امنيتي تړون يا موافقه ليک لاسليک کړي.
که څه هم دغې باخبرې سرچينې د دې طرحې د جزئياتو په اړه څه خبره نۀ ده کړې خو دې ټکي ته يې اشاره کړې ده چې افغان لوري ته په وړاندې کړې شوې مسوده کې د پام وړ موارد شتون لري په دا ډول چې په دې موافقه ليک کې د توافق حوزه او هدف هغه اساسي اصول او اړتياوې دي چې په افغانستان کښې د امريکې د شتون، بقا، فعاليتونو، عملياتو او له افغانستان سره د مرستو څه رنګوالے مشخص کوي.
د دغې موافقه ليک له مخې امريکائي ځواکونه به په افغانستان کې تر خپل تسلط او مالکيت لاندې موسسې، ادارې او املاک له ترهه ګرۍ سره د مبارزې تر پاې پورې په خپل اختيار کې ولري او د دغو ملکيتونو لېسټ به د افغانستان دولت ته ورکوي. او د دغه موافقه ليک د اجرا له وخت نه د امريکې ټول فوځي او غېر فوځي ځواکونه، ټول مراکز، ادارې او موسسې چې په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په طرحه کې شتون پېدا کوي او يا له امريکې سره تړون کوونکې خواوې او هغه غړي او کادرونه چې له دغو شرکتونو سره همکاري کوي او د امريکې له ښاريزو څخه دي د هغوي د امنيت د ساتنې د خدماتو د سطحې د ل�
�ړولو د پاره به په امريکا کې د جاري قوانينو ترلاندې وي او د خطرناکو اقداماتو په صورت کې به د قانون د دغو مخالفينو د حقوقي او قضائي تعقيب له چلند او پائېلو څخه د افغانستان دولت خبروي.
ټول هغه دفاعي تجهيزات، ټرانسپورټي وسائل، د پشتيبانۍ خدمات، خوراکي مواد او سوانګ چې د امريکائي ځواکو لخوا افغانستان ته داخليږي له مالياتو او ګمرکي قوانينو څخه به معاف وي او د دې نه په غېر صورت کې به د اقتصادي موافقه ليکونو مطابق د افغانستان د دولت د قوانيو پر اساس عمل کيږي.
د دې وړاندې کړې شوې طرحې د يو بند له مخې راغلي دي چې د امريکې ټول فوځي ځواکونه او غېر فوځي عناصر به د فوځي عملياتو د ترسره کولو په وخت د امريکې د قوانينو او اصولو پر اساس عمل کوي، البته امريکائي خوا وعده کوي چې د افغانستان د دولت د قوانينو احترام به کوي او د کورنيو قوانينو په خلاف اعمال تر سره کولو څخه به ډډه کوي او د دې هدف لپاره به ټول لازمي تدابير په کار راوړي.
په دې طرحه کې د دواړو خواو د ځواکونو ماموريت او وظائفو ته هم اشاره شوې ده او د افغانستان په خلاف د هر ډول کورني او بهرني ګواښ په ړاندې د غبرګون ، د هکاريو د پياوړتيا او د ترهه ګرو او له قانونه د بهر ډلو ( القاعدې او طالبان وغېره ) د ماتولو په هدف به دواړه خواوې موافقه کوي چې د افغانستان دولت به په دغه هېواد کښې د امنيت او ثبات د ټينګولو په لړ له امريکائي ځواکونو څخه د اړتيا وړ مرستې تر لاسه کوي او طرفېن دا پرېکړه کوي چې د روزنې، سنبالښت، او عملياتي ملاتړ په شمول د امنيتي توانمنيو د پياوړتيا په همکارۍ کښې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
افغان ځواکونه به د ماموريت په ترلاسه کولو سره د عملياتو په کوټه کې د ګډون په ترڅ کې عملياتو ته د ننوتو له شېبې نه د عملياتو تر پاې پورې د امريکائي ځواکونو تر امر لاندې عمليات ترسره کوي او په داسې صورت کې چې امريکائي ځواکونه په يوازې ځان يا په افغانستان کې د ناټو د غړيو د نورو فوځي ځواکونو په شتون سره عمليات ترسره کوي نو افغاني مسئول به د ټولو عملياتو له چلند څخه خبر ساتي.
دا سټراټيجک موافقه ليک به له فوځي او امينتي څانګې نه علاوه د افغانستان د سياسي ودې، د ډېموکراسۍ د تروېج او له خپلو ښارېزو حقوقو سره د افغان ملت د اشنا کولو په زمينه کښې د افغانستان د دولت په غږملتيا سره په ولسي شکلونو کښې د غېر حکومتي موسسو له لارې په تماس کې وي. دا چاره په کلتوري او علمي زمينه کې د تخصصي کمېټيو په جوړولو او د افغانستان د پوهنتونونو او د زدکړې د مرکزونو د علمي توانمنيو په وده کې د زدکړو د تجربو او ټېکنالوجيو په انتقالو سره لازمي موافقتونه او مساعدتونه وړاندې کوي. امريکائي طرف به په دې هکله د افغانستان د خلکو د کلتور، ادابو او رسوم�
� رعايتولو ته پاملرنه کوي.
امريکا به په نړيوالو او سيمه ايزو روابطو کې د افغانستان له رول څخه د ملاتړ په ترڅ کې د افغانستان له دولت څخه خپلې سياسي ملګرتياوې عملي کوي. امريکا به په دې زمينه کې له افغانستان سره د خپلو سياسي ، مالي او نړيوالو ملګرتياو ضمانت ورکوي او له نړيوالو خواو څخه به وغواړي چې د افغانستان په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي.
امريکا د افغانستان د ادابو او دودونو د احترام او د هېواد د ډيمکراټکو ادارو د تائيدولو په ترڅ کې لويه جرګه د افغانستان د ټولنې د اساسي اختلافاتو د حلولو لپاره يو مناسب تشکل ګڼي او د افغانستان د دولت په ملتيا سره هڅه کوي چې د دولت ټول مخالفين له دولت سره جوړ او ملګري کړي او يا د ترهه ګرو او مخالفينو منزوي کول له يو بل سره تعقيب کړي.
دغه باخبره افغان چارواکی دې ټکي ته اشاره کوي چې امريکې ته د کرزي په سفر کې د دې طرحې اساس او کليات به د کرزې او اوباما په کتنه کې مطرح شي او په راتلونکو شپږو مياشتو کښې به د دواړو خواو ترمنېځ د طرحې د جزئياتو په اړه خبرې اترې دوام ومومي او دا داسې وخت دی چې په افغانستان کې پارليماني انتخابات پاې ته رسېدلي او کرزي د پارليمان په لاس کې نيولو لپاره لازمي اطمينان حاصل کړی دی او د سولې د لويې جرګې په جوړېدو سره له مخالفانو سره د جګړې يا سولې برخليک تر ډېر حده پورې واضح شوی دی او په افغانستان کې د امريکې د دائمي بقا لپاره د موافقه ليک د لاسليکولو زمينه هم �
�غه شان چې په جاپان، المان او عراق کې پرې عمل شوی دی رامنځته کيږي.


رپوټ: ګلاب احمد زی