دافغانستان اوامريکا دجمهوروريسانوګډه اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د امريکا ولسمشر بارک اوباما او دافغانستان ولسمشر حامد کرزي، چې لوړپوړي پلاوو ورسره ملتيا کوله؛ د هراړخيزه مساېلو په اړه د ٢٠١٠ زېږديز کال، د مې د مېاشتې په ۱۱-۱۲مه خبري اتري وکړي. د دغو کتنو موخه دا وه چې د هغو گډو مساېلو په اړه چې د امريکې متحده اېالاتو او افغانستان ته ډېر اهميت لري، خپل منځي همکارۍ نورې هم لا زياتي کړي.
دغه بحثونه د حکومتدارۍ، امنيت، اقتصادي او ټولنېزي پراختيا او هغو سېمه اېزو مساېلو په اړه وو چې په تېرو وختونو کې د متحده ايالاتو او افغانستان د سټراټيژيکو خبرو په پايلو کې منځته راغلي وو. ولسمشر بارک اوباما او ولسمشر حامد کرزي د دومداره سټراټيژيک مشارکت لپاره د امريکې او افغانستان د حکومتونو او د دواړو هيوادونو د ولسونو ترمنځ د خپلو زياتېدونکو همکاريو او ژمنو په پراخولو بيا ټينګار وکړ. دا مشارکت د ګډو گټو او موخو او متقابل د رناوي پر بنسټ ولاړ دی. دواړو خواوو اعلام وکړ چې يو خپلواکه، باثباته، خوندي، سوله ايز او په اقتصادي لحاظ د مناسبي ودي او پرمختگ لرونکی افغانستان چې له خپلو ټولو گاونډيو او د سيمي هيوادونو سره دوستانه اړيکې ولري، د سيمي ثبات او نړيوال امنيت ته خورا مهم دی. دافغانستان د راتلونکې خونديتوب ولسمشر اوباما د افغانستان د خلکو د زړه ورتوب او هوډ چې د خونړی افراطيت په وړاندي به مقاومت کوي ستاينه وکړه او دا پر دې اطمينان چې د دوي هيواد به يوځل بيا د القاعده په ګډون دترهگرو لپاره د امن په پټنځای بدل نشي. ولسمشر کرزي د ۴٦ هيوادونو د حياتي ملاتړ له امله چې د شمالي اټلانټيک تړون (ناټو) او نړيوال سوله ساتونکې ځواک (ايساف) سره د عسکرو په استولو کې مرسته کوي، او همدا راز د هغو هڅو په اړه چې په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره تر سره کېږي، ژوره قدرداني څرگنده کړه. ولسمشر کرزي له هغو امريکايي نارينه او ښځو څخه چې د افغان او نړيوالو پوځونو تر څنگ، د افغانستان د خلکو لپاره د يوه ښه راتلونکې لپاره قرباني ورکړي، ژور درناوی څرګند کړ. برسېره پر دې، دواړو هيوادونو د ملکې خلکو پر غمجنو تلفاتو باندې خواشيني څرگنده کړه او ژمنه يي وکړه چې د ملکې خلکو د تلفاتو د مخنيوي لپاره به خپلي هڅي لا زياتي کړي. ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي د افغان حکومت د امنيت په برخه کې د زياتيدونکې مسووليت د قبلولو لپاره د ټينګ هوډ د په اړه قدرداني وکړه. هغوي همدا را په ټالين کې د اپرېل په ٢٢ او ٢٣مه د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د ناستي د وروستۍ هوکړي چې په بر بنسټ به يي د روان کال په دوبي کې د مسؤوليت د لېږدولو د ګډ چوکاټ په اړه اعلان شي، هرکلي وکړ. برسېره پر دې، ولسمشر کرزي په ناامنه سيمو کې د افغان قواوو لخوا د عملياتو د سر ته رسولو لپاره او همدا راز د هغوی لخوا د بشپړ امنيت د مسؤوليت په اخيستلو ټينګار وکړ. دواړو ولسمشرانو، د افغانستان د ملي امنيت د ځواکونو د وړتيا د لوړولو لپاره په منظم ډول د امنيتی مسؤوليت د تدريجي او مشروط انتقال لړۍ، اړينه وبلله. پدې اړه، د افغانستان حکومت د امنيت د ټينګولو او د کورنيو او بهرنيو ګواښونو په وړاندی د خونديتوب لپاره د افغان امنيتي ځواکونو لخوا د زياتېدونکې ونډي د اخيستلو په موخه د روزنې، تجهيز او د امريکې د اوږدمهالي ژمني هرکلي وکړ. ولسمشر کرزي د افغان امنيتي ځواکونو د روزني او تجهيز په برخه کې د نړيوالو پوځي مرستو په اړه د ولسمشر اوباما د ټينګار ملاتړ وکړ. برسېره پر دې، د امریکې متحده ايالاتو، افغانستان ته د توقيف ځايونو د مسؤوليت پر انتقال، پر خپلي ژمني ټينګار وکړ. دا لړۍ به د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ کې د پروان په ولايت کې پيل شي، د دواړو هيوادونو ولسمشرانو خپلو اړوندو سلاکارانو ته دنده ورکړه چې د مسؤوليت د انتقال لړۍ ګړندۍ او او روښانه کړي. د دواړو هيوادونو ولسمشرانو دا څرګنده کړه چې د دې لړۍ پيل به د ولسمشر کرزي د لوړي په بيانيه کې د ژمني د پلي کولو لپاره د توقيف ځايونو عملياتو د بشپړو منلو په اړه، د پام وړ مهم ټکی وي. ولسشمر کرزي، د انتقالي لړۍ د يوي برخي په توګه، د تأديبي امن د يو خوندي سيستم د رامنځته کولو لپاره د متحده ايالاتو له دوامداره مرستو څخه هرکلی وکړ. ولسمشر اوباما همدا راز د امریکې متحده ايالاتو لخوا د افغانستان ملي حاکميت ته د درناوي پر ټنيګار، د افغان ملی امنيتي ځواکونو لخوا کشفي، نيولو او توقيفي عملياتو پر سرته رسولو خپله ژوره هيله څرګنده کړه. د دواړه هيوادونو ولسمشرانو د دواړو هيواد د فاعي چارو سترو سلاکارونو ته هدايت ورکړ چې د دی انتقالی دوران د گړندی کولو لپاره او د افغانستان لومړيتوبونو ته د روښانه کولو لپاره لا زيات او اضافی ګامونه اوچت کړی. ولسمشر اوباما او ولسشمر کرزي د سولي او روغي جوړي په لار کې د افغانستان د دولت تر رهبرۍ لاندي هڅي، مهمي وبللي. پدې اړه، د امريکې متحده ايالاتو د روغي جوړي او بيا يو ځای کېدلو له لړۍ څخه خپل ملاتړ څرګند کړ، هغه لړۍ چې هغو کسانو ته چې له القاعده سره خپلي اړیکې شلوي، د افغانستان په وړاندي له تاوتريخوالي څخه لاس آخلي او د افغانستان اساسي قانون مني او همدا راز له بشري حقونو څخه ملاتړ کوي او د ښځو برابري مني، د درناوي وړ ټولنيز ځای برابر کړي. د امريکې متحده ايالات د سولي له مشورتي جرګې د جوړېدو په اړه چې د يوي هراړخيزي لړۍ په توګه چې د ښځو او نارينه په ګډون د ټولني د ټولو ډلو د نمايندګانو غوښتني او لومړيتوبونه په نظر کې ونيسي، خپل هرکلی څرګند کړ. د حکومتدارۍ ټينګول او د اقتصادي فرصتونو پراخول د امريکې متحده ايالاتو پر خپلي ژمني پر دې چې د افغانستان دولت به د خلکو اړتياوو ته رسيدګي لپاره د بنسټونو او سرچېنو د پراخولو توان پيدا کړي، ټينګار وکړ. ولسمشر کرزي د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د امریکې د متحده ايالاتو د اوږد مهالي ژمني څخه خپله ژوره کوروداني څرګنده کړه. ولسمشر اوباما د افغانستان د بيارغاونې او اقتصادي مرستو لپاره د امريکې د متحده ايالاتو پر اوږدمهاله ژمنه ټينګار وکړ او د افغانستان په حکومتي او ملي کچه د اغېزناکه او مسؤولو حکومتي بنسټونو د رامنځته کولو لپاره يي د افغانستان د ژمني هرکلی وکړ. هغه د افغانستان په دولت کې د ظرفيت د رامنځته کولو لپاره د د دواړه دولتونو پر ګډو هڅو ټينګار وکړ او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د لا زيات مسؤوليت د اخيستلو په موخه يي د حساب ورکولو سيستم، مسلکې کېدلو، مالي مديريت او د افغانستان وزارتونو او عمده بنسټونو د نظارتي ظرفيت د ښه والي لپاره ژمنه وکړه. پدې اړه، د امريکې متحده ايالاتو د افغانستان دولت له تصميم څخه د هغو عمده زېربنايي پروژو چې دوامداره اقتصادي ودي او د خصوصي سکتور د پرمختګ لپاره اړيني دي د پیل لپاره، ملاتړ کوي. د دواړو هيوادونو ولسمشرانو د افغانستان دولتي بودجې ته د امريکې د متحده ايالاتو د لږ تر لږه ۵۰سليزو د لېږدولو د ضرورت پر دوام ټينګار او د امريکې د متحده ايالاتو د مرستو د همغږۍ د زياتوالي لپاره چې لا تر اوسه د افغانستان د دولت له لاري عملي شوي ندي، د نورو ميکانيزمونو د جوړولو پر ضرورت ټينګار وکړ. برسېره پر دې، د امریکې متحده ايالاتو ژمنه وکړه تر څو د افغان کارکوونکو په استخدام کې خپلي هڅي لا زياتي کړي او د خپل ضروت وړ يوه زياته برخه مواد له افغاني سرچېنو څخه تر لاسه کړي. د اداري فساد سره مقابله او د شفافيت ډېروالی دواړو هيوادونو په دې هوکړه وکړه چې د افغانستان په ټولو برخو کې له اداري فـــــساد مبارزه د يو مهم لومړيتوب په هکله ګنل کېږي. ولسمشر اوباما د افغانستان او امريکا تر منځ د ټولو قراردادونو د لړۍ د څارني پرزياتوالي ژمنه وکړه. ولسمشر کرزي د لوړي مراسمو په بيانيه کې د ژمني پر بنسټ، د ټولو هغو کسانو پر محاکمه کولو چې په فساد کې لاس لري، بيا ټينګار وکړ. دواړو هيوادونو وکړ چې په ګډه توګه به د حساب ورکولو او له فساد سره د مبارزې په لار کې د قضايي او څارنيزو ميکانيزمونو له لاري هڅه وکړي. د امريکې متحده ایالاتو له فساد سره د مبارزې د څارني د تګلارې د عالي دفتر د درندو جناياتو د پلټني د ډلي د واکونو په زياتوالي کې د تخنيکې او مالي مرستو له لاري د ولسمشر کرزي له هڅو څخه پر ملاتړ ټينګار وکړ. ولسمشر کرزي په ملي کچه د وړو مقاماتو د استخدام په اړه، د سيمه- ايزي خپلواکې ادارې او د ملکې خدمتونو د کمېسيون پر ونډه ټينګار وکړ. هغه همدا راز د اصلاحاتو د ګړنديتوب او رسمي عدلي سکتور ته د خلکو د لاس رسي، د ظرفيت د لوړوالې او په عدلي دولتي بنسټونو کې د فساد د کموالې اړين وباله. د افغانستان په ډموکراټيکه لړۍ کې د پرمختګونو ټينګښت ولسمشر اوباما په افغانستان کې د انتخاباتو د بنسټونو د ټينګښت لپاره د افغانستان دولت وروستۍ هڅي وستايلي. د دواړو هيوادونو ولسمشرانو په کال ٢٠١٠ کی د باور وړ اوشفافو پارلماني ټاکنو پر اهميت ټينګار وکړ. د امريکې متحده ايالاتو په افغانستان کې د ټاکنو د لړۍ ت ډ تينګښت په اړه، د نړيوالو مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو ونډي څخه هرکلی وکړ. د امريکې متحده ايالات د افغانستنان ډموکراټيکو بنسټونو ته د لا زياتي تخنيکې او مالي مرستو په ورکړه ژمن شو. ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما يو ځل بيا د بشري او ملکې اساسي حقونو د درناوي پر اړتيا چې په اساسي قانون، د ملګرو ملتونو په منشور او هغه نړيوالو کنوانسيونونو او او موافقت ليکونو ته افغانستان د هغه غړيتوب لري، تسجيل شوي دي، ټينګار وکړ. پدې اړه، هغوی د افغانستان په پراختيايي لړي کې د ټولني د ټولو قشرونو د مسالمت آمېز ګډون او د نارينه او ښځو د ځواکمنتيا پر اهميت ټينګار وکړ. داوړو ولمسشرانو د دې په منلو چې خلکو د افغانستان پراختيا د نيمايي برخي د ونډه اخيستنې څخه پرته شونې نده د افغانستان د ټولنې په بيارغاونه کې د ښځو پر بنسټيزي ونډې ټينګار وکړ او هوډ يي وکړ چې بايد د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره لا زيات اقدامات ترسره شي. دواړه ولسمشرانو ټينګار وکړ چې ښځو ځواکمنتيا او د هغوی مدني ګډون د افغانستان د اقتصادي ثبات، امنيت، ښې حکومتدارۍ او پراختيا کې مهمه ونډه لري. د سيمه ايزي او نړيوالي ټولني د مرستو ونډه ولسمشر اوبا او ولسمشر کرزي دواوړو يو ځای له نړيوالي ټولني څخه ِِغوښتنه وکړه تر څو د افغانستان لپاره خپل دوامداره ملاتړ ته دوام ورکړي. دواوړو ولسمشرانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اغېزمنتيا په اړه خپل موافق نظر څرګند کړ او ژمنه يي وکړه چې د ملګرو ملتونو تر څو د مرسته کوونکو هيوادونو د هڅو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو تر رهبرۍ لاندې ګامونه واخلي. پدې اړه، ولسمشر اوباما، د امريکې د بهرنيو چاور وزېري مېرمن هيلری کلنتن ته دنده وسپارله چې د کابل په کنفرانس کې چې د ۲۰۱۰ کال د جولای په ۲۰ نيټه د افغانستان د دولت په کوربه توب ترسره کېږي، د امريکايي پلاوي مشري وکړي. هغه ټينګار وکړ چې امريکايي پلاوی په نظر کې لري تر څو له نړيوالو مرسته کوونکو سره د وګړو لپاره د اقتصادي فرصتونو د ظرفيت جوړولو لپاره د هڅو د چټکتيا، د امنيت ټينګول او ښې حکومتدارۍ لپاره چې د ۲۰۱۰ کال د جنوری د ۲۰مي په لندن کې تر ارزوني او ملاتړ لاندي ونيول شو، د افغانستان دولت مشخص پلانونه، تر ملاتړ لاندي راولي. ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي، د سيمه ايز امنيت په ټينګښت او د غيرقانوني مالي او د جنايت کوونکو او ترهګرو له شبکو سره په مبارزه او سيمه ايزو مرستو پر اهميت ټينګار وکړ. دواوړه ولسمشرانو د سيمه ايز تجارت او ترانزيت د آسانتيا او له هغي جملي څخه د افغانستان د ثبات او پراختيا لپاره اړتيا وړ مواد د ترانزيت او د ګاونډيو هيوادونو د ملاتړ پراهميت هوکړه وکړه. لرليد او اوږدمهالې مشارکت د امريکې متحده ايالات او افغانستان، په لوړپوړي کچه ديو لړ پراخو دوه اړخيزو بحثونو د سرته رسولو او د افغانستان او د امريکې متحده ايالاتو تر منځ د ۲۰۱۰ کال د سټراټېژيک مشارکت د اعلاميې متن پر بشپړولو چې د ۲۰۰۵ کال د سټراټېژيک مشارکت د اعلاميې پربنا جوړه شويده، ژمنه وکړه. دواړو ولسمشرانو هوکړه وکړه چې دا مباحثات به د دواړو هيوادونو تر منځ د اغېزمنو سټراټيژيکو خبرو اترو چوکاټ د جوړولو او زمونږ تر منځ د اهميت وړ اوږدمهاله اړيکو او دوامداره ژمنو، لکه ملي حاکميت، امنيت، ډموکراټيکه پراختيا او بنسټ جوړونه، اقتصادی او ټولنېزې پراختيا او سيمه اييزو موضوعاتو د ټينګښټ لامل و ګرځي. تمه کېږي چې افغانستان او امريکا تر منځ د سټراټېژيک مشارکت، بيا کتل شوي اعلاميه، د امريکې متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د ګډې ژمني او د افغانستان پر راتلونکې ټينګار کوي او دا په ډاګه کوي چې افغانستان څرنګه هوډ لري تر څو په زياتېدونکې توګه د خپل امنيت او پراختيا مسؤوليت په غاړه واخلي او همدا راز دا څرګند کړي چې د امريکې متحده ايالات څرنګه تصميم لري چې تر څو د افغانستان د توان په موخه د د سيمي د ثبات او سوکالي د مرستې لپاره، لدې هيواد.پای (ر،ن)