دا بدمرغ مخونه د لیدو نه دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بسمل
خړ مخونه خړ وختونــــــــــــــه ××× خړ ســــهار خړ ماښـــامونــــــه
دا سپېرې ټنډې چې راغلې ××× تري تم شول بهـــــــارونـــــــه

قدرمنو لوستونکو!
نن سبا دا اوږدې اوږدې لیکنې د خلګوځکه نه خوښیږي چې زیات وخت نیسي مانا د انسان دعمر یوه برخه ورڅخه اخلي زما هم دا خیال دی چې خپل نظریات لږ څه لنډ خو بربنډ ولیکوڅوهم د لوستونکو لپاره په زړه پورې وي او هم یې وخت زیات ونه نیسو بس نو راځئ چې له شف شف څخه تېر او شفتالو یې کړو .
دا څو ورځې کیږي چې بیا په رادیو ګانو البته د ښکېلاک په را دیو ګانو کې درز او دروز دی نارې او سورې دي وايي چې ارګمشرکرزی واشنګټن ته څي، په ځینو رادیوګانو کې خو ا ګردي میزونه پرې جوړ او د سیاسي شنونکو په څرمن کې ځینې داسې په ځان مین کسان ور وبلل شول چې دخپلو څرګندونو په طرځ کې یې هېواد دښمنې څېرې لابربنډې شوې، دوی د ښکېلاک رادیو ګانې د ښکېلاک په ګټه وکارولې خو د افغان ولس د غمېزې یې هیڅ پرواهم ونه کړه صرف دافغان دښمن کرزي دسفر په پلمه یې دخپلوځانو صفتونه وکړل او بس .
را ځئ چې دوی په خپل ځای همداسې سپک پرېږدو اوس به بیا را شو د یونوکال د تېلو کمپنۍ او بدماش ګوټي جورج بوش چرګوټي ارګمشر کرزي ته چې نن یوځل بیا د ستم او استکبارخونې ته په مړو سترګو ورغی .
نو چې ورغی څه توره به وکړي؟
هیڅ هم نه .
ولې نه؟
ځکه چې کرزی نه ولسمشر اونه دې چارې ته جوړ دی هسې امریکایانو په موږ وتاپه څو دهغه له وجود څخه په اصطلاح د یو پښتون ولسمشر په نوم دخپلې خونړۍ ستراتیژي دتطبق لپاره کار واخلي .
دا ده یوه لسیزه پوره کېږي چې زموږ کرزي ټپوس ته امریکایانو دیوخر ټي په سترګه هم ونه کتل هغه شریک او پارتنر خو لا په ځای پرېږدئ او که تاسې یې نه منئ نو بیا یې ولې دکرزي تمساحي اوښکو ته ونه کتل ؟
له دې مالومیږي چې امریکایانو ورته وېل چې موږ به اورونه بلوو ته هسې تمساحي اوښکې بهوه څو ولس در خپل او دا خپل ټیټ عمر دې نور هم پسې اوږد کړې .
کرزي هم همداسې وکړل په ډول ډول بې شرمیو یې وغوښتل چې زموږ ولس وغولوي خو اوس ولس له غولېدو څخه دبچېدو په حال کې دی له خیره سره که رښتیا هم کرزي له خپل هېواد او ولس سره مینه لرلای نوهغه زما نسخه به یې عملي کړې وه څو هم ده پخپله نجات موندلای وای او هم د نړۍ په سیاسي اوضاع او څېره کې یو داسې نوی بدلون را مینځ ته شوی وای چې زموږ به خامخا پکې خیر و زما نسخه په لاندې پتو موندلای شي :
http://www.dawat.no/pdf%20files/besmel%20china.pdf

http://www.afgazad.com/Tanzz/032110-Besmal-Pah-Chin-Ki-Seyaasi-Panah-Wakhlah.pdf


عزیزانــــــــــــــو!
لکه څنګه مې چې دمخه ولیکل څولیکنې اوږدې نه کړو بس په وعده وفا کوم لیکنه مې په همدې ځای لنډوم او په پای کې لیکم چې خونړۍ امریکا ته د ملا چرګک کرزي سفر د یو توت په اندازه څه چې هیڅ ارزښت هم نه لري، نه دې څوک ورته خوښیږي او نه دې څوک وخت پرې ضایع کوي بس .

دا بدمرغ مخونه د لیدو نه دي

له فطرته چې زوولی بې همت وي
داسې څوک دې خدای څاروان دکاروان نه کړي
چې پردي یې ستا په قام باندې نازل کړي
هغه کس پروا دقام او وجدان نه کړي