څیړنی وښود چی له شپږو ساعتونو څخه کم وید ید ل مخکی له وخت دمړنی سبب کیږی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
لیکونکی:   پیټروالکر(Peter walker).
سرچینه :    ګاردیین ۵-۵-۲۰۱۰
ژباړه اولنډیز:  پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)  
له شپږو  ساعتونو څخه په شپه کی  کم خوب کول د مخکی له وخته اویا دبیړنی مړنی سبب کیږی ،دغه موضوع دهغه څیړونکوله مطالعی څخه  تر لاسه شوی  چی
په دی نژدی وختونو کی هغوی د خپل د(۲۵) کلن مطالعاتو پایلی په یو علمی مجله کی نشر ته  وسپارل .  هغوی دخپل څیړنو په ترڅ کی وموند چی دکم خوبی اودمخکی له وخته مړنی ترمینځ اړیکی ریښتیا او بی له کوم ابهام  موجود دی  ، هغوی  خپل تحقیقات د انګلستان ، امریکی ، اروپا اود آسیا په (۱،۳)  میلون وګړو باندی د (۲۵) کالو  په موده کی سرته  ورسول ،  چی د  همدی ۱،۳ میلونو انسا نا نو  له جملی  څخه  (۱۰۰) زره انسانان له دی نه چی له شږو ساعتو څخه کم ویدیدل خپل ژوند دلاسه ورکړل ،  یعنی  کم ترکمه ۱۲٪ انسانان مخکی له وخته  د ژوند توقع دلاسه ورکړل ،دتحقیقا تو په جریان کی دغه کارپوهان یوبله حیاتی موضوع هم تر لاسه کړل اوهغه داچی له (۹) ساعتونو څخه زیات خوب کول هم دیو شمر ناروغیو دپیدا کیدو سبب کیږی او دخوب په مخکینی علمی څیړنو کی څرګند شوی وه چی زیات خوب کول په انسان کی دزړه ناروغی ، چاقی ، دشکر ناروغی مینځ ته راوړی اوددی خلکو دوینی فشار هم لوړ وی ، نوپه هر صورت ددی دپاره چی د سړی روغتیا او سلامتیا کی کوم خنډ پیدا نشی نوبهتر ه دی چی له(۶-۸) ساعتونو پوری ویده شی ، اما لوی ستونزه په متمدن نړی کی دادی چی ډیری خلکو دخپل ژوند اومعشیت دسمون دپاره اویا د ددی ټولنو دمسلطو قوانینو له مخی وګړی ته دا زمینه نه مساعدیږی چی  شپږ  ساعته  خوب وکړی ، هغوی دشپی له خواهم کار کوی اوپانګوالانو  دخپل ګټی د ماشین دچلولو دپاره د کارګرانو  ستونزی ، روغتیا یا  داچی  په نظر نه نیسی اویا داچی د هغه سره  هیڅ دلګرمی  نه  لری .چی دا پخپله دزحمت کش انسان د ژوند توقع لا پسی ټیټوی .که تاسی غواړی چی دغه مقاله په ټولوجزیاتو سره ولولی نو دغه لاندی ادرس پخپلو انترنیټ کی وګوری او پری کلک کړی


له دوامدارشپږوساعتونو څخه کم خوب کول دمخکینی مرګ خطری زیاتوی . فوتوګراف : ایزوپرس/ریکس                           فیوچر
Guardian.co.uk
Wednesday 5 -5-2010
پای