انځورېزه شاعري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سميع الدين افغاني
 محترمو لوستونکو! 
دايوه څرګندحقيقت دی چې په  بشری نړۍ کې علم اوتخنيک ورځ  په ورځ  دپر مخ تګ په حال کې دی او نړۍ وال په مختلفو برخوکې د نوی اکتاشافاتو شاهدان دي چې بشردعلم ،فرهنګ او ادب په برخه کې هم لازمې لاسته راوړنې درلودلې دي٠

 پدې بحث کې په مشخصه توګـــــه هغه لاسته راوړنو ته اشاره کوم ،کوم چې د هرې جامعې د کلتور او ادب پورې تړاو لري او په هغه کې د ليکوالانو او شاعرانو ونډه  او فعالتونو تر څنګ هغه لاسته راوړنې چې د ژبو او ادب دغنې کيدوپه اړه ترسره کړې  يادونه کوم ٠

 هره بشرې ټولنه ځانـــله پوه او مدبره علمې شخصيتونه ، ليکوالان ، شاعران او هنرې استعــدادونه لــــرې چې هر يوېې په خپله برخه کې د جـــامعې اوخلکو لپاره پـه خپل وخت کـې مشخص خدمتونه د خپلې پوهې اوقلم له لارې سرته رسولې چې دهغوې ابتکارات او هلې ځلې تلپاته او نه  هيریدو نکې دي٠
موږ  په هيوادونو او  نړۍ کـــې مشهوره ليکوالان پيژنـو چې د هغو تاريخې لاسته راوړنـــې د قدر وړ او بشريت تــه د خپل قلم له لارې د خدمت مصدر ګر ځيدلې دې ٠
همدارنګه د منطقې او د نړۍ په سطحه وتــلې شاعران لرو چې هرچا په خپل دور کې خپل شعرونه ،مجموعې او ديوانونه په ميراث پاته کړې  اوپه ډيرو نـــوربرخوکې هم ددغسې لاسته راوړنو شاهدان يو ٠
زما مطلب پدې ليکنه کـې په مشخصه تــوږه د هنر او هنرمند پـه اړه کوم چـــې د شــاعرانو ښکلې شعرونه پـــه خپل خـــــوږو اوازونو کې کمپوزوې اوبيايې خپلواوریدونکو ته څه په ژوندۍ بڼه او څه هم د میدیا له لار وړاندې کوي٠
پخواکه يوښکلي شعر په يوښکلې اواز اوکــمپوزکې دخلکو زړونو ته لارپيداکوله خونن سبا ددغه  ښکلي شعر ، اواز اوکمپوزترڅنګ د يو ښکلې کليپ جـــوړولو تــه هــــم اړين ضرورت او اړتيا شته چې هنرمندان خپل فعاليتونه دبصرې ميديا ګانوبلخصوص تلـويزيونو نو له لارې خپلو ليدونکو او اوريدونکو ته وړاندې کوي ٠

موږ نن سبا د ډيرو هنرمندانو د سنـدرو او کليپونـــو ســره د تلويزون له لارې اشنا يوچې بعضې يـــې ښکلې او هغه انځورونـــه پـــه نظرکې نيولي کوم چې دهمغه مشخص شعر د شاعر د شعر انځور پکې ليدل کيږې مګربعضی هنرمندان دا کليپونه داسې جــوړوې چې نـه د شعر سره تړاو لري او نه د شاعر د شعر دانـځورکومـــه نښه پکې په سترګو کيږې٠

دپورتني اصل په نظر کې نيولو سره په اوسنيو خاصـــو پرمـــخ تللو شرايطو کې بشــــري ټولنه پـــه مشخصه توګه انځورګره شاعرانوته اړين ضرورورت احساسوي چې دداسې رشتې شاعرې  يو نوي
    فن او قدم دی د هنر او ادبياتو پــه برخه کې چې پدې برخه کې د ادب د مينه والو توجه ورته اړوم ٠

انځورېزه شاعران  هغه  شاعران دې چــې هــم ليکوال دي هم شاعر، هغوی خپل د شعر انځورپه اوله کې په نثر ليکې اودخپل دا نځور مختلف حالتونـــــه په نثر اوپه مناسب ځايـــــونو کـــې دشعر په بڼه
  ترسيموې او په همدې ډول د خپل د ښکلې شعر انځور په نثرې او شعرې بڼه ليکې او ټولنې ته يې وړاندې کوې چې دا کار که له يـوې خوايوه نوې لاسته راوړنه ده د ننې جوامعوپه ادبياتوکې د بلې خوا لازمه رهنماېې ده هغه خـــــوږ ژبو هنــر مندانو تـه چې غواړې خپل د علاقې وړشعرونه ته لازم اوښکلې کليپونه جوړاوخلکوته وړاندي کړي٠

په همدې هيلې  ددې طرحی په نظرکې نيولوسره دادي خپله لمړنې لاسته راورړنه  دشين خالۍ تـر سر ليک هغه نـــاول دي چې پخوا د لنډو کيسو په ډول او اوس دهمدې ناول په بڼه  د ادب مينه والو ته وړاندې کو م او د بشرې نړې ټولو شاعرانو اوليکوالانو څخه هيله لرم چې ددي اصل په نظر کې نيولـو سره په دې برخه کې  خپل ادبې فعاليتونه لا ګړندې کړې ٠

 قدرمنو لوستونکو!  
لکه څنګه چې هره بشرې ټولنه ځانله ځانګړي خصوصيات ، کلتور  ، رسم ،رواجونه او  منل شوې اصول  لـــــري په همدي ډول په بيلابيلو پرګنو کې دا اصول ، کلتور او منل شوي رسم اورواجونه سره توپير لري٠

په جهاني کچه دغرب ، شرق ،پرمختللوجـوامعو او ورسته پاتې هيوادونو او همداډول دممالکو
   په سطحه هــــم د مختلفو ولاياتو ،کلو او بانډو رسم ،رواج او خصوصيتونه سره تفاوت لرې ٠

په همدې اساس په دې ليکنې کې دشين خالۍ تـــرسر ليک چې يو ژونـدۍ تاريخې کيسه او زموږ د ګـــران هيواددکليوالې ژوند هغه ريښتنې داستــان دی چې ددې دووپاکزړونو ځوانانانو شين خالۍ او زيړ ګل د ژوند د هيلو او ارمـــانو د پوره کيدوسربيره د کــلو او بانډو رسمونه، رواجونه اودخلکودمصرفيتونو انعکاس دی چې دشين خالې په لنډو کيسو کې څرګند شوی دی٠
 
هيله ده چې دا لنډې ادبي ټوټې د لوستونکو د تــــوجه وړ وګرځي اوهمدارنګه ددوستانوڅخه هيله کيږې چـې پدې برخه کی د دی ليکنې د لاغني  کيــدو په اړه خپل رغنده  وړانديزونه له موږ سره      په لاندې پته شريک کړي٠
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
په  ډيره مينه
سميع الدين افغاني

  شين خالۍ

شين خـــــالۍ چې همزولو او دکلي  اوسیدونکــو ورته د نازه  شنو  خــطاب کوه ، مـــــور او پلار يې هغه  پـــه وړکتوب کــې دتره ځوې زيـــړګل ته پـــــه نامـــــه کړې وه   ٠ زيـــــړ ګل لا کـــوچنی وه چې مور اوپلار يې  په حق رسيدلې وه نو د زيړګل تـره دهغه تعــلم ، تـــربيه همدارنګه اعــاشه اوروزنه کــوله اوهغه تـه يــــې د اولادپه سترګو کتل چې په رښتيا سره زيړ ګل دموراوپلارنشتوالی کم احساسوه ٠
په شين خالۍ باندې هم زيړ ګـــل ډيـــر ګــران وه  او هغه ته بــــه يې د خپل  راتلونکو د خـوشبختيو اميد او د ژونـــد شريـــک  په سترګو کتل ٠
زيړ ګل چې دشين خالۍ حسن، صورت او کليوالۍ څيره هميشه په سترګو کې وه  ،دهغې په ليدو به د مينې ، محبت ، هيـــلو او ارمانو نو تنده  ماتوله  او هميشه به يې  دهغه تر خولې  داسې زمزه تر غوږو کيده ٠
څـــــه ښکلا څــــه نازونه یــــې دی
تور اوربـــــل شنــه خالونه یې دی
شين خالۍ په رښتيا هم طبعي ښکـــــلا لرله چې د کلي په خورلنډو  او د کلي د اوسيدونکو لپاره د مينې ،محبــــت او احترام نمونه وه ،دهغې ښکلې څيره ،تورې بادامــي سترګې او دنازکتل په زيړګل خاص اثر اچوه چې بيا کله کله بــــه يې د هغې پــه ليدو  د ځانه سره داسې زمزمه کوله  ٠ 

چې کتـــل کړي په ناز لکه حوره
ښکلی مـــــخ یې ځلـــیږی له نوره
شوخ نـــــظر ســترګکونه یې دی
تور اوربـــل شنه خالونه یې دی

او کله کله به يې دا سې ویل٠
چې لـــه ورایه په ناز ناز کتل کا
په زړګي مې د غشو ویشتل کا
جـــــــادوګـــــــر منترونه یې دي
تور اوربــل شنــه خالونه یې دي

د شين خالۍ په تندي ،زنې او اننګو کې ښکلي طبعي شنه خالونه وه ،که څه هم هغې ددې شنو خالو ارزښت دومره نه احساسوه خو دهغې جګې ونې او د شنوخالو ښکلا ځانله رنـــګ او خوند ورکړی وه چې زيړ ګل به هغه داسې اظهاروه٠
جګه ونـــــه شمشادیې قامت دی
ده مغروره شاهین یې صفت دی
نـــــاز ادا فـــــریـــــبونـــــه یې دی
تور اوربــل شنـه خالونه یې دی
او په اخر کې به ېې خپل د مينې سندره داسې ختموله ٠
افغاني حسن جوړ شنوخالودی
چې یې وړی زړګی په پلمو دی
پراتـــــــه زړه کې غمونه یې دي
تور اوربــــل  شنه خالونه یې دي

زما هم چه د زيړګل زمزمو ته  پام وه او د زړه پـــه غوږو مې اوريدلي د هغه ټولې زمزمې راټولې او د لاندې شعر په څير مې پيل او زيړګل ته ډالۍ کړې ٠

چې کتل کړي په  ناز لکه  حوره
ښکلی مـــــخ یې ځلـــیږی له نوره
شوخ نـــــظر ســترګکونه یې دی
تور اوربـــل شنه خالونه یې دی

چې لـــه ورایه په ناز ناز کتل کا
په زړګي مې د غشو ویشتل کا
جـــــــادوګـــــــر منترونه یې دي
تور اوربــل شنه خالونه یې دي

افغاني حسن جوړ شنوخالودی
چې یې وړی زړګی په پلمو دی
پراتـــــــه زړه کې غمونه یې دي
تور اوربــــل  شنه خالونه یې دي
*********
شين خالۍته دشنو نوم په اولـه کې دومره په زړه پورې نه ؤ ،خوهغه پدې پوهيده چې کليوال هغه د نازه پدې نوم يادوي نوچې کله کله به زيړګـل ورته دشنوخطاب کاوه هغــې بــه د زيړګل په اوازکې د مينې او مـــحبت احساس کاوه ٠شين خــالۍ دموراوپـــلاريواځيـــنۍ لـور وه چـې هــغه يې ډيره نازوله اوطبعې پسې به یې ګرزيدل ٠
هغې دکليوالي سينګارسره خاصه عــلاقه وه همـــداچې بنجاره به دکلي په کوڅوکې په نارو سر شو نو مور تـه به یې په خواږه اواز کې ويل٠
مورې بنجاري ماما راغلی دی او د مــورڅخه بــــه ېې دبنجاره نه د اخیستلو پيسی تر لاسه او دکلي د نـــورو هـــمزولو سره یـــوځای د بنجاري مـــــامـــــا نه دسينګار شيان رانيول ٠
شين خالۍ د بنجاري مـــــامـــــا نه چــارګل ، پازيب ، سیــخکونه، دنداسه، عطرونه او د کليوالي هرډول دسينګار شيان خوښول او مورته به یې داسې زمزمه کوله٠
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
نورشیان یې ډیردي داپایزیب یې څومره ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
په رښتيا هم چې کله به شين خالۍ پـه کلي کــې تېـــريده نوخوشبويي به د کلي په کوڅو کې ترې په
 ګډاو ه ، رنګ رنګ سيخکونه يې په اوربل قطار،سترګې په کجلو تورې او د پايزېبوشرنګهار يې د لرې اوريدل کيده ٠ چې هغې به د بنجاري په راتــــګ دمور نه د پيـــسودترلاسه کولو لپاره داسې بهانې کولې٠

مورې پیسې راکه چې پایزیب مې ډیرخوښیږي
رنګ رنګ سیـــــخکونه په اوربـــل مې هوسیږي
عطر شام پاریـــــس مې په دمـــــاغ ډیر ښه لګیږي
نقدی پیسې نـه وی ماما پور پـــــه ځان منلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
شين خالۍ په کليوالي سينګارکې د کــــلي د نــورو خــــورلنـــډو څخه مخکې وه ، د هغې به هميش لاسونه په نګريزوسره وه،ښکلې نتکۍ به يې په سپينه ټــــنده بــليده او د سرو زرو چارګل بــــه يې پــــه پوزې ګرزاوه،د هغې به هميشه په دنداسې شونډې سرې اوغاښونه سپين وه اوله ډيره ذوقه مورته داسې ويل ٠

اخـــــلم دنداسه چـــــې دنداسه مې ډیر خوښیږي
سری شونډی چې ګرځم نو اشنامې خوشحالیږي
تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږی
سرو زروچـــارګل ماما پـه برجب کې ساتلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
شين خـــالۍبه دمـــور او هـــــمزولـــــو سره د زړه راز او هيلې داسې شریکولې ٠

ځان چې مې سینګارکړه بیانوځـمه دګدر په لور
مورې دهـــــمزولـــــوسره نـــن دمـــــازدیګرپه لور
ډیربـــــه شم خوشحاله چــې دیارشم دنظر په لور
اچوم ټکریــــی چې افغاني کلتورمو ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلي دی

زما کلیوالــي شعر چـــې ددې  پــــاکې اوسپیڅــــلې کلیوالي مینې او ورځنـــۍ کړو وړو  څخه ېې الهام اخیستی دی د زيړګل اوشین خالۍ دساده اوبی الایشه ژوندپه ویاړ جوړ اودوطن خوږ ژبي سندرغاړي   ښاغلي طــــاهر شبــاب ته  وسپاره  چـــې ښاغلي شباب بـيا د هغه  په ښکـــلي غږ او کمپوز کې داسې ښکلی سندره تــــرې جوړه کړه چې  زموږ د هيواد والو دتوجو وړګرزيدلې ده ، ددې شعر بشپړ متن  تا سی درنو لوستونکوته په لاندی ډول  ډالۍ کوم:
بنجاره ماما

مورنه پیسې غواړي چې پایزیب یې ډیرخوښیږي
رنګ رنګ سیـــــخکونه پــــه اوربـــل یې هوسیږي
عطرشام پاریـــــس یې په دمـــــاغ ډیــر ښه لګیږي
نقدی پیسې نه وی ماما پــــور پـــــه ځان منلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

اخـــــلي دنداسه چـــــې دنداسه یې ډیر خوښیږي
سری شونډی چې ګرځي نو اشنا یی خوشحالیږي
تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږي
سرو زروچــــارګل ماماپـه برجیب کې ساتلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

ځان چې یې سینګارکړه بیانوځي نوردګدرپه لور
مورې د هـــــمزولـــــو سره نـــن دمـــــازدیګر په لور
ډیربه شي خـــــوشحاله چــې دیــارشي دنظر په لور
اچوی ټکریې چــــې افغاني کلتور یـې ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
درنو لوستونکو ، دا ښکلې سندره په لاندې پته اوريدلی شۍ ٠

http://www.youtube.com/watch?v=-awFjUWLWLw

********
د شين خالۍپلاردکورترڅنګ  يــوه ښکلې بـــڼ جـوړ کړی ؤچــي دکــلي دلوېې بيــالې څخه ېې يوه وړه بياله ورته  ويستلـې وه کوم چې دهغې نه به ېې د بــڼ  دحاصـلاتودخړوبولولپاره استفاده کوله اوهمدارنګه دباغـچې په مينځ کې ېې دابــوپکی درولــې وه کـوم چـې ددې بيــــالې په اوبوڅرخيده
چې دهغه  د پاسه ېئ داغزو کوټنی جوړه وه نو چې کله به يې  داغزوپه کوټنی اوبه وشيندلې، پکي   به مرتوبه اوتازه  هواهرې خوا شـړله چې په اوړي او ګـرمۍ کې د ناستی اودګرميوڅخه دخلاصون  مناسب  ځای ګڼل کيده ٠
په  بـــڼ کــــې رنګارنګ  لکه ســــره او سپين ګلاب ، نــــرګس ، شبــــو ،رامبيل ، چمبېلي، کشمالې او نــــورو ښــــايسته ګــــلانوسر بيــــره ترکارۍلـکه تــــور بادنجان ، بينډۍ ، رومي بادنچان ، پالک ،ملۍ ،نوش پياز، ترائي او ډير نورمختلف حـبوبات او د کور ضــــرريات کـــرل چې زيړګل به دهـغو څخه  څارنه کوله ٠

زېړ ګل ددرس او تعليم تــر څنګ د تره سره د کــــرنې او مالـدارۍ په برخه کې پوره لاس ورکاوه ، هغه چې کله بــه د ښوونځۍ څخه فـارغ شونـوځمکودخـړوبولو او دڅارويـو په روځنې بـه  بوخت ؤ  ٠
زيړ ګل د زميندارۍ په بـــرخه کې د تره سره اوږه په اوږه کار کوه  ، د مځکې پــــه اړولولکه مـــاله ، قلبه او ابولګولو کې ېې  دبــزګر سره مرسته کوله ٠

شين خالۍ چې پـه خپل سينګار مينه وه يو ورځ زيړګل تـــه چـــې د باغچې په سمبالو بوخت وه داسې وويل٠
زيړګله ديره مده وشوه چې د بنجاري پته نه لږېږي  ٠
زيړ ګل چې په باغچې کې په خپل کار بوخت  ؤ  شين خالۍته ېې  وکتل او بيرته په خپل کار بوخت  او په جواب کېې ورته وويل ٠
 بيا د ې دکوم سينګار شوق په سر کې راغلی دی  ٠
شین خالۍ په جواب کې ورته وويل٠
  ته نه ګورې چې ليچې مې تشی  دی او زه د زرګر ددوکان نه د نو جامو لپاره پاولي غواړم ٠

زيړ ګل سر ورته وښوروه او ورته يې وويل٠
سمه ده سبا له خيره د مور نه دی اجازه اخلم د زرګـــر دوکان له دی بيايم او بيرته په خپل کار بوخت شو ٠
زيړ ګل ته د شين خالې د ا هيله ډيره خوندوره وبریښیده او له ځانه سره ېې داسې زمزمه کوله ٠
مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان
خیــــالي پــــاولــــي غـــواړي

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

سبا کله چې زيړ ګل د ښوونځی  څخه راستون شــــو نو دشيـــن خالۍ پلار د روغبړ نه وروسته  ورته داسی ويل٠
زيړګله ځويه  !
زه د يو ضرور کار لپار ه ښار تــــه روان يم او نن ځموږ د اوبــــو وار دی هيله ده چې د بزګر سره د ابو په لګولو کې مرسته وکړې او پام دې وې چې څاروی هم درنه وګي يا تږي پاته نشې ٠

زيړګل چې د شین خالۍ ســـره د زرګر ددوکان وعده کړې وه او دبلې خوادتره دخبری نه تيريدل هم ورته ګر انه وه  په جواب کې ورته ويل ٠
سمه ده تاسو بيغمه اوسې  زه کارونه سمبالوم ٠
شين خالۍ چې د پلار او زيړ ګل خبری واوريــــدې خوا بدی بیرته د کلا انګړ ته ننوتله زيړ ګل د شين خالې په ټنډه پوه شــــو ورسته  ېې ورته وويل٠ 
شين خالۍ ته  مروريږه مه، سبا به له خيره وخته تا د زرګر دوکان له بيايم ٠
کله چې ماښام زيړ ګل د کارو څخه فارغ شو نو د کاکا ناوې نه  چې زیړ ګل  به دمورمينه پری ماتوله  دسباورخــــې دشين خالۍ د زرګر ددوکان  دتګ اجازه واخيسته اوسبا دواړه دزرګر دوکان په لورې روان شول چې په لاره کې زيړ ګل د ځانه ســـره داسې زمزمه کوله ٠

اشــــنا  ځما نه مرورده
د لاس بنګړی می خوږ اشنا په  بی صبری غواړی
سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

نو کله چې دزرګر دوکان ته ورسیدل نو زيړګل زرګرته داسې اظهار وکړ ٠
زرګره نقد ی روپی واخله
مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل  مرزی غواړی

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

ورسته بيا  زيړګل په ډیره مينه داسې زمزمه کوله ٠
بنګړی دیارپه لاس کی خوند کړی
په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

ما هم د زيړګل د زړه خبری د شعر په ژبه پيـــل او محترم صدیق شباب تـــه د يو ښکلې کمپوز لپاره ورکړ چې نن سبا به داښکلې کمپوز زموږ د هيوادوالو دتوجه وړ وګرزي چې شعرېې په لاندې ډول دی ٠
شنه بنګړی
مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان
خیــــالــــی پــــاولــی غواړی
سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

اشنا  ځما نه مرور ده

سپینی لیــــچی تشی ګــــرزی
لیلا ځمانه شنه بنګړی غواړی

زرګره نقد ی روپی واخله
مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل  مرزی غواړی

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

بنګړی د یار په لاس کی خوند کړی

زيړګل چې د شين خالۍپه کـليوالې حســــن اوسينګار زړه بايللی وه ، تل به يې د هغې په مينه کې کله کله ښکلې شعـرونه  اوپه زړه پورې کمپوزونه جوړول ،خوږې سندرې به يې زمزمه کولې اوښه شاعرانه طبعه ېې درلوده ، هغــــه د ټنګ ټکــــور  سره ځانګــــړې مينه درلوده او دموسقي د آ لاتو په غږولو کې يې خاص مهارت درلود، ډير خوږ رباب او ستارېې غږ اوه او په زړه پورې بګتۍ ، لوبې ، چار بيتې او غزلونه يې کمپوز کړې  وې نو تــــل به  په خوښـیو ، اخــــترونو، نوی کال او دکلي په ښاديو کې ځوانان په حجره کې راټولیدل او د ټنګ ټکور او خوښي مراسم بــــه اجرا کيده ، زيـړ ګل به ستار غږ اوه او د کلي د ناېي ځوی  مــيراجاني بـه د منګي او کاسې څخه داسې خوږ اواز پــورته کــــاوه چې شاو خوا د کلي ځــوانان او د ساز   او   آ واز مينه والو به ښه خوند ترې اخيست٠
د زيړګل  سندرې د هغه دزړه سندرې وې هـمدا وجه وه چې دهغه د ســــندرو مينه وال نه تنها دکلي اوسيدونکي بلکې په سيمې کې د زيړګل د نامه سره خلکو پیژند ګلوۍ لرله٠
زیړګل به کله کله لکه ګلا جان استاد امــسا په لاس کړه  دستاراو  منګي سره به يې داسې ښياسته لوبې ، بګتۍ  او دګلا جان استاد پيښې  کـــولې چې په رښتيا بـــه دټنګ ټکور نه ورسته د کليوالو
 روحيه  بله او دخوښــــې احساس به د کلي پـــه اوسيدونکو کې تر سترګو کيده ٠

شین خالۍ هم د زيړګل پـــه مينه مسته او دزيــــړګل د پام او نظرد جلبولو لپاره خپل کليوالي سينګار ته خاصه پاملرنه لرله ،هغې دلښته په شان جــــګه ونه او دکوترې په شـــان د پنجو په څوکه تګ  او رفتار در لود چې زیړګل به کله کله داسې ويل ٠

د کلی مینځ کې دپنجو په څوکوتله شين خالۍ
لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

زيړګل چې دشين خالۍ دلارې تګ او دهغې کليوالې سینګار او نزاکتونوتراغيزې لاندی راغلی  وه، خپل د سترګو ليدلی  حال د اسې اظهار وه ٠
د سیخکوکتار یـــې جوړ وه د اوربلـه ځینې
په یو نــــظریی زړګی ویوړه د ګــوګله ځینې
په سرومنګلو یې لاس تیرکړه دکاکله ځینې
په هر قدم کې لکه لښته ماتیده شين خالۍ
لکه کــــوتره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ
شين خالۍ به تل د خپلو همزولو سره ګدر ته تله او کورته به ېې د چښاک پاکې   اوبه راوړلې نو چې کله به د اوبو راوړلو څخه فارغه شوه ،بيا به د خپلو خور لنډو سره په چکر شوه چې زيړګل به داسې زمزمه کوله ٠
خپلو هــــمزولو  سره وتـــې په چکروه نه
ښکلی موسم دپسرلي او مـــازیګر وه نه
د پلو لاندې پــــټ کاتــــه یې په هنر وه نه
د نجنومینځ کې لکه شمعه بلیده شين خالۍ
لکه کوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

او په اخره کې زيړګل د خپلې مينې سندره داسې ختموله ٠

یو یې په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه
پــــه جګــــه پوزه د چارګل یې جلوبل وه نه
دا خوشبویي  چې په ګډا ترې د سنبل وه نه
په افغاني لباس کې ښکلې ښکاریده شين خالۍ
لکه کوتــــره مې د ورایـــه ولـــیده شــــين خالۍ

ما هم د زيړ ګل د مينې ، ژوند ، هيلو او ارمانونو احساس راټول او په لاندينې سندريز شعری بڼه کې  تاسو د شعر او ادب مينه والو ته ډالې کوم ٠
کلیواله جلۍ
د کلی مینځ کې دپنجو په څوکوتلله جلۍ
لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولیدله جلۍ

په هر قدم کې لکه لښته ماتیدله جلۍ

د نجنومینځ کې لکه شمعه بلیدله جلۍ

په افغاني لباس کې ښکلې ښکاریدله جلۍ

زيړګل د شين خالۍ په پاکه مينه ډير خوشاله   او هغې ته ېـې دخپل راتلونکې ژوند د ترخو او
خوږوشيبو د شریکې په سترګو کتل او پدې فکر کې وه چی څنګه د واده سرشته ونيسې او خپله معامله راټوله  او خپله کوژدنه په خپل کاله کړې ٠
   که څه هم څو وارې زيړګل دا خبــره د شين خالۍ د مـور  سره شريکه کړې وه ،خو د هغې څخه ېې داسې جواب ترلاسه کړی وه ٠
زړګله  زويه ٠
مور او پلار دې خدای وبښه ، ته پوهيږې چې شين خالې هغوۍ تاته په وړکتوب کې  په نامه کړې وه ،اوس شين خالۍ ستا امانت دی زه او اکادې په دې برخه کې کومه ستونزه نلروخو خبره داده چې ٠
زيړ ګل دشين خالۍ مور ته مخ راواړوه اورته ېې وويل ٠
نو څه خبره ده کاکا ناوې؟
دشين خالۍ مورخپلوخبرو ته داسې ادامه ورکړه ٠
ګوره زيړ ګله ځويه،  ته پدې پوهيږي چې تـــه دې په اکا اوپه موږ ډير ګران ېې ، موږ نارينه اولاد نلرو او موږ ته  د اولاد حیثيت لرې ، موږ دا هيله لرو چې ته د پوهې او تعليم خاوند شــــې اوکله چې درسو نه فارغ شوې که دخدای رضا وه بيا به د واده سرشته درته ونـــيسو، ته پدی برخه کې هيڅ تشويش مکوه او خپلو درسو تـــه دې پام ونيسه چې په تعليم کې د همزولو نه بيرته  پاته نشې ٠

زيړګل ته هم د اکا فيصله ښه بريښیدلې وه او همدا وجــــه وه چې په ډيره ښه درجه ېې ددولسم ټولګې دفراغت شهادت نامه تر لاسه کړه ٠
کله چې زيړګل د دولسم ټولګې څخه فارغ شو، تـــــره يـــې دزيړ ګل فراغـــــت هغه ته مبارکې وويله او دلــوی خدای شکرېې ادا کړ چې دهغه هيله کوم چې زيړ ګل دتـعلم او پوهې خاوند شې تر یو حده تر سره شوه ٠
د زيړ ګل پام   داوس لپاره ددرسنو څخه فــــارغ او د کــــروندګرۍ په کارونو مصروف وه ،خو سره لــــدې کله کله د کانکو دازموينې لپاره به ېې په خپل پخوانۍ درسونومرور کاوه او د فراغت په وخت کې به د رياضي ، کميا معادلې له ځانه سره حلولې او دمکتب د دورې نور مضا مين ېې هم لوستل٠
 
څــــه مده ورسته  زيړ ګل خپل د ښوونځې د دوری همصنفیانو تــه  په خپله حجره کې دميلمستيا بلنه  ور کړه ، د ښوونځۍ دوستانو  هريو دتعليم  ددورې خـــــپلې  خاطـرې خوږو او ترخو شيبو کيسې کولې او د ليسې د دورې  د فراغت څخه ېې خوښي څرګندوله  ٠
د دوۍ کيسې  او  د زړه خــواله تر نــــاوخته دوام وکــــړ ، په اخر کې د زيړګل يو نژدې دوست د هغه سره داسې پوښتنه  شريکه کړه ٠
زيړګله ٠
څه تصميم لرې  په همدې تحصيل قناعت کوې يا که غواړې چې تحصيلاتو ته دې ادامه ورکړې ؟
زيړګل په جواب کې ورته وويل ٠
ډيرې موهمې مسلې ته مو اشاره ورکړه ، ماپدې برخه کې کوم قاطع تصميم ندې نيولې ځکه د لوړو زدکړو امکانات يوازې په لويو ښارو کې امکان شته ، خو په هـر صورت کـې  زه تصمیم لرم چې  د کانکور ازموينه ورکړم ، وګورم چې روزګار موږسره څـــه کوې دبلې خوا اکا مې هم دا نظر لرې چې زه بايد خپل تحصيلاتو ته ادامه ورکړم ٠
صرف يومشکل شته که چيرې زه دتحصيل لپاره مرکز ته لاړ شم دلته به دکورنې دسرپرستۍ مسله څنګه شې ، اکاتــــه  هم هغه د ځــــوانې قوت  ندی پاته د بلۍ خو د شين خالې څـــــخه لرې کيدل هم ګران دې ،په هر صورت يوځل د کانکور ازموينه ترسره شې وګورو چې قسمت او نصيب مـــو کوم لور ته بياېې  ا و څه راسره  کوې٠
شين خالۍهم د زيړګل د مساپر ي ترفداره  نه وه او د زيړګل دجداېې توان ېې په خپل وجود کې نه ليده ،هغې به  هميش دمورسره داويل ٠
زيړ ګل زموږ د کار سړی دې خدای دې ژوندی لرې تل د پلار سره د دخمکو او مالدارې په کارونو کې ښه مرسته کوې ، زمــوږ جوړ او ناجوړ ټول پــــه هغه دي خداې دې د هغه سيوری لـــه موږد سره نـــه کموې ٠
زيړ ګل چــــې  د شين خالــۍ په مينه  او انتظار کـې شپې او ورځې تيرولې،  د هغه په ياد به ېې کله کله   د زړه د سوزه داسې  د مينې او محبت زمزمه کوله٠
راشــــه چې سپرلی دې شـــم ګلـــزار دې شم
راشـــــه چې د بدې ورځې یار دې شـــــم
ستـــــــــا د پـــــــاکې مینې محبت کې یار
ژوندشمـــــــــه وږمه شمــــــه بهار دې شم
 زيړ ګل د خپلې پاکې مينې په برياليتوب متمئن وه او داسې به ېې ويل ٠
نه شتــــــــه بلـــــــه لار ، نه بل تدبیر چیرې
راشــــــه چې مرهم دې شـــــــــم قرار دې شم
ته ما ته په مینــــــــه مینـــــــــه وګوره
زه دې سره لمبــــــــــــــه شمـه انـګار دې شم
هغه د خپلې پاکې مينې  او اخلاص  اظهار داسې  کاوه ٠
مـــــــــا سره جــــــــذبه د ه محبت زړه کې
راشـــــه چې کاکل دې شــم سینګار دې شم
مینه د اخلاصـــــــــــه سره خـــــــــــــوندکوي
راشــــــــــــــه چې د مینې وفـــــا دار دې شم
زيړګل چې د شين خالۍ جګه ونه ، هسکه غاړه اود پايزيب شرنګهار زړه وړی وه نو په اخر کې به ېې د خپل دمينې سندره داسې ختموله٠
هسکـــــــــه غاړه زیب لري امیــــــــــــل سره
راشــــــــه چې دسپینې غــــاړې هار دې شم
شرنګ دې دپایزیب په زړګي ښــــــــه لګي
راشـه چې پایزیب دې شــم شرنګار دې شم

ما هم د زيړ ګل د مينې زمزمې راټولې او د لاندي شعر په چوکاټ کې پیل  او د وطن خوږ ژبې سندر غاړي محترم صديق شباب ته د کمپوز لپاره ورکــــړې،چې هغه هم په خپل خــــوږ  اواز او ښکلــې انــــدازکې کمپوز کړي چې نن سبا بـــــــه د ګرانو هيوادوالو د توجــــــه وړ وګرځــــې چې دا دی  هغه شعر ته د ستاسومحترمولوستونکو توجه را ګرځوم ٠

راشه چې سپرلی دې شم

مـــــــــا سره جــــــــذبه د ه محبت زړه کـــــې

زيړګل  خپل د راتلونکي ژوندپه فکر کې ډوب اوکله کله به ېې له ځانه  سره ويل  چې انسانان د ژوند پــــــه مختلفو پړاوونو کــــې د مختلفو مسايلو، کړکیچونو او پرابــــلمونه سره مخامخ کيږې خو پوه او کاميابه خلک هغوۍ دي چې ددغو مسائلو ، مشکلاتو او مــــوانعـو په مقابل کې د پوهــې او  معقـوليت نه کار واخلې ، که چيرې انسان د ژوند پــــدې پړاونو کې  معــــقول دریځ او عمــــلې ګامونه  اوچت  نه کړې بيا ورسته  هغه فرصت نه ورته  ميسريږې ٠

زيړګل پدې سوچونو کې دي نتجې ته رسيدلې وه  په هر ډول چـې وې خپل تحصیلاتو ته باید ادامه ورکړې، هغــــه د راتــــلونکې ژونــــد د خوشبختيو اساسې  لار په  تعليم او زده کــــړه  کې ليدله ،ا و دا ورته جوته شوې وه چې دلوړو لاسته راوړنولپاره بايد لوړو زدکړو ته ځان چمتو کړي ٠

څه مده ورسته  د هيواد په مرکز او ولايـاتو کې د دولسم ټولـګيو د فاريغينو د کانـکور د ازموينې نيټه اعـلان شوه ، زيړ ګـل  هغه همصنفيانو ته کوم چې دازموينې د نـيټې خبر  يې نه وه ترلاسه کړی    خبر ورکړاو د خپلونژدی دوستانو کوم چــــې د ازموينې لپاره ېــــې امادګې ښودله ،دا هيله وکړه چې يوځاې به د ازموينې لپاره درسی پروګرام په مخ بيـايي په همدي اساس زيړګل خپلوملګرو ته  داسې  وړانديز وکړه چې دازمــــوينې تر نيټې پوري بــه هــــر ورز د سهــار د نه بجو نه بيا د غرمې تر دولس بجو پورې ددوۍ حجرې ته راشې او د ازمويــــنې په احتمالي پښتنو به ســــره په شريکه کار وکړي ٠

د زيړ ګل د ا په موقعي وړانديز  د ټولو د تايــــد او ملاتړ وړ وګرځيد اوهره ورځ به په هجره کې يو ځاې دفزيک ، کيميا ،رياضې  معادلې حليدلــې او هـمدارنـګه د بيالوژي ، تاريخ ، جغرافيه ،  دينې اونورو مضامينو سوالونه بيرون نويس  او دهغو لپاره  ېې مناســب جوابونه برابرول چې  په رښتيا  سره هم د دوۍ دا هلو ځلو ښې پايلې اولاسته راوړنې د دوۍ په برخه کړې ٠

زيړګل همداسې چې د طب مسلک خوښيده په ډيرعالي  نمرو همدې پوهنځې ته بريالې شواو نور ملګروېې  هم  دکارنکور آزموینه په بری  پای تــــه ورسوله او د خپــلو خوښې د پــوهنځۍګانو په لستونو کــې خپل نــــــومونه وليدل ،هغو يو بل تـــــه يې د خپلو د زحماتواو لاسته راوړنو څخه  مبارکی وويله او دخوشحالۍ اظهار ېې کاوه ٠
زيړ ګل او د هغه ملګري په ډيره خوشحالې بيـرته خپـلو کلـو او بانډو ته راستانه شول او د خپلو برياو زيری ېې خپل دوستانو،کليوالو او د کـورنيو غړوته ورکړ،هغوی هم ددوۍ لاسته راوړنې ولمانځلې او هغو ته ئې مبارکي وويله ٠

زيړګل اوس ديونوې حالت سره مواجـــه وه ،هغه پــــــدې مسألې فکر کاوه او پــــــدې پوهيده چې د منظــــــم درسونو د تعقيب لپــــاره هغه محصلين چې د ولاياتو نه کومو پوهنځيو تـه د بريالــتوب چانس تر لاسه کړې وې بايد د مربوطه پوهنځيو  د پوهنتونــو نو په ليليه کې  ميــشت  شې ، هغه پدې فکرکې وه چې ددې په تـلوبه څوک د کورنې جنجالونــه حلوې او د هغوۍ جوړيانـاجوړ ته ځان رسوي،په همدې چرتونوکې ډوب وه چې تره ېې ورته غږکړ ٠
زيړګله ځويه!
ته راځه چې څه ضروري خبرې درسره لرم ٠
زيړ ګل په بيړه ځان تره ته ورسوه  اوبعد له سلامه یی  ورته وويل اکا څه مو ويل ؟
هغه په داسې حال کــــــې چې  شين خالۍ او د هغــــه مـــــور هم هلته نــــاسته وه زيړګل ته د سلام د ځوابه وروسته  داسې وويل ٠
زيړګله!
 هغه لږ څه غــــلی شو  بیا یې پـــه داســی حال کې چـې خپلې میرمن او شین خالۍ ته کتل  زيړ ګل ته داسی  وویل:
ته پدې پوهيږې چې په ژوند کې خوشبختي ، هوســا او ارام ژوند په خپله سړي ته نه راځې ، د دې لپاره چـــې سړې خپل هدف ته ورسيږي لازمه ده مــــطلب ته درســــيدلو لپارکوشش وکړي او  زحمت وباسي ، زه ستاپه تشويش او مشکلاتوبانـدې پوه يم ، ته زموږ له خواهيڅ تشويش مکوه ،ته اوس کوشش وکـــړه چې هوښيارطبيب درنه جوړ شې ، زموږ په کلواو بــانډوکې ډاکترته ډيرضرورت دی او ډاکتران پــــه ولسونو کې د عـزت او اعتبــــار خاوندان دي ، په موږ هم عــمر تير شوي اود ډاکتر ضرورت احساسوو ٠
دوهمه خبره داده چې د زميندارۍ کارونه بزګر په مخ بياېې بيا هــــم  ستاسو د تحصيل ځای دومره لرې نــــدې ،تــــه کولی شې د هفته په  رخصتيوکې کورته راشې ،او که بيا هم کوم مشکل وه بيا حتمي تا خبروو، زه فکر کوم زه اوس داسې مشکل نه وينم چې هغه دې ستا دتحصيل خنډ وګرځې ،زموږ مشوره تاته همدا ده چې ته دې بې له کومې انديښنې خپلو زدکړو ته ادامه ورکړې ٠
د شين خالۍ مور هم زيړګل ته ډاډ ورکړ او وته يې وويل ٠
زيړګله ځويه!   
 اکا دې رښتيا واېې ته هيڅ تشويش مکوه ته بـــايد زحمـــت وباسې چې تانه يو هوښيار طبیب جوړ شې ٠
زيړګل چې خپل تره او د هغه هرې فيصلې ته  په درنو سترګو کــتــــل ،تره ته يې په جواب کې وويل ٠
اکا څه چې ستاسو مشوره وې هغه ماته منظوره ده ٠

زيړ ګل د ځايه پاڅيد او شړی ئې تر ځان چارپيره کړه او د څارويو د راوستلو په تکل کې شو ، خوپه لار کې ئې د شين خـــــالۍ نه د جدا کيدو فکرټکنی کړی وه ، دهغې څخه د جدائې تحمل ورته ګران وه خو هغه ته بله لار معقوله نه بريښيده ٠
 
شين خالۍته  هم  د زيړګل بيـــــلتون د تحمل وړ نه وه ،خو دپــــلار د فيصلې خـلاف ېې هم هغه نه شو ستنولی ،مجبوره وه دپلارفيصله  ومني او د  زيړګل دبيــــلتون د زعم اوحوصلې توا ن پيدا کړي٠

څو ورځې ورسته د پوهنتون د درسونو د پيل موقه راورسيده ، زيړګل او د هغه ملګري يوه ورځ د مخه بـــــازارته لاړل ٠زيړ ګل دځان لپاره نوې جامې ،جمپرونه او نوې بوټان راونيول ترڅودپوهنتون په ساحه کې ېې دنورومحصلينوسره  سيالـــــي برابره وي،هــــمدارنګه ملګرويې هم دخپل  ضرورت
وړ شيان  راونيول  او د وعدې سره سم سبــــا د وخته د زيړ ګــــل دوۍ کره راغلل ، د زيړګل دوۍ په حجره کې نور دوستان او د کلې خلک هم د دوۍ  د مخه ښې په مقصد راټول شوې وه٠
د زيړګل دملګرو د رارسيدوسره سم د کلې اوسيدونکو،سپين ګيرو اودوستانـــــوېې هغوۍ ته ددوعـــــا لاسونه اوچت او دلــــــوی خدای له درباره  څخه  هغو ته د صحت او کاميابۍ هيله وکړه ٠

د شين خالۍ مور هم هغوۍته ددوعا لاسونه پورته کــــړ او دخـــداې پامـــانې وروسته ېــــې رړنې اوبــــه د ټوټکې پــــه دود د هغوۍ پسې وشيندلې ٠
زيړ ګل او د هغه ملګرو خپل بيکونه ترغاړه او دولايــــت د مــــرکز په لوري روان او هلته په بس کې سپاره او ورسته  له دوه ساعته منزله  د پوهنتون مرکزې ليليې ته ورسيدل٠
دپوهنتون د ليليي په انګړ کې دمحصلينو دهستوګنې دخونو لست زړول شوې وه ، هريو دخپل دهستوګنې خونه ،د لباس المارې او د خوب ځاې پيدا کړ او د نويو ملګرو سره ېې معرفت حاصل کړ ٠
زيړ ګل چې زما نژدې ملګری او د زړه د رازونو يار وه ،ورسته  له څو اونیو د هغه ليدلولپاره لاړم ، هغه چې به هميشه د خپل دشين خالۍ د پاکـــې مينې کيسې زما سره شــــريکــــولې زما په ليدو ډير خوشاله او د نوې ژوند د کيسو ورسته د شين خالۍ د بيلتون په هکله داسې ويل ٠
د فکر ټــــــال کـــــې زنګیده لیونۍ
بیا پــــــه زړګــــي مې وریده لیونۍ

زيړ ګل چې په رڼا او خوبونو کې د شين خالۍ څيره ورته په فکر او خيا لونو کې زنګيدله دخپل خوب کيسه داسې کوله ٠
ما مـــې د زړه ورته داغونه شمیرل
دا بــــــې پروا وه خنــــــدیده لیونۍ

هسې بـــــې درده بې احساسه نه وه
ځــــــما په میــــــنه پوهیده لیــــونۍ

ما چه اظــــهار ورته د مــــــینې کوه
لکه د ګــــــل به غــــــوړیده لیــــونۍ
او دخپل د مينې سندره ېې داسې ختموله ٠
افغاني څومره ښې شیبې تیرې شوې
چې په مــــــالت کې اوسیـــــده لیونۍ
ما هم د زيړګل د زړه کيسې راټولې اوپه لاندې شعر کې مې خلاصه کړې ٠
لیونۍ

زيړګل ورو ورو د ښارې ژوند ، دپوهنتون د ماحول ، نويودوستانو ،ملګرو او استادانو سره اشنا کيده خو په هغه کې د کليوالې ژوند تاثیرات اوکرکتر د ورايه په سترګوکيده  ٠
هغه هم د کلو او بانډو ژوند او د ښــاري ژوند تـــوپيرونه احساسول ،هلته په کلي کې د زمينداري او مالـداری تر څنګ  پرګنيزې مراو دی  او ورځنی چارې،دلته د علم او پوهې ماحول دا هغه تفاوتونه وه چې زيړګل ورسره نوی بلديده،هغه به کله کله دامتل کاوه چې واېې٠
چيرته چې اوسې ، په خوۍ به د هغو شې٠

خو د زيړګل  هغه ساده اوبې کبره ژوند سبب شو چې په ډيرلږ وخت کې ځانله ډير دوستان او صادقه
 ملګري اواخلاصمندان پيدا کړي ٠
زېړګل د تحصيل په شرايطوکې دوخت پــــه ارزښــــت او ماهيت ښه پوهيده،هغه د ا پتيئلې وه چــــې بايد وخت تري بـــې خايه تير نشې ، هغه ته دا جوته شــــوې وه چې د طب د مسلک لمړې يا مقدماتې کال د زحمت اود زياره سره دي، ځــکه چې پدې لمړۍ اودوهم سمسترونو کې د طبي نوو ترمنالوژيو سره اشنا کيدل او همدارنګه د انګليسې ژبـــه  او لاتينې اصطلاحات په طب کې هغه اساسي او ضروري مطالب دي چې دهغو يادول په  بنسټیزه توګه  دهر محصل د پوهې او د هغه دراتلونکي ژوند اساس تشکلوي ، پــه همـــدې وجــــه هغه بـــه تل د فراغت وخـــت  د پوهنتون پـه
 کتابتون کې تيروه او هلته به يې مسلکې کتابونه متالعه کول  او دطب د علماو د نظـرياتوسره هم اشنــــا کيده او هــــمدارنګه په کتابتون کې به د ورځپانو جرايدو او مجلو څخه په استفادې د وطن او ددنيا د حالاتو څخه ځان خبروه٠
هغه د پوهنتون په ساحه کې د نورو انديښنو ، نظريــاتو اوداحزابو ترفـــدارانو سره اشنا کيده ، د مختلفو نظرياتــو پيروانو به ورسره سياسې بحثونه کول ٠

هر تنظيم به د خپل حقانيت او وطن کې دې ناخـوالو عوامل تشريـح کول او و يــل به ېې چې ددې مشکلاتو او مطرحو مسایلو د حل لاره زموږ تګلاره ده ٠
زيړګل به د هر چا نظر په غور اوريده خو هغه په وطن کې د مختلفو سياسې جرياناتو سره موافق نــه وه ،ځکه  هغه  دافغاستان دخلکو ديو متحد او مشترک حرکت طرفدار وه ،هغه بـــه ويل چې د وطن
خلک بلخصوص ځوانان په مختلفو ډلـــــو او حلقو کې بېليدل داد وطن په ګټه نه ده ، هر څومره چـــــې د افغانسان خلک په خپلو کې سره يو موټې شې هغه زمـــوږ دخلکو اودملک د ترقۍ په ګټه ده ،تنها يووالــــــی دي چې کولاې شې مــــوږ دبرياليتوبونو او ترقۍ لوړمعراج ته ورسوي ،نه دا ديوواحددين اوائېن خلک په مختلفو ډلو او تنظيمونو تقسيم کيدل ٠
خو هغه ديو تعدادمتعصبه کسانوچې د ژبې او قومونواختلاف ته لمنه وهله ډير بدبينې درلـــوده ،
 او د هغو سره ېې په پټه او ښـــکاره کينه او نفرت درلود هغه به ويل افغانستان د ټولو مشترک کور دی ،دغه کسان يا د پردو نوکـــران دې او يا هم ډير ناپوه خلک دي کوم چې په ناپوهۍ سره  زموږ په هيواد کې د نفاق تخمونه کري ٠

ددی خبرو تر څنګ زيړ ګـل دې نتجې ته رسيدلې وه چې د ا وخت هــــغه بايد خپلو درسي پرګرامونه تعقيب کړي تر څو د علم او پوهې له لارې خپلو هيوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځي٠

خو دداسې مصريفيوتنو سره سره  زيړګل   د اکا ، کاکا ناوې او شين خالۍ د فکر او انديښنو څخه فارغه نه وه او هميشه به يې  يادول او د هــــر لمانځه وروسته هغو تــه دصحت اوســـلامتيا دوعاوې کولې ٠

په شين خالۍ هم د زيړګل د مساپرۍ اسر د وارايه ښکاريده او کله کله به د هغه په چرت کې لاړه ٠
هغې هر مازيګری د زيړګل د شوتلو پنډ او د څارويــــو راوستل د کلا انګړ ته  په سترګو کې وه او هــــمدارنګه په باغچه کـــې د هغه د لاس کرلــــې ګلان به يې په اوربل کــــتارول او د فکر د غلتولو لپار د خور لنډو سره وخت تيروه ٠

زيړګل يو ماښام چې تمامه ورخ يې په درس او دخونې په د پاکولو او نظم راوستلو وار تير کړې وه ډير ستړی معلوميده ، په خپل چپرکت پريوت او د شين خالۍ پــــه فکر کې ېې هغه وختونه په زړه شول کوم چې هغې ته ېې د زرګـــر د دوکان څخه خيالي چارګل رانيولــــې وه او
غوښتل ېې چې شين خالۍ ته  ېې دکمکې اختر په مناسبت په اختر مبارکې کې ډالۍ کړي ،چې هغه وخـــــت ېې په لاره کې د ځانه سره داسې زمزمه کوله ٠
خيالي چارګله
ښکلی چارګله شينوجانې له  دې وړمه

هغه چې د شين خالۍ تورې زلفې ،ښکلی دغاړې هار او دجګې پوزې چارګل په سترګو کيده نو داسې به ېې ويل ٠
زلفې  ېې  تورې  تور اوربل ېې  مزې  دار دی نا
څومره ښايسته په غاړې پروت د زرو هار دی نا
دا سور چارګل ېې پاس په  پوزې پري دار دی نا
مين ېې کړمه
دا پټ کاته ېې په زړګي ويشتل کوينه

زيړګل ته د شين خالۍ د بنګړو شرنګهار ډيرخوندورکاوه او دهغوپه وصف کې داسې زمزمه کوله٠
دشنو شنه بنګړونه ډک سپين مړوندونه دي
د بنګړو شرنګ ېې  ليوني کړه  عالمونه  دي
ظالمې کړې  دي  د خيا له  ډیر  کبرونه  دي
ستې ېې کړمه
 شرنګ د بنګړو ېې عالمونه خبروينه

او د خپلې د خوږ زړګې تسل ېې په لاندې بيتو کې ختماوه ٠
خيا لي چارګل مې د اشنا په پوزه سپور ښکاريده
څومره ښاسته لباس کې وتې حال ېې نور ښکارېده
 ښايسته سور شال کليوالي ېې په سر خور ښکاريده
نظره نه شي
دا افغاني لباس ېې څومره خوند لرينه

ما هم د زيړګل د زړه خبري او اواز په لاندې شعر کې  پيل او تاسو محترمو لوستونوکو ته ېې ډ الۍ کوم ٠
خيالي چارګله

خيالي چارګله
ښکلی چارګله زرو جانې ته دې وړمه

دا سور چارګل ېې پاس په  پوزه پري دار دی نا
مين ېې کړمه
دا پټ کاته ېې په زړګي ويشتل کوينه

دجلۍ شنه بنګړونه ډک سپين مړوندونه دي
د بنګړو شرنګ ېې  ليوني کړه  عالمونه  دي
ظالمې کړې  يې  د خيا له  ډیر  کبرونه  دي
ستې ېې کړمه
 شرنګ د بنګړو ېې عالمونه خبروينه

خيا لي چارګل مې د اشنا په پوزه سپور ښکاري
څومره ښاسته لباس کې وتې حال ېې نور ښکارې
 ښايسته سور شال کليوالي ېې په سر خور ښکاري
نظره نه شي
دا افغاني لباس ېې څومره خوند لرينه
*********
د شين خالۍ  دکيسو او بنډار نژدې ملګرې د هغې خورلنډې وې خو نژدې خوا خوږې د هغې مـــــور وه چې د زړه خــــــبرې به يــــــې ور سره شريکولې ٠

شين خـــــالې د زيړګل په لــــــرې توب تــــــل غمجنه  وه چې دهغې دغم احساس د هغې  په ظاهري بڼه کې له ورايه څرګنديده،  هغې د زيړګل په  اړه  يوه ورځ خپلې مور ته  داسې وويل٠
مورجانې !
ابا خو  زيړ ګل ته ويلي وه چې هغه به د اونيو په رخصتېوکــې کلې ته راځې ، اوس خو شپږ مياشتې تيرې شوې دهغه د راتګ هيڅ پته ونه لګيده ،بيګا مې هم پــــريشانه خوبونه ليدلې، خدای دې وکړي چې ناروغه شوې نه وي ٠
مورې ورته په جواب کې وويل ٠
شين خالۍ  ته ډير چرتونه مه وهه ، هغه بـله ورځ  پــلار دې  ددهقان ســـره د ولايت بازار ته تللې وه ، 
  د پــــلار دې هغه په همغه ورځ د زيړ ګل سره په تيليفون کـــې خبــــرې شـــوې و ې ، پلار دې ويل چې دهغه درسونه زيات دي او واېې چــې هغه بايد ډير درس وواېې ځکه چـــې د ډاکټري اول کــال ډير زحمت پکار لــــري واېې که څوک په دې کال کــې بريالــی نه شې بيا نو ډاکتري د فاکولتې چانس له لاسه ورکوي ،همدا وجه  ده چی زيړ ګـــل  شپه او ورځ درس وايـــې چــــې پــه خير کاميابه او ښه ډاکتر ترې جوړ شې٠
او دا يې هم ويلې وه چی څو ورځې ورسته ېــــې لــــه خيره سره  د دوو اونيولپار رخصتي شروع کيږي او کور ته راځې،  ته چرت مه وهه او دوعا وکړه چې په درسو کې بریالی شي ٠

شين خالۍ ددې خبرې په اوريدو ډيره خوشاله شــــوه او پـــه زغرده  دزرڅانګې  کورته چې د هغې نژدې خورلنډه وه او په راتلونکوڅو ورځو کې ېـې دواد ه تياري نــــيوله ،هغې ته يې د زيړګل دراتلوخبر ورکړاو خپل   د خوشالې احساس ېې دهغې ترغوږوورساوه٠
زرڅانګې وويل  ٠ زه هم د خدايه دا غواړم چـــې زيړ ګل زما د واده پورې راشې خکــــه زيړ ګل خو بــــه زما واده  په خپل ښکلې اواز او سندرو نور هم ښکلی کړي ، زه همدا اوس مې پلار ته  وايم چې هغه ته زما د واده کارت وليږي ٠

دزيړګل هم د لمړې سمستر پرګــــرام په ډير کوشش او زحمت پاې ته په رسيدو وه چې د سمستر په اخر کې د دوو اونيو درخصتې لپاره تيــــاري نيوله نو همدا وجه وه چې  شين خالۍ ، اکا او کاکا ناوې ته دسوغاتونو د اخستلو په نيت دخپل دخونې د مـلګرې سره ښارته وتلې وه او دعلاقې وړ
 سوغاتونه  يې هغو ته راونيول٠

شين خالۍ چــــــې د بنجاره سينګار ډيـــــر خوښيده، هغې ته يې شنه اوسره بنګړې، جامې  ښکلي ټيک او ډيــــــر نور بنجاري سامان ، او همدارنګه د کاکا ناوې ته ښکلې شين رنګه شال او تره ته ېې ښکلې      پالاوۍ  لنګې راونيوله او ټول ېې په مناسب ځاې کې ځاې پرځاې کړل تـــر څو پس له شپږ مياشتې مساپرۍ د هغو زړونه  د سوغاتونو په ورکولو  خوشاله کړي ٠

څو ورځې وروسته د زيړګل د لمړي سمستر درسونه پای ته ورسيدل او دخپلو هلوځلو او زيارڅخه راضي معلوميــــده داسې احساس ېې کاوه چې هغه څــــه چــې يې پتــــــيلې وه پــــه همــــــغه ډول يې درسونه تعقيب او د نتجې څخه يې راضې وه خو ددې رضاېت اوخوشالۍ تر څنګ دا چې سبا کلې ته روان وه او پس له څو مياشتو بيا دا موقعه تر لاسه کوې چې خپل کــــــلو بانډو ته ځــــــې  د ډيري
 خوښې  شيبې شميرلې او دځانه سره به يې ويل چې څنګه به سبا ځـــان د موټرو تم ځاي تــــه رسوي
 او کله به بيا په خپلو کلي او ځمکوګرځي او دشين خالې خيالې اوربل ته بـه په باغچه کـې ښايسته اورنګارنګ ګلان کري٠

سهار زيړګل د سهاردلمـــــانځه ورسته خپل  بيک چې تیر ماښام  يې دسفر لپار جوړ کړي وه تر غاړې کړ اودخپلو د خونې د ملګر څخه يې چې هغوی هم  د رخصتېوڅخه پـــــه ګټه اخستوخپلو کلواو کورو ته روان ول خدای په اماني واخيسته او دخپل ولايـت دموټرو  تم ځاې ته روان شو ،د
بس پــه تـــم  ځاې کــې يې د خپل ولايــــت ډيـر ې اشنا څيرې تــــر سترګوشــــوې خـــو د زرڅــــانګې پلار يې دورايه وپيژانــده او د هـــغه سره  تر روغبړ وروستــــه دواړه په بس کـــې څنــــګ تـرڅنګ چوکیوکې کیناستل اود لارې ملګري شول ٠

په لاره کې زيړ ګل د زر څانګې د پلارڅخه مرکز ته د هغه دراتګ وجه وپوښتله اوورته يې وويل٠
کا کا خيريت خو به وه څنګه مو دلته پيښه شوې وه ؟
هغه په جواب کې ورته وويل ٠
زيړ ګله !
ښه شوچې ومې ليدلې ،ما فکرکا وه  چې تا به زه څنګه پيدا کوم ،ښه شو چې خدای دلته را  پيدا  کړې٠هغه دبس  په اخره څــــوکې کې چې ناست دې هغه ځما ځــــوم دی او د کوزکلي د زمــــانخان اکا ځوی دې اوهغه تورسرې چې وينې يوه يې زرڅــــانګه او هغه بله يې مور ده ٠

موږ دلته د واده خريد ته راغلــــي وؤ ، خريد مــــووکړ ، کــــه د خداې رضاوې بله اونۍ د زرڅانګې واده دی  ، ښه شو چې ته راغلې چې دواده په کـارو کې برخه راسره واخلې ،تا خو هميش دکلې په
 مړي  او ژوندي کې کليوالوته ځان رسولی دي بس د ميلمنو پالنه  او هغوسره د ګپ ،شپ او ټنګ ټکور  دنـده مو تاته درسپارلې ده ٠
زيړګل ورته په لـمړي سر کې د خوښی مبــــارکي وو يله اوبياېې ورته  اطمينان ورکړ او وې ويل٠
تاسو بيغمه او سۍ کاکا زه کارونه جوړوم ٠
په همدې ډول تر کلي  پــــــورې دواړو د زړه خــــــواله وکړه اوپس له څه مدې منزله  کلې ته ورسيدل او  د بس څخه کوز او د کلي په لو ر روان شول ٠

زيړ ګل کلي تـــه د رسيدو مــــخکې د اميــــن اکا په  ديره کې  دکلي دځــــوانانو سپين ګــــرو او نورو اوسيدونکو ګنه ګونه  تر سترګو شوه ٠
 هغه ځان په چټکی ورساوه چې ګوري د سواد او زدکــــــړې استازي کلي ته راغلي تر څو د بيسوادی د له مينځه وړولو لپار ه سرشميرنه وکړی چې څومره ښځينه او څومره د کلې نارينه اوسيدونکي چې د سواد د نعمــــــت څخه محروم دي ددی کــــورسونود تعقيبولولپاره چمتو دي٠

د کلي اوسيدونکو د زيړګل په لــــيدو خوشاله شول او دهــــغه  د هرکلي لپــــاره مــــخې ته ورغلل ٠
پس له روغبړه زيړګل په احوال ځان خبر کړ او ټول دزيړګل د اکــا باغچې ته راغلل او هـــلته زيړګل خپل کلې والو ته داسې ويل ٠
درنو خويندو او ورنو!
سواد او پوهه دا هغه د خداې لوی نعمت دې چــــې لوی خدای  پـــه خپلو بنده ګانوکه نر وی يا ښځه فرض ګــــرځولی دی،  زمو ږ د پاک اوسپيڅلي دين  مشهوره لار ښونه او حديث مبارک دي چې وائې   علم زده کړه که څـه هم په چين کې وي  ٠ داچې او س موږ ته په کلي کی داسې مـوقعه برابريږي دخـوښۍ ځاي دي چې زموږ دکلې هغه خويندې او ورونه چې دا فرصت ولری ځـــان په دې کورسونو
 کې شامل کړي ،ترڅو په راتلونکوڅو مياشتو کې  د ســواداو زده کړي د نعمت څخـه بهره مندشي٠
زما  د سواد اموزۍ استازو ته دا وړانديــــز دي چې د کلــــو دښځينه کــورس لپاره دې زموږ دکلې د
زمان اکا لور زرڅانګه چې يوه تعليم يافته خور ده د ښوونکې په توګه وګمارل شي ٠

د کلي ټولو اوسيدونکو د زيړګل خبری تايد او لاسونه يې ورته وپړکول ٠
استازوهم د زيړ ګل دا وړانديز و مانه او د زرڅانګې دپـــلار څـخه ېې هيله وکړ ه چې  د زرڅانګې
موافقه پدې برخه کې د يو درخواست په ډول وليکي چې موږ يـــې نور قانونې مراحل د خلاصولو
 ورسته په دې دنده وګمارو او د نارينه کورسونو لپاره تکړه استــــاد حبيب الله خــان دي چې دلته تشريف لرې تاسو ته معرفې کوم ٠

د پروګرام ورسته زيړ ګل د کلا انګړ ته ننوت ،  شين خالــۍ او کاکا ناوی چې دمخه د هغه  دراتګ څخه خبر شوي ول  مخې ته راغلل او دهغه سره يې روغبړ وکړاو په ليدو يې ډيرخوشاله شول ٠
 شين خالۍ هم د غرمې ډوډي تياره کړې وه او ټـــول يو ځاې په دستر خوان کــــيناستل او  د غرمې ډوډي يې نوشجان کړه٠
د شين خالۍ مور زيړ ګل ته ويل څنګه شوه ځویه درسونه دې خداې دې وکړې چې ښه نتجه دې تر لاسه کړې وي  ؟
زيړګل ورته په جواب کې وويل ٠
موري بې زحمته سړې مطلب ته نشــــــې رسيدلای ، زه د خپل زحمته راضې يم ، ښې نمري مې تر لاسه کړې ،تـــــاسې بيغمه اوسې ما بايد زحمت ويستلې واې ٠
دکاکا ناوې وويل ٠شکرچې  ښه نتجه دې ترلاسه کړې ده تل خوشاله او بريای اوسی٠
شين خالۍ هم د زيړګل په برې خوشـاله وه ،پـــس له ډوډې زيړ ګل د شين خالــۍ سوغاتونه د بيکه راوويستل او ورتـــه يـــــې په  ډیــــره  مینه ډالې کــــړل او همــدارنګه د کاکا نـــــاوی شـــــال يې هــــم د هغې پر اوږو هموار کړ او د اکالنګۍ هم ورکړه چـــــې اکا کورته راشې او هغه ته يې پرسر وتړي چې  هغو هم د زيړ ګل سوعاتونه په ډيرخوښې ومنل  او د هغه څخه ئې مننه وکړه ٠

پس له څوشيبوخوږو کيسو او خبرو شيـــــن خالۍ د زرڅانګې د واده خبر زيړ ګل ته ورکړ او د هغې دا هیله ېې هم ورته وويله چې واده ته به يې ښکلی شـعر جوړوي چې بيا په واده کې ئې په سندرو کي ووائې ٠
زيړګل دشين خالۍ دا هيله ومنله  او خپــله شړې يې تر خــان چارپيره  او د داما ن ځمکو ته د اکا د ليدلو په مقصد ووت٠
زيړګل د دامان ځمکو ته نژدې په يوه وړه غونډې کيناست او داسې زمزمه ېې تر خولې شوه٠

شپــــې دې د برات شــــه شــــه کلــــــونه دې اخــتر
پــل دې بخــــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور

زرڅانګه چې د شين خالۍ نژدې خورلنډه وه او زيړګل ته يې ورور ويلی وه  زيړګل د هغې د راتلونکې په اړه داسې هیله  لـرله٠
پل دې بختورشــــه ناوې مــیــنه کــې دې کورشو
نوې اشنــایي شــوه نــوی بــــــل د مینــــې اور شو
ستا د حسن شــــمعه چــــې روښانه په هــر لورشو
حســن دې ښــکلا دې چــــیرې مــه شــــه د نــــظر

او دهغې د واده محفل يې داسې تمثيلوه٠
نن چې دې محفل کـــې خوشحالــي ده هم خــندا
خوښــې دې هــمزولـــې دي په مــینه کــــړي نڅا
یــې د نجــونو مــــیره ټــــول دا سـتا په تمــــاشــا
رب دې په نصیب کړه په ژوندون کې زیب اوزر

او په اخر کې د هغې د خوشبختې لپار داسې دوعا کوله٠
ناوې نوی ژوندکې خوشحالي دې شه نصیــب
کوردې بختورشه خوږ اشنــــــا دې شه طبــــیب
اور یې چې بلــیږی پاک الله یـې شــــــې قریــــــب
وی دی په امان  کــــــې  افغــانــي  ښـــــــکلی بشر
پــل دې بخـــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور
ما هم د زيړګل د زړه خبرې په لاندې شعر کې راټولې او د وطن خوږ ژبي سندرغاړي صديق شباب ته د کمپوز لپاره ورکړ چې هغه هم په خپل ښکلې اواز کې کمپوز کــړی دی چې نن سبا به د درنو هيواد والو د توجه وړ وګرځي ٠
پل دې بختور شه

زيړګل ته د دوؤ اونيو رخصتي بيا دا موقعه  برابره کـړه چې د پخوا په شـان د کليوالي ژوند څخه بهرمند شي  او دکليوالوسره راشه درشه ولري ، په غم ،ښادۍ او ورځنۍ ژوند کې دهغوسره کور اوکلی شې او همدارنګه د اکا سره د کــــرنې او مالدارۍ پــــه برخه کې مــــرسته وکــــړي  او خپل د راتلونکی  ژوند د ملګرې شين خــالۍ د ارمانو او هيلو د تر سره کـــولو لپاره د هغې په چوپړ  کې وې٠
شين خالۍ د زيړ ګل څخه دا هيله لرله چې د هغې د خـــورلنډې زرڅــــانګې په واده کې د هغه د پلار سره نژدې سلاکار اوسي ځکه چې زرڅانګې مشر  ورور ندرلودهمدا وجه وه چې د هغه  څخه دا تمه لرله چې هغه به د زرڅانګې دپلارنژدی مرستندوی وی ٠ زيړګل هم دا پتيله وه چې د واده په مراسم او تيارۍ  کې د زرڅانګې دپلار  سره مرسته وکړي ٠

ماښام کله چې زيړګل څاروي د کلا انــــګړ ته راوستل نو په شين خــــالۍ یې غږ وکړ چې څاروې په خپلو ځايو کې وتړي تر څو  د هغو لپاره آذوقه برابره کړي ٠

شين خالۍ او د هغې مور په ګډه څاروې په خپلو ځايو کې وتړل ،زيړ ګل چې د شوتلو پنډ  تر شا او لور يې په لاس کې وه لمړی يې د شوتلــــو پنډ د وچو وښو تر څنګ تــــراوږې ښکــــته کړ او لور يې د ديوال په   د رز کی خښ کړ او بيا يې شوتله د وچو وښو سره ګــــډه کــــړه او د څــارويو مخې ته يې په کافې اندازه واچوله او خپل څادر يې چې  شوتلـــه پکې راوړې وه و څنډه او د کـور  په انګړ کې چې په ګلمونو ، توشکو او کټونوسنبال شوی ؤ کيناست ٠
شين خالۍ په بیړه چاې تيار اوپه پتنوس کې يې د تورو چايو پياله د مساله دارې ګوړې سره د زيړ ګل مخې ته کيښود ٠
يو څه شيبې وروسته د شين خالۍ پــــلار او مور هم راغـــله او شين خالۍ د هغو مخــــې ته هم د شنو چايوډکې پيالې کيښودلې ٠

زيړګل د تورو چايو څښکل عادت درلود ،مګــر د شين خالۍ مور او پلار  دشنوچــــايو څښکل غوره ګنل او ويـــــل به ېې چې د شنو چايو ګټې ډيرې دی خوشين خالۍ بيا دومره سر پری نه خوږاوه هغې ته که تور چای وه او که شين توپیرنه درلو د ،څـــه چـــــې به تيار وه هغې به څښل   خو بيا زيړګل او  د شين خالۍ مور او پلار تـه  خپل د خوښې چای عادت ګرځيدلی وه٠

زيړ ګل د چاې اخــــري پياله پــــه سر واړولـــه چــې د کــــلې د ملا د الله اکبر  آ واز پــــورته شو ټــــولو د جل جلالهو اواز تر خولې وخوت ، زيړ ګل څادر او اکايې شـــــړۍ په اوږه کړه او د جومات په لور روان شول ترڅو دماښام لمونځ پـــه جمعه وکړي، دوې په ځغرده ځان جماعت او دجمې لمونځ ته  ورسوه ٠

په کــــلې کې د ماښام لمانځه ته د کلــې  اوسیدونکي حتمي جـومات  ته  راتلل ، په تیره بیا د کلي سپين ګيری اوخوانان ځکه چې  دورځی له خو ا ټــــول  دکار او غريبۍ لپاره د کـــلي څخه بهر وتل ، څوک به د بزګرۍ پــه کارونو بوخت وه ، ځوانان به د تعليم او زده کـړی لپاره ښوونځيو ته تلل ، په کلې کې تنها دکور ميرمنې او واړه ماشومان پاته کيدل  چـــې په خپلو کې ېـــې راشه درشه لـرله او
 او هميش ېې بنډارجوړ وه خــوددی بنــډارو ترڅنګ د کوردکارونو سنبالول ، دجاموپريمينځل ، پخلې او نور ډير مصروفتونه وه  چی د کور ښځو  هم په ډيـــر زحـمت او کـــړاونوورځنــۍچارې  تر سره کولې٠
سبا د زرڅانګې پلا ر، زرڅانګه د شين خالۍ  کورته واستوله چې وګوري که چیری زيړ ګل او تره يې په کور وي تر څو د واده په اړه د هغو سره خپل پروګرام شريک کړی ٠

د زرڅانګې کور د شين خالۍ  د کور په څو قدمې کې وه پــــدې توګه  په کلــې کې د دې  دوؤ کورنیو  تک راتګ  دکلی نورو اوسيدونکو په پرتله ډير ؤاو ښې اړیکې  يې ساتلې٠

زرڅانګې  د زیړګل او د هغه د اکا شتون پـــه کورکې خپل پــــلار ته خبر ورکړ ٠هغه هم دځايه پاڅيد ، پګړۍ يې په سر وتړله ، واسکت يې واغــــوست او خپله تور بــخنه شړی يې تـر ځان چار پيره کړ او د زيړګل  د کور په نيت روان شواو هلته په رسيدو د هغو د کور   ور  وټکوه ٠

زيړګل د کلا ور خلاص کړ او د زرڅانګې د پـلار سره يې روغبړ وکــــړ او هغه تــه يې کورته د ننوتلو بلنه ورکړه اودکور په انګړ  کې ورته ځاي برابر کړ٠
زيړګل ، دزېړ ګل اکا ، شين خالۍ او کاکا ناوي هم د هغه هرکلي ته راغله او د هغه په مخامخ لوري   کيناستل ٠
د روغبړ نه وروسته شين خالۍ د چای د جوړولـــو لپاره لاړه او دوي خپل خبري د زرځانګې د واده په اړه پيل کړې ٠
په پيل کې د زيړ ګل  آ کا د زرڅانګې د پلار څخه داسې وپوښتل ؛
لعل ميره !
 څنګه شوه د زمانخان  آ کا سره مو د واده په اړه څه وکړل او څه نتجې ته سره رسيدلي ياست ؟
د زرڅانګې پلار ورته پــه ځواب کې وويل ٠
 آ کا ، که رښتيا راباندې وايې مـامله خو جــــــوړه ده ، داسې د جنجال ياستونځی  کـــومه خبره  نشته ،زمانخان هم بــــد سړی ندې، که څــــه هم د زرڅانګـې مور يو څه اضافي بوجونه پر هغو ايښې ؤه، خـــوکله چې زه خبر شوم ما د زرڅانګې مورته قناعت ورکړ ، اصلي خبره خو داده چــــې زرڅـــانګه زموږ يواځينی لور ده ، موږ بل اولاد يا وارث نلرو،اوس که مـــوږ په ځـــوم دا بـې ځـــايه مصارف او بوج واچوو  نو دهغـــو راتلونکی ژونــــد به د کړاونو سره مخ شــــې چی دا خبره ما د زمانخان سره هـــم شریکه کـــړه  اوورته مې وو يل څرنګه چې  مو زړه وې، د استاسو خپله معامله ده او زه نـه غواړم چـــې پدې بـــرخه کې کوم شرط يا بوج درباندې کيږدم ، دبلې خوا د زمانـخان آ کا دې هم کور اباد وې پوه او مشر سړی دی ، هغه زما ددي فيصلی څخه مننه وکړه او راته يې وويــــل چې دا زموږ او تاسو د خوښــــی او دوستی خبره ده ،ستاسو دی کور آباد وي خو موږ هــــم خپل هوس اوآ رمان لرو ، زموږ هم دا هيله ده چې زموږ واده او دا خوښی په ښه شان سره تر سره شې ،تاسی تشويش مکــوی مـــوږ د کلــــی رسم او رواج نـــه ستر ګې نه شو پټولی هغه څه چـې لازمه او زموږ په وس کې پوره وي هغه مـوږ خپله هــم داتکـل  لرو چی زموږ د اولادونو دا خوښې په پوره درنښت تر سره شې ٠
د شين خالۍ مور په آخر د خبرو کې داسې وپوښتل؟
لعل مير ه آکا ، د واده ورځ او نیټه مو وټاکله  ؟
د زرڅانګې پلار ورته په جواب کې وويل ؛
هو د واده ورځ مو معلومه ده ،  راتلونکې دجمعې په ورخ  که دخداې رضاوې واده د ی ، همدا وجه ده چې  آکـــا ، زيړګل او تـــاسوسره د مشورې لپاره راغـــلی يم ترڅو د واده پـــه تنظيم کې له ما سره برخه واخلۍ٠
په همدي ډول  لعل مير آکا ، زيړګل ،  او دشين خالۍ مور او پـلار دواده پروګرام جوړ اودې پایلۍ  ته سره ورسيدل چې د ښځو مراسم دې د زرڅانګې دوۍ په کوراو د نارينه و لپاره د شين خالۍ دوۍ په کورکې ځايونه برابر شې اوميلمنو ته د ډوډۍ جوړولو او پخلي کارونه دې هم دلته تر سره شي ٠
کله چې د زرڅانګې پلار د زيړ ګل او دهغو د خپلوانو د  مرستو او ژمنی وعده تر لاسه کړه نو دهغو نه په خوښۍ سره د خپل کور په لور روان شو ٠
زيړ ګل هم  خپل څادر په اوږه کړ، لور او بيــل يې واخيست اود بـــاغچې پـــه لور روان شـــو ٠هغه  د زمانخان اکا ځوی يا د زرڅانګې کوژدن  ا باسين له وړکتوب څـــخه پيژنده ، هغه به هميش پالاوۍ لنګۍ تړله او جګه شمله به ګړځیده  ٠ نو کله چـــې په باغــــچه کـــې په کار بوخت شو دا زمزمه ېې تر خولې شوه ٠

پدې محفل کې نن خوشاله  خوشالي ده
د شمــله  دارهلـک ښـــادي  ده
دزيړ ګل څخه شين خالۍ هيله کــړې ؤه چــــــې دزر څانګې واده ته به ښکلې شعر جوړوي چی دا زمزمه د زيړ ګل لپاره ښـه الهــام  ؤه کــوم چې د هغــې پــه واده کــې يــې ډالــې کړي  ، زيړ ګل د هغــې کلېوالې حسن  ، خصلت او همدا ر نګه د واده شپـې  تــه داسې هيله لرله ٠
ناوکۍ څومــره ښه ښکاریږي
په  ناز  همـــــزولې یې  ګډیږي
د هلک  کورپــــرې  ابــــادیږي
په خپل ښایست کې یې خصلت کلیوالي ده
د شملــه دار هلک ښادي  ده

زيړ ګل د هغې ښکلااو حسن ېې داسې تمثيلوه٠

ناوې  ښایسته  لکه د ګل ده
څه د ښایست یې جلوبل  ده
دا خوش بویي یې دسنبل ده
څومره ښایسته د غاړې هاریې طلایي ده
د شملــه  دارهلــــک ښادي  ده

 د ا باسين او زرڅانګې  د نيکمرغې لپاره يې داسې هيله لرله ٠

ناوکۍ پـــــل  دی  بخــــتور  شه
شپی دې برات ورځ دې اخترشه

ژوندمــــوروښانه  لکه  لـمر شه
دا زموږ  هیــله ده امید دا مو مرضي  ده
د شمله  دارهــــلک ښادي  ده

او په اخر کې ېې دا دوعا هغو ته  د زړه ووتله ٠
ښه اوږد ژوندون مو په نصیب شه
ښاد   مو   هم   لرې   هم   قریب   شه
مینه  مــو ګــــل  اوعندلــــیب  شه
اوسۍ خوشالــه  دا ډ الۍ د افغاني ده
د شمــــله  دار هلک ښـــادي  ده

ما هم دا ښکلې  ملغلري پيل او خوږ ژبو هنرمندانو ته ډالۍ کړه چې د خوښې په مراسمو کې ېې په خپـــــلوخــوږواوازونوکې  هيوادوالوته واوروي چې پوره شعــرته په لاندې ډول ستاسوپام  راګرځوم  ٠

ډ الۍ
پدې محفل کې نن خوشاله  خوشالي ده
د شمــله  دارهلـک ښـــادي  ده

ناوکۍ څومــره ښه ښکاریږي
په  ناز  همـــــزولې یې  ګډیږي
د هلک  کورپــــرې  ابــــادیږي
په خپل ښایست کې یې خصلت کلیوالي ده
د شملــه دار هلک ښادي  ده
ناوې  ښایسته  لکه د ګل ده
څه د ښایست یې جلوبل  ده
دا خوش بویي یې دسنبل ده
څومره ښایسته د غاړې هاریې طلایي ده
د شملــه  دارهلــــک ښادي  ده

ناوکۍ پـــــل  دی  بخــــتور  شه
شپی دې برات ورځ دې اخترشه
ژوندمــــوروښانه  لکه  لـمر شه
دا زموږ  هیــله ده امید دا مو مرضي  ده
د شمله  دارهــــلک ښادي  ده

ښه اوږد ژوندون مو په نصیب شه
ښاد   مو   هم   لرې   هم   قریب   شه
مینه  مــو ګــــل  اوعندلــــیب  شه
اوسۍ خوشالــه  دا ډ الۍ د افغاني ده
د شمــــله  دار هلک ښـــادي  ده

*********
د زرڅانګې او اباسين د واده انګازې په کلو اوبانډوکې خپرې شوې وې ،شين خالۍ هم د خپلې خورلنډې واده ته تياري نيولې وه ، هغه په تيره اونۍ کې د زيړ ګل او مــــــورسره دولايت بــازارته تللې وه او ځانله يې د بزاز له هټۍ څخه  دجــــامو لپاره دخپلې خــــوښې ټـــوکر او د بنجاري د دوکان څخه رنګارنګ د سینګار سامان رانيولی وه ٠

د اباسين پلار زمانخان اکاهم د اباسين او د زرڅانګې د واده لپاره پوره تياري نيولې وه او دکلي د نائي په لاس يې ټولو کليوالو، لرې او نژدې  دوستانو ته د واده دبـــلنې کارتونه او خبر ليږلي وه او هغوته دميلمستيا  پروګرام جــــوړ او د هغو د خـــوشالۍ لپاره يې   مشهوره هنري ډله رابللې وه او دکلي څخه بهر يې دامين ماما  د ديرې ترڅنګ پـــه يوه شدياره ځمکه کې ورته ځای  برابر   او هغه ځای   ېې په کټونو ګلمونو او توشکو فــــرش او پـــه ګيسونو  دشپې له خوا روښانه کيدو لپاره يې ځوانان په کارګمارلي  وه ٠ 
 
د کلي نائې ګلاجان چې په ګلاجاني مشهور او د غلام بابا ځــــوې ؤ يوه ورځ د مخه د زمانخان اکا د کلا په انګړ کې ميلمنو ته د پخلي تياري نيولې وه، هغه داسې چې خپل لوی  او واړه ديګونه او نور د اړتيا وړ سامان چې په هر واده کې ېې ترې کار اخيست له ځـــانه سره راوړي ؤ او د پخلي لپاره ېې څو ځايه لوی او واړه نغري جوړ کړي ؤ  او همدا رنـــګه ېې پــــه لويو او وړو ډيګونو کې  وريجې  په     ګرمو اوبو مينځلې او دنرميدلو لپاره ېې په اوبو کې ساتلې وې ، غوښه ېې هم برخې برخې   يخني او نرمه کړې وه  ترڅو ورسته بيا دنورو کارونو لپاره  پوره وخت ولري ٠
په رښتيا سره  هم ټولو کليو الواو د واده ميلمنو ته ميلمستيا اوهغو ته خوندور خواړه برابرول پوره زيار اومنډې په کارلري چې په کلو او بانډو کې د نائيانو دا زيار  د ستايلو وړ دي ٠

ګلاجان  او نورو دآشپزې ګــروپ سهار دوخته د کلی د نــــائې تر  لارښوونی  نغري بار او د هر رنګ خوراکونود پخولو کار پیل   کړې
وه ، دوه درې ډوله پلونه ، قورمه ، کـــــوفته٠بنډۍ ،بانجان بورانې ،سابه ، چپس ،او سلات او ډيرنـــــور هغه  حتمې  خوراک وه چې تر مازيګره بايد جوړ شوی وای ٠
مازديګر کرار کرار کلي ته د ميلمنو راتګ پيل  شو چې د زمانخان اکا ، اباسين او دکلي د سپين ګيرو له خواورته هرکلی ويل کيده او د ځوانانو له خوا ټا کل شوي ځای تــــه چرته چې د ميلمنو لپار جوړ شوی وه بدرګه کيدل ٠
ټاکل شوي کسانو به ميلمنو ته دلاس مينــــخلو اوبه وروړلې او نور ځوانانوبه د دستر خوان په پــــــوره کيدوســـره هغه پــــه خوږو خوړوسمبالوه  او ميلمـــانه به ډلې ډلې  راتلل  او ډوډۍ بــه يې
   نوشجان کوله او بيا به د امين ماما د د يري په لور  د سيل لپاره تلل ٠
کله چې د ډوډۍ پــــــروګرام خلاص شو نــــو د امين  ماما  د ديرې تر څنګ  د ميلمنولپاره  موظفو کسانوچاې اوبه اوچلم ګرځاوه ترڅو د ميلمنو احترام يې ساتلې وې ٠

د کلي او ميلمنوپه څيروکې د خوشالۍ روحيــــــه دورايه  څرګنديده اوښایسته  ګڼه ګوڼه وه ٠ څه شيبه ورسته سازيـــانو د موسیقی د آلو په سورولو پیل وکړ اوبيا ګل محمد استاد چې په ګلکي مشهور وه او په سيمه کې د ښه شهرت خــاوند وه ارمونيه  ترغاړه کړه  او همدا رنګه د يــــــارمحمد استا د  د تبلو اواز د کـلې او سیمی  د خلکو تـر غـــوږ  شو ٠ سازيانو په وار سره دبهاړي، بيرمي، بياګ، کستوري، کليان، اسا، او جـوګ پــه راګونـــو کـې  دمقام ، غـــزل ،لنډۍ ،چـاربيتې،لوبې ، بګتۍ او داستانونه په خپلوخوږو اوازونوکې راغلو  ميلمنو او تماشا چيانوته  اورو ل ٠

څو شيبې وروسته زيړ ګل هم د شين خالۍ د خور لنډې زرڅانګې په کور کې چې  د ناوې خپلوان او خورلنډې په واده راغلي وې، د ډوډی او نـــورو مـــراسمو ورستــه د خپل انډيوالانو سره د اباسين دليدو او هم د سيل په مقصد د زمانخان اکاکلي ته  راغلل٠
د زيړګل دوستانو د هغه په ليدو هغه تـــه ښه راغـــلاست ووايه او د هغه څخه يې هيله و کړه تر څوددوۍ د خوښۍ لپار ه سندرې ووايې ،
   که څه هم زيړګل په اوله کې رضايت نـــه ښوده نو چې کله اباسين د هغه څخه هيله وکړه نو بيا یې ارمونيه خپله کړه اود دي سندریې په ويلوسره چې شعر خپله ورته جوړ کړی وه خپل اوازپورته کړ ٠
 
پدې محفل کې نن خوشاله خوشالې ده
د اباسين هلک ښادۍ ده
ددې سندرې پــــه اوريدلو سره د واده ګــــډون کونکو کــــې  شوراو احساسات نــــور هم زيات شول
او ټــــولو ورته په  خوشالۍ لاسونه وپکړول  او د واده فضا نــــور هـــم تــــوده شوه٠
   زيړګل يو څو نوري سندرې وکړې او ورسته ېې د دوستانو د تشويق څـــخه مننه وکړه او د ملګرو سره په کټ کيناست ٠
په همدې ترتيب د شپې تر ناوخته پورې د واده نور مراسم د سازيانو په خوږو نغمو او سندرو دوام وکړ او ورسته ميلمانه پـــه احترام اوعزت رخصت او د اباسين دواده خـــوږه شپه  ورته خوږه خاطره پاته شوه ٠
سبا دورځې ساز او د واده مراسم ادامه درلود، مازديـګر ډولۍ جوړه شوه اودکلي ځوانانو ډولۍ جګه او دساز په بدرګه دناوې د راوستلو په نيت د لعل مير اکا د کور په نيت  روان شول ٠
کله چې ورسيدل دکلې ملا دسپين ګيرو اوميلمنوپه ګډون د اباسين اوزرڅانګې شرعې نکاح وتړله او د کلیوالو او د واده ګډون کوونکو پـــه ګڼه ګوڼ کـــې په ډيره خوښي او خوشالي ناوې په ډولۍ کی سپره او د زمانخان اکا خوښي تر سره او آ باسين خپله کوژدنه په کاله کړه ٠
کله چې د واده مراسم خلاص شول زيړګل د خپلې باغچې په لور روان شو تر څو د ګلونو او ترکاريوخبر واخلي په لاره کې یی دخپل واده په فکر او سوچونو هم غرق وه چې د باغچې په رسيدو يي د شين خالۍ په ياد دا زمزمه په خوله شوه ٠

دزړه باغچه کــــې درتــــه ګل کرمه
رامبیل،چمبیل،نرګس،سنبل کرمه
دا بــــه وعـــده راسـره ګــدې دلبرې
دګلو سیل لــــه بـــه راځــــې دلبرې

زيړګل په خپل تصور کې شين خالۍ ته داسې پيرزوينه لرله٠
د زړه باغچه کې درته خیال جوړوم
د ښــــاپیــــریو پــــکې ټــال جوړوم
زمــــا دا هیلــــه بــــه منې دلبرې
دګــــلو سیــــل لــه بــه راځې دلبرې

او د شين خالۍ  څخه ېې دا تمه لرله ٠
زما د پــــاکې مینې ښکلي بڼ کې
ستا د ښایسته حسن منلي بڼ کې
د وفــــا لاس بــــه راکـــوې دلبرې
د ګــــلو سیل لـــه بــه راځې دلبرې
او پر هغې يې داسې سپارښتنه کوله ٠
زما د مینې او سـرو ګلو باغچه
د رنګـــینو ،بــاغ او بلبلو باغچه
بیا لــــه خـــزانه به ســـاتې دلبرې
دګلو سیــــل له به راځې دلبرې
او په  آ خر کې ېې د خپل د زړه هيله په لاندې بيت ختم او خپل د زړه خبرې يې شين خالې ته په سوچونو اوخیالونو کې داسې ډالۍ کړې ٠

ترڅو پــــدې باغچې خزان ګډشي
په سرو ګــــلونو مې تالان ګډشي
پاس په لیمو به قدم ګدې دلبرې
د ګــــلو سیل له بــه راځې دلبرې
شين خالۍ چې کله د زيړ ګل د زړه خبرې واوريدې هغه  شعر  کوم چې زيړګل ورته ويلی وه هغه ته په لاندې ډول تغیر اوزيړګل ته ډالۍکړ ٠
د زړه باغچه
دزړه باغچه کــــې درتــــه ګل کرمه
رامبیل،چمبیل،نرګس،سنبل کرمه

دا بــــه وعـــده راسـره ګــدې جانانه
دګلو سیل لــــه بـــه راځــــې جـانانه

د زړه باغچه کې درته خیال جوړوم
د ښــــاپیــــریو پــــکې ټــال جوړوم
زمــــا دا هیلــــه بــــه منې جــــانـانه
دګــــلو سیــــل لــه بــه راځې جانانه

زما د پــــاکې مینې ښکلي بڼ کې
ستا د ښایسته حسن منلي بڼ کې
د وفــــا لاس بــــه راکـــوې جانانه
د ګــــلو سیل لـــه بــه راځې جانانه

زما د مینې او سـرو ګلو باغچه
د رنګـــینو ،بــاغ او بلبلو باغچه
بیا لــــه خـــزانه به ســـاتې جانانه
دګلو سیــــل له به راځې جانانه

ترڅو پــــدې باغچې خزان ګډشي
په سرو ګــــلونو مې تالان ګډشي
پاس په لیمو به قدم ګدې جانانه
د ګــــلو سیل له بــه راځې جانانه
*********
قدرمنو لوستونکو!  
دشين خالۍ دا کيسه  ادامه لري چې درنو هيوادوالو ته به د لنډو کيسو په ډول د نشريو او پاڼو له لارې وروسته  وړاندې شي،
په  ډيره مينه
سميع الدين افغاني
م کال ٥ -  ٥  -  ٢٠١٠
 
انځورېزه شاعري 

سميع الدين افغاني

م کال ٥٥  -  ٢٠١٠

 محترمو لوستونکو

 قدرمنو لوستونکو 