د سپرغې د پاڼې په اړوند ځڼې اړین مالومات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په روان کال کې

د سپرغۍ ويب پاڼه په نوي ډیزاین کې راووتله چې له امله يې ځنې بدلونونه منځ ته راغلل چې ځنې يې په دې ډول دي:
۱.  د پاڼې د مينو یا سرلیکونو په اړوند:   مینو په ظاهره کوچنۍ شوې ده خو ټول هغه سرلیکونه  له ځانه سره لري چې په تير ډیزاین کې يې شتون درلود. د بېلګې په ډول د کولتور تر سرلیک لاندې څو نور سرلیکونه هم شته چې په تېر ډيزاین کې د پاڼې پرمخ ليدل کېدل، دغه پټ سرليکونه تاسې داسې ليدلی شۍ  کله چې

تاسې د بېلګې په ډول د کولتور پرسرلیک کلیک وکړۍ. په دې وخت کې پټ سرلیکونه را ښکاره کېږي او په مينو کې يې د کولتور تر سرلیک لاندې ليدلی شۍ. لکه لنډې کیسې، لنډۍ او داسې نور... همدارنکه ځنې نور سرلیکونه هم پټ سرلیکونه لري چې پر نوموړي سرلیک باندې له کلیک وروسته يې رابرسېره کولی شۍ. 
۲.  د تېرو کلنو ټولې ليکنې په آرشیف کې پرتې دي چې  آرشیف د پاڼې په ښي اړخ کې په کوزنۍ برخه کې موقعیت لري. تاسې پر آرشیف باندې له ټس پورته کولو وروسته د آرشیف برخې ته ورننوزۍ او هلته د پام وړ ليکنه پيداکولی شۍ.
۳. تاسې کولی شۍ د خپلې خوښې ليکنې په  ډېرې چټکۍ سره هم پيداکړۍ. د پاڼې په سر کې د سرچ یا لټون برخه ترسترګو کېږي تاسې په  دغه برخه کې د ليکنې سم نوم وليکۍ او په کیبورد کې پر اینتر ټس پورته کړۍ نو ستاسې د پام وړ لیکنه به ترمخه شي. همدارنګه د لیکوال د نوم په لیکلو سره د لیکوال ټولې ليکنې ستاسې مخې ته راوځي.
۴. که محترم لیکوال غوښتي وي چې د ليکنې په اړوند يې د محترمو لوستونکو نظر مالوم کړي ، پاڼه چمتو ده چې د هغوی ليکنه د عمومي نظر دپاره وړاندې کړي.
۵. تاسې کولی شۍ د خپلې خوښې ليکنه د ایمیل له لارې خپلو دوستانو او ملګرو ته واستوۍ. داسې چې د پام وړ ليکنه پرانيزۍ او بیا د پاکټ پر علامه کلیک کړۍ نو په دې وخت کې تاسې ته د هماغه پاڼې د استولو امکان برابریږي.
۶. تاسې کولی شۍ د پام وړ لیکنه په فېس بوک او یا دې ته ورته نورو پاڼو کې له خپلو دوستانو سره شریکه کړۍ. خو شرط يې دادی چې تاسې د فېس بوک او یا دې ته ورته نورو پاڼو غړيتوب ولرۍ. په دې حالت کې تاسې د پام وړ ليکنې ته داخلېږۍ او بيا د پاڼې په کيڼ اړخ کې د فېس بوک پر علامه کلیک کوۍ تاسې د فېسبوک پاڼې ته داخلېږۍ هلته تاسې په فېسبوک کې خپلې برخې ته داخلېږۍ او په شار باندې ټس پورته کوۍ په دې حالت کې د پام وړ ليکنه په فېس بوک کې ستاسې په وال کې راڅرګنديږي او ستاسې د فېس بوک ملګري کولی شي هغه ولولي او په هکله يې نظر ورکړي. همدا کار د تویتر او نورو ورته پاڼو  ... په برخه کې هم ترسره  کېدی شي.

۷. د شاعرانو لست د شعر تر سرلیک لاندې موندلی شی، په دغه لست کې د ټولو هغه ښاغلو شاعرانو نومونه او شعرونه ترسترګو کېږي چې شعرونه يې ددې ویب پاڼې په پته رسېدلي دي.


۸. د نويو شعرونو تر سرلیک لاندې یوازې د هغه ښاغلیو شاعرانو نوم ترسترګو کېږي چې تازه يې خپل شعرونه دغې پاڼې ته لېږلي دي او تر یوه میاشت يې نوم په دغه برخه کې ساتل کېږي  خو که په دې موده کې بیا نوي شعرونه واستوي نو دغه موده اوږدېږي. خو د شعر تر سریزې لاندې تاسې تل کولی شۍ د خپلې خوښې شاعر شعرونه ولولۍ.

په درناوي