په هلمند کي بست راډيو خپله دويمه کاليزه و لمانځله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بست راديو چي په هلمند کي يوه منل سوې راډيو ده تيره ورځ د ثور پر ١٤مه يې خپله دويمه کاليزه و لمانځل
دا مراسيم چي د انسټا ټليکام په ميلمستون کي جوړ سوي وو د ګڼو کسانو ژورنالستانو تر څنګ پکي د عالي دارلمعلين استاذانو او دولتي چارواکو هم ګډون کړى وو .
د غونډي په پيل کي د بست راديو مسول عبدالسلام زاهد د بست راډيو دوه کلن سفر ته يوه لنډه کتنه وکړه ، نوموړي وويل چي په نسته يې دې کار ته ملا و تړل خو
اوس د خداى په فضل په اونۍ کي ٢٨ خپروني لري او په ٢٤ ساعته کي ١٦ ساعته .
نوموړي پر دولتي ادارو او په خاصه توګه د اطلاعاتو او کلتور رياست ږغ وکړ چي خپله همکاري يې  د رسينو سره نده  ښکاره کړي .
د هلمند د والي وياند او کلتوري سلاکار داود احمدي د بست راديو د خپرونو ستاينه وکړه او دا يې د ازادو راډيو ګانو سره د مرستي په اړه احمد ي وويل ((موږ نه غواړو چي د راډيو ګانو ناپېيلتوب تر پوښتني لاندي راسي ))
په هلمند کي د ښوونکو د روزني د عالي موسيسې ښوونکي استاد خير محمد همت پر رسنيو ږغ وکړ چي خپروني دي د کيفيت له مخي غني کړي  هغه په دې برخه کي د بست راډيو د خپرونو يادونه وکړه .
د بست راډيو کارکوونکي او د پړل انګليسي ژبي د زدکړي د مرکز مسول  اغا محمد قريشي ګډون والو ته وويل (( که چيري دولتي چارواکي د ازادو رسنيو سره مالي مرسته نسي کولاى د يو ستاينليک له مخي خو يې لمانځلاى سي )).
ښاغلي قريشي زياته کړه چي يو شمېر خپروني سته چي د عامه پوهاوي پر ضد هڅي دي  
د غوڼدي په ورستۍ برخه کي د راديو د دريم کال د پيل مراسم تر سره سوه  
ياده دي وي چي دا مهال په هلمند کي درې نوري ازادي راډيو ګاني خپروني لري چي په هغو کي بست راډيو د عمر له پلوه تنکۍ او د کار له اړخ پياوړې ښکاري