د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۸) يوميوري شيمبون ورځپاڼه د جـاپـان « يـوميـوري شيمبـون » ورځپـاڼـه The Yomiuri Shimbun

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت
يوميوري شيمبون  د جاپان  تر ټولو ډېره پخوانۍ او د نړۍ تر ټولو پر تيراژه  ورځپاڼه  ده چي  د جاپان په ټوکيو،اوساکا، فوکوکا او د جاپان په نورو عمده او  مهمو ښارو کي سهار او زيګر خپريږي . دغه ورځپاڼه په کال ۱۸۷۴ کي تأسيس سوېده  او درست  هغه مهال  یې اساس

ايښودل سوی دئ  چي د ميجي امپراتورۍ د جاپان د ټولني د موډرنه کېدو په درشل کي د يوميوري شيمبون په ګډون   پنځه  سراسري ورځپاڼي تأسيس کړلې . هغه نوري څلور ور ځپاڼي  د  آساهي شيمبون ورځپاڼه Asahi Shimbun ، مېنيچي شيمبون Mainichi Shimbun، نيهون کيزی شيمبون  Nihon Keizai Shimbun، او سنکي شيمبون Sankei Shimbun په نامه ياديږي چي هره يوه  يې ځانته لوی اداري پرسونل او پراخ تبليغاتي، ټلويوزوني او تجارتي د خپرونو لوی بزنس او کار وبار لري .

په جاپان کي  لومړۍ ورځپاڼه يوازي ۱۵۰ کاله پخوا  چاپ سوېده خو په دې مدت کي د ورځپاڼو تنوع او د هغوی تيراژ بېړنی پرمختګ درلودلئ . جاپاني ورځپاڼو ډيري ديدنۍ شاته پرې ايښي دي خو د جاپان  د ورځپاڼو او د هيواد د نورو برخو د  چټکي ودي  او غوړېدو دوران ددوهمي نړۍ والي جګړې د ختمېدو را وروسته شروع کيږي،  دا هغه وخت وو چي د نظامي ګری او پر نورو هيوادو باندي د لښکر کشيو  مفکوره ماتې خوړلې وه .

جاپانيان خپل وطن ته نيپون کوکو/ يا نيهون کوکوNihon-kuku / Nippon-kuku وايي چي «د لمر د راختو مځکه »  (Land of the Rising Sun ) بلل کيږي .  په حقيقت کي هم د غه هيواد د آسيا او د  نړۍ شرقي ترينه هيواد دئ .  دغه د ځلانده لمر   هيواد چي د زیاتو جزيرو څخه جوړ دئ  په  نړۍ کي يې د ښه  اداري نظم په خاطر ځانته زيات  شهرت  ورکړی دئ  ،  په زياتو هيوادوکي   ډېر داسي سياسي رهبران سته چي تلاښ کوي  په خپلو هيوادو کي د جاپان د اداري  شېوې څخه  پېښې وکړي .

جاپان د ۱۲۸ مليونو نفوس په درلودلو سره دجمعيت د لحاظه د نړۍ لسم هيواد دئ خو په اقتصادي برخه کي  د خپل  ناخالصه کورني توليداتو له پلوه د نړۍ  دوهم  اوپه  آسيا کي د لومړني برتره  اقتصادي قدرت په حيث    ځان تثبيت کړی دئ، دغه هيواد  په نورو سياسي، ټولنيزو،  او فرهنګي ساحو کي   هم خپل ځان ښه ځلولی دئ.

جاپان په لومړۍ نړۍ واله جګړه کي د متفقينو خوا نيولې وه خو په دوهمه نړۍ واله جګړه کي بيا د متفقينو پر ضد جنګېدئ . دغه هيواد په آرام اوقيانوس کي د يوې اوږدې جګړې نه وروسته  زيات متصرفات د لاسه ورکړل .  په دوهمه نړۍ واله جګړه کي د جاپان  د هيروشیما او ناکاساکي  په ښارونو کي   دلومړي ځل د پاره  د امريکا لخوا د اټم بم استعمال سو چي لويه انساني فاجعه يې  را مينځته کړه . د امريکا تر اشغال وروسته دغه هيواد د خپل صنعتي پرمختيا لوری وواهه او نن د نړۍ د خورا لوی اقتصادي پوټنشيل خاوند دئ . د امريکا پوځي اډې لا اوس هم په جاپان کي ددې هيواد د ولسونو د غوښتنو خلاف په دې هيواد کي مېشته دي .

جاپان که څه هم  يو مشروطه  پادشاهي (امپراتوري) هيواد دئ او پاچا يې د امپراتور په نامه ياديږي ،خو امپراتور پخپله اجرائيوي قدرت نه لري  يوازي تشريفاتي  او په سياسي مناسباتو کي خپل ځان  ښکاره کوي ، ولي  د جاپان خلک امپراطور د  خپل هيواد د ملي وحدت  د سمبول   ګڼي او درناوی  يې کوي .  دغه هيواد په حقيقت کي  د خلکو  د ټاکل سوي  صدراعظم لخوا اداره کيږي .

جاپاني  ټولنه  د يوه سره د خپل  دود ، دستور  او دخپلو  عنعنو او رواجو پالنه په ډېر محبت سره کوي او هغه  د خپل  ټولنيز ژوند يوه  نه بېلېدونکې او  خورا مهمه  ځانګړتيا  بولي ؛  اجازه نه ورکوي  په اساني سره هغه ته  بدلون ورکړي  . په همدې علت دئ  چي د جاپان  ښځي لا اوس هم فکر کوي چي نارينه وو سره  د کار او مساوي حقوقو  ته ځان رسول   د سختو دورانوڅخه تېرېدل غواړي  . د جاپان د ټولو پرمختګو سره سره نن په  دې هيواد  کي پدرسالاري حاکمه ده او پريکړي يې  د سړيانو کار دئ . ښځي بايد د هغوی  څخه اطاعت وکړي .  په جاپان کي سياستمداره  ښځو ته په ندرت سره  د سر د را پورته کېدو موکه ورکول کيږي  ، ښځي يوازي په سلو کي پنځه  د قانون جوړولو په چوکيو کي ځای  لري .خو د کار په عرصه کي په سلو کي څلوېښت  د کور د باندي مصروفه دي چي هغه هم زياتره ميخانيکاني، د مغازوخرڅوونکې او د ټيټي ردې عادي کارګراني دي . ځيني شرکتونه بيا ښځو ته اصلاً کار نه ورکوي .

جاپانيان  د ورځپاڼو  د لوستلو په عادت کي د نړۍ   تر ټولو لوړ رقم  ځانته  ګټلی دئ  . لږ داسي حالت  پېښيږي چي په پنځو کسانو کي دي دوه تنه  ورځپاڼه ونه لولي . رسمي احصائيه ښيي چي جاپانيان په ورځ کي لا اقل څلوېښت دقيقې ورځپاڼه لولي او دا لوستل او د پيښو څخه پر وخت باندي خبرېدل وهغوی ته د يوه عادت په  حيث  پاتي دئ .

د جاپان اساسي قانون چي د جګړې را وروسته ليکل سوی دئ ، د عقيدې او بيان آزادي يې منلې او د مطبوعاتو د حرکت ضمانت  کوي  . نن   جاپاني ورځپاڼي په دې هيواد کي د خورا لوړ نفوذ او اعتبار څخه برخمني دي،  ان ځيني وختونه لا و جاپان  ته  د يوه داسي هيواد  نوم ورکول کيږي چي په هغه کي   ورځپاڼي  بابايي کوي .

په جاپان کي د چاپ او د بيان آزادي، و خبرو ته د ټولو اتباعو لاس رسي او د هغوی د نظرياتو خپرول ددې هيواد درسنيو د حقه حقوقو څخه ګڼل کيږي . د جاپان رسنۍ يوه پراخه راډيويي، ټلوېوزوني، د خبري آژانسو، انټرنيټ، ورځپاڼو او مجلو يوه منظمه  مجموعه په خپل ځان کي  فعاله ساتلې  ده او په بېلابېلو عرصو کي خپروني کوي .  د جاپاني موډرني رسنۍ د ټولني  د عمومي   افکارو په تنظیم او   لارښوونه  کي او حتی ددې هيواد د دولتو پر سرنوشت باندي خورا زيات  نقش لوبوي  . د جاپان رسنۍ په خلکو او دولت کي ځان   يوې داسي  مرتبې ته رسولی  دئ  چي  په هرو دوو هفتو کي د سیاسي او ټولنيزو چارو په اړه  نظر سنجۍ سازماندهي کوي  . دغه د نظر سنجيو  نتيجې زياتره  په هيواد کي د  زياتو سياسي  پريکړو منشأ ګرځي . په همدې چوکاټ کي  ده چي  جاپان د نړۍ د ټولو رسنيو د پاره يو مهم  هدف ګرځېدلی دئ .

په جاپان کي جمعاً ۱۲۲ ورځپاڼي خپريږي چي پنځه يې سراسري او د ټول هيواد په سطحه چاپيږي  چي هره يوه يې د يوې ټلويزوني شبکې سره تړلي دي چي يوميوري  ورځپاڼه د « نيپون» د ټلوېزوني شبکې سر تړاو لري .

په دې هيواد کي دورځي تر ۷۲ ميليونه زياتي ګڼې ورځپاڼي چاپيږي چي په دې جمله کي  ۱۵ ميليونه نسخې يوازي د  همدې  يوميوري شمبون نومې ورځپاڼه )  (The Yomiuri Shimbun  په برخه دي  چي  دا رقم  په  ټوله نړۍ کي په  بې ساری توګه يوه لوړه شمېره  ده . د يوميوري شيمبون ورځپاڼه په دوه وخته ، سهار او مازيګر کي خپريږي . ددې ورځپاڼي  يوازي سهارنئ تيراژ   لس ميليونه نسخو ته رسيږي چي دغه رقم په مجموعي توګه د وال اسټریټ ژورنال، نیویورک ټایمز، واشنګټن پوسټ، لس‌آنجلس ټایمز، ډیلی ټلګراف، ټایمز او ګارډین د  مشهوره ورځپاڼو د تيراژ  نه  زيات دئ .  په واقعیت کي د جاپان ورځپاڼي د نفوسو  وهر دوو  تنوته  يوه ورځپاڼه  رسيږي . د یوميوري شيمبون ورځپاڼه  د جاپان د کسبګرو په قشر پوري اړه لري او په حقیقت کي ددغي  ورځپاڼي اصلي مخاطبان هم  د جاپان دوهم نسل تشکیلوي .

دغه ورځپاڼه په ټوله نړۍ کي يکه  تازه او بې سياله ده . يوميوري شيمبون ورځپاڼه او  په جاپان کي  نوري ورځپاڼي د توزيع يوه لويه او مجهزه  شبکه په واک کي لري چي ۸۰ زره تنه کار پکښې کوي . د جاپان زياتره ورځپاڼي مياشتني ګډون کوونکي لري چي ورځپاڼي  په خپل کور او دفتر کي ورته رسیږي . دغه ورځپاڼه  په څلورو غولپيکره او خورا  مجهزو چاپخانو کي  چاپيږي  چي  د  ۱۰ ځانګرو شخصي طيارو په ذريعه په جاپان او ټوله نړۍ کي توزيع کيږي .

د يوميوري شرکت ، همدا رنګه د يوميوري ډېلي ورځپاڼه Yomiuri Daily  چي د جاپان تر ټولو لويه انګريزي ژبي ور ځپاڼه ده چاپوي .  همدارنګه  نوموړی شرکت  ددې نه علاوه  نوري هفته ایزي او مهالنۍ مجلې او راز راز  کتابونه هم خپروي .

جاپانيان و ورځپاڼو ته هماغه  د جارچيانو د ژوند و ادامې ته د ورته کارنامو په  سترګه ګور ي چي په تيرو پېړيو کي به يې د کاغذي ورقو له رويه  و خلکو ته په لوړ آواز خبرونه اورول  . په دې هيواد کي چاپي خپروني د ۱۸۶۸ راهيسي باب   سوي دي .  

په جاپاني ژبه کي يوميوري شيمبون  ته « دلوستلود لاري د  ورځپاڼي د خرڅلاو » په مانا ده،  دداسي  يوه نوم د اېښودلو وجه په واقعيت کي داوه چي په جاپان کي د جارچيانو  د خبري ژوند هغه پخوانی   دود چي د توکوګاوا (۱۶۰۳- ۱۸۶۷) په عصر کې رواج درلود، هغه  ژوندۍ وساتل سي. دغه شېوه  چي د پيسو په بدل کي به يې و خلکو ته  د جارچيانوپه  وسيله    چاپي خبري پاڼي  په لوړ آواز  لوستلې ، د ورځنيو پيښو ، خبرونو او مهمو پيښو ته به يې په همدې توګه  انعکاس ورکاوه  .

يوميوري شيمبون   دهماغه لومړيو وختو څخه خپلي خپروني  ددولت په مالي مرسته  پيل کړي وې او هماغسي ددولت د  نظريو طرفداره  او ملاتړ کوونکې وه   .  دغه ورځپاڼه چي په يوه رنګ خپريږي   په متن کي يې  د خبرونو، ورزش، سياست، علم او تکنالوجی، هنر اوسينما سربېره  نور بېلابېل مطالب هم  پکښې را غونډ سوي دي .

ددې ورځپاڼي د چلونکو د برياليتوب لومړنی راز په دې نکته کي غټ سوی دئ چي د دغه ورځپاڼي چلوونکي د بازار  د ژبي سره  کامله  آشنايي لري .  دورځپاڼي مطبوعاتي کهنه پيخه چلوونکي په دې پوهيږي  چي څه وخت  بازار ته ولاړسي او په هغه کي دورځپاڼي  د پاره څرنګه  مالي سوړي ( سوړس) پيدا کړي .

د کال ۱۹۹۹ په نوامبر کي يوميوري شيمبون  يوه سي ډي هم و بازار ته را وايستله چي نوم يې« د ميجي په عصر کي يوميوري شيمبون » وو.  دغه سي ډي  په واقعيت کي  د ميجي د عصر  د ټولو مقالو او په دې ورځپاڼه کي د تصاوير و يو مکمل  آرشيف را غونډ کړی دئ . دا لوموړی ځل وو چي يوه ورځپاڼه دي د تصاويرو او مقالو د څېړونو دپاره داسي يو ډيجټالي منبع جوړه کړي . ددې نه وروسته دغي ورځپاڼي د خپل  نشراتي بهير په لړ کي  يو زيات  شمېر نوري سي ډۍ ګاني  د ورځپاڼي د څېړونکو د پاره هم عرضه کړي دي .

که څه هم د جاپان  د نفوسو هغه لويه برخه  چي ورځپاڼي وايي د زړېدو په حال کي ده، او د انټرنټ  څخه  استفاده  د رواجېدو لوری وهي،  دې کار په ځوان نسل کي د ورځپاڼو د لوستلو دود په نړۍ واله سطحه  کم کړی دئ چي طبعاٌ د ورځپاڼو پر  تيراژ  باندي ناوړه منفي تأثير ايږدي،  خو په جاپان کي د امريکا او اروپا په نسبت دغه پروسه   سوکه روانه  ده  .

د جاپان  او هغې ته ورته د غربي هيوادو  د رسنيو فعاليت داسي ندئ چي د هغوی مخاطبان دي فکر وکړي  چي ګني هغوی  ته  دخدای د رضا دپاره   د پيښو او حالاتو انځورونه  بې مدعا وړاندي کوي . په ننۍ نړۍ کي  د رسانه ای او مطبوعاتي وسائلو د پرمختياوو له برکته و داسي يوه  تصور ته اعتقاد درلودل  ساده ګي ده .  د  مخاطبانو سره  د رسنيو پټه  جګړه تل دوام لري ، دا ځکه چي هغوی تل د خپلو اهدافو د تحقق دپاره د سيالو رسنيو سره د رقابت  او يو د بل سره د جګړې په حال کي دي  ترڅو مخاطب په ځان پسې راکښې باسي او د هغوی په وسيله وخپلو اهدافو ته ځان و رسوي . دغه اهداف مسلماً مادي  ګټه  يې لومړيتوب لري خو په  سياسي ډګر کي  هم  د مخاطبانو په فکر کي د تغير او بدلون د را وستلو هدف هم  پالي . کله فرهنګي هدفونه  هم لري چي غواړي په ملتو کي يو فرهنګ له مينځه يوسي او پر  ځای يې  خپل خاص فرهنګ  رايج کړي . په دې توګه رسنۍ تل  د خپل  هدف د پاره هم  په خپلو کي او هم د خپلو مخاطبانو سره د جګړې او   رقابت په حال کي دي  .

مأخذونه او منابع  :

http://en.wikipedia.org/wiki/Yomiuri_Shimbun
http://www.yomiuri.co.jp/

http://www.yomiuri.co.jp/dy

 

تېره برخه دلته ولولۍ