افغان ځواکونو ته دواک دسپارلو په اړه دناټو غنډه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت اله روان
د ایستونیا په مرکز تالین کې دروانی میاشتی  اپریل په ۲۳ د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن تر مشری لاندی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، افغانانو ته د واک سپارلو او په افغانستان کې د ناټو د ستونزو په اړه دناټو دبهرنیو چارو دوزیرانو پراخه غونډه پای ته
ورسیدله ،و دغې غونډې ته د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هیلری کلنتن هم خبرې کړی دې
د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ناټو له غړیو هیوادو وغوښتل چې د افغان پولیسو او عسکرو د روزنې لپاره نور روزونکي افغانستان ته واستوي. څو په دې ډول په دوه زره یولسم کال کې له ټاکلي جدول سره سم له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل پیل شي او واک افغانانو ته وسپارل شي. په دی اړه دناټو عمومی منشي ویلی دي چی دناټو دماموریت را تلونکی ځرګند او روښانه ده ،یعنی دافغانانو دکاری ظرفیت لوړیدل او دافغان چارواکو ښه مشر تابه دي
راسموسن وايي د دې لپاره هیڅ دلیل نه شته چې دا خبره پټه کړو چې د افغانستان امنیتي وضعه ستونزمنه ده. ډير هیوادونه چې دلته یې استازي راغونډ شوې دي په دغه ماموریت کې یې پوځیان وژل شوې دي. خو روان کال موږ پرمختګ کړی دی. دا کال وار زموږ دی."او بايد يو څه پرمختګ وشي .
د بله لوری د ناټو تړون غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په هغه پلان هوکړه وکړه چې له مخې به یې د ناټو پوځي او ملکي پرسونل دروان میلادی کال  تر اخیره  افغان دولت ته د مسولیتونو د سپارلو پروګرام پیلوي ،دغه پریکړه دناټو دسازمان دمنشی پر وړاندی داستونیا په پلازمینه تالین کی وشوه.
د ناټو سرمنشي ښاغلي موسن وویل: (( مونږ په یوه پریکړه سره یوه خوله شوو چې له مخې یې د واګو انتقال پیلیږي، مونږ یوه داسي پروسه باندي هوکړه وکړه چې له مخې به یې مسولیتونه نور نو افغان سرتیرو او ملکي ادارو ته سپارو)) نوموړی وویل چی افغان دولت ته دمسولیتونو سپارل ددی معنی نه لری چی ناټو به له افغانستان ځخه وزي، دانتقال ددغی پروسی دبشپړیدو وروسته به ناټو څواکونه دملا تړ رو ل ولوبوې
دمګړۍ د ناټو ۹۰ زره سرتیري په افغانستان کې میشت دي چې په تیرو څو کلونو کې یې تلفات هم ډير شوي دي
افغان دولت تر اوسه د دغې پریکړې په اړه خپل دریځ ندی روښانه کړی ،یوازی دافغانستان یوه پخوانی ددفاع وزیر خپل نظر په لاندی توګه ځرګند کړ ي دي
د ملې دفاع وزارت پخوانی وزیر او په تیرو ولسمشرۍ ټاکنو کې  کاندید شهنواز تڼی وایې چې افغان ځواکونه اوس هغو مسولیتونو ته اوږه نشي ورکولای چې ناټو په غاړه اخیستي دي.
نوموړي دغه څرګندوني وروسته تر هغه وکړي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د استونیا په تالین ښار کې
پریکړه وکړه چې دوي به پس له دې مسولیتونه افغان ځواکونو ته سپاري.
د ښاغلي تڼي په باور چې نړیوالو دمګړۍ افغان ملي وسله وال ځواکونه د مستقل جنګ لپاره ندي اماده کړي او اوس ورته د مسولیت د سپارلو وخت ندی
تڼي وویل چې افغان ځواکونه په جنګي او لوژستیکي وسایلو ندي سمبال شوي او ډیرو مسولیتونو ته د اوږې ورکولو جوګه ندي.
هغه وویل : (( که څه هم د نړیوالو ځواکونو موجودیت د افغانستان له حالاتو سره سمون نه لري او د هغوي وتلو ته زمینه هم نده برابره، هغه وخت چې افغان ځواک په خپلو پښو ودریږي بیا دوي کولای شي چې له افغانستان څخه ووزي
شهنواز تڼي همدا راز ویلی دې چې بهرني ځواکونه باید د افغانستان له یوې سمیې بلې ته را غونډ نشي بلکې باید په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووزي خو هغه وخت چې افغان ځواکونه د مسولیتونو د اخیستلو توان پیدا کړي.
يوه مسئله چې د تالين په غونډه کې پرې د امريکا او ناټو ترمنځ اختلاف دى هغه افغان امنيتي ځواکونو ته د چارو د سپارلو او له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو د وخت خبره ده. ناټو وايي چې له افغانستان څخه د ځواکونو ايستل په يو شمیر شرايطو پورې اړه لري چې ددوى هدف ترې د افغان ځواکونو هومره پياوړتيا ده چې د هیواد امنيت په خپله وساتې، خو امريکا ددې چارې پيل ته د راتلونکي ميلادي کال وروستۍ نمايي ټاکلې ده.
دا سمه ده چې افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو لپاره په کارده چې افغان امنيتي ځواکونه ددې مسئوليت د پورته کولو توان ولري، خو دې هدف ته درسېدو لپاره که ټاکلې موده په نښه شي، دوې لويې ګټې به ولري.
لومړى خو به دا په ټوله کې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پر وړاندې پر مقاومت اغيز وکړي ځکه په افغانستان کې ډيرى جنګيدونکي کسان ددې لپاره جګړه کوي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو که ددوى د وتلو وخت مشخص شي، نو ښکاره ده چې ډېر جنګيالي به له جګړې لاس واخلي او په ټوله کې به د سولې پر روانه پروسه هم مثبت اغيز وکړي.
دوهم دا چې که له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت سپارلو لپاره وخت وټاکل شي، له شک پرته چې دې هدف ته به د رسېدو لپاره هم نړيوال او هم افغان دولت قوي هڅه وکړي او د نيټې ټاکل به هدف ته د رسېدو لپاره افغان امنيتي ځواکونو او نړيوالو ته انرژي ورکړي.
په همدې ارزو چې يو وخت مو دامنيت په ګډون ټولې چارې پوره افغاني وي او پرخپلو سړکونو د بهرنيانو ټانکونه او په فضا کې يې الوتکي ونه وګورواوافغانان په اتفاق او پوره اتحاد دخپل هیواد دساتنی جوګه شي ،او دپردیو له محتاجی ځخه خلاص شو ،پای رحمت اله روان