نیوکې او کره کتنې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

دنیوکې تیوري: د نیوکې کلمه له یونانې ژبې څخه اخستل شوې او دا مانا لري څو موږ د اخلاقي - سیاسي او حقوقي  اصولو پر بنسټ  (د رښتیا او دروغو، د اعتبار لرونکو او بې اعتباره څيزونو ترمنځ ) « توپير وکړی شو» ، سړی نه شي کولی په  دقیقه توګه ووايې چې دا د سمو او مناسبو کلمو د کارولو وړتیا ده،دغه لاتین مفهوم ته پاملرنه وکړۍ:


«iudicium» og «ars iudicandi
په پښتو ژبه يې داسې وبلی شو : د بحث له بصیرت څخه مناسبه ګټه اخیستل . دا د هغې جملې سره په مخالفت کې ده چې یوازې د څيزونو غوره کول او یا لیرې آرتول مطرح کوي.
په علومو او فلسفه کې کره کتنه او نیوکیز لید یوه اړتیا ده ، ځکه دلته تاسې یوازې کولی شۍ د ادراک ترمنځ یو داسې  توپیر وکړۍ کوم چې د استدلال دپاره دلیلونه لري  یا نه  لري. ددې دپاره چې فلسفي او علمي اداراک و آزمایل شي یوازنۍ لاره داده چې وګورو د نیوکې تر وړاندې ددریدو وس لري او که نه؟
د نیوکې دپاره یوه ځانګړې او مهمه بڼه له  نیوکې  څخه د هغې سرچینه ده. دا په دې مانا ده چې راز راز تاریخي دودونه و څېړل شي او وڅېړل شي چې دا رښتني دي، د هغوی لرغونتوب وټاکل شي او څرګنده شي چې کومې پایلې ترې تر رامنځ ته کېږي. د مودرنه تاریخي څېړنو ځانګړتبا داده چې سړی نه شي کولی د سرچینو په اړوند ساده اوسي، د سرچینو نیوکه اړینه ده څو د پایلو د بیان دپاره ډاډمن بنسټ منځ ته را شي.
کله چې سړی د پېښو د څېړنو دپاره اقدام کوي نو په پرنسیپ کې همدغه خبره اعتبار لري. د سرچينو نیوکه اړینه ده او دا مهمه نه ده چې دغه پېښې چېرته پېښې شوي په افغانستان ، بالکان اویا په کوم بل ځای کې.  خو کومه ستونزه چې په دغه برخه کې شتون لري هغه داده چې ټولې سرچينې پرانېستي نه دي او په سیاست کې ډیر کله له غلطو مالوماتو څخه کار اخیستل کېږي. دلته ویلی شو چې د بېلابیلو ټولنو ترمنځ د عامه نظارت له پلوه زیات توپير شته. د عامه نظارت محدود توب زیان رامنځ ته کوي او دهغې  یو زیان دادی چې د ډیرو لږو مالوماتو پربنسټ په آسانۍ سره  ډېرې مهمې پريکړې  نیول کېدی شي چې ناوړه پایلې رامنځ ته کوي .
سړی کولی شي دداسې نيوکې په هکله هم خبرې وکړي چې له بېلابېلو برخو سره تړاو لري لکه: هنري نيوکې، اخلاقي نیوکې، سیاسي نیوکې،  ذوقي نیوکې، ( ادبي او هنري کره کتنه)، کولتوري نيوکې یا کره کتنه او مذهبي کره کتنې.  خو سړی باید  په دې اړوند هغه ستونزې دقیقې کړي کوم چې  پرنسيپي ستونزې راپورته کوي او د «نیوکې» په کار کی په خپله د بېلابېلو اندونو په مرکزي عنصر بدلېږي.
له رنسانس نه وروسته د فلسفې يوه ځانګړنه داده چې دعلمي تېورۍ پوهنې لومړې ځای ونیو. دا لکه څنګه چې د ایمپرستي(د معرفت پېژاندنې فلسفه ده چې د پوهنې په رامنځ ته کېدو کې د تجربو رول ډير مهم ګڼي) عنعنو(بکن. لوکه او هیوم) په اړوند هم زیات اعتبار لري ، همدارنګه د عقلاني ( دیکارت او لېبنیز) په اړوند هم اعتبار لري. هغه څه چې باید څېړل شوې وای هغه د « انسان پېژاندنه وه» یا د تفکر وس ؤ. هغه څه چې باید سړي تر لاسه کړي وای دا ؤ چې باید په هغه مسالو کې د معقوله اندونو توپير وکړي  چې یا حل شوې نه ول یا بې مفهومه ول.  که اساسي هدف هماغه وای چې ؤ ، نو په هغه ټولو هڅو کې به توپير وای  چې ددې هر څه د تر سره کولو دپاره کېدل.
د کانت د نیوکو فلسفه
کانت  د دکماتیزم (وچ تعصب) او سکيپتسېزم (شک او بد ګومانۍ) تر منځ ځای درلود. لومړی د غالب استبداد له تعصبه  پيل شوه، خو د کورنۍ جګړې له امله له ګډوډۍ سره مخامخ شول، چې دې کار شکمنو ته چانس برابر کړ. شکمن ځنې ډلې وې چې شمیر يې زیات نه ؤ او د ځايي وګړو تر سیوري لاندې ول. خو څرنګه چې دوی دومره زیات نه ول نو ځکه دوګماتیستانو بیا  د ستونزو د حل له وړاندیز سره سر را اوچت کړ . د دوګماتیستانو ترمنځ خپل منځي شخړې او د دګماتیستانو او شکمنانو ترمنځ د بدلون له امله دا هر څه په بې توپيرۍ او تشې پای ته ورسېدل. کانت لیکي یوازنۍ لاره نیوکه ده.
هغه عقیده لرله چې «نیوکه» په ټوليز ډول د عقل دغه وړتیا بیانوي چې عقل څه بیانولی او څه  بیانولی نه شي. له یوې خوا غواړي د نړۍ په هکله  د مالوماتو  پخوانۍ فرضيي ( یانې هغه څه چې له تجربو دمخه شتون لري)موږ ته شرحه کړي. دبلې خوا هغه ستونزې بیاونوي چې د عقل له لارې نه شي حل کېدلی. دا پر عقلاني میتافزیک باندې د نیوکې په لور یون دی. په دې وروستي حالت کې نیوکه باید په څرګنده وښيي چې دغه پوښتنه په تيوريتيکي ډول حل کېدلی نه شي. دا د تیوريتيکي چلند د په رسمیت پېژاندلو پیل دی: « پر خالص عقل نیوکه».
د «عملي عقل د کره کتنې » په برخه هماغه چلند اعتبار لري چې د اخلاقو دپاره استقرايي بنسټ شرحه شي.

مارکس، د سیاسي اقتصاد نیوکه
د مارکس نیوکه هم د هيګل  او د هغه له ستونزو څخه د علمي نیوکې له « پوهنې» او د فیورباخ له ماتریالیزم څخه سرچینه اخلي.
مارکس وروسته له دې چې پر دین، فلسفې او پر آلماني ایدیولوژۍ نیوکه کوي ، د سیاسي اقتصاد نیوکې ته وده ورکوي، چې د کپيتال په نامه یادېږي.
دلته نیوکې زیات مفهومونه لري ، له یوې خوا د سمیت او ریکاردو د کلاسیک ملي اقتصاد څخه نیوکه ده، او په عین حال کې دا د کاپيتالیستي سیستم څخه نیوکه ده. په همدې وخت کې دا د نورو اقتصادي تيوری ګانو څخه نیوکه ده،  لکه کاذبې پوهنې، یانې د ایدیولوژۍ نیوکه. دا په تاریخي فلسفي تیورۍ کې اوبدنه ده، چې د انقلابي عمل له لارې يې د بنسټيزو بدلونونو راوستل ممکن کړل، نیوکه د یو داسې پراتیک له پاره يوه مهمه وسیله ده. په همدې وخت کې د مارکس سیاسي اقتصاد  د مثبتې علمي پوهنې له لارې علمي چلند تاییدوي، دا په ۱۹ پېړۍ کې عادي خبره وه. دغه سیاسي اقتصاد د مضمون له پلوه  د کار د ارزښت ډیر پياوړی بحث دی. مارکس اجازه ورنه کړه ، له دغه جوړښت  څخه شاته لاړ شې او پوښتنه وکړې آیا دا په رښتیا هم شتون لري. د ۱۹۷۰ کلونو په شا او خوا کې داسې تمایل شتون درلود څو سیاسي اقتصاد بیا له سره جوړ کړي. لازمه ده ووایو چې دا د پاملرنې وړ بریده پورې د ښکلا پېژاندنې او هغه ادبي مورخانو، فیلسوفانو ته چې په دغه برخه کې بوخت ول، په تاریخي اندونو آوښتي ده. په عین حال کې که سړي غوښټي وای د ایدیولوژیکي نیوکې په مرسته ټولې نیوکې تر کنترول لاندې راولي، دا هر څه به د نورمال فلسفي نیوکې څخه خوندي ساتل شوي وای. په واقعي ډول، له هماغه وخته تر اوسه نه شي کېدی  دغه ایدیولوژیکي نیوکې ، چې د سیاسي اقتصاد د رښتنې دریځ  وړاند وینه کوي، په بل ډول تشریح کړی شي.
د کارګرې طبقې له خوا د طبقاتي تیوري  کارولو په دغه برخه کې هڅه شوې له ځانه دفاعي شوي دريخ عادلانه کړی شي. خو کارګره طبقه له داسې یوې تیورۍ سره څه وکړي، په داسې  حال کې چې دا سمه نه ده؟
که چیرې هغوی بهاني او واک ته اقدام ونه کړي ،د سیاسي اقتصاد پربنسټ علمي نیوکه دومره په آسانې نه حذفېږي. په داسې حالت کې سړی د هر ډول  جدي بحث څخه ځان بهر ساتي او ځان د کانت د استازی په توګه ښيي چې د استبدادي دګماتیزم په نامه یادیږي.
د پوپر عقلاني نیوکه
د عقلاني نیوکی مرکزي سړی (کارل ر. پوپر) دی، چې له وین څخه دی، خو د ژوند په یوه دوره کې يې په لندن کې لوست ورکاوه. ډیر وختونه خلک هغه د منطقي امپيرست سره غلطوي. خو دهغوی خلاف نوموړي عمومي متافزیک ته وده ورنه کړه.  هغه د «ديمارکاتسیه پرنسيپ» ته مخه کړه، چې ددې امکان يې برابر کړ څو د امپریستي پوهې او میتافزیک تر منځ توپير وشي، بې له دې چې میتافزیک لکه یو بې مفهومه څيز وغورځول شي. د علمي ادعا اصلي ځانګړنه داده چې هغه باید د ثبوت وړ وي.
پوپر په دې ډول دغه خبره تفسیروي چې په پرنسیپ کې د تقلب وړ وي – یانې سړی کولی شي ځان د حقایقو له پلوه ایمپيرست  تصور کړي ، او له تورونو سره په  مخالفت کې پریوزي. پوپر دغو نظريو ته په ۱۹۳۴ کې د « څيړنو د منطق» تر نامه لاندې  وده ورکړه. په دې ډول نوموړی د مثبتو علومو د تفسیرولو هڅه نه کوي، خو هغه د نیوکو یو پرنسیپ وړاندې کوي، کوم چې مرسته کوي د فکر دغه طرز لیرې و غورځوي چې په ظاهره ځان علمي ښيي، خو هغه شرایطو ته ځواب نه وايي کوم چې نوموړی يې مطرح کوي. دا په خپله ځان ته د معافیت ورکولو له فکري طرز دپاره لکه مارکسیزم او روان پېژاندنې  هم اعتبار لري.
نوموړی نیوکو ته د ننوتلو د کار په توګه پراختیا ورکوي، چې هغه يې د «  هيستوریسم» په نامه یادوي او نوموړی يې په تېره بیا د هيګل- مارکس په عنعنو ، او د سیاسي پراتیک په نیوکه کې دیو تاریخي فلسفي پوهاوي په توګه را پېژني. هغه همدارنګه دې ته د الترناتف په توګه په کوچنیو پړاونو کې د انجنیرۍ د هنري تیورۍ په توګه وده ورکوي  ، دا یوه تیوري ده چې وايي څرنګه موږ د ټولنيزې پوهې علم په ټولنه کې د حالاتو د بدلون دپاره کارولی شو.
د نیوکې تیوري
د نیوکې دغه تیورې ته د جګړې په دوره کې د ماکس هورخیمر ، هربرت مارکوس او ت. و. ادورنو له خوا وده ورکړی شوه. هورخمیر د نیوکې دغه تیوري د مروجې تیورۍ تر وړاندې رامنځ ته کړه او د نیوکې دغه تیوري ته يې د مارکس د سیاسي اقتصاد د تیورۍ پر بنسټ وده ورکړه.
د نیوکې دغې تیورۍ د نیوکې مفهوم د مارکس څخه واخیست ، لکه  پر نورو تیوری ګانو نیوکه چې په عین حال کې  د شیانو د تیورۍ څخه نیوکه وه،  او پر جاري تیوري ګانو نیوکه لکه ایدیولوژیکه نیوکه.  هغوی تر یوه بریده  منله چې د سیاسي اقتصاد محتوا بېخي روښانه نه ده، او په پای کې د سیاسي – اقتصادي شیبه  په پرله پسې ډول د هغوی د کار بنسټ ته لاړه.
هغوی په پای کې پر « سازمان موندلي نړۍ» باندې نیوکې ته وده وکړه. هورخیمر د اساسي کلام د مفهوم نیوکه کوونکی شو، په عین وخت کې ادورنو د کولتوري نیوکې او د هنري فلسفي پوښتنو د نیوکې لیکلو ته چمتو کېده،
جورګین هابرماس په ۱۹۶۰ کالونو کې د نیوکې تیوري له سره تعریف کړه – خو نه د سیاسي اقتصاد پر بنسټ، بلکې د پېژندګلوۍ د ګټو په اړوند د یوې تیورۍ له مخې ، چې خلاصون ته علاقه مندۍ پکې اصلي ځای لري. هغه  د کار او متقابل اغېز (انتراکشون) تر منځ يو توپیر راوست، او دې ته يې د مارکس له دريځ  څخه د اساسي نیوکې په توګه پراختیا ورکړه.  د متقابل اغېز د مفهوم  له لارې ـ لکه څنګه چې هغه په خپله پوهېده – هغه د کانت دنیوکې دتیوري، د پراتيکي فلسفې ټاکونکي عناصر په کاروي.
دمخه په ۷۰ کالونو کې هغه د تحلیلي فلسفې  په ځانګړي ډول د بیان د عملي فلسفې مهم عناصر اخستي ول – او پر همدغه بنسټ نوموړي د تاریخي ماتریالیزم د نوي کولو وړاندیز وکړ. پوښتنه داده چې آیا دلته د مارکس څخه غوڅ بېلتون نه رامنځ ته کېږي؟ - د مارکس د تاریخي ماتریالېزم په اړوند ویل کېږي چې د واقعیت په پرتله ډیر شفاهي دی – کوم څه چې زیات مارکسیستان يې په اړوند استدلال کوي. په عمومي ډول سړی ویلی شي چې هابرماس هم د مارکس د تیوري ګانو په اړوند زیاتې روښانتیا ته اړه لري .
فلسفه د نیوکې په ژبه
دنیوکې په ژبه فلسفه په مودرنه فلسفه کې یو لوری نه دی، خو د زیاتې اغېزې لرلو سره یو پراخ غورځنګ دی. دلته سړی ددوو فلسفي چلندونوسره مخامخ کېږي : لومړی ډول يې زموږ د مهمو چلندونو په اړوند زموږ د فکر اساسي جوړښت بیانوي. په دویم ډول کې  سړی ددې بدګومانۍ سره مخامخ کېږي چې ژبه کېدی شي زموږ اندونه کډوډ کړي، او د ژبې – نیوکې پریکړې، کېدی شي د خړې (غبار) د خپریدو سبب شي. د کانت د نیوکې له مفهوم سره ورته والی تصادفي نه دی، دا کېدی شي لویه تیروتنه وي که ووایو چې د ژبې – نیوکې ټولې فلسفې د کانت له فلسفې څخه پيروي کوي.
د نیوکې – په ژبه  فلسفه – چې د تحلیلي فلسفې په نامه هم یاده شوې – دغه فلسفه د صوري ژبې له تحلیل او جوړښت او یا د ورځنۍ ژبې څخه سرچینه اخلي. رودلف کارنب د لومړي ډول وتې څېره ده، انګلیسي فیلسوف  ګ. اي . موور ددویم ډول استازی دی. د لودیک ویتګېنستین په اړوند موږ له لومړني ویتګېنستین څخه وروستي ویتګېنستین ته بدلون وینو. د پاول لورینزن او د ایرلانګ – ښوونځي  په اړوند،  چې خپل پروګرام ته يې د هغه ستونزو پربنسټ چې  دشواهدو له منطق څخه راوځي وده ورکړې ، موږ یو منځنی دریځ مومو .
بيخي په همدغه برخه کې د جاري فلسفې په اړوند د عقلاني  نیوکې، د نیوکې د تیورۍ او د تحلیلي فلسفې ترمنځ  خبرې اترې ترسره کېږي. ددې په پرتله ارتدکس مارکسیزم هڅه کوي د ۱۹ پېړۍ دريځ بېرته راژوندی کړي. دا دریځ د ژبې – نیوکې له پلوه ډیر بسیط دی، او په همدې ډول د منلو وړ کومه لاره نه ښيي.

زموږ په هیواد کې دنیوکې او کره کتنې بهیر او ستونزې؟
نیوکه ډیر کله په منفي مهفوم تعبيریږي، کېدی شي تاسې هم تجربه کړې وي چې  د نیوکې له امله څوک له تاسې څخه خپه شوی وي. خو خلک اړ دي یو له بل سره  خبرې وکړي او یوبل ته څه ووايې څو خپل منځي ستونزې حل کړي. دا ستونزې کېدی شي د کار په چاپېریال ، ښوونځي ، پوهنتون او نورو ځایونو کې  چېرې چې خلک یو له بل سره ګډه کار کوي او اړیکې لري، پېداشي.
مهمه داده چې موږ له ستونزو سره د ستونزو په توګه چلند وکړو او له انسان څخه ستونزه جوړه  نه کړو.
داسې کسان زیات نه دي چې نیوکه مني او په سمه کره کتنه پوهېږي. خو باید وویل شي چې په سمه توګه کره کتنه او نیوکه او  دهغې منل  د بشري ټولنې د پرمختیا او ودې ډیر ستر عامل جوړوي.
په پرمخ تللیو هیوادونو کې د کره کتنې او نیوکو ستونزه حل شوې ده ، دوی د نیوکو او کره کتنو منطقي او علمي بڼې ته پراختیا ورکړې. په پرمختللو ټولنو کې سیاست پوهان یا د ټولنیزو  او علمي مسایلو کار پوهان کله چې د خبرو د میز تر شا کیني نو په زیاتې حوصلې او پاملرنې سره د یو بل خبرې آوري او کله چې یو لوری خپلې خبرې پای ته ورسوي نو بل لوری خپلې خبري پیلوي او په آرامه او دوستانه بڼه نیوکې کوی او نیوکو ته ځواب وايې. ددوی خبرې د مننې او د خوښې په فضا کې پای ته رسېږي.
خو زموږ په هیواد کې د خبرو او نیوکو داسې کولتور لا تر اوسه نه تر سترګو کېږي، زموږ په هیواد یا هیواد والو کې د خبرو اترو او نیوکو هر یو اړ خ ځان په بشپړه توګه پرحقه او له هر ډول نیمګړتیاو خلاص بولي او ټولې نیمګړتیاوې او ناخوالې په خپل مقابل لوري کې ویني. دا څه عجبه خبره هم نه ده ځکه دلته د اوږدو کلونو په ترڅ کې د نیوکو او کره کتنې کولتور شتون نه درلود ، په تېره بیا وروستۍ درې لسيزې د جګړو او زور آزماینو کلونه ول او  هرڅه د زور په منطق حل کېدل او لا کېږي. د سیاست په ډګر کې  هم له همدې چلند څخه کار اخيستل شوی . هر چا واک تر لاسه کړی خپل سیاست یې سم ، ملي ، له هر ډول نیمګړتیاو خلاص او  دټولو په ګټه بللی او مخالف غږونه ، نیوکې او کره کتنې يې نه دي آوريدلي او نه دي منلي ، دوي د خپلو نظریاتو او افکارو تر وړاندې هر ډول مخالفت او یا پرهغې نیوکې ددښمنۍ په توګه تعبیر کړي  او د هغو د له منځه وړلو هڅې يې کړي دي.  دوی تل یو ډول فکر او ایدیولوژي  سمه او بې عيبه بللې او د هغې مقابل فکري بهیرونه يې بيخي غلط او نادرسته بللي،  دوې هيڅکله هم جوړونکو خبرو اترو اوبحثونو ته نه دي ناست. هیڅ چا هم خپلو پلویانو ته د مسایلو  او ستونزو په اړوند د قضاوت اجازه نه ده ورکړی او نه ورکوي. هرې ډلې هڅه کړې چې خپلو پلویانو ته خپل مخالفین او د هغوی نظریات ډیر بد او ناوړه معرفي کړي.
دوی په ټولو وسایلو سره هڅه کړې څو خپل پلویان د مغزي  پلوه ووينځي او هغوی ته د نورو فکرونو د رسیدو مخه ډب کړي، څو په پټو سترګو ددوی اطاعت وکړي. نو له دې کبله د هرې ډلې پلویان  هغه څه چې پېژني  اویا پرې پوهېږي پر هغې ټينګ ولاړ وي او نور هر څه ورته بد او ناوړه ښکاري. ددي کبله کله چې بحث ته کیني په چټکۍ سره د خبرو له نورمال حالته وځي او په جګړه او شخړه لاس پورې کوي.
لکه څنګه چې پورته اشاره وشوه زموږ په هیواد کې جګړو او دښمنیو ټول خلک زیانمن کړل دغه زیان نه یوازې مادي زیان ؤ بلکې معنوي زیان هم ؤ. د جګړو پای دا غوښتنه کوي څو د جګړې مجرمینو ته سزا ورکړی شي خو خلکو ته زیان رسوونکي هيڅکله هم د خپلو ناوړه کړنو په خاطر ځواب ته و نه درول شول، نه یوازې خلک د مجرمینو د مجارات کېدو شاهدان نه شول بلکې مجرمین نور هم پر امتیازونو وپړسول شول.
دغه ډلې نه نيوکې او نه دخپلو کړنو کره کتنه په خپله ګټه بولي نو په ټولو وسایلو سره د نیوکو او کره کتنو سالم بهیرونه ګډوډوي. خو د خلکو د نیوکو بهیر یو دایمي بهیر دی او نه تم کېږي .
بله مساله چې د نیوکو او کره کتنې بهیر يې د ستونزو سره مخامخ کړی هغه د  رسنیو په نړۍ کې دنه مسلکي او کم تجربه کسانو پراخ شتون دی.
کره کتنه  په آوریدلو ، فکر کولو او ځواب ورکولو کې زیات  مسوولیت او تمرین ته اړتیا لري.  کله نا کله رسنې خلکو ته عادي خبرې د کره کتنې او تحلیل په بڼه وړاندې کوي او یا هم داسې شیان د کره کتنې د ځواب په بڼه وړاندې کوي چې نه شو کولی هغه کره کتنه  وبولو . دغه ځوابونه او کره کتنې د اور غونډارو ته ورته دي چې دوی يې د یو اوبل په لورې ګوزاروي.
نیوکه په اصل کې ارزونه او کره کتل دي ، نيوکه  د خبرو، ليکنې او چلند له لارې له بیلابیلو اړخونو د رابرسېره کولو، څرګندولو، راڅپړلو او ښکاره کولو په مانا لري.  يا په بل ډول نیوکه نورو ته د مالوماتو رسول دي چې تر نيوکې لاندې کسان کولی شي هغه په خپله ګټه و کاروي . نیوکه د فردي او ټولنيزې ودې د پاره د هڅونې وسيله ده.
که دا خبره ومنو چې پرنورو نیوکه  او د نورو نیوکه پر موږ  د ښې نتيجې د لاس ته راوړلو  دپاره د انسان د تجربي پوهې یوه برخه ده  او هره ټولنه کولی شي  د نیوکې له وسلې نه  د غلط چلند د له منځه وړلو دپاره په اغيزمن ډول کار واخلي نو د هغې سم او مناسب تعریف ته اړتیا لرو . آیا د هر کمزوري ټکي بیانول ددې پاره چې کمزوری ټکی دی نیوکه ده؟ کېدی شي په دې شرط چې  نیوکه کوونکی د سندونو پر بنسټ د کمزورتیا ټکی ثابت کړي او بیا و کولی شي ددغه کمزورتیا د منځه وړلو لارې چارې هم وښيي.
د کره کتنې په برخه کې درې ډوله چلندونه تر سترګو کېي:
یوه ډله یوازې د یوې موضوع پياوړي، ښه، او په زړه پورې  ټکي بیانوي خو عیبونو او ستونزو ته هيڅ پام نه اړوي .
ځنې نور د یوې موضوع کمزورو ټکو او نیمګړتیاو ته پام اړوي او دهغې د  ښېګڼو او مثبتو ټکو څخه سترګې پټوي.
دریمه ډله د یوې موضوع  پياوړو او کمزورو ، ښه او بدو ټکو ته پام اړوي او د هغو د اصلاح کولو لارې چارې هم په ګوته کوي.
په نیوکه او کره کتنه کې ډیره مهمه مساله سمونه او رغونه ده او نیوکه یوازې هغه وخت ارزښت لري چې د هغې په وسیله وکولی شو د چا خبرې، چلند او کړنې اصلاح کړو.  د نیوکې آوریدل په خپل ذات کې تریخ او ځورونکی دی او د سړي په مزاج سم نه لږي.  نیوکه کول آسانه کار دی خو د نیوکې آوریدل سخت . خو که پام وکړو سمه نیوکه هم سخت کار دی. او ځانګړی مهارت غواړي  چې که څوک په دغه مهارت پوه نه وي نو په عمل کې د هغوی نیوکه نه یوازې جوړونکی نه ده بلکې  د خلکو ترمنځ د کينې او بدبېنۍ هم رامنځ ته کوي.
منفي نیوکه، په تر نیوکې لاندې سړي کې پرځان باور  او ځانته درناوی له منځه وړي. د منفي نیوکې له امله ددواړه خواو ترمنځ د بحث او خبرو ټول امکانات له منځه ځي. کله چې سړی خبرې اترې او بحث له منځه وړي په حقیقت کې پرمختیا او رغاوی له منځه وړي.
د منفي نیوکې ژبه نیش لري  او زغم يې لږ دی ژر خپله حوصله له لاسه ورکوي، رخه ګر دی چې څرګنده نښه یې بې بنسټه او پرله پسې له منطقه لرې نیوکې دي.  جنجال کوي خو څرنګه چې جنجال منطقي بنسټ نه لري نو په سمه لاره نه ځي او ناوړه پايلې تر لاسه کوي.  شله دی او څرنګه چې په بحث کې يې منطق کمزوری وي نو مخامخ خبرې نه کوي . دوي پرخپله ژبه واک نه لري. خپل او هم د نورو وخت سېزي او له ځانه ناراضي وی او د ځان د نارضایتي علت په نورو او چاپېریال کې لټوي اوهيڅکله خپل ځان نه ارزوي.د ځان په دننه کې آرامتیا نه لري او هر څومره چې په دغه ډاګ کې ګام اخلي د هغه وجدان لا زیات نا آرامه کېږي او د وجدان عذاب باسي.  تل غمجن وي او څرنګه چې له ځانه خوښ نه دی نو نورو ته هم منفي څپې خپروي.  تل له کينې ډک، له ادبه لرې نظرونه د نورو په پته استوي. هغه وايې ستاسې ليکنې او مقالې هيڅ هم نه لري ، بې مفهومه او چټيات دي.
خو لکه چې وویل شو نیوکه یوه اړتیا ده ځکه هیڅوک نه شي کولی ووايي چې دی له هره پلو ه بشپړ او هيڅ عیب نه لري او کارونه يې ټول سم او بې عیبه دي. هر څوک که په دغه اصل باور ولري چې دی له نیمګړتیاو خلاص نه دی مترقي فکر کوي . که موږ د نورو نیوکو او کره کتنو ته پاملرنه ونه کړو د پرمختیا له بهیره لویږو .که په یوه ټولنه کې د کرکتنې او نیوکو څخه ډډه وشي  په حقیقت کې له پرمختیا مخنیوی کېږي او ټولنه پرشاځي.
د کره کتنې د کلتور نه لرل  او نه منل د ټولنې پر ټولو جوړښتونو  لکه کورنۍ، سازمانونو اودولتونو  منفي اغېزه کوي.
زموږ د ټولنې ټولنیز جوړښت داسې دی چې هلته ټولنیز دودونه او رواجونه ددې سبب شوي چې ځنې کسان په مهمو مسالو کې لومړی او وروستۍ خبره خپل حق وبولي. دا کسان هم په کورنۍ، هم په عادي ټولنیز ژوند ، هم په ګوندونو ، سازمانونو او هم په دولت  کې پيداکېږي او شمیر يې لږ نه دی. په دغه ډګرونو کې مشر که پر حق وي یا ناحق وي لومړۍ او وروستې خبره کوي او  کشرانو  یا ټيټو پوړیو ته دهغوی خبره د اجرا وړ ده او پرهغوی نیوکه د بې ادبۍ یا بې احترامۍ په مفهوم ګڼل کېږي. په ټولنیزو اړیکو کې درناوی یو مهم عنصر دی. خو دا ښه کار نه دی چې مشران یا د لوړو پوړیو کسان دې د کشرانو یا د ټيټو پوړیو د ښو او سالمو اندونو او نظریو مخه ونیسي او هغوی ته د نظر او نیوکې حق نه ورکړي .او داهم ددې مانا  نه لري چې د مشرانو او لوړ پوړو چارواکو پر نیمګړتیاو او چلند نیوکه د هغو ی بې احترامي وګڼل شي.  نیوکې باید د بشپړ درناوي په اډانه کې د رغونې او اصلاح په هدف ترسره شي.
همدغو رواجونو سیاسي ګوندونه او دولت تر خپل کنترول لاندې راوستي، د ګوندونو  او دولت مشرانو عادت کړی چې دوی د ګوندي او دولتي اصولو او قوانینو خلاف پریکړه وکړي او پاتې کوز پوړي کسان يې په پټو سترګو تر سره کړي. دوی نیوکې نه آوري او د نیمګړتیاو په اړوند له نورو سره خبرې نه کوي، دوی مهمې او تاریخي ارزښت لرونکې پریکړې په خپله خوښه او له اړونده کسانو سره له مشورې پرته نیسي خو د هغې ناوړه عواقب پر ښکته پوړیو تپي او د قهر او غضب د لارې چا ته اجازه نه ورکوي څو پردوی نیوکه وکړي او د تل په شان  دا حق یوازې ځانته خوندي ساتي او کله چې ددوی د غلطو چلندونو په پایله کې بدمرغۍ رامنځ ته شي نو بیا د هغې علتونه د نورو په کړونو کې لټوي او ځانونه ورته بې عيبه او بې خطا ښکاري.
یوسیاسي ګوند یا دولت  باید د خلکو او پرګنو غوښتنې، نیوکې په پام کې و نیسي او خپل سیاسي جوړښت په ښه او  لوړو معیارونو جوړ کړي او دې کار ته په همېشڼۍ بڼه دوام ورکړي ځکه تکامل همېشنی دی او که دې اصل ته پام ونه ساتل شي نو  خلک دداسې یو ګوند  یا دولت څخه واټن نیسي. په تاسف سره زموږ په هیواد کې د چارو هيڅ ډول ارزونه او کره کتنه نه ترسره کېږي ، حساب او کتاب نشته هر چا هر څه وکړل، هر څه يې وران کړل او هر څه يې وخوړل د چاپرې کار  نه شته که چا اوښ په بډه وواهه او که چا فیل! د چا يې پرې څه.
کره کتنه او نیوکه  طریقه لري
زموږ هیواد  د پرمختیا په حال کې یو وروسته پاتې جنګ ځپلی  هیواد  دی،  په داسې یو ه ټولنه کې عادلانه او په انصاف برابره کره کتنه د پرمختیا سبب کېږي او  د مثبتو بدلونونو  چټکتیا  زیاتوي.
هر څوک باید کره کتنه له ځانه پيل کړي او د کره کتنې په وړاندې خپل زغم زیات او دا زده کړي چې څنګه  په سمه توګه کره کتنه وکړي، د هر چا نظر هر څومره هم که د هغه له نظره سم وي که پرې کره کتنه ونه شي، نو سموالی يې ثابتېدی نه شي.
دلته د نیوکې په اړوند ځنې پرنسیپونه وړاندې کوم چې موږ سره مرسته کوي څو نیوکه په منطقي اوسمه بڼه ترسره کړو:
۱- کره کتنه باید پر انصاف ولاړه وي ، هره کره کتنه چې پر انصاف ولاړه نه وي او یوازې د عیبونو د څرګندولو لوری ولري د غبرګون سره مخامخ کېږي. څوک چې کره کتنه کوي باید دا ثابته کړي چې د مقابل لوري د تخریب او غندنې او ټيټولو هدف نه لري. بلکې د هغه نیت نیک او د مقابل لوري د خیر او اصلاح دپاره دی. تخریبي کره کتنې په ټولنه کې ویره او بې باوري منځ ته راوړي.
۲  خپلې خبرې تل په مثبتو ټکو پیل کړۍ. په ډیر احتیاط سره باید وړاندیز وګړۍ، لکه: یو بل امکان هم شته چې ته ...، کېدی شي تاسې ته وړاندیز وکړم چې تاسې.... ، آیا ددې فکر دې کړی چې خلک تل نه نه وايې او ددې پرځای چې تاسې پرځان خطر ومنۍ  دا به ښه  نه وي چې د موضوع په اړوند سره خبرې وکړو او داسې نور.
۳- یو څو مهمې مشورې ورکړۍ.  د  نیوکو په وخت کې له  همدغه مشورو  کار واخلۍ  دا کار  سړي ته ځانګړې پاملرنه او روښانه هدف ور په برخه کوي. که سړی فکر وکړي دا ټول چټیات دي په دې حالت کې د نیوکې مثبته اغېزه له منځه ځي. هر څه باید په خپل وخت وکارول شي.
۴- مخکې له نیوکې او مخکې له دې چې د مقابل  لوري د خبرو او چلند نیمګړتیاو ې بیان کړۍ ، لومړی باید په لنډه توګه د هغه له ښېګڼو ، نیکو خویونو،  ښه کارونو او وړتیاو په هکله خبرې وکړې، دا کار ددې سبب کېږي چې فرد احساس کړي چې  تاسې د هغه دوست یاست او دښمني ورسره نه لرۍ، نو کېدی شي هغه ستاسې خبرو ته غوږ ونیسي.
باید پاملرنه وکړې څو خطاګانې او تېروتنې نېغ په نېغه و نه وايې، بلکې  دا کار په غير مستقیمه توګه تر سره کړې. لکه: ستاسې له نظره دغه خبره یا دغه کړنه څنګه ده؟
۵-نیوکه باید مشخصه وي، په څرګندو او شمېرلو کلمو سره خبرې وکړۍ څو مقابل لوری ستاسې پر نیوکه  او د هغې د مطرح کولو پر دلیل پوه شي. تل باید جزیاتو ته ننوزې څو مقابل لورې پوره پوه شي چې ستا مقصد او هدف څه دی او د څه په باب خبرې کوې. او هیڅکله داسې پوښتنه ونه کړې چې مقصد دې څه دی؟ نو څه؟ کوښښ وکړه چې مقابل لوری پوښتنې وکړي خو هغه باید داکار هغه مهال وکړي چې ته ورته ووايې غواړې څه ووايې.
۶- هره نیوکه باید هر منفي ته دوه مثبته وړاندې کړي:هر منفي څيز چې په ګوتو کوو نو دوه مثبت وړاندیزونه هم باید وړاندې کړو.جوړونکی نیوکه دا هدف لري چې تر نیوکې لاندې سړي سره مرسته وکړي څو خپلې چارې په سمه توګه پرمخ بوځي. دا سړی کېدی شي یو همکار، یو زده کوونکی او یا د پوهنتون محصل اوسي. دا کېدی شي آمر وي چې مشورې ته اړتیا لري.
کوښښ وکړه رغانده اوسې، یانې د راتلونکې  په اړوند خبرې وکړه څو مقابل لورې ځانته روښانه راتلونکې انځور کړي او وغواړي یو څه پرې زیات کړي . په تیرو مه راڅرخېږۍ.
۷- په مهربانۍ او محبت چلند وکړۍ، یانې مقابل لوري ته علاقه او تمایل وښيۍ.  که داسې وکړۍ نو تجربه ښيي چې ستونزه به حل شي. ځان د مقابل لوري پر ځای تصور کړۍ. دا مهمه نه ده چې زموږ عمر څومره دی او څومره هوښیار یو موږ تل په تجربې سره زده کوو چې نړۍ په موږ پورې تړلې ده.
۸- بیا  په لنډه توګه د خپلو  نیمګړتیاو او تېروتنو په اړوند  خبرې وکړې څو مقابل لوری دا احساس و نه کړي چې تاسې غواړۍ ځان پر هغه لوړ او هغه کمزوری وښيي، کله چې تاسې د خپلو تېروتنو څخه یادونه کوۍ په مقابل لوري کې د منلو  روحیه رامنځ ته کېږي.
۹-  مه پریږدۍ چې ستاسې خبرې ستاسې د منفي  احساساتو څخه رامنځ ته شي، پام ساتۍ چې غږ مو لوړ  او خبرې مو ستغې  او ناوړه نه وي. د قهرجنو حرکتونو لکه د لاس له موټي کولو ، د تندي د تریوولو  او داسې نورو منفي کړنو څخه په کلکه ډډه وکړۍ
۱۰-  د نظر وړ چلند یا خبرې د اصلاح  کولو دپاره پر مقابل لوري امر او فرمان صادر نه کړۍ، بلکې د ښو خبرو یا چلند وړاندیز ورکړۍ.
۱۱-  ډیره پاملرنه وکړۍ چې د نیوکې په وخت کې ، پرعیبي موضوع یا خبره  نیوکه وکړۍ، او د هغې د بدوالي په اړوند خبرې وکړۍ خو هیڅکله هم دغه بد او ناړه صفت  خپله سړي ته نسبت ورنه کړۍ، په واقیعت کې بد او ناوړه کار باندې نیوکه وکړۍ نه د سړي پرسړيتوب باندې.
۱۲  حساسه اوسۍ چې د نیوکې په وخت کې خپل هدف له لاسه ورنه کړۍ، نو موضوع زیات مه کشوۍ او نیوکه پر وینا او بېځايه خبرو اترو  او  شخړې وا نه ړوۍ ، په داسې یوه لاره امکان لري چې مقابل لوری د نارضایتۍ په ښودلو سره او د خپلې خبرې د پرځای ښودلو دپاره په غير ارادي ډول موږ د بحث او جنجال په لور بوځي او په دې منځ کې اصلي هدف ورک شي او خبرې غلطې لوري ته واوړي نو په دې وخت کې آوريدونکی حوصله له لاسه ورکوي او نور خبرو ته پاملرنه نه کوي.
۱۳  د مقابل لوري  پرخطا او تېروتنې داسې نیوکه وکړو چې هغه د جبران وړ او اصلاح کېدونکی وښایو  ، په نیوکه کې افراط کول کېدی شي داسې یو ځای ته ورسېږي چې د خطا او تېروتنې د اصلاح دپاره ټولې لارې بندې کړي او  خطا کوونکی د خپلې خطا اوتېروتنې په سمولو کې ناهيلی شي.
۱۴  ددې دپاره چې مقابل لوری پر خپلې تېروتنې قانع کړۍ پر هغه  تورونه اوتومتونه مه لګوۍ. لکه داسې : « ته تل خطا کوې، یا ته هيحکله هم پاملرنه نه کوې، یا ته هسې لټ يې، » دا کار د نيوکې د اغېز کچه صفر ته را ټيټوي.
۱۵¬- کوښښ وکړۍ د نیوکې لاندې سړي د منفي غبرګون اټکل وکړې او د هغې د څرګندیدو مخنیوی وکړۍ، داسې جملې لکه « زه پوهېږم ماته دا اجازه راکوې  چې ددغه  .... موضوع په هکله له تاسې سره خبرې وکړم، ځکه عقيده لرم  چې تاسې ته به ګټور وي». د منفي غبرګونو په مخنیوي کې ګټور ثابتېږي.
۱۶  که د خپلې نیوکې مثبتته اغېز ه مو د نیوکې لاندې سړي په چلند کې ولیده ، نوموړی وستايۍ  او داچې ستاسې خبرې يې منلي ترې مننه وکړۍ.

ډیر کلونه دمخه پاستور ویلي ول : په هر کسب چې بوخت ياست مه پریږدۍ چې په پې ځایه کینو يې ککړ کړۍ او مه پريږدۍ هغه له تاسفه ډکې شېبې چې هر ملت له هغې سره مخامخ کېږي تاسې نهيلې او نا امېده کړي.
په ټولې آرامتیا سره له خپلو تجربو او کتابتونو سره ژوند وکړۍ. لومړی له ځانه وپوښتۍ : « د زده کړې او پوهې د لاس ته راوړلو دپاره مو څه کړي؟»
او بیا هر څومره چې پرمخ ځې پوښتنه وکړۍ:« ما د خپل هیواد دپاره څه کړي دي؟» او دې پوښتنې ته دومره دوام ور کړۍ څو داسې له ولولو ډکه خوښي در په برخه شي او دا باور در پېداشي چې د بشر د پرمختیا او غوړیدو پاره دې لږ تر لږه یو وړوکی رول ترسره کړی. خو که زموږ دغه هڅې وستایل شوې یا ونه ستایل شوې ، خو کله چې د خپلو هڅو پای ته نژدې کېږو ، موږ هر یو دا حق ولرو څو په لوړ غږ ووایو: « ما چې څه کولی شو هغه مې وکړل.»