دهيتومنت(هلمند) تاريخي جغرا فيه لومړۍ برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شريف الله د وست (سرواني)
دا ځل به دتاريخي جغرافيې  درنو  مينه والو ته دسرليک په اړه هم څه نا څه معلومات ورکړو چي ((هيتومنت)) څه مانا ښندي اوددې نامه تاريخي مخينه  څومره ده.

داريايانوپه پخواني کتاب( اويستا) د (ونديداد) په لومړي څپرکي کښي چي دهغو شپاړسو ښو ځايو  نومونه اخيستل سوي چي خداى پيداکړي يوولسم يې هيتومنت (هلمند) دى چي داوسني هلمند لرغونى او پخوانى شکل دى او د (پرتمين) په مانا دى ١.
داويستا په متن کي دا ستاينه دسيند او سيمي دواړو لپاره راغلې او  د هلمند سيند يې يو ښکلى او سپېڅلى  اويستايي سيند بللى دى٢ ،دهلمند اوسنى  نوم په تاريخي جغرافيو کي په مختلفو نومونو راغلى چي څېړنه يې بېل بحث ته اړتيا لري او په را تلونکې کي به يې مينه والو ته وړاندي کړو.  .
د ‌هلمند تاريخي جغرافيه دنن په پرتله ډېره پراخه او غوړېدلې وه چي داوسني سيستان،زرنج،فراه،روزگان او غور ځيني سيمي هم پکښي راتلې او ټوله يو جغرافيا يي سيمه وه.
دلته هڅه سوې ده چي دهغو لرغونو ځايو ياد بيا تازه کړو اودرانه مينه وال ورڅخه خبر کړو چي له شاوخوا څلور زره کاله را په دې خوا يې يا خو نومونو په زاړه ډول پاته دي ،يا يې څه نا څه توپير کړى يا خو يې نومونه دوخت په تېرېدو پر ژبو بيخي په بل ډول اوښتي دي٣ .

ارياسپ (Aryasp)

ارياسپ د ارياسپي وگړو يو مشهور ښار ؤ چي ارياسپا (Aryaspa)  ،اري اسوه (Araswa)  چي د ښو اسونود سپرليو او څښتنانو په مانا ياد سوى دى.
دا ځاى يې د درنجيانا ،درنگيانا ،سيستان يا سجستان دولايت جز بللى چي دا ولايت اوس دزرنج (نيمروز) په نامه سره ياديږي .٤
خو يونانيانو چي کله د څلرمې ميلادي پېړۍ په شاوخوا کي دلته راغلل هغو داځاى يورگيتاى(Euergetae) ياد کړ، چي يورگيتاى دهلمند(هيرمند،هيتومنت،اتېمندر او ايتمندرروس) پرغاړه پروت دى.٥
کله چي هرات  دسکندر لاس ته  ولوېد نو دفراه له لارې يې پر زرنگ (سيستان) يرغل وکړ او د(٣٣٠ مېلادي پېړۍ) داکتوبر په ميا شت يې په سيستان کي دخپل لښکر لوى قومندان (فليوتاس) د پارمن يو زوى اوهم دخپل گارډ سردار(ديمتريوس) ، چي ځيني وېرېده ووژل او له هغه ځايه دختيځ په لور د ايتي ماندر(هلمند) د غاړي اورگيتي(گرمسېر) د نيولو له پاره چي (تيرې داس) يې حکمران ؤ، هغه هېواد يې  له اوريشيا) (Vreita  ،    ٦
گدروزيه (بلوچستان) سره ونيو او د هغه ځاۍ پلاز مېنه چي ( ارياسپ) نومېده ونيو اوسکندر دهلمند دناوې څخه داراکوزي(ارغنداو) ناوې ته وﻻړ.
دا ښار گدروزې  
(Gadrosia) ( بلوچستان)  ته نژدې بلل سوۍ  چي بطلېمو يو لوى ښار ارى سواها(ارياسپ Aryasp ) بللى.٧  
نور هم سته

شريف الله دوست (سرواني)  لښکرگاه