المان دافغانستان تاریخي او رښتینی دوست دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بســـــــــــــــــــمل
وړمه ورځ د جرمني چانسلرې انجيلا مېرکل په جدي توګه وويل زه پدې باور لرم چې د يوولسم سپتمبر نه به زياتې ورانوونکې حملې تر سره شي .
همداراز اغلې مېرکل زياته کړه:

دا به ناسمه وي داسې و انګېرل شي چې نړيوال تروريزم جرمني ته ګواښ نه دی .
اغلې مېرکل خپل پارلمان ته په ګوته اشاره وکړه چې :
د دغه کور ( پارلمان ) هر يو کس پدې پوهيږي .
قدرمنو لوستونکو !
آیا تاسو مېرمن مېرکل په حق نه بولئ؟
زماله نظره خودداسې پېښوامکان شته اوهغه څوک به یې ترسره کړي کوموچې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپتمبر په نهمه او یولسمه کې لاس درلود .
اغلې مېرکل پر حق او وېره یې پر ځای ځکه ده چې دنوي استعمار دطراحانو په رمز او نقشو پوه شوې ده .

نږدې یوه لسیزه مخکې کله چې امریکایان او انګرېزان په دې پوره باوري شول چې روسانوته وفادار ګوډاګی (مسعود) ددوی ستراتیژیکو ګټو ته یو لوی خنډ اودسر درد دی نو یې د مسعود دورکې پلانونه تر لاس لاندې ونیول مسعود هم له دوی څخه دومره زیاته وېره لرله چې تر سهاره به په یوځای کې نه ویده کېده هغه به دشپې دوه درۍ ځلې خپل موقعیت بدلاوه دنوي استعمار طراحان حیران وو چې څنګه یې له مینځه ویسي ؟

څو ځله یې دنظار شورأ قوماندانان پسې واچول چې له مینځه یې ویسي خو مسعود ډېر ځیرک و.
یوځل خومسعود ته زهر هم ورکړل شول خو فرانسې ته په رسېدو سره له مرګه بچ شولنډه دا چې دنوي استعمار ماهرو طراحانو خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته درسېدو لپاره د لوړ مبلغ او پوره واک په بدل کې مسعود دخپلو پنجشېریانو په وسیله وواژه ځکه خو د ۲۰۰۱ زېږدیزکال دسپتمبر نهمه او یوولسمه نېټه له یوې اوبلې سره نه شلېدونکی او منطقي تړاو لري مانا که دسپتمبر دنهمې نېټې پلان خنثأ شوی وای نو دیوولسمې نېټې پلان به یې خامخا له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوی و .
د مسعود له مینځه وړل څه ساده کار نه و، اوس ټولو ته پوره پته لګېدلې ده چې مسعود ولې، دڅه لپاره او د چا لخوا ووژل شو .
داچې په دانهوکلونوکې د مسعود قاتلین په څومره علني ډول نازول کیږي علت یې بس همد ادی چې دوی د نوي ښکېلاک لپاره وسیله وګرزېدل .
اغلبأ داسې ویل کیږي چې دمسعود په وژنه کې د فهیم، غبرګ عبدالله،قانوني او بسم الله لاسونه ووځکه خو امریکایانو دا درۍ واړه په کافي اندازه ونازول او لا نور به یې هم ونازوي .
فهیم خو دومره سپین سترګی شوی دی چې تېره اونۍ یې هم په کابل کې دښوونې او روزنې وزارت ۱۲ جریبه ځمکه په داسې حال کې تر خړتم لاندې کړه چې تر ارګه پورې دنوبل دجایزې ګټونکي ؟؟ ښاغلي اوباما دلنډه کۍ منډې لا یوه میاشت نه ده پوره شوې .
په هغه ناسته کې چې اوباما له ارګمشر کرزي سره لرله فهیم هم مخامخ ورته ناست و، اوباما ظاهرأ له کرزي څخه د فساد د ورکولو غوښتنه وکړه خو په حقیقت کې یې فهیم اودنظار غله لاچوراو چپاول ته ور وهڅول که داسې نه وي نو بیا فهیم په کوم جرئت د ښوونې او روزنې د وزارت نه تنها ځمکه غصبوي بلکې دهغه وزارت مامورین هم ډبوي؟
په افغانستان کې ننني انارشیزم او دقدرت په ګدۍ د پوډریانو اوجنګي جناینکارانو کښېنول او استحکام نه تنها د المان عام وګړي بلکې سیاستوال هم مایوسه کړي دي .
المان دافغانستان تاریخي او رښتینی دوست دی خوله بده مرغه چې دنوي استعمار د منفورو سردارانو لخوا دا دوستي یو څه خچنه شوه .
دا چې مېرمن مېرکل دنویو لا خطرناکو پېښو څخه وېره لري پوهېږي چې که المان دامریکا تر څنګ ونه دریږي په مستقیم یا غیر مستقیم ډول به په اصطلاح دالقاعده لخوا ورته زیان ورسیږي له همدې کبله هغه مجبوره ده خپل وګړي ارام اوپه افغانستان کې دخپلو سرتېرو دندې پرځای وبولي که داسې ونه کړي نو ددې وېره شته چې دالمان امنیت او ملي ګټې تر حملو لاندې راشي .
کوم اجیران او ناراسته اشرباڼي چې نن امریکایانو او انګرېزانو د نړیوالې ټولنې په نوم د افغان ولس په اوږو دترهګري د له مینځه وړلو په پلمه ورسپاره کړي دا هسې ببو لالې دي په حقیقت کې ترهګر د دوی زېږنده دي دوی یې تمویلوي څو جګړه توده وساتي او ځانونه دکسپین تر بحیرې پورې ورسوي .
پرون دناټومشر اندرس فوګ راسموسن وویل چې ترهغوبه په افغانستان کې پاتې شوڅوموخپل اهداف ترلاسه کړي نه وي .
اوس نوله تاسو پوښتم چې د دوی په اهدافو کې په رښتیا هم داسامه، ملاعمر او ګلبدین نیونه راځي او که هغوی لا دمخه په واشنګټن کې برمته شوي دي؟
لنډه داچې نه تنهاالماني سیاستوال برمته دي بلکې ګڼ شمېر هیوادونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول دنوي استعمار ښامار تر سینې لاندې کړي دي .