په ایران،ګوانتینامو،بګرام اویونان کی افغان یو دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

په دغه ورځوکی دایران له لوری دمهاجرو افغانانو داعدام په و جه په رسنیو کی ډیر تاوده بحثونه اومختلفی تبصری تر ستر ګو کیږي ځینی رسنی اعدام شوی افغانان ۴۵ نفره ،ځینی ۶ نفره او ځینی دغه تعداد صرف در ی نفره ښیی په هر صورت ولو دا یو نفر هم وی دا دایران ددولت ډیر ظالمانه او له ټولو

اسلامی اوبشری قوانینو خلاف یو عمل دي چی په بی ګناه افغانانو باندی یی په ډیره سپین سترګی تر سره کړي دی په هره معنی دکرکی او غندنی وړ دې.
خو دافسوس خبره داده تر اوسه چی له  افغانانو سره  د نورو هېوادونو له لورې هر راز ناوړه چلند شوی خودافغانستان دولت  تر ډيره ځان ناګاره او غلې اچولی او د بېلابېلو استدلالونو له مخي يې نرم درېځ غوره کړي دی چی د حکومت د همدغو دريځونو په پايله کې د افغانانو پر حقونو په داخل او دنړی په مختلفو برخوکی تيری شوی او له راز راز ستونزو او تکلیفونو سره مخ شوي دي هغه وخت دافغانستان دولت مشران په خبرو راځی چی عمل اجرا شی په هغه صورت کی هر ځه له لاسه وتلی  وی ښه مثال یی همدا په ایران کی دافغان مها جرو اعدام ول دی له دغی موضوع یعنی مخکی تر اعدام دافغانستان دولت ښه خبر در لود چی ایران غواړی د۳۰۰۰ نفره افغانان چی فعلا دایران په زندانونو کی پراته دی داعدام سزا ور کړي ولی نه افغان دولت او نه مستقیلو سیاسی نها دونو اوشخصیتونو په خارج او داخل کی ځان خبرا وه چوپه خوله نا ست ؤ او ایران هم له همدغی چوپتیا ځخه استفاده وکړه او دافغانانو په اعدام ولو یی شروع وکړه اوس چی هر ځه دلاسه وتلی دی او افغانانو خپل ژوند دلاسه ور کړی هر طرف ناری او چیغی پورته کیږی چی په اکثریتو کی احساساتی خبری هم نغښتی دي ولی کوم کاڼه غوږونه به زمونږ دافغانانو دغه خبري واوري؟ . افغانان نه وایی چې افغان حکومت دې هم د نورو هېوادونو په څير د خپل هېواد د يوه وګړي د ژوند د ژغورلو لپاره په مليونو ډالره ولګوي دا نه شونې ده او نه هم خلک له حکومته د داسي څه هيله لري ولی داهیله لری چی حدی اقل باید مخکی تر یوی غمجنی پیښی باید دهغی دجلوګیری په خاطر دست په کار شي او دافغانانو و ژوند ته نجات ور کړل شي. همدا اوس باید داحسا ساتو پرته دلاندی ځو اساسی مشکیلاتو په باب چی عملا افغانان په داخل او خارجی هیوا دونوکی ور سره مخامخ دي باید لازم اقدامات تر سره شي
۱- په ایران کی د پا تی مها جرو بندیانو دسزنوشت په باب باید دقیق اقدامات تر سره شي که دغه اقدامات دافغا نستان ددولت له لوري ، اویا هم دمستقیلو اجتماعی سازمانونو او مستقیلو افغانی شخصیتونو له لور ي وی همدغه اوسنی فعالیتونه باید دیو منظم او سنجیده پروګرام مطابق په دا خل او خارج کی دایران دولت په ضد تر هغه وخت ادامه ومومی تر ځو دایران دولت دفشار په وچه حاضر شی چی ټول افغانی مها جر بندیان دیو ی قانونی موافقی په اساس و افغان دولت ته سره له اسنادو تسلیم کړي
۲ - ټول افغانان خبر لری چی تقریبا ۳۰۰ نفره افغانی مها جر چی اکثریت یی تنکی ځوا نان او واړه ما شو مان دی په  ارو پایی هیواد یونان کی دژوند په ډیرو ناوړو شرایطو کی بیله کومه سر نوشته په ځنګلونو او تر شنه اسمان لاندی دلویو لارو په سر ژوند کوي او شپه او ورځ دمرګ له ګواښونو سره مخا مخ دی هره شیبه دیونان دپولیسو له لوری وهل او ټکول کیږي دهغوی په با ب باید هغه بهر میشته اتحادیی اوکمیټی چی دیو تعداد افغانی شخصیتونو له لوری په جرمنی او سویډن کی فعاله دی او هر ور ځ دمختلفو موضوعاتو په باب غونډی او جلسی کوی او ګرمی  اعلا میی نشروی،یونان له جرمنی او سویډن ځخه لیری نه دی کولای شی یو ځل ددغو افغانانو حالات له نژدی و ګوری او ددی دسرنوشت په باب داړونده باصلاحیته ار ګانونو سره تما س حا صل کړی او یا هم افغان دولت ده دي افغانی مها جرینو دسرنوشت په اړه متوجه کړي، په ایران او اروپا او یا دنړي په بل هیواد کی ټول افغانان یو شان دی اومساوی حقوق لري.
۳ - افغانان په خپله خاوره کی په خارجی زندانونو کی شپی او ورځ په ډیرو ناوړو شرایطو کی تیره وی ځوځلی مو درسنیو له لاری اوریدلی دی چی په دغو بندیانو کی داسی افغانان هم شته چی بدون دکومه واړه جرم او ګناه ځخه دکلونو راهسی دبګرام په زندان کی پرا ته دي او افغانی مسولین دهغوی پښتنه هم نه شي کولی دغه ډله هم افغانان دی دټولو افغانانو وظیفه ده چی په دغه باب هم چپه خوله پاتی نه شي او لازم امکانات چی په اختیار کی لری دهغوی په استفاده وخپلو هلو ځلو ته ادامه ور کړي
بیله شکه پاکستان او ايران هغه هېوادونه دي چې ګڼو افغانان له کلونو راهسي ورته دمهاجرت مخه کړی . افغانانو ته په دغو دواړو هېوادونو کې تل د سر په کاسه کې اوبه ورکړل شوي ؛ په دې وروستيو کلونو کې په ځینی ارو پایی او دنړی په نورو هېوادونو کې له ميشتو افغانانو سره ناوړه سلوک تر سره کیږي هر څه چی شوي دي دافغانستان دولت ورته د خير په غونډۍ ناست دی او ځینی بی پروا او بی درکه افغانان دخپلو هیواد والو په زوریدلو باندی خوشحاله کیږي او دپردیو په لمسون په خپلو افغانانو باندی په محکمو کی نا حقه شا هدیو ته حا ضر کیږي چی داسی مثالونه په ارو پایی هیوادونو کی ډیر او ځوخلی لیدل شوي دي ؛ نوروهېوادونو ته خپل وګړي ډير اهمیت  لري او کله کله خو لېدل شوی چی ځينو هېوادونود په نورو هېوادونو کې د خپل يوه وګړي د ژوند پر سر د مليونو ډالرو له ورکولو څخه هم ډډه نه ده کړی  .
له نورو هېوادو نو سره خصوصا دهمسایه ګانو سره د ښو اړيکو درلودل ضرور دي خو داسي نه چې که بل هېواد ستا د خلکو په وژلو پسې هم راخستې وي ته ورته هیځ په خوله مه راوړه چې اړيکي به دې ورسره خړې پړې شي ؛ د ايټاليا حکومت د دغه هېواد د دريو داسي وګړو پر سر ښاغلی کرزي ته ليک را استوي چې په ترهګرۍ  تورن ول مخکی تر دی چی دهغوی په باب کومه فیصله صادره شی په عاجله توګه له بنده ازاد شول او خپل هیواد ته په ډیر احترام تسلم شول . خودا دی  چی تر نن ورځی پوری زموږ حکومت د خپلو دريو زرو هغوافغانانو پسې سر نه ګرځوي چې د اعدامولو لړۍ يې پېل شوی ده ؛ حکومت ځان مکلف نه بولی چې په ايران کې د افغان زندانيانو د جرمونو پوښتنه وکړي او دا څرګنده کړي چې په کوم تور دار ته خيژول کيږي ؛
دولت د دغو کسانو د ژغورنې لپاره هېڅ هم ونه کړل او دا هم لا ورته سمه معلومه نه ده چې په ایران کې څومره افغانان بنديان دي؟ د بنديانو جرمونه څه دي ؟په څه حالت کې دي له نړيوالو قوانينو اونورمونو سره سم چلند ورسره کيږي کنه ؟ په دې برخه کې زموږ د دولت تر ټولو لويه توره دا ده چې په خبرې غونډو کې څرګندونې وکړي او ووايي چې موږ به په دې اړه د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړو خو وروسته بيا د خبرو او د خبرو نه کولو څه څرک نه لګيږي ؛ دولت ته په کار وه چې په ايران کې يې د دريو زرو په شاوخواکې پر اعدام د محکمو افغانانو په تړاو لا له وړاندې خپلې هلې ځلې کړې وای؛ او لږ تر لږه د همدغو بې وسه بنديانو د جرم پوښتنه خويي کړی وای چی کېسه څه ده ؛ خو له بده مرغه چې زموږ اوسنی حکومت د خپلې ناسمې تګلارې له مخي له داسي هېوادونو سره هم پر ښو اړيکو ټينګار کوي چې له يوې خوا غيږ ورکوي اوله بلې خوا يي دهیواد وګړي په دار ځړه وي .
د يوه تازه خبر له مخې چی وایی،ايران درې افغانانو ته د دغه هیواد په قزوين ولايت كې اور اچولى دى.
دغه خبره دهغه راپور په اساس شوې،كومه چې د هیواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين كبير فراهي ، ايران ته د خپل سفر په اړه دغه وزارت ته وړاندې كړى دى .
ددغه خبريو نقل،چې  رسنیو ته رارسیدلی دی، راغلي چې فراهي له ايراني مقاماتو سره دسرحدي موضوعاتو په اړه په ځانګړې توګه په سيستان او بلوچستان ولايتونو كې د ۸ افغانانو دوژل كیدو او ټپي كیدو په اړه خبرې كړې دي .
په راپوركې راغلي : (( ... د سرحدي چارو اړوند دځينو موضوعاتو په ځانګړې توګه د سيستان او بلوچستان په ولايتونو كې د ۸ افغانانو د وژنې او ټپي كیدو اوهمدارنګه د ايران په قزوين كې د دريو افغانانو سوځولوموضوع د ايران له بهرنيو چارو وزارت سره مطرح شوې ده))
ده دی ټولو مشکیلاتو عمده علت دافغانان تر مینځ دنه اتحاد ، اتفاق او ملی یووالی موضوع ده چی ځه دپاسه د۳۰ کلونو را په دی خوا زمونږ افغانان دپردیو په لمسون په خپل مینځ کی په حنګ او جګړه بوخت دي ،پردیو ملکونو خصوصا ایران او پاکستان ددغی موقع یعنی دافغانانو تر مینځ دخپل مینځی جنګونو ځخه غلطه استفاده کړي ده او هیځ وخت هم نه غواړی چی افغانان په خپلو مینځوکی سره جوړ شي ،دحل غوره لاره داده چی نور نو افغانان باید دپردیو په خوله خپل کور په خپله خراب نه کړي دملی یووالی او مشتر ک تفاهم په صورت مونږ افغانان کولای شو چی دخبل هیواد او خلګو ځخه په داخل او خارج کی دفاع وکړو .پای رحمت اله روان