۱۶ـ۰۴ـ۲۰۱۰ د افغان زندانیانو دخلاصون لپاره بایرن مېشتو افغانانولاریون وکړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بسمل
نن د جرمني په مونشن ښار کې دافغانانو دکولتوري ټولنې په نوښت یوسولیز لاریون تنظیم شوی و څوزموږ دکولتوري ټولنې هیوادپال غړي له خپلو غوښتنو سره دایران ترکونسلګري پوري ځانونه ورسوي .

زموږ ملګرو د غرمې په ۱۲بجو(Arabellapark) ته ځانونه راورسول مخکې له دې چې دایران کونسلګیري
Str.59) (Mauerkirch ته وخوځېږولمړی ما محمدامین بسمل دټولوملګرو په خوښه افغان سفارت ته چې په برلین کې دی تیلیفوني خبر ورکړسره له دې چې په افغان اداره اوپه تېره بیابهرنیوسیاسي نماینده ګیوهیڅ حساب نه کووخوبیاموهم دومره خبر ورکړ چې که تاسوزموږ دبېوزلوافغانانو غم نه خورئ موږ خو ترخپله وسه له خپلو افغانانو څخه ملاتړ کوولنډه داچې دسفارت سکرترې مېرمن فودول Fodol تیلیفون واخیست ، زموږ دااقدام یې وستایه ډېره هڅه یې وکړه چې دسفارت له مسؤلینوسره ماوصل کړي خو زموږ دسفارت مسؤلین نه پوهېږم په کومه خواري او غریبي ؟؟ لګیا وو ماهم نور وخت نه درلود ن�
� له واره مې په برلین کې دایران سفارت ته تیلیفوني خبر ورکړ له هغه څخه وروسته مې دتیلیفون په وسیله په مونشن کې دایران له سرکونسل ښاغلي بازرګاني سره تیلیفوني اړیکه ونیوه هغه ته مې خبرورکړچې موږ در روان اودادی درۍ کیلومتري ته در رسېږو ښاغلي بازرګاني په خورا سړه سینه وپوښتل چې تاسود څه لپاره راځئ ؟
ما ورته جریان ووېل هغه هم په غور سره زموږ غوښتنو ته غوږ کښېښود، وعده یې وکړه چې ستاسو غوښتنې به فورأ دایران دبهرنیو چارو وزارت له خوا دایران ولسمشر ته ورسوو د دې تر څنګ یې له موږ څخه جدي هیله وکړه چې تاسو ترکونسلګري پورې مه راځئ موږ او تاسو ګاونډیان یو دلتـــه مو نور بهرنیان او جرمنیان هم
ویني، موږ تاسو ته کلکه وعده درکوو چې ستاسو غوښتنې به ورسوو نور نو له موږ څخه غواړئ څه ؟
دښاغلي بازرګاني وعدو،نېک برخورد اونرمې دیپلوماتیکې ژبې موږ وهڅولو چې خپل سولیز لاریون تم او د مونشن ښار مینځ ته را وګرزو څو زموږ دکولتوري ټولنې په مرکز کې خپلې غوښتنې په لیکلي ډول سره نورې هم ښې تنظیم او په رسمي توګه یې د ایران کونسلګري او سفارت ته واستوو.

زموږ غوښتنې په لاندې ډول دي :
۱ ــ له هرڅه مخکې دافغان زندانیانو داعدام د لړۍ درول .
۲ ــ له سره دافغان زندانیانو د تحقیقي دوسیو څېړنه .
۳ ــ موږ د رښتیني تحقیق غوښتونکي یو، دجرم داثبات په صورت کې مجرمینوته دمناسبې سزأ پلویان یوخو په هیڅ حال له هغوی څخه د ژوند اخیستل نه شو منلای .
۴ ــ موږ دخپلوافغان زندانیانو د تحقیق په پروسه کې دبې پرې نړیوالو بشري حقونود ډلو، اسلامي هیوادونو دکنفرانس غړو او یو رښتیني افغان کمیسیون ګډون غواړو .
۵ ــ موږ د افغان زندانیانو لېږدول خپل هیواد ته غواړو .
که تاسو زموږ غوښتنې ونه منئ اوداعدامونوسلسله همداسې جاري وساتئ ، بیا به دهر ډول ناوړو پایلو پړه
پر تاسې وي .
یادونـــــــــــــــــــــــــــه :
پرون مې دهمدې غمیزې په اړوند دآزادي رادیو آزادي په څپو پروګرام کې هم خپل غږ پورته کړ دا مې دتعجب وړ وګڼل چې په یو جغرافعوي موقعیت کې دمخدره توکو په سرانسانان غرغره کیږي خو دهمدې جغرافعوي موقعت په ګاونډمانا زموږ(افغانستان)کې دآزادي او دیموکراسي ؟؟ ډنډورچیانو ددولت اداره دمخدره توکو
دکاراوباریانو په لاس ورکړې، دا پوډري اداره دبن دمحکوم کنفرانس په وسیله په افغان ولس وتپل شوه .

قدرمنو لوستونکو !

که غواړئ زما فریاد په آزادي رادیو کې هم واورئ نو دا لاندې پتې ته ورشئ :

http://www.rferl.org/listen/ondemand/bd/af/af-default.asp

هلته په ارشیف کې لمړی داپریل ۱۵مې نېټې ته ورننوزئ بیا د11:30 برخه Listen Now کلیک او د دوهمې برخې په ۳۱،۳۰ تر ۳۴،۵۵ پورې یې واورئ .
11:30 30 minutes Listen Now