ایا جګړه بهرنیانو نه ده تپلې کرزی صاحب؟؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بسمل
قدرمنو لوستونکو!
نن ارګمشر حامد کرزی دناټو او امریکايي ځواکونوعمومي قومندان جنرال سټنلي مک کرسټل جوړه د کندوز ولایت ته ورسېدل .

هلته یې په داسې حال کې له وسلوال مقاومت څخه دجګړې دختمېدو غوښتنه کوله چې دناټوجنګي الوتکو د چهاردرې ولسوالي د شیخانو او للمدین په کليو پرله پسې بمونه وورول .
دحیرانتیا وړ خو لا دغه ده چې هلته په ملکي وګړوسرې لمبې بل دي، دلته حاجي ؟؟ کرزی وسلوالومخالفینو ته وايي چې جګړه ژر بس کړئ ترڅوداراغلي نابللي ژر تر ژره ووزي .
مانا راشئ زما په شان د شمال له جنګي جنایتکارانو سره څنګ پر څنګ کښېنئ نو به ښګېلاکګر ژر ووزي .
واوا دا دی د ننني مشرمنطق ؟؟
تاسې باور وکړئ چې ما په دا خپل عمر دومره مکار او عوام فریب نه و لیدلی، هغه داپریل اپریل په ورځ یې چې ډزې وکړې نوپه ډېره بیړه سره له واشنګټنه آن تر لندنه پورې غبرګونونه وښودل شول دوی خپل مغرض ورانوونکي څارونکي پرحق خوکرزی یې ګرم وباله دانن له واشنګټنه بیادمېرمن کلینتن اوګېټس نارې خپرې سوې چې نه نه بس همدا کرزی زموږ خپل سړی دی بې له ده پر بل چا اعتماد نه کوو، هغه بل اوباما خولا وړمه ورځ مننلیک ورته رالېږلی و.
عجیب وخت او عجیب مشران؟؟

ځورېدلو افغانانـــــــــــــو!
د تېرې پنجشنبې په ورځ مې دازادي رادیو، ازادي په څپو پروګرام کې په زغرده ووېل چې دا دکرزي یوه عوام فرېبي ده دایوه داسې غولوونکې لوبه ده چې دواړو خواوو د افغان ولس او نړیوال عامه ذهنیت د اړولو لپاره پلان کړې ده .
اوس به دکرزي اپریل اپریل هلته پرېږدو را به شو دې ته چې اخېر به څه کوي؟
زما خو یې ونه منله له چین څخه راستون شو که نه ما خومخکې له دې چې چین ته ولاړ شي د رسینیوله لارې ورته سمه لار ښوولې وه چې په چین کې پاته شه بس هلته سیاسي پناه واخله څو هم له اسارته خلاص شې ، هم دخپل مظلوم ولس له ښېراوو او هم په راتلونکې کې د رښتیا پاچا شې .
دا چې کرزی تش په نامه ولسمشري ته خوښ دی اوپه هیڅ قېمت یې نه پرېږدي دا دده خپل کار دی هغه متل دی وايي چې (پهلوان زنده خوش است) دی پوه شه او هوائي ولسمشري یې خو زما درۍ پوښتنې دې راځواب کړي :
۱ــ داستا ترمشري لاندې ګډه وډه،له فساده ډکه اداره او په افغان مقاومت کې ننوتلي مغرض کسان له یوې خوا څخه نه تمولېږي؟
۲ ــ داننني سپین سترګي ښکېلاکګر اوورسره اشرباڼي یې ستا په استحکام او اسامه پسې راغلي که تاسې یې وسیله کړي یاست څوسیمه ترسینه لاندې او د پخواني دښمن ( روس) تر ګرېوانه پورې ځانونه ور ورسوي؟
۳ ــ که تا زما له مشورې سره سم په چین کې سیاسي پناه اخېستې اوهسې دې یوڅو افغانان دمقاومت په نوم را تنظیم کړي وای دا د نړۍ په سیاسي وضعیت کې به بدلون نه و راغلی مانا سړه جګړه به نه وه پیل شوې؟

یادونــــــــــــــــــــه :
موږ دافغان مقاومت هغه برخه رښتینې بللای شوکومه چې دملي ګټو، ملي ناموس اوخپل پلرني ګران هیوادد استقلال لپاره جنګیږي .
ــ زما له نظره د سړې جګړې پیل ځکه زموږ په ګټه دی چې دا اوسني زورورهیوادونه به سره ښکر په ښکر دا کمزوري هیوادونه به داسې ملاتړي پیداکړي چې په نتېجه کې به یې ، دوه یا درۍ زورورې خواوې رامینځ ته شي، د تروریزم اوسنۍ ببولالي به په سیندلاهوشي هسې هم اوس ښه پوره بربنډه شوې ده چې داترهګر دچا زېږنده، د څه لپاره او د چا لخواتمویلیږي؟