تاریخ یوه پا ټه اویا یوفصل هیځکله کیدای نه شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت اله روان
په دغه ورځو کی دولسمشر کرزی داخیرنیو ځرګندونو په باب په داخلی اوخارجی رسنیو کی مختلفی لیکنی او ځیړنی تر سترګو کیږی ځینی دولسمشر کرزی ځرګندونی تائید وی او ملا تړ ورځینی کوی او ځینی بیا هغه ردوی او دافغانستان په موجوده شرایطو کی یی دافغانانو په ګټه نه بولی،مګرم زه په دغه
هکله ویلای شم چی تاریخ یوه پاټه اویا یو باب او فصل نه دی چی ځوک دی هغه په سطحی شکل مطالعه کړی او دهغه پر بنیاد دی قضاوت وکړي ، بلکی تاریخ ډیری پا ڼی او فصلونه لری چی ټول یی باید په دقیقه توګه مطالعه ا و له همه جانبه تحلیل او ارزیابی وروسته باید پری  قضاوت وشی،په داخل او خارج کی ټول فرهنګیان له اوله تر اخیره دا ناری وهی چه دافغانستان دقضیی حل دنظامی لاری امکان نه لری با ید دسولی او تفاهم لاره خپله شی او خارجی فو ځونه باید له افغانستان ځخه ووځی،البته په دغه لاره کی زه په مختلفو شرایطو اودمخالفینو پرمختلفو غو ښتنو باندی خبری نه کوم ځکه دهغو غوښتنو او شرایطوپه باب ټول افغانان کافی معلومات لری
له دغو جملو ځخه یوه هم په جرمنی کی دبایرن میشتو په نامه فرهنګی ټولنه ده چی همیشه یی یوازی دښاغلی بسمل صاحب په مشری  خپل اواز اوچت کړي دی او همیشه یی دسولی پلوی کړي ده مګرم د دغی فرهنګی ټولنی په طرز دید کی  اوس تغیر راغلی دی په اصطلاح تر خپل صلاحیت او موقف ځخه اضافه خبری او تبصری خپروي ،زه د بسمل صاحب  فرهنګی اوسیاسی شخصیت ته احترام لرم او همیشه یی لیکنی او ځیړنی مطالعه کوم،ولی زه په ډیر احترام سره له بسمل صاحب ځخه ځو پښتنی لرم، چی دجرمنی په یوه کوچنی هیواد کی دافغانانو ځو اتحادیی په مختلفو نومونو فعالیت کوي؟  دا اتحادیی ټولی دیوی موضوع په باب اتفاق نظر لري؟ ایا دغه اتحادیی اویا فرهنګی ټولنی په خپل مینځ کی تفاهم لري؟په دی باب به پښتنه نه کوم چی دغه اتحادیی ځونفری دی خدای مه کړه داسی نه وی چی مونږ هر یوه په تنها یی اوس وځان ته دغه حق ور کړي وی چی دیوه اتحادیی په نما ینده ګی خبري وکړو اصلا اتحادیه مطرح نه وی؟اویا هغه متل وی چی وایی ملا شته ولی مسجد درک نه لري که چیری داسی وي ددی پر څای چی داتحادیو او تولنو نومونه دخطر سره مخامخ کړو او یا غلطه استفاده وکړو  بهتره ده هر ځه مستقل په خپل نامه ولیکو؟
داخبره په دی خاطر کوم چه یو ځو ورځی مخکی یوه بل روغ لیوني چه هغه هم په جرمنی اوسیږي دیوی کمیټی او اتحادیی په نما یده ګی د خپل شخصیت دپیز ندګلوی په خاطر یو ځه لیکلی ؤ کوم وخت چی دوستانو ځیړنه وکړه او په هغه ښارکی چی دغه روغ لیونی په کی ژوند کوی دافغانانو سره تماسونه ونیول شول نتجه داشوه چی دا ښا غلی هیچا هم نه پیژندی او نه هم دنوموړی په نامه کومه اتحادیه اویا کمیټه موجوده ؤ،لویه اشتباه په دی پیدا کیږی که دقیقه احصایه تر سره شی داصلی تعداد بایرن میشتو افغانانو ځخه ده اتحادیو او ټولنو تعداد زیات شوي دی خصوصا په جرمنی،سویدن کی ،بل مطلب دادی چی دغه اتحادیی او ټولنی ډیری فعاله دی لکه چی داتحادیی ټول اړوند د  یوی کورنی مشترک غړي وی چی همیشه په یوه دسترخوان ډوډی نوشی جان کوي معنا په یوه ورځ کی دوه یا دری څله سره یو ځای کیږی اود دپیښو په باب تصمم اوفیصلی  صادره وي
دپورتنیو ځولنډو ځرکنده ونو په نظر کی نیولو سره بسمل صاحب باید کرزی صاحب ملامت نه کړي او ل باید  په بهر کی خصوصا د جرمنی په هیواد کی دخپلی خوښی او دخپل سر اتحادیی او ټولنی دافغانستان وخلګوته دخدمت په خاطر په خپلو مینځوکی بدون دکومه تبعیضه سره متحد ی او یو ځای کړ ي بیا دی په کرزی صاحب او نورو باندی دانتقاد ګو ته کیږ دي او نوموړی دي دانسانی کرامت اود پښتونوالی له سپيځلو خصوصیاتو نه لری په مختلفو نومونو متهم کړي او یا دي یوه باغیرته پښتانه باندی دبی غیرته خطاب وکړي که تاسی په بهر کی نوموړی اقدام نه شی تر سره کولای نوبیا ولی  کرزی صاحب په افغانستان کی ملا مت وی او لیکلی مو دي چی کرزی صاحب جنایت کاران اونور......... پر ځان را ټول کړي دي ولی زه په ډیر جرايت در ته ویلی شم او ته هم ښه پوهیږی چه دا تول په کرزی صاحب باندی دهم دغو خارجی استخباراتو له لوری تحمیل او تپل شوی دي او کرزی صاحب په یوازی توګه نشی کولای چی له دغو خلګو ځخه ځان خلاص کړي بلکی نه یوازی کرزی صاحب که بل هرځوک هم دکرزی صاحب پر ځا وی او یا راشی  ستاسی داتحادیی دنظر مطابق ځه شی نه شی کولاي
اوستاسی دغه اخرنی اعلامیه چی په دی نام مو صادره کړي ده چی دکندهار فرهنګیان مو ستا یلی دی چی د ولسمشر کرزی سره یی ونه لیدل دیوی اتحادیی او بایرن میشتو فرهنګیانو فیصله نه ګڼم اودا یوازی ده دیوه نفر نظر کیدای شی چی هغه ممکن تاسی په خپله اوسي ،داڅکه چی په کندهار کی ولسمشر کرزی دخپل سفر په دوهمه ور ځ دکندهار دښځو دشوراه دغړو له کتنو وروسته دکندهار دټولو فر هنګیانو سر ه په ډیره صمیمانه فضا کی وکتل دا که کوم فرهنګی نه وی ورسره کتلی او چا اجازه نه وی ور کړی دا دقضیی بل اړخ دي په اخیر کی هیله لرم چی زما په دغو ځو ټکو باندی ښا غلی بسمل صاحب خفه نه شی ،دا دکومی اتحادیی او ټولنی نظر نه دي یوازی زما شخصی نظر دي ممکن ما اشتباه کړي وی،وسلام رحمت اله روان