افغانستان ته دبارک اوباما د نا ځاپی سفر هدف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د امریکا ولسمشربارک اوباما پرون ماښام دافغانستان په وخت دښپي په اووه بجی ناببره کابل ته ورسیدی او له دو ساعتونو ځنډه وروسته په تیاره کې بیرته خپل هیواد ته ستون شو،سیاسی ځیړونکی دنوموړی دناببره سفر په باب مختلف اوبیل بیل نظرونه لری د نوموړي سفر یو غیری رسمی سفر بولی چی په ديره عاجله تو ګه او په ډیر کم
وخت کی پشپړ شو تر ډیره حده حدس او ګمان دادی چی ښاغلی اوباما ددغه سفر ځخه یوازی اویوازی  دامریکا له نظامی فوځیانو سره له نژدی کتلو په هدف دمارچ دمیاشتی د اخیری هفتی داحترام په په خا طر تر سره شو دمارچ دمیاشتی اخیرنی هفته دمبارکی هفته په نامه په امریکا ،اروپا او دنړي په بیلو بیلو برخوکی په خاصو مذهبی مراسمو سره هرکال لما نځله کیږی په دغو ورځو کی هغه ورځ هم شامله ده چی وایی عیسی علیه سلام لومړی ځل وبیت المقدس ته داخل شوی دی ،دمارچ دمیاشتی په دغه اخرنی هفته کی عمومی رخصتی وی دفامیل ټول غړی دیوه اوبل دکتنو اولیدنوپه خا طر سره یو ځا ی کیږی په امریکا او اروپا کی ددغی هفتی داحترام په خا طر ډیر خلګ روزی نیسی ،همداراز دامریکا ولسمشر ددی هدف په ځنګ کی دموقع ځخه په استفاده تیره  شپه د افغانستان دلسمشر ښاغلی حامد کرزی سره دولسمشری په ما ڼي کی وکتل او ویی ویل چی په دغه هیواد کی فو ځی هلو ځلو پر مختګ کړي دي خو ولسمشر کرزی با ید دفساد مخه ونیسی .لوړ دواړه هدفونه دبارک اوباما دلنډ سفر عمده اهداف کڼل کیدای شي .
د امریکا ولسمشر همدا راز خپل افغان سيال ته د خبریالانو په مخکې وویل :« غواړم چې دا قوي پیغام ورکړم چې د امریکا د متحدو ایالتونو او افغانستان ترمنځ مشارکت دوام لري.موږ په سیمه کې د سخت دریځو پرضد په مبارزه کې پرمختګ لیدلی دی .»ده زیاته کړه :« موږ همدارازغواړو چې په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ ، د قانون د حاکمیت، د مخدرو موادو ضد هلوځلو اوپه نورو چارو کې ښه پرمختګ وشي څو افغانستان لا سوکاله ، خوندي ،امن او خپلواک شي .» اوباما دغه راز له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه وکړه چې د ډيرو خبرو لپاره راتلونکې مې مياشت کې واشنګټن ته سفر وکړي .ولسمشرکرزي هیله څرګنده کړه چې د یوه سوکال، باثباته، سوله ییز او غښتلي افغانستان لپاره چې په خپلو پښو ولاړ وي ، د امریکا او افغانستان مشارکت او همکاري دوام وکړي
ښاغلي اوباما له ولسمشر حامد کرزي سره تر خبرو وروسته د بګرام هوايي اډې ته لاړ او هلته يې امريکايي پوځيانو ته په وينا کې وويل چی دافغانستان په اته کلنی جګړی کی لا سختی ور ځی په مخکی دی لری چی په دی که به شا تګونه هم وی خو امریکایان هیځکله تیښته نه شی زغملاي:
”غواړم تاسې وپوهوم، چې که تاسې دلته په باګرام کې کار کوي، که د هلمند په کوم کلي کې په ګزمه اخته ياست، ستاسو دا خدمت په رښتیا سره، چې د امريکا د خونديتوب او امن لپاره زيات اهميت لري.“
اوباما د بګرام په هوايي ډګر کې تر دوه زره زياتو امريکايي پوځيانو ته وينا وکړه، ده د امريکايي پوځيانو مننه وکړه، چې په افغانستان کې قرباني ورکوي او ويې ويل چې دوى به بريالي وي:
”موږ ګورو هغه افراطيان، چې د تاوتريخوالي پلويان دي، له خپلو پناه ځايونو شړل شوي، موږ لکه څنګه، چې طالبان ځپلي، دغه راز مو القاعدې ډلې ته هم سخت ګوزارونه ورکړي.“
اوباما وويل القاعده، اوس هم د يوه خطر په توګه پاتې ده او که چیری طالبان يوځل بيا پر افغانستان واکمن شي، نو د امريکا امنيت به ورسره خراب شی
”کیدای شي ځينې سختې ورځې به په مخکې وي، خنډونه به هم وي، موږ له يوه مصمم دښمن سره مخامخ يو، موږ په دې هم پوهیږو چې امريکا هغه کار چې پيل کړي، تر هغو يې نه پرېږدي چې بشپړ يې نه کړي.“
د امريکا ولسمشر بارک اوباما تیر ميلادي کال افغانستان ته د دېرش زره تازه دمه امريکايي پوځيانو د لېږلو ژمنه وکړه، چې د رپوټونو پر اساس يو په درېيمه برخه دغه عسکر افغانستان ته رسیدلی هم دی او د طالبانو په وړاندې په جګړه بوخت دي.
بارک اوباما په دې سفر کې د امريکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کریسټل او په کابل کې د امريکا له سفیر کارل ايکن بيرې سره هم وکتل. رويټرز اژانس په دې اړه ليکي، له څوارلسو مياشتو راهيسې چې اوباما د ولسمشر په توګه ټاکل شوى، د کرزي له حکومت سره يې د ادارې اړيکې له اضطراب او پريشانۍ ډکې دي، خو په افغانستان کې د تیرو انتخاباتو په وخت کې چې په بهير کې يې په دغو انتخاباتو کې د پراخو درغليو ادعاوې وشوې، دغه اړيکې نورې هم سړې شوې. په داسې حال کې چې د زياتو تلفاتو، ګڼو لګښتونو او په افغان مشرانو کې د اداري فساد له کبله د افغانستان له جګړې څخه په امريکا کې دننه د خلکو ملاتړ کم شوى و، ولسمشر اوباما تیره اوونۍ د صحي بيمې د قانون له تصويب سره يوه داسې لويه بريا لاسته راوړه، چې په سياسي لحاظ يې دى نور هم غښتلى کړ او اوس کولاى شي د افغانستان جګړې ته پام زيات کړي.
په دغه ډی لنډسفر کی دامریکا  ولسمشر  دافغانستان دولسمشر ځخه داداری فساد  دمخنوی په هکله د جدی اقداماتو غوښتنه وکړه، داڅکه ډیره مهمه او خاصه غوښتنه کیدا شی چی داوباما دسفر ځخه یو ور ځ ورو سته دامریکا لوی درستیزمایک مولن ددوشنبی په ور ځ ورسنیو ته  وویل که دافغانستان ولسمشر حامد کرزی داداری فساد پر ضد مبارزه کی بریا لی نه شو او په کندهار کی یی حکومتی اداره ښه نه کړه ،دافغانستان لپاره به دولسمشر بارک اوباما ستراتیژی نا کامه شي
د کندهار په باب د اډمیرل مایک مولن خبرداري پر کرزي فشار نور هم زیات کړاو په دې باب یې پوښتنې پیدا کړي چې ایا د سخت دریځو پرضد به د امریکا روانې هلې ځلې بریالۍ شي او که نه را پورونه وایی چی دامریکا لوی درستیز داخبری کابل ته دروانیدو په وخت له خبریا لانو سره کړی دی 
ولسمشربارک اوباما د یکشنبې په ماښام د افغانستان په سفر کې له کرزي وغوښتل چې فساد پای ته ورسوي او په دې توګه یې د کرزي له لوري په دې برخه کې د کافي اقداماتو پر نه کولو د امریکا اندېښنه څرګنده کړه
د امریکا د پوځ لوی درستیز مایک مولن ویلی دي چی : که په افغانستان کې په پراخه پیمانه فساد ختم نه کړواومشروع اداره رامنځته نه کړو، په کندهار کې به بریالي نه شو.
ټاکل شوې ده چې نړیوال او افغان ځواکونه په لنډ وخت کې په کندهار کې چې د طالبانو لپاره خاص اهمیت لري، لوی عملیات پیل کړي .
مایک مولن وايي کې په کندهار کې حکومتي اداره اصلاح او فساد ختم نه شي ، دوی به په دې عملیاتو کې بریالي نه شي
د امریکا د دفاع وزارت د جګړې د پلان جوړوونکو لپاره ځانګړې اندېښنه د ولسمشر کرزي د ناسکه ورور احمدولي کرزي له درکه ده چې د کندهار د ولایتي شورا ریاست په غاړه لري خو عملاً په جنوب کې ترټولو قدرتمن چارواکی دی
د امریکا د ټولو قواوو لوی درستیز وویل چې کندهار په افغانستان کې د سیقل مرکز دی اود طالبانو پرضد د جګړې د انډول د بدلولو لپاره کلیدي اهمیت لري چې امریکا غواړي دا بدلون په همدې کال کې راشي ده وویل کرزی باید دفساد دمخنیوی او به کندهار کی دسمی اداری دجوړه ولو غم وخوری .
ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا احمدولي کرزی باید څنګ ته شي مولن وویل : «فکر کوم چې په کندهار کې د حکومتي ادارې ستونزې او د فساد د مخنیوي مسلې باید ولسمشرکرزی حل کړي
د بارک اوبا ما سفر وافغانستان ته  دامنیتی دلایلو په وجه پټ ساتل شوي وو، دهمدی دلیل په اساس د بګرام په هوايي ډګر کې د ايتلافي ځواکونو پر هډه تیره  شپه درې بجې دوه توغندي لګیدلی دي
خو دا نه ده معلومه ، چې په بګرام کې د يادو توغنديو د لګیدو پر مهال اوباما په بګرام کې و او که د خپل هیواد لور ستون شوى و.
د پروان د امنيه قوماندانۍ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر سمونوال لطف الرحمن رشاد رسنيو ته وويل چې ياد شوي توغندي تیره شپه درې بجې له شمال ختځ لوري څخه دبګرام په هوايي ډګر وتوغول شول . پای رحمت اله روان