په لیکنو کی باید دحقیقت ځخه سترګی پټي نه شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

یوه ډیر نزدي ملګری زما څخه غوښتنه وکړه چی دښا غلی عمر شمس په نامه یوه لیکنه حتمی او ضروری ولولی چی سردی خلاص شی،که ځه هم ما دهغه لیکنه وار دمخه دپیام وطن په نامه انترنیتی پا ڼه کی مطالعه کړي ؤ اودنوموړی لیکنی یوځه مطالب زما دیوی لیکنی په جواب کی ؤ

ما دوباره په دی خاطر لازمه ونه ګڼله چی ځه شی ولیکم او ومی نه غوښتل ودغی منا قشی ته ادامه ور کړم خو ددغه ملګری غوښتنی زه دی ته مجبور کړم چی باید ځینی حقایق ولیکم.
۱ -دمحترم عمر شمس ډیره خوږه او اوږده لیکنه می په ډیره دقیقه تو ګه ولوستله،داچه ده هرځه لیکلی دی داده خپل شخصی نظر دی او زه ورته احترام لرم ،ولی هغه ځه چه ما دده په لیکنه کی پیدا کړه هغه دده د قهر اود احساساتو ډکی ځو تکراری جملی دی چی دمضمون په متن کی ځوځله په متواترشکل تکرار شوی دی، دلیکنی دمتن هدف کوم  نوي اوتازه داستان هم نه دی چی هرځه په کی نوي اوتازه وي داځکه چی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند ټول غړی ددغه داستان په وړاندی پوره اګاهی او معلومات لری اوددوی تر سترګو لاندی نوموړی داستان شروع اوختم شوی دی تکرار ی وړاندی کول یی زما په نظر دوخت ضایع او پرځان باندی فشار راوړل ، او دحزب صفوف نور هم وژورو کندو ته ټیله کول دي اوبس..
۲ -ښاغلی شمس صاحب ځوځله دشهید داکتر صاحب نجیب اله په باب دحیرت نه ډګی ځرګندونی کړي دی، دنوموړی دلیکنی ځخه داسی معلومیږی لکه چی داکتر صاحب نجیب اله یوازی دوی ځونفره په خپل ځان پوری تعلق او مربوط ګڼي او همیشه باید دوی دهغه د دم اوچف ځخه دځان په ګټه استفاده وکړی اوغواړي دافغانستان دسولی دارمانونو د دغه ستر شهید تر سیوری لاندی د خپلو ځانونونیمګړتیاوی اوعیبونه پټ کړي اودنوموړی دنامه ځخه دغلطی استفادی په وجه خپلی تیری بی ځایه عقدی او شخصی کینی دنورو په مقابل کی تر سره کړي،بلکی داسی نه ده دوی په اشتباه کی دي(( شهید داکتر صاحب نجیب اله خپل تاریخی اوملی رسالت دتاریخ په یو مشخصه مرحله کی دافغانستان دخلګو په برابر په ډیره میړانه او شجاعت تر سره کړي اوهرځه چی یی ویلی ول هغه یی دعمل په ډګر کی دخپل ځان دقربانی تر سرحده پیاده اوعملی ګړل)) دافغانستان داکثریت خلګو په زړونوکی ځای لري اودافغانستان دتاریخ دویاړونو یوه برخه ګرځیدلی دي حتی دهغه پرونی مخالفین نن دنوموړی شجاعت او ټینګه اراده په هر ځای او مجلس کی یاده وی ،دلته غواړم په ډاګه کړم چی شهید داکتر نجیب اله دټولو افغانانو او په خاصه توګه دافغانستان دخلق دموکراتیک اوطن ګوند دغړو دافتخار وړ شخصیت دي،تر اوسه پوری چی په کوم شی دحزب ټول غړی موافق نظر لری هغه دشهید ډاکتر صاحب نجیب اله لوړ سیاسی شخصیت  اومحبو بیت دي ، ولی افسوس  دافغانستان دخلق دموکراتیک اووطن ګوند پر هغوغړو چه نوموړی یی په ډیروسختو لحظو کی پر سپین میدان تنها پریښودی او هر یو دخپل ځان په غم کی شول تر اخیر پوری یی ونه شوی کولای چی په داخل اویا هم په خارج کی دشهید داکتر نجیب اله دنجات په خا طر خپل داعتراز اواز وچت کړی،تنها مونږ په دی ډیر تکړه یو چی د یوه اوبل پر اوږو باندی دتیرو پيښو مسولیت واچوو مونږ ټول دافغانستان دخلق دموکراتیک اویا وطن ګوند غړی باید په دی باندی شرافتمندا نه اعتراف وکړو چی مونږ دشید داکتر صاحب نجیب اله په وړاندی ملا مت یو اودتعظیم سرونه مو بایدهمیشه ټیټ وي که غواړو چی دشهید ډاکتر نجیب اله وارمانونو ته کار وکړو ټول تلاش مو با ید داوی چی هر چا چی دډاکتر نجیب اله په باب خیانت،دسیسه او توطیه کړي وی په ډیرو ارامواعصابو لمړی ښه در ک او پیژنو اووروسته یی محکمی ته دخلګو په حضور کی وړاندي کړو،په دغه برخه کی باید دحقیقت ځخه سترګی پټي نه کړو په دی ډله کی باید دهغه وخت ټول مسولین شامل وی چی بدون دهدایت او دستور  او بیله کومه مفاومت یی خپل وظایف ترک کړی دی دوی په خپله جوړ اوسلامت ځانونه وخارجی ملکونو ته ورسول اودغفلت وظیفوی له وجی یی  دافغانستان ډیر عمده برخی او ولایتونه یی دښمتانو ته پریښودل ،دا که هر ځوک وی باید حساب ور سره وشی په دی اړه په حزب کی هیځوک مخالف نه دی اونه هم مخالفت کولای شي
۳ - دښاغلی شمس صاحب په لیکنه کی یو بل ټکی هم دپام وړ دي.هغه داچی دده په ژبه دکابل د۷۰۰۰۰ زرو شهیدانو او ټولو خرابیو مسولین دافغانستان دخلق دموکراتیک یا وطن ګوند غړی ښودل شوي دي تر اوسه پور دغه رقم په ټولو خارجی او داخلی معتبرو رسنیو کی ۶۵۰۰۰زره ښودل شوي دی ،داچی شمس صاحب ۵۰۰۰ زره نورهم زیاته وی دا یوه نوي ځیړنه ګڼله کیدای شی چی ممکن ده تر سره کړي وی په هر صورت راځم اصلی موضوع ته چی دشمس صاحب دغه رنګه ځرکند ه ونی دافراطی ډلو ټولی هغه ادعاوي تائید او تصدیق وی کوم چی هر وخت وایی چی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند په افغانستان کی دټولو دبدبختیو اووژنو ستر عامل دي ،اودافغانستان دخلق دمو کراتیک ګوند ټول غړی جنایت کاران او مجرمین بولی ،ایا دښاغلی شمس صاحب دغه ځرګنده ونی ددشمنانو په ژرندو داوبو دزیاتوالی په معنا نه دي؟ غواړم په ډیر احترام سره دشمس صاحب ځخه  یوه پښتنه وکړم ،دابه ستا دخوشحالی په خاطر زه ومنم چی دکابل په جګړه کی دافغانستان دخلق دموکراتیک اویا وطن ګوند غړو لاس در لودی،ولی دافغانستان ډیری ستر ښارونه لکه قندهار،خوست،جلال اباد،هرات،پکتیا او کنړ دچا له لوری دخاورو سره خاوری اوپه ایرو بدل شول اوپه میلونو بی ګناه خلګ شهیدان شول اوپه میلونو مهاجرت ته محبور شول ایا ستا په نظر په همدغو خرابیو کی هم دافغانستان دخلق دموکراتیګ دګوند غړو پراخ لاس موجود وو،ممکن ستا جواب په دی اړه منفی وی،ګوره محترم شمس صاحب زه دومره پخه سیاسی تجربه هم نه لرم ولی په یو ه خبره چی پوهیږم اویا می ستاسی با تجربه ملګرو ځخه زده کړي دي هغه داده چی دښمنان مونږ اوتاسی دښه او بد په نامه هیځکله هم نه پیژنی او نه مو دښه او بد په نامه تقسیموي،بلکی دخپلو ګټو او اهدافو په خاطر یی مونږ سره ویشلی او جلا کړی یو او تجربی ثابیته کړی ده چی دخپلو داهدافو تر رسیدو پور یی زمونږ ځخه استفاده کړي ده ولی کوم وخت چی یی خپل هدف تر لاسه کړي دی بیایی زه اوته په کار نه یو او ما اوتاته یی دیو مشترک د ښمن په ستر ګو کتلی دی او له مینخه یی وړي یولکه چی تاسی په خپله لیکنه کی دځوحزبی ملګرو وشهادت ته اشاره کړي ده،اوس بیاهم هغه پخوانی لوبه روانه ده او مونږ دحزب غړی دپرډیو ډهل ته اتڼ کوو لا هم نه پوهیږو،اساس وظایف مو هیر کړی دی،ددشمنانو وتبلیغاتو ته متوجه نه یو دیوه اوبل په مقابل کی هره ورځ دتازه اختلافاتو شا هیدانو یو،ګوره محترم شمس صاحب ستا دلیکنی ډیری برخی زه تائید وم مګرم دومر وایم چی دشمنانو ناوړه تبلیغات چی په مجموعی توګه یی دحزب دغړو پر ضد کوی ستا تر لیکنی ډیر مخکی اومهمی بولم  چی په هغه کی ته اوهغه نور.....اوزه ټول شامل یو،ګوره شمس صاحب محترم وړمه ورځ دجلال اباد دښار په یوه برخه کی یو دسته جمعی قبر پیدا شوي دي ،په دی باب دشمنانو زهرجن تبلیغات ځومره تیز او ګړندي دي بیله دی چی هلته دبرسی ا و ځیړنی مریوط دمسلکی اشخاصو یو هیئت ورشی او دامعلومه کړی چی دغه دسته جمعی وژنی دکوم دوری په جنایت پوري ارتباط لری وار تر مخه دوطن اوسولی ددښمنانو دتبلغاتو په اساس یی دغه جنایت دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند پوری مربوط ګڼلی دی،ایا په دغه جنایت اویا داسی نورو درانو جنا یاتو کی رښتیا هم دافغا نستان دخلق دموکراتیک غړو لا س وو؟ هلته خو ستا په اصطلاح دغه دځو چهار یا پڼچ ستاره جنرالان نه ووچی دغه جنایت دی تر سره کړی وی،را ځه شرافتمندانه دا راسره قبوله کړی چی مونږ دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند غړی لا تر اوسه هم په هغه پخوانیو ناروغیو اخته یو که دا وضعه په همدغه شان ادامه وکړی لکه ځرنګه چی په دغو ورځو کی روانه ده باور وکړه چی کامیابی به نه ستا په نصیب شی او نه دنورو هر ځه به مو دلا سه وتلی وی اووخت به تر وخت تیر وي.
۴ - ما مخکی هم ویلی دی یو ځل بیا هم خپله مخکنی خبره تکراره وم چی مونږ نام خدای دیوه اوبل پر ضد دلیکنو او غیبت کولو ښه استعداد لرو ولی کوم مشکل چی را پیداشوی دی دهغه دحل لاره نه شو سنجه ولای،دمحتر م شمس صاحب لیکنه ډیره خوږه ،ښه اوږده او تکراری ده هرځه په کی شته ولی یوه خبره په کی نشته هغه داده چی په اخیر کی څه باید وکړو؟ ایا تر کومه وخته باید دپردیو په خوله دیو اوبل پر ضد استعمال شو، دتیرو اشتباهاتو په باب یو هم د شرافتمندانه اعتراف جرائت نه لرو،بیا هم دتیر په شان دحزب هر غړی دځان او خپلی ځوکسیزی ډلی په باب فکر کوی،ددی پر ځای چی خلګو ته دښو او بدو په باب دقضاوت حق ور کړو مونږ اوتاسی د خپل ځان په با ب خپله تصمیم نیسو فیصله او هم قضاوت کوو،په درواغو ناری وهو چی مونږ حزب لرو او غواړو خلګو ته خدمت وکړو ،ایا حزب او خدمت دی ته وایی چی پریوه اوبل باندی دملامتی پړه واچوو ،نور زمونږ د چیغو اونارو ځخه ټول جهان خسته شوي دی، او هغه ځوملګری چی بیاهم دوطن دابادی او خلګو ته دخدمت په خاطر په داخل دافغانستان کی پراته دی  په مختلفو نومونو باندی تهدید او تحقیروو،اومونږ په خارجی ملکونو کی ځانونه مست اوخوشحاله ساتو.
۵- ستاسی دلا ښه خوشحالی په خاطر به دا هم درسره تائید کړم چی په کابل اود هیوادپه شمال کی دپيښو په اړه دځونفرو ډیرو محدودو  چهارستاره او پنچ ستاره جنرالانو لاس موجود ؤ،ولی دافغانستان په فوځ کی یوازی دغه ځو نفره جنرالان مطرح او دبحث وړؤاویا دي کوم چی تاسی ورته ګوت ځنډنه کړي ده،ایا ددوی تاثیر دهیواد په سطح په ټول فوځ باندی موجود ؤ؟ ایا دهیواد ګرده ولایتونه ددی په قومنده اوهدایت وجهادی تنظیمونو اومختلفو ګروپو ته تسلم شول؟ که داسی وی نو په رښتیا هم ستاسی خبره پرځای او دتائید وړ ده،او که داسی نه وی تاسی بیاهم دتعصب اوکینی ځخه په خپله لیکنه کی استفاده کړي ده،دافغانستان په فوځ کی په زرهاو چهار ستاره او پنچ ستاره جنرالان موجودؤ که دحقیقت او واقیعت ځخه سترګی پټی نه کړو په ۱۳۷۱ هجری شمسی کال کی مخکی تر دی چی کابل او یا شمالی ولایتونه سقوط وکړی دقندهار اوهرات ولایتونه اوهمدارنګه ور پسی دهیواد شرقی اوجنوبی ولایتونو متلاشی اودسقوط سره مخامخ شول دهغه وخت  دقندهار ،هرات،ننګرهار،پکتیا،کنړ هغو چهارستاره او پنچ ستاره جنرالانو اودچارو مسولینوته چا دمتلاشی کیدو اوتسلمی هدایت ورکړی ؤ؟ ایا هغوی په خپل سر بیله کومه هدایته اومشوری وظایف ترک نه کړله؟ کوم چهار ستاره اویا پنچ ستاره جنرال صاحب دهیواد اوخلګو ځخه ددفاع په خاطر او یاهم دشهید ډاکترنجیب اله په خاطر حدی اقل یوساعت مقاومت وکړي؟ ایا دوی دحزب دغړیتوب دتر لاسه کولو پرمحال اویاهم دافسری دوظیفی دشروع په محال دافغانستان دخلګو په برابر دهیواد ځخه ددفاع په منظور سوګند نه و پورته کړي؟ که بیاهم دتعصف اوشخصی عقدو خیره نه وی ایا تنها دغو دری یا ځلورو چهار ستاره جنرالانو چی تاسی ډیر ورباندی په قهر یی سوګند پورته کړي ؤاو که نورو ګردو جنرالانو ،داردواوفوځ منسوبینو؟ایا اوس خبر لری چه هغه جنرالان اوس چیری دي او دچا په خدمت کي دې؟ایا داسی یو چهار،پنچ ستاره جنرال صاحب را په ګوته کولای شی چی ده دی په هرات ،قندهار،پکتیا اودهیواد په نورو ولایتونوکی په هغه ورځ مقاومت کړي وی اوځان یی دوطن اوخلګوددفاع په لاره اویا هم دشهید داکتر صاحب نجیب اله په خاطر قربانی کړي وي او مونږ یی نن په افتخار سره نوم واخلو اوورباندی وویاړو؟که دخبری ځخه خبره جوړه نه کړي اوزما دغه لاندی جمله غلطه تعبیر نه کړي،یو حقیقت دی چی باید وی وایم، دیوه جهادی قومندان یوه پخه اودغیرت نه ډکه خبره می همیشه په زړه ده چی ویلی یی ول چی : ((که زما د خولي په اندازه هم دافغانستان خاوره زما په کنترول کی  وی خپل ځان به دشمن ته تسلم نه کړم او دخپلی خاوری ځخه به دفاع وکړم)) ای کاش چی زمونږ په چهاراوپنچ ستاره جنرالانو کی هم داسی یو غیرتی جنرال هغه وخت پیداشوی وای چی حدی اقل داسی دیوغیرت خبره یی کړی واي افسوس چه نه وو،پس په داسی صورت کی داهم دحقیقت ځخه لیری خبره ده چی دانتقاد ګوته دی یوازی ځو نفرو چهار،پنچ ستاره جنرالانوته ونیوله شی او نورو که هرځه کړي وی فرق نه لري ،سترګی ورباندی پټي شي؟
۶ -په هغه وخت کی په کابل کی ډیر داسی نور چهار،پنچ ستاره جنرالان دحزب غړوځخه پټ نه دی، مخکی له هغه چی دمجاهدینو ګروپونه اویا دشورای نظار ډلی وکابل ته راداخلی شی بیله حزبی اودولتی هدایته اومشوری دوی خپل وظایف ترک ګړل او پرسونل یی په سپین میدان په خبل سر پریښودي ، په دولتی موټرواونقلیه وسایطویی شخصی پلیټونه نصف کړل،په خپلو کورونو اوددولت په مهمنخانو باندی یی دیوه دخپلی خوښی جهادی دتنظیم بیرغ نصف کړی اوهغه موجوده ددولت نغدی پیسی چی په دولتی مربوطه ادارو اوریاستونو کی  موجود وی دځان شخصی مال وګڼلی، چور او چپاول او له ځانه سره یوړي او تر نن ورځی پور ی په هغو پيسو باندی په خارچی ملکونو کی چړ چی اومستی کوی او دحزبی ملګرو په توهین اوتهدید پیسی یی پښي لوځی کړي دي اوشپه او ورځ په نوو توطییو او دسیسیو بوخت دي، اوس دشهید داکترنجیب اله ځخه ددفاع ناری اوچیغی وهی ، هغه وخت چی هرځه یی په لاس کی ول او ډاکترصاحب نجیب اله هم ژوندی او برحاله ریس جمهور ؤ ولی یی حدی اقل دنوموړی په طرفداری یو کوچنی اواز هم داعتراض په شکل اوچت نه کړي ایا هغوی هم ددغو درو پنچ ستاره جنرالانو په امراوهدایت وظیفی ترک کړ لی؟ که چیری داسی وی نو نن ولی داحق وځان ته ور کوی چی په هغو ی پسی بد او رد ووایی؟ زه د هیځ یوه چهار ستاره،پنچ ستاره جنرال پرضد اویاهم طرفدار په باب خبري نه کوم ولی غواړم ځه چی حقیقت او واقیعت وی هغه باید بدون دکوم خاص تعصب ، کرکی اوکینی ځخه وویل شي او رمونږ قضاوت باید دتیرو ګردو قضایاو په باب مساویانه او عادلانه وي،په اخر کی می هیله داه چی نور دغه دیوه اوبل په ضد له لیکنو ځخه صرف نظر وکړو او دمشکلاتو داساسی حل لاری په باب ژور فکر وکړو،سازنده پیشنهادونه دوضعی دجوړیدو به خاطروړاندی کړو اوپه افغانستان کی دیوه دمو کرات ګوند دجوړیدو په خاطر یوه اوبل ته دکمک اوهمکاری لاسونه ور کړو.
-دمحترم شمس صاحب په لیکنه کی می تنها یو جالب اوتازه خبروموند  چی زما دیاداشتونو دتکمیل په هکله ممکن لږ ځه ګمک راسره وکړي هغه داؤ چی ما مخکی په خپله یوه لیکنه کی ویلی ول چی باید دحزب په داخل کی دټولو پيښو په باب ژوره ځیړنه وشی چی دهغو دجملی ځخه ،شمس صاحب یوازی دحافیظ اله امین دقتل په باب  دیوه نفر دلاس لرلو په اړه دهغه نوم اخستی دی دا کار یی بیا  هم دیوی شخصی عقدی پربنیاد کړي دی اوپر حقیقت باندی یی سترګی پټي کړي دي،که دحقیقت او واقیعت ځخه ستر ګی پټي نه کړي باید دهغه نفر ځخه برعلاوه چی ده یی نوم یاد کړي ددرونورو نفرو نومونه هم باید یاد کړی  چی په هغ شپه په روسی نظامی لباس ملبس ول او دحا فیظ اله امین په قتل کی یی برخه در لوده چی دحافیظ اله امین دفامیل پاتی درنه غړی هغوی ښه صحی پیژندلی دي ولی ځوک دي چی دهغوی اواز واوري .پای رحمت اله روان