‎ د اتمر صیب هڅې!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر  د هېواد په روانو حالاتو او سیاست کې یوه مثبت تاثیر ګذاره څېره ده ، چې د سولې په برخه کې یې هڅې تل تاثیر لرونکې دي ، یو دلیل یې دا دی چې اتمر صیب د نړۍ په کچه پېژندل شوی ، او د نړۍ له پاره د باور وړ شخص دی ، بل دا چې اتمر صیب د ملي دریځ لرونکی دی چې ټول افغانان پرې پوره باور لري، دریم دا چې ، یو با ارادې ، مدبر ، او د پوره حوصلې خاوند دی ، ‌‌‌‌‌‌ډېرې ستونزې پر ځان ګالي خو د ولس د هیلو سر سم حرکت کوي


‎د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اتمر صیب په اړه وايي،له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کولو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د همغږۍ او تجهیز په برخه کې د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر مدبرانه رهبري او وړتیا د قدر وړ ده . ولسمشر وايي  له دې امله یې ښاغلي اتمر ته دملي امنیت د سلاکار دنده وړاندیز کړې وه، چې نوموړی د افغانستان شموله پراخ نظر خاوند دی او همداراز د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د مناسباتو په جوړښت او ټینګښت کې د افغانستان د ملي امنیت سرتاسري اړخونه په نظر کې ونیول شي.
‎اتمر صیب د افغانستان د سولې د پاره یې نه ستړې کېدونکې هیلې ځلې کړي، د افغانستان د سولې د پاره یې په نړیواله کچه د افغانانو غږ رسولی  .
‎همدا راز ښاغلی اتمر صیب د ملي یووالي حکومت 
‎له پیل راهیسې له ګاونډیو، د سیمې، نړۍ او اسلامي هېوادونو سره د افغان حکومت اړیکو د پراختیا او د دوستانه مناسباتو د ټينګولو په هڅه کې د ی.
‎کله چې اتمر صیب د سعودي چارواکو په بلنه یاد هېواد ته لاړ د سفر موخې یې څو برخې لرلې چې یوه یې له ترهګرې سره ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه وه، ښاغلي اتمر سعودي چارواکي  قانع کړل چې د ترهګرۍ په وړاندې باید ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه وشي ځکه چې ترهګري نه یواځې افغانستان ته بلکۍ نړۍ ته یو لوی خطر دی . 
‎چې دې سره سعودي چارواکو هم ژمنه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره همکارۍ ته چمتوالی لري، دواړو لورو هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې به د بهرنیو ترهګرو او هغو تروریستانو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، چې د سولې او مذاکراتو پر ضد اقدامات کوي او نه غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
‎له دې خبرو نړیوالو ته دا وښودل شوه چې په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او دا پردۍ جګړه چې نن افغانان یې په اور کې سوځي بله ورځ به دا اور نورو هۍوادونو ته هم رسېږي. 
‎اتمر صیب روسې ،چین،امریکا، هند،او د نړۍ ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر هېوادونو ته یې په همدې موخه سفرونه وکړل چې د افغانستان د سولې د پاره نړیوال  ګ‌‌‌‌‌‌ډې همکارۍ ته راوبلي ، تر څو افغانان نور له دې پردۍ تپل شوې جګړې خلاصون پيدا کړي . 
‎کله چې اتمر صیب ترکیې ته په یوه رسمي بلنه 
‎لاړ هلته یې له ترکیي چارواکو سره 
‎د سیاسي اړیکو پراختیا، له ترورېزم سره جدي مبارزې او له افغان امنیتي ځواکونو سره د ترکیې د مرستو دوام وه ، 
‎دې سره موږ ګورو چې د افغانستان حکومت له ترکیې هېواد سره ‌‌‌‌‌‌ډېرې ښې دوستانه اړیکې لري، دا چې زموږ اکثریت ځوانان په ترکیه کې په پوځي زده کړو بوخت دي دا یې ښه مثال دی . 
‎ښاغلي اتمر صیب هند ته هم څو پر لپسې رسمي سفرونه لرل چې د سفرونو ‌‌‌‌‌‌ډېره موخه یې د پوځي مرستو جلبول وه، موږ
‎عملآ ولیدل چې د هند هېواد په پوځي برخه کې له افغانستان سره زیاتې همکارۍ لرلې 
‎د ښاغلي اتمر صیب سفرونه له لاسته راوړنو ‌‌‌‌‌‌ډک وه ، او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان د ثبات  او سولې د پاره د نړوالو همکارې را جلب کړي.
‎ددې ټول هڅو سره سره اتمر صیب د افغانستان د ټولو قومونو د یووالي د پاره هم هڅې کوي، دا چې اتمر صیب د ملي ګټو ساتونکی دی ولس یې تل ستاینه او ملاتړ کوي.
‎ښاغلی اتمر صیب د افغانستان په سیاست کې یو ځلانده ستوری دی .
‎د ژوند په ټولو چارو کې ورته ‌‌‌‌‌‌ډېرې بریاوې غواړم .
‎مینه منګل