د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱۳) وال سټريټ ژورنال

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت
د وال سټريت ژورنال  (The Wall Street Journal )ورځپاڼه  چي په مختصر ډول په  WSJ  هم ياديږي د امريکا او نړۍ د اهمو او با رسوخه اقتصادي او سياسي ورځپاڼو څخه ده ،چي د امريکا څخه علاوه په اروپا او آسيا کي هم خپريږي . ددې ورځپاڼي مرکز   دامريکا د بازار و بورس  په  زړه يعني د نيويارک د ښار د  وال سټريټ په جاده کي واقع دئ . دغي ورځپاڼي د خپل  نامه تسميه هم 

ددې جادې د نامه څخه اخيستی دئ   . د وال سټريټ ژورنال ور ځپاڼه  د  ورځني  تيراژ له رويه په امريکا کي لومړۍ مقام لري او هره ورځ د دوو ميليونوڅخه  زياتي شمارې خپروي .  ددې نه علاوه  د خپلي انټرنيټي ويب پاڼي څخه هم د مياشتي څلور لکه ګډون کونکي لري دغه ويب پاڼه ددې  ګډون کونکو څخه د حق الاشتراک پيسې هم تر لاسه کوي . په نړۍ کي د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي يواځنۍ سياله د انګلستان فايننشل ټايمز ورځپاڼه ده چي په لندن کي خپريږي .
وال سټريټ ژورنال  ورځپاڼه د کال ۱۸۸۹ د جون په اتمه د چارلز هنړي داوCharles Henry Dow ، اډوارډ جونز Edward Davis Jones  او چارلز برګسټرسرCharles Bergstresser   لخوا د لومړي ځل د پاره په خپرونو لاس پوري کړ .دغه  ورځپاڼه په اول سر کي د خپلو  اقتصادي خبرنو هدف  د ډاو جونز د شرکت Dow Jones & Company د اسهامو څخه د ملاتړ په خاطر وو.  خو ورځپاڼي  د خپلو اوږدمهاله اهدافو د تحقق د پاره يوازي په دې بسنه  ونکړه او  کله چي به د رکود سره مخامخېدله نو دېته  به مجبوره کېدله  چي د اقتصادي او تجارتي موضوعاتو څخه لږ شاني فاصله و نيسي او داسي نورو خبروته هم مخ را واړوي چي د خلکو پام ځانته جلب کړي . په دغه وخت کي ورځپاڼي د خپل فعاليت حوزه پراخه او و ټولنيزو، فرهنګي، ادبياتو او هنري برخو ته يې هم ځای ورکړي وو . خو ددوهمي نړۍ والي جګړې نه وروسته  په ورځپاڼه کي دغه رويه پيکه او بيرته  يې ځان و لومړني حالت ته را وګرځاوه  .
د وال سټريټ ژورنال چلوونکي د خپل فعاليت پر يوې خبري  باندي  ډېر نازيږي  او هغه دا چي د په سلو کي شپېته لوستونکي يې  د پورته کچي مديران او هغه څوک دي چي کلنۍ عايد يې  څه کم دوه لکه ډالره دئ او په داسي بنګلو کي  ژوند کوي  چي د هغوی  اوسطه بيه  دوه مليونه ډالره ده ، زياتره ددغي ډلي  سنونه  د ۵۵ کالو په عمر کي قرار لري . دغه ورځپاڼه  نن  دامريکا او د نړۍ د نخبګانو او اشرافيانو د ورځپاڼي په نامه هم ياديږي  .

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه د دوشنبې څخه بيا د جمعي تر ورځي پوري د نړۍ تر ټولو مهم اقتصادي او تجارتي خبرونه، ګزارشونه او د هغو په باره کي بيا د ورځپاڼي له نظره تحليلونه په ځانګړي مهارت سره اوډي  او خپروي يې . وال سټريټ ژورنال چي د ورځي په يوه وخت کي د امريکا په لسو ساحو کي چاپيږي داقتصادي مسائلو په اړه  د نړۍ په مهمو صنعتي او اقتصادي ښارو کي خبريالان لري . دغه خبريالان   د امريکا او نړۍ په مالي بازارو کي د حال و احوال  خبرونه ، په اقتصادي ماحول کي د امريکا اونړۍد شرکتو د وضعي په اړه خبرونه او ورسره يوځای  کيندلي  اقتصادي ګزارشونه او  تحليلونه  خپروي . ددې سره يوځای، دغه ورځپاڼه  د اقتصادي موضوعاتو نه علاوه، په ډېره  لوړه سطحه ژور سياسي، ټولنيز او هنري  تحليلونه هم  لري چي  د وتلي او مشهوره  تحليلګرانو او منتقدينو لخوا  و دې ورځپاڼي ته ليکل کيږي .

په اوسط ډول د وال سټريټ ژورنال  ورځپاڼه  په ۹۶ مخو کي د هفتې په شپږو ورځو کي چي په متن کي ځانګړي برخي لري  چاپيږي . د شنبې په ورځو کي د خپلو لوستونکو د فراغت  د وخت په مصروفه کولو کي د اشپزی، غذا، سرګرمئ، فرهنګ، کتاب او د کورني مسائلو په اړه ليکني لري . د غه ورځپاڼه د ګرافيکي او صفحاتو د اوډلو له لحاظه د نورو ورځپاڼو څخه يوه خاصه ورځپاڼه  ارزول سوې او ځانته خپل ميتوډ لري .

د وال سټريټ ژورنال د ورځپاڼي  فکري مشې او تګ لوری د امريکا د محافظه کارانو  او د اقتصادي ليبراليزم څخه ملاتړ او پيروي ده . دغه تګ لوری نن په نړۍ کي يوه پر تشتجه او په  سياسي  او اقتصادي عرصه کي يې لوی بحران را مينځته کړی دئ . دغه ورځپاڼه د آزاد بازار  دمفکورې څخه   په ټينګه ملاتړ کوي  اوپه سياسي لحاظ د امريکا د سخت دريزه نيو محافظه کارانو چي  لانجې زېږوي او بيا د هغو حل د جګړو دلاري غواړي، لاس نيسي  او د هغوی پيروي کوي . ورځپاڼه همدارنګه د انسانانو و مهاجرت ته د يوې تجارتي پديدې په حيث ګوري او د مهاجرت په قانون کي د اصلاحاتو غوښتونکې  ده ، يعني د سرحدو پرانيستل او د غيرقانوني مهاجرينو ووضعيت ته  قانوني بڼه ورکول   غواړي .  ددې ورځپاڼي ليد لوری  زياتره  د انګلستان د اکونوميست د مجلې سره  ورته والی لري .

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه په کال ۲۰۰۷  کي د هغه د اصلي مالک  د ډاو جونز شرکت  لخوا خرڅه سوه  او  روپرت مرډاک يا مردوخ  (Keith Rupert Murdoch) استرليايي الاصله امريکايي ميليارډر چي په خټه يهود او د نيوز کارپوريشن مالک دئ  هغه په پنځه ميليارډه ډالر  رانيوله .

روپرت مرډاک  په نړۍ کي درسنيو د امپراطور په نامه يږي نوموړی همدا اوس په ټوله نړۍ کي د  لسهاومشهوره  مجلو، ورځپاڼو، ټلوېزوني او ماهواره ای شبکو او د فيلم جوړوني سټيډيو ګانو مالک دئ ځانته يې واقعاً د رسنيو لويه امپراتوري جوړه کړېده . هغه ته د يوه عادي سرمايه دار په سترګه نه کتل کيږي .  

مرډاک د اسټرليا  په سيدني کي  د ډيلي ټلګراف مشهوره ورځپاڼهThe Daily Telegraph (Sydney) ،د سيدني د سنډې ټلګراف  The Sunday Telegraph (Sydney)، او د اسټرليين The Australian (national)  ملي ورځپاڼو او نورو زیاتو ماهواره ای رسنيو مالک دئ . په انګلستان کي د مشهورو ورځپاڼو لکه د سنThe Sun، د نيوز آف د وړلډNews of the World، د ټايمزThe Times، سنډې ټايمزSunday Times  او د لندن پېپر  Paper London The  د ورځپاڼو مالک دئ. په امريکا کي د نيويارک پوسټ ورځپاڼي نه علاوه  وال سټريټ ژورنال مشهوره ور ځپاڼه يې هم د ځان کړه .. مرډاک د تصويري مشهوره  رسنيو د جملې څخه لکه د سکای SKYTV او  د فاکس Fox  مشهوره ټلوېزوني شبکو، د فاکس ټل Foxtel او د د فاکس د شلمي پېړۍ د فيلم جوړولو دمشهوري سټډيو (فوکس ۲۰سنچري  20th Century Fox )د کمپنۍ او د هغه د ټلوېزوني شبکو مالک هم دئ . د فاکس ټلوېزوني شبکه  په امريکا کي د ABC  ،CBS او MSNBC ټلوېزوني شبکو څخه را وروسته يوه  تر ټولو بهترينه او د زیاتو ليدونکو ټلوېزوني شبکه ده .  همدا اوس مرډاک يوازي په امريکا کي دېرش ټلوېزوني  سټېشنونه  لري  چي د امريکا  تر نيمايي زياتو کورنيو ته ټلوېزوني برنامې او په هغه  کي پرتې مقولې او هدفونه  رسوي .  

ددې نه علاوه نوموړی د مشهورو  ويب پاڼو  لکه، مای سپېس MySpace، هولوHulu.com، امريکن آيډلAmericanIdol.com، اسک ميAskMen.com، فوټو بکيټ  Photobucket.com مالک هم دئ . مرډاک دغه د نړۍ د رسنيو امپراتور دنيوز کارپرېشن شرکت News Corporation)) په نامه  درسنيو  يو عظيمه شرکت جوړ کړی دئ  چي په ټوله نړۍ کي په لسهاوه راډيويي او ټلويزوني سټېشنونه ، د کتاب د چاپولو چاپخانې، ۴۰ مشهوره مجلې او ۱۷۵   ورځپاڼو لري  . په هغه احصايه کي چي  د نيوز کارپورېشن لخوا په ۲۰۰۹ کي خپره سوېده  نوموړي شرکت په دغه کال کي۳۰ اعشاريه ۴۲۳  ميليارډه ډالر عايد درلود چي  خالصه ګټه يې   څه کم شپږ  ميليارډه ډالره  وه خو  تر دې دمخه کلو کي چي د رسنيو بازار د اقتصادي بحرانو په وجه سوړ سو نو  بې درکه تاوان يې هم و کړ  .

د يوې بلي احصايې له رويه ،  نن  په  نړۍ  کي يوازي   ۲۵۸ تنه ميليارډران د مځکي د کرې  د  نيمايي خلکو ( درې ميليارډو انسانانو) ثروت په لاس کي لري  او د هغو په کتار کي د وال سټريټ ژورنال تازه دمه مالک او د رسنيو امپراتور روپرت مرډاک هم ځای لري . د ژورناليزم په انساني عرصه کي ډير پوهان او صاحب نظران  دا پوښتنه را پورته کوي چي  په داسي يوه  ناعادلانه حالت کي  د خبريالانو او ژورناليستانو وظيفه بايد څه وي ؟ هغه نړۍ چي  په يوه کنج مثلاً موزنبيق کې د عفوني ناروغيو له کبله د هر څلورو کوچنيانو څخه يو و پنځه کلني ته نه رسیږي مري، په نړۍ کي چي فقر او لوږه د ورځي دېرش زره انسانان وژني، څه کم يو ميلياړډ انسانان هره شپه په وږي نس بيديږي، يا په افغانستان کي دا دېرش کاله کيږي د همدې ميليارډرانو د ګټو د پاره رنګارنګه بازيګران او ايزمونه رامخته کيږي، په جګړو کي يو په بل پسې انساني فاجعې  رازېږوي، په کال کي په زرهاوو کوچنيان د د وا او صحي امکاناتو د نه شتون په وجه د مختلفو ناروغيو نه مري،  افغاني ميندي د صحي امکاناتو په نشتوالي کي په لنګتوب  کي مري، ميليار ډونه ډالر په  ايزمي جګړو لګيږي خو زموږ و ځوانانو ته د  کار او  روزګار پته نه لګيږي   ، ها څه چي سته نو هغه بيا د همدې کړيو لخوا د مخدره موادو په بزنس باندي لګيا دي .  په عراق کي چي د نفت او ګټو د پاره کوم   پوځي تهاجم وسو جنايتونه او عام قتلونه  تر سرهسوه او لا  کيږي   نو پر هغه خو ټول انسانيت ورباندي شرميږي .

زموږ په نړۍ کي  هغه هيوادونه  چي ان ځانته ډيموکراټيک هيوادونه وايي نن د هغوی پر سياسي سيسټم باندي نا روا  پيسې  واکمني دي، دا پيسې که د قاچاقبري د لاري وي  يا په کازینوګانو کي  د قمار د لاري تر لاسه سوي وي، يا د افغانستان غوندي هيواد کي  د چور او چپاول او د جنايت  د لاري تر لاسه سوي وي او يا هم د وطنپلورني او غلامۍ په بدله کي يې  بانکونه پړسولي وي،  آيا اصلي وظيفه بايد دا وي چي د هغوی د ګټو  دزياتېدو د پاره  فرمولاوي  باید را و ايستل سي  او  د پيسو په ډېرېدو پسې روان سي؟ او که د بډای او غريب تر مينځ دغه ننګينه واټن په نظر کي و نيول سي ؟  نن دامريکا حاکمه ډله  داسي مرحلې ته رسېدلې ده   چي سياست  يې  د پيسو سره اخښلی دئ  . هغه څوک چي د پيسو چکونه امضاء کوي ، نو هغوی د ځان په ګټه  قوانين  هم تصويبوي  او د ځان په ګټه د بشر د سرنوشت په هکله تصميمونه هم  نيسي  . په رشتيا چي په دغه شاني  حالاتو کي د ژورناليزن او ژورنالستانو او خبريالانو وظيفوي رسالت بايد څه وي؟   و يوه متمدنه ژورنالست ته  چي د خپل مسلک انساني اړخونه يې ومخي ته پراته دي  هغه بايد  په  څه ډول بايد دداسي شرايطو سره مبارزه وکړي  او يا د حل يوه لاره ورته پيدا کړي؟  داسي لاره  نه  چي و کتابي کمونیسم ته   رجعت  وي،  بلکه و انسان او انساني کرامت ته درناوی وسي، جګړې بندي کړي، پر هيوادو باندي يرغلونه بند کړي، د شیطنت او منافقت مخه دي ونيسي   او ټولنيز عدالت  او   ښېګڼو ته دې  يوه  عادلانه  لاره و پرانيزي  او فقر دي  له مينځه يوسي .

دلته   چي د بشرعظيمه  مظلومه کتله هېره شوېده   هر چا چي د سرمايې خلاف فکر وکړ نو هغه  د « نوي نړۍ وال نظم»، دښمن ګڼل کيږي  د « هوښيارۍ»، د« بشر د حقوقو» او د « انساني آرمانو » پر ضد مخالف يا تروریست بلل کيږي . هغه جهاني نظم چي د امريکا د نوي  ليبراليسټي محافظه کارانو لخوا  د نړۍ والو مخي ته د پوځي يرغل د لاري  ايښودل کيږي ، نو په هغه کي خو همدغه سرمايه داران فرمان چلوي او د انسانانو يوه عظیمه برخه په وحشيانه توګه وژني او يا يې  استثمار وي،  د وال سټريټ ژورنال غوندي رسنۍ   ځان مؤظفه ګڼي  و عام ذهنيت ته بس د دغه موجوده نظام   او د هغه شرايط  د يوازني مطلوبه شرايطو په حيث  ور و پېژني  او پر هغه باندي تاکيد هم وکړي  تر څو  په دې توګه د سرمايه داري نظام  سلطه دايمي او د فقير او بډای تر مينځ دغه اوسنۍ شرم آوره  فاصله لا نور هم و آسمان ته و خېژوي  .

ژورناليزم پخپله يو سپېڅلی انساني مسلک دئ ، د سياسي او مذهبي مکتبو په ايزمو کي نه راځي خو ددغه   مسلک لارويان کله چي   ددې  ټولو ايزمو څخه  خا مخا د يوه  په لاس کي  لويږي نو بيا  د هغو ایزمو  په تبليغاتي مهرو  اوړي  چي  هم يې  ژبه سي،هم يې  سترګي  سي او هم  يې غوږونه  . نن   دغه  ژورناليزم د نړۍ  د ټولو عمده شرکتو او هستمنو دولتو په خدمت کي   د سرمايې په منګولو کي را کښېوتئ دئ  ، هغوی د همدغه رسنيو او ژورناليستانو څخه  د پوځي وسلو په حيث کار اخلي ،  وطنونه  پرې لاندي کوي او د انسانانو  پر عقل او ذهن باندي يرغل  کوي او خپل حاکميت ورباندي ټينګوي  . د ژورناليزم  دغه ايزم په رشتيا بايد د خپل مسلک او هدف له رويه  د انسانيت، سولي، تفاهم، ټولنيز عدالت، معنويت او د هر وطنپال د وطنپالني په ايزم بدل سي  او د پردو د واک او تسلط نه بايد را وايستل سي ، د خپلو هيوادو د وحدت، دوستئ، ورورولئ، پر ځان اتکاء  او ملي  ګټو و خدمت ته وقف سي .


مأخذونه :
http://en.wikipedia.org/wiki/The_Wall_Street_Journal
http://www.wsj-asia.com
http://www.answers.com/topic/the-wall-street-journal

http://en.wikipedia.org/wiki/News_Corporation

 

تیره مقاله دلته ولولۍ